(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

امو سین

[03.Sep.2020 - 14:44]

,,آموسين,, يو نظر

لیک : طیب خان 

د ښاغلي ډاکټر همدرد يوسفزي کتاب ,,آموسين,, راته يو ملګري راؤړو, چې مخ پاڼه مې وکتله نو ګمان مې دا شو چې ښاغلي رفعت خټک به جوړه کړي وي, چې کتاب مې د لومړۍ پاڼې نه ولوستو نو هم ,,سرورق-رفعت خټک,, پرې ليک وو ډېر ښکلی ,,ټائټل,, دی.

لومړی پرې ښاغلي افراسياب خټک د ,,اندھیاروں اجالوں کی قوس و قزح،، پہ نوم مختصر او جامع سریزہ لیکلی ده, سمندر ئې په کوزه کښې بند کړې دی او په ډېر مختصر ليک کښې ئې د نظمونو, شاعرانو او سياسي منظرنامې ښه جاج اخېستې دی.

ورپسې د ښاغلي فيصل فاران ليک د ,, تنقيدی فيصلے,, په نوم مخې ته راغلو چې په لوستو ئې د حېرانتيا سره مخ شوم, په ډېره عاجزئ دا عرض کووم چې غېر متعلق خبرې ئې داسې راخېستي لکه چې کوم بل ښکار ئې په نظر کښې وو ورپسې ئې ټوپک راخېستې, د همدرد يوسفزي په اوږه ئې اېښودې او درز ئې ترې تېر کړی, د دغه حېرانۍ علت څو سوالونه ستاسو نظر ته وړاندې کووم.

لومړی حېرت دا وو چې ښاغلی فاران د يو لوئې بحث نه پس د اولسي ادبي جرګې بحث ته را رسي نو ليکي

,, جن کے لئے کاکا جی کے ذریعے اولسی ادبی جرگہ کے نام پر ایک ایسی تنظیم کی اجازت دی گئی جہاں نظریاتی رواداری کے نام پر مکس اچار کھلایا جاتا تھا لیکن در اصل یہ جرگہ مسلم لیگ اور کمیونسٹ پارٹی کے گٹھ جوڑ کا نتیجہ تھا،،

په دغه لړ کښې وړاندې ليکي

,, یعنی اولسی ادبی جرگہ کاکاجی صنوبر حسین مومند کی مرہون منت تھا- اس کا مقصد ابھرنے والے لکھاریوں کو قوم پرستی کی رو سے نکال کر نظریاتی رواداری کی بلی چڑھانا تھا،،

مونږ چې څومره خبر يو نو دا د بيلا بېلو ادبي خلکو يو تنظيم وو چې د هرې سياسي نظريې خلکو په کښې شتون لرلو, فاران صېب ليکي چې دا تنظيم د قوم پرستۍ په خلاف د کميونسټو او مسلم ليګيانو ,,ګټ جوړ,, وو نو دا ډېر غېر ذمه واره غوندې خبره ځکه بريښي چې که داسې وه نو بيا په دې تنظيم کښې قلندر مومند او ارواښاد اجمل خټک څه کول؟ قلندر موند خو هم په خدائي خدمتګار تحريک کښې جيل تېر کړې وو او د اجمل خټک په اړه خو دنيا خبر ده, کوم خلک چې فاران صېب په دې ليک کښې مبارزين ښودلي دي او يا داسې وئيلې شو چې د ادب څه موجوده او څه تېر شوي مشران خو زيات تره د دغه تنظيم سره ناسته پاسته لرله.

فاران صېب وړاندې د ,,اسلم,, رسالی په اړه ليکي

,, صنوبر حسين کاکا جي کو علاقه غیر سے قیوم خان کا صوبائی وزیر بھگوڑا خدائی خدمتگار میاں جعفر شاہ لایا تھا اور اسکا مقصد ایک طرف ادبی جرگہ بنا کر لکھاریوں کی مت مارنی تھی تو دوسری طرف ادبی پرچہ،، اسلم،، کا ڈیکلریشن دے کر شعر و ادب سے خدائی خدمتگار تحریک کا اثر زائل کرنا تھا،،

لومړې خو د اسلم کاکاجي ذکر مناسب ګڼم د چا په نوم چې دغه رساله جوړه شوې وه, اسلم کاکاجي په باجوړ کښې د انګريز ګولۍ په سينه خوړلی وه, چې کاکا جي صنوبر حسين مومند په غېږ کښې واخېستو نو د مرګ نه وړاندې ئې يوه ټپه کړې وه چې په ټولو مومندو کښې مشهوره وه چې,,

د زنده باد په نعرو مسته

راشه چې چل د ازادۍ در وښائمه.

هم په دغه مينه کښې صنوبر حسين کاکا جي دغه رساله ويستې وه, هسې هم په شعر و ادب کښې زور يواځې د قلم وي.

