(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د امرخیل

[03.Sep.2020 - 14:45]

د ننګرهار د والي ضیاء الحق امرخېل ژوند ليک

 

ضياءالحق امرخېل په کال ۲۰۰۶م کې د ننگرهار له پوهنتون د عربي ادبیاتو په برخه کې د ليسانس سند ترلاسه کړ او همدارنگه يې د المرزوق له پوهنتون، چې د اسلام اباد د نړېوال اسلامي پوهنتون سره تړاو لري له عربي څانگې څخه د ليسانس سند هم ترلاسه کړی دی.

ښاغلي امرخېل همدارنګه د پاکستان د برېنز د کمپیوټر ساینس له کالج څخه د کمپیوټر ساینس په برخه کې ډيپلوم ترلاسه کړې دی او نوموړي په ۲۰۱۸ م کال کې د ایټالیا د یو مشهور پوهنتون( Turin School Development)  څخه د پرمختیایې مدیریت په برخه کې ماسټري کړې ده.

ضياءالحق امرخېل د ۲۰۰۹ کال راهېسې د ټاکنو د خپلواک کميسيون د سيمه ييزو عملياتو رياست د رييس په توگه تر۲۰۱۲م پورې دنده ترسره کوله او سربېره پر دې د نړېوالې نادولتي تجربې څښتن هم دی، چې د ټاکنيزو سېسټمونو د نړېوال بنسټ (IFES) سره يې د ادارې او لوجيسټيک د عمومي مدير په توگه کار کړی دی

ښاغلي امرخېل همدارنگه په کال ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ کې په نېپال کې د ملگرو ملتونو  د(UNOPS) ادارې سره  د ټاکنو د سلاکار او د ملکي چارو د عمومي مسوول په توګه دنده ترسره کړې، په کال ۲۰۰۵ کې د ټاکنو کمېسیون سره د کوچيانو سره د اړيکو د عمومي مدير او دغه راز په کال ۲۰۰۴ کې په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د همکارۍ د ماموريت (UNAMA)سره د عامه پوهاوي د مبلغ په توگه دندې ترسره کړي دي.

ښاغلي امرخیل د ټاکنو په برخه کې د یو مسلکي شخص په توګه زیات شهرت وموند، نو له همدې کبله  د مخکیني ولسمشر حامد کرزي له خوا د ٢٠١٢ کال په نومبر مياشت کې د ټاکنو د خپلواک کميسيون د دارالانشاء د ریيس په توگه په خارجه رتبه بست کې وټاکل شو.

ښاغلي امرخېل د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنو وروسته او هغه مهال چې ټاکنې د ولسمشرۍ د يو نوماند لخوا تحريم شوې د ملت رايو ته د احترام او ټاکنيز سيستم ته د خاصې وفادارۍ له مخې يې د ۱۳۹۳ کال د چنګاښ(سرطان) ۲مه له خپلې دندې استعفاء وکړه.

ښاغلي امرخېل د ملي ثبات په نوم د افغانستان شموله ټولنې د جوړيدو تکل وکړ او په دې برخه کې يې د ټولنې ټولو خواوو سره سلاء مشورې وکړې چې  بلاخره د ۱۳۹۴ کال د ثور په ۱۶مه یې رسمي ډول د يو شمېر فعاله او رضاکارو فکري ملګرو پرمټ يې د ملي ثبات افغانستان شموله حرکت پرانيسته وکړه.

دا چې امرخېل په ولس کې ځآنګړی ځای پیدا کړی و دا حرکت په کم وخت کې چې مشري يې خپله ښاغلی امرخېل کوي د هېواد په ډيری ولايتونو کې پراخ نفوس پيدا او ورځ تربلې پراخيږي.

ښاغلی ضیاالحق امرخېل د۱۳۹۷کال د میزان په ۶ نېټه د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د جلالتماب جمهور رئيس په حکم په ولسي او سیاسي چارو کې د جمهوريریاست د عالي مقام ستر سلاکار په توګه وټاکل شو.

ښاغلی امرخېل د جلالتماب جمهور رئیس د ۱۰ ګڼې حکم له مخې د ۱۳۹۸کال د حمل په ۵ نېټه راهیسې د حکومت او د حزب اسلامي ترمنځ د ترسره شوي تړون لیک د عملي کولو د ګډ کمېسیون د رئيس په حیث هم د نوموړي کمېسیون چارې پرمخ وړي  .

ښاغلي امرخیل د ۱۳۹۸ کال د سولې مشورتې جرګې د چمتوالي د کمېسیون د لومړي مرستیال په توګه  ورسپارل شوې دنده په بریالیتوب سره ترسره کړه، هغه جرګه چې په هېواد کې تل پاتې سولې ته د رسیدو په خاطر حکومت ته مسیر او چوکاټ وټاکه.

دا چې ښاغلی امرخېل د سپورټ په ډګر کې يې وخت ناوخت ډيری ځوانان ستایلي دي، جلالتماب جمهور رئیس ۱۳۹۸/غبرګولي/۲۱ نېټه د افغانستان د کرکیټ بورډ د غړي په توګه هم وټاکه.

ښآغلی امرخیل په ځوان کهول کې د هغو ګوتو په شمار شخصیت دی چې شپه او ورځ د دې هېواد د تل پاتې سوکالۍ او په عمل کې د ملي وحدت له پاره عملي کار او مبارزه کوي.

دا چې ښاغلی ضياء الحق امرخېل د هېواد والو ترمنځ د یو داسی ولسي او سیاسي شخص په توګه مطرح دی چې خیر او ښیګڼه یې ټولو ته رسیدلې نو د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت جلالتماب جمهور رئیس  ضياء الحق امرخېل د نوموړي د ټولنیزو وړتیاوو، مدیریتي تجربې او د رهبرۍ د خاصې شیوې له امله د۲۴/۲/۱۳۹۹ نیټې د ۲۱ګڼې فرمان له مخې په پارلماني چارو کې د دولت د وزیر په توګه وټاکه.

ښاغلی امرخېل دې څوکۍ ته د جلالتماب جمهور رئیس، د عالي مقام د مرستیالانو، خاص استازي، د ملي شورا د دواړو خونو د اداري پلاوي او غړو لخوا د یاد وزارت کارکوونکو ته معرفي شو.

پارلماني وزارت کې تر درې میاشتو کار وروسته ښاغلی امرخېل د ولسمشر په فرمان د ننګرهار والي وټاکل شو او د وږي یا سنبلې په ۷مه نیټه د ننګرهار ولسونو ته په یوه ستره غونډه کې معرفي شو.

د یادونې وړ ده چې د پارلماني چارو وزیر ښاغلی ضياءالحق امرخېل د عظیم الشان کتاب قرانکریم حافظ دی او د ملي ژبو ترڅنګ په انګلیسي، عربي او اردو ژبو هم روانې خبرې کولی شي.

 

په درنښت

-
بېرته شاته