(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پخوانی ولسمشر

[03.Sep.2020 - 14:51]

پخوانی ولسمشر

لیک: خوشال خلیل

پخوانی ولسمشر حامد کرزي چې له واکه لرې شوی دی په تېرو شپږو کالو کې یې ټول کوښښ دا و چې ولس او خلکو ته ځان بي طرفه شخص ور وپیژني اوس هڅه کوي چې تېر شل کلن جنګ او حتا د طالبانو او حکومت ترمنځ مسائلو کې هم ځان د درېیمګړی او بي طرفه شخص په توګه مطرح کړي.

اول، خو بي طرفي خپله یوه مسئله ده او هغه دا چې د افغانستان په سیاسیونو کې بې طرفه شخص نشته. کرزی هم هیڅکله بي طرفه نه دی او ولس یې د بي طرفه او مصلح شخص په توګه نه مني

ځکه، کرزی د افغانستان د اوسني جمهوري نظام د بنسټ اېښودونکو له ډلې یو دی او همدارنګه یې دیارلس کاله ددغه نظام مشري کړې ده او په همدې خاطر د کابل هوايي ډګر دده په نوم نومول شوی. له ۲۰۰۱ څخه را پدېخوا چې تېرو شلو کالو کې دلته کوم حقوقي او انکشافي اساسات کېښودل شوي، یا هم دغه دوره کې ګوانتانامو زندان ډک شوی، پلچرخي زندان ډک شوی، په کلیو بمونه اورېدلي، زندانونو کې خلک شکنجه شوي، ځمکې غصب شوي، زندانیان تري تم شوي، قومي سپين ږیري ترور شوي، پخواني جنګسالاران واک ته رسېدلي، د بشر حقونه تر پښو لاندې شوي، واټونه او مکتبونه او پوهنتونونه د جنګي جنایت کارانو په نوم شوي، یا هغوی ته ستر ستر القاب ورکول شوي، فساد او سیاسي منافقت زیات شوی، دې ټولو کې کم تر کمه اویا فیصده کرزی شریک دی او پاتې دیرش فیصده اوسني حکومت ته متوجه ديیعنې که حساب کتاب کېږي، دلته هیڅوک بي طرفه نه دی او کرزی نشي کولای له دغه حسابه وتښتي او ځان بي طرفه ښکاره کړي. هغه دیارلس کاله ددې هېواد لومړی درجه مسوول و. په دغه موده کې لکه بل هر زمامدار د ټولو کارونو حساب باید ورکړي، حتا دا اوس چې طالبان ادعا کوي زرګونه زندانیان یې ورک دي، لویه برخه یې د کرزي حکومت ته ورګرځي او طالبان یې هم بي طرفي نه مني.

راځم، د کرزي تازه موقف ته، هغه څه کم میاشت مخکې د ولسمشر غني په فرمان جوړې شوې لویې جرګې کې برخه واخیسته او ولس یې تود هرکلی وکړ چې لومړي ځل لپاره یې پرته له مزاحمته حکومت سره په همغږۍ یو د خیر کار کې برخه واخېسته، هغه په ټولو حکومتي مجلسونو کې د پرتوکول له پلوه په اول صف کې ناست وي چې مشري ولسمشر غني کوي، په ټولو ملي مناسبتونو کې یې ځای معلوم دی او برخه په کې اخلي. خو کله چې د همدغې لویې جرګې چې ده په کې برخه درلوده یا تر هغه مخکې چې د سولې په اړه څومره غونډې شوې هغو کې ورسره مشوره شوې او موافقت یې ښودلی، بیا د همدغو غونډو او لویې جرګې د پرېکړو په اساس چې دی ورسره موافق دی، د مصالحې عالي شورا کې دده نوم لیکل کېږي، تر ماښامه هیڅ خبره نه وي، چې سهار راپورته شي یو دم اعلامیه ورکوي چې زه په کې نه یم. اوس نو دوه ډوله قضاوت کولای شو، اول دا چې دا سړی په سور نه دی او کوم ذهني یا رواني مشکل لري، دویم دا چې بل څوک او یا قدرت شته چې دی داسې ناڅاپي تصامیمو ته اړباسي، اوله خبره دروغ ده ځکه دی روغ او جوړ دی، دویم احتمال قوي دی که دویمه خبره سمه وي، بیا دی په خپل ځان او فکر واکمن نه دی او هره خبره ورته دیکته کېږي، دا چې څوک یې ورته دېکته کوي باید د ده سابقه او پخوانيو بهرنیو یارانو ته وکتل شي

فیسبوک کې د پخواني ولسمشر اکثره پلویان داسې فکر کوي چې ګنې څوک چې د ولسمشر کرزي له اوسني شر انداز موقف سره وران دي، نو دوی له کرزي ویره لري یا د هغه دښمنان دي، هیڅکله داسې نه ده، کله چې دی د جمهوریت په ګدۍ ناست و، همدا موږ او تاسو ټولو په لږ او ډېر اختلاف منلی و، که دی ملي شخصیت وي، نو له ملي شخصیت نه توقع دا ده چې په ملي مسائلو کې باید ملي دریځ ونیسي نه شخصي، که دده ویناوې واوری په ځلونو یې ویلي چې باید له ډموکراسۍ دفاع وشي له جمهوري نظام دفاع وشي، نن چې دی د خپل جوړ کړي جمهوري نظام له ملګرو سره په صف کې نه درېږي او  په خلاف یې موقف نیسي او ځان بي طرفه نیسي، موږ حق لرو ورته ووایو ته بي طرفه نه یې، ته یو طرف یې طالبانو سره مذاکراتو کې یا باید د خپل جوړ کړي جمهوري نظام له ادرسه د میز دې غاړې کیني او یا د میز هاغاړې ته او که دا یو هم نشي کولای بیا قرار د یو متقاعد مشر په توګه دروند کینه او د سولې لپاره دغه رامنځته شوی فرصت مه خرابوه او دښمن ته د افغانستان د بي اتفاقۍ پیغام مه ورکوه.03.09.2020

-
بېرته شاته