هم په دغه لړ کښې فاران صېب وړاندې ليکي,

,, دوسری طرف مذہبی جنونیت کے لئے مشہور نعت خواں کشمیری جہادی، حاجی محمد آمین کے ذریعہ ماہنامہ ،، مجلہ الصادقہ،، 1948، حکومتی رسالہ پندرہ روزہ ،جمہور اسلام، 1951 اور ،،پشتو، ماہنامہ 1955 بھی جاری کئے گئے،،

د فاران صېب د ليک د ټولو نه زياته متنازعه برخه هم دغه ده, لومړې خو پکار وه چې فاران صېب د ,,مذهبي جنونيت,, تشريح کړې وو, او بيا ئې د حاجي صېب د جنونيت څو مثالونه هم وړاندې کړي وو, په اووه څلوېښتم کښې تقسيم وشو, په اته څلوېښت کښې د کشمير جهاد وو او په اکتوبر اته پنځوس کښې حاجي صېب وفات شوې دی, حاجي محمد آمين صېب خو د انګريز استعمار په خلاف مبارزه کړې وه, د تقسيم نه پس ئې يوازې د کشمير جهاد کړې وو او هغه جهاد ته بلها پښتانه تلي وو, په دوي کښې د فقير ايپي ډله, د حاجي صېب ترنګزو ځوي او نور پښتانه هم وو, دغه يو اړخ کشمير ئې د هندو نه خلاص کړې وو او که د سازشونو ښکار شوې نه وې نو دا نور هم ورته ګاځره وه, حاجي صېب د تقسيم نه پس يو څو کاله ژوندې وو او د هېڅ واک ملګری نه وو, چې واکدارو د شريعت خلاف امر کړې وو او د هشنغر ملايانو ته ئې د کمشنرانو په ذريعه دغه امر اورولو نو د ټول هشنغر په ملايانو کښې دوه کسان پاڅېدلي وو او د واکدارو د امر منلو نه ئې انکار کړې وو, يو حاجي محمد آمين او بل مولانا ترخوي صېب, او دغه واقعه هم په پام کښې نيول پکار دي چې سکندر مرزا صدر وو نو حاجي محمد آمين ئې ګرېوان ته لاس اچولی وو, په حاجي صېب د واکدارو په اشارو تور تړل ناسمه او غېر مناسب خبره ده, هغه په داسې لفظونو يادول او په هغه باندې د پښتنو په خلاف د سازشونو جوړېدو تور تړل ادبي ديانت نه دی, حاجي صېب خو داسې زړه ور سړی تېر شوې چې د ختم نبوت په لړ کښې پرې د پهانسۍ امر شوې وو نو د پهانسۍ په کوټه کښې ئې داسې قسه اشعار ليکل,

سر کړه راپورته په دېوال دا تماشا چې ده نن

ما ستا د عشق په جرم وژني دا غوغا چې ده نن

دوېم دې خبرې ته فکر يوړم چې ددې کتاب او د ښاغلي فاران د حاجي محمد آمين صېب سره څوېمه؟ او دوي ئې د کردار نه څه خبر دي, دې خو په هشنغر کښې نه دی اوسېدلی او هغه بزرګان ئې هم نه دي ليدلي کوم چې د حاجي صېب مريدان او مينه وال دي.

د پښتو اکېډمۍ د قيام په لړ کښې د مولانا عبدالقادر صېب په اړه وړاندې ليکي,

،، 1955 میں مولانا عبدالقادر جو بٹوارے سے پہلے انگریزی استعمار کے لئے ذرائع ابلاغ پر پرچار کرتے تھے، نن پرون، دلی کے مدیر بھی رہ چکے تھے،،

نو عرض دا لرم چې ,,استعمار کے لئے کام کرتے تهے,, نو داسې خو بلها خلک وو چې د غريبۍ له کبله ئې د انګرېز استعمار نوکرۍ کولې, د مثال په توګه چې نن کوم خلک د پاکستان په ادارو کښې د خپلې غريبۍ له کبله نوکرۍ کوي په کومو کښې چې فاران صېب هم شامل دی نو که سبا حالات بدل شي نو مونږ به دوي ته دا پېغور کوو چې ,, استعمار کے لئے کام کرتے تهے.

يو بل ځائی چرته چې ئې د حمزه بابا ليک ترجمه کړې دی هلته چې د خزانچي افضل بنګش ذکر کوي نو ورسره ئې اضافه کړې ( مشہور کمیونسٹ رہنما اور موقع پرست سیاست دان) نو دلته هم پکار وه چې فاران صېب د افضل بنګش د موقع پرستۍ څو مثالونه راوړي وو, هسې زه دا هم حيران يم چې دا ټول خلک کوم چې فاران صېب خرڅ شوي او موقع پرست ښودلي دي, پکار وه چې د دوي د محلونو او پرېښي اثاثو تفصيل ئې هم بيان کړې وې, افضل بنګش خو په هشنغر کښې وکالت کولو, د صنوبر حسين کاکاجي حال هم دې پښتنو ته معلوم دی او د حاجي محمد آمين صېب د کچه خټو بنګله کښې خو مونږ ډېر ګرځيدلي يو او ماشومتوب مو په کښې تېر دی, د هغه خو د وفات نه پس هم پنځوس کاله مدرسه د خلکو په چندو چلېده.

په دې ليک کښې ښاغلی يار محمد مغموم او ارواښاد راج ولي شاه خټک هم په دغه مذکوره قطار کښې ودرولی دی او د دوي د بې لارې کولو پړه ئې په قلندر مومند اچولی ده خو دغه لوستونکو ته پړېږدم, هسې زه يو عرض کول غواړم چې اختلاف په خپل ځای خو په سياسي نظريو د کردار کشۍ دا نوې چپې راته ډېر بې خونده غوندې روايت او کار ښکاري.

په ډېر زړه چاودون چې ددې ليکونو نه ووتم نو کتاب مې ولوستو او بلها خوند مې ترې واخېستو, د ډاکټر همدرد صېب کتاب د ستائلو ډېر جوازونه لري, د نظمونو انتخاب ئې هم ډېر ښه دی او ژباړه هم داسې خونده وره ده چې د طبع زاد نظمونو خوند ئې په کښې پېدا کړې دی, په دې کتاب ډاکټر صېب ته ډېر داد او مبارکي وائيم او اميد لرم چې دا سلسله به دوام داره وي.

-
بېرته شاته