(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خاطره

[03.Sep.2020 - 14:52]

خاطره/ پېښور

لیک: بازمحمد عابد

پېښور قصه خوانۍ بازار ډکې نعلبندي به د هندي سینیما وتلیو هنرمندانو دلیپ کمار او کپور خاندان  په کورونو چې اوس یې د خیبر پښتونخوا د کلتور اداره د تاریخي ورثو په نوم ثبتوي، دومره مشهوره نه وي، لکه څومره چې دانش خپرندویه ټولنې په خپلو لسګونو زرو چاپ کتابونو کې مشهوره کړې ده.

زه که په پېښور کې مېشت وم او که د وظیفې په دوران کې به له کابله کورته په رخصت لاړم، نو ډکې نعلبندي کې به مې دانش خپرندویه ټولنې ته سر ورښکاره کولو او پر دانش لالا سربېره به مې په دې مرکز کې د لر او بر لیکوال او شاعرانو سره چې پخوا به مو په نومونو سره پېژندل، مخامخ ملاقاتونه کېدل.

یوه ورځ چې د پشه کال ګرمۍ په قصه خوانۍ بازار کې وارخطا کړم، نو ژر مې د دانش لالا مرکز ته پناه یوړه، ذبیح شفق او حبیب الله کاکا سره مې روغبړ کولو، د مرکز په دویمه کوټه چې د یوې ښېښې په ذریعه مېلمنو ته ځانګړې شوې وه، په یوه نوخېزه زلمي سترګې خوږې شوې، دانش لالا خپل کمپیوټر ته ناست و او زه یې له هماغه ځایه څارلم. شاید زلمکي ته زما په رندانه انداز کاته یې نوټ کړي وو، ما دویمې کوټې ته قدم ورواخیست، دانش لالا په قهقها راولاړ شو، کلک یې غېږ کې ونیولم، بیا یې د تل په څېر په دواړو غومبرو کلک ښکل کړم او راته یې وویل:

دومره دې واله که خپلې مور په ژوند کې ښکل کړی یې لکه زه چې دې ښکلوم. اوس چې مې هم چېرته دانش لالا وګوري، همدا چل راسره کوي.

ده چې پرېښودم، ومې لیدل چې ښابستونکی زلمی له ماسره د روغبړ لپاره راولاړ شوی و، له هغه ما کلکه غاړه واخیسته. په دې دوران کې راته دانش لالا ویل چې دا دیدار دی.

کله چې له غاړې لاسونو ته خبره راغله او مخ ته یې ځیر شوم، ناخوداګاه مې له خولې ووتل:

واقعاً چې دیدار دی.

دانش لالا مسته خندا او دیدار حیاناکه موسکا وکړه.

ګپ ته سره کېناسوو، دانش لالا ویل دیدار ښه شاعر دی، کورنۍ یې کابل ته کډه شوې، ده ته زه ویم چې ته همدلته څه وخت نور هم پاتې شه، انګریزي کورسونه ووایه، څه نورې ډګریانې واخله او بیا ځه. خو دایې نه مني.

افغان ادبي بهیر ته به درځي، خیال پرې ساته.

ما ویل خدای دې راولي.

دیدار ته مې په کابل کې د بهیر د غونډو د ځای پته ورکړه.

هغه وخت د بهیر غونډې د تایمني اتمه کوڅه د یار موسسه کې جوړېدې.

په همدې اوونۍ کې چې بهیر ته ورغلم، د څو تنو نورو ځوانانو په ګډون دیدار صاحب هم راغلي و.

دې دوران کې ما د بهیر ویاندوي کوله. نومونه لیکل مې پیل کړل، کله چې مې د غونډې اجنډا ترتیبوله، ذهن ته مې د شوبز سره تړلي مارکېټینګ ته پام ورواښت، له ځانه سره مې وویل، له پېښوره واخله تر کابله پورې چې په سلګونو مشرانو او کشرانو د بهیر د ویاند په توګه په دې سکاڼه څېره زغملی یې، کور یې ودان. اوس وخت راغلی چې دا ستېج اوس باید داسې ځوانانو ته حواله شي چې هم استعدا ولري او هم لږ تر لږه تر ما څو برابره ښکلی وي.

د بهیر غونډه پیلېدونکي وه. په دې ورځ استاد عبدالغفور لېوال کومه علمي موضوع باندې لکچر لرلو. هعه ویل چې ۴۵ مینټه وخت نیسم

 استاد غضنفر، استاد نثار، لېوال صاحب او کاروان صاحب  مې بېل کړل. ورته ومې ویل، که ستاسو اجازه وي، زه د دې لګچر په دوران کې پینځه شپږ تنه ځوان استعدادونو سره په دې کوټه کې د ستېج چلولو تجربې شریکوم او بلې اوونۍ ته یوه ته ستېج حواله کوم.

استاد غضنفر راته کړه؛

وه عابده، ته څنګه کولای شې چې د لسو کلونو تجربې په ۴۵ مینټو کې نورو ته انتقال کړې؟

ما ویل، لالا ستا دعا په کار دې نیم ساعت هم ډېر دی.

عنایت الله دیدار، هارون حکیمي، جاوید اوربل، نورګل شفق، همایون هیواد او دوه درې تنه نور چې د ټول د عمر په لحاظ په یوه ردیف کې راتلل، د یار موسسه کې یوې کوټې شوو او د ستېج چلولو لومړیتوبه مې ورته وښودل، همدلته مې پر ټولو د ستېج چلولو ازمېښت هم وکړ او ورته مې وویل چې ستاسو له ډلې چې هر څوک بلې اوونۍ ته وخته راغلو، سپین کاغذ دې راواخلي او بهیر کې د ګډون والو لست دې ترتیب کړي، هماغه د بهیر ویاند شو خو د درېيو میاشتو لپاره به وي او بیا به له تاسو کوم بل ځوان رامخته کېږي او ویاندي به کوي.

بله اوونۍ چې زه د غونډې ځای ته ورسېدم، د دیدار لاسونو کې مې پرچې ولېدې، له روغبړ وروسنه یې په اولسم نمبر کې زما نوم ولیکه او ورسره جوخت یې وویل:

عابد صاحب شعر وایې؟

زه ورته موسک شوم او هغه زما له نوم سره د شعر ویلو نښه وکړه.

که څه هم د ویاندۍ موده درې میاشتې وه، خو فکر کوم دیدار تر یو نیم کال پورې د بهیر ویاند پاتې شو.

د نوموړي په ستېج د ډېر پاتې کېدو ما ته دوه وجې ښکارېدې.

یو دا چې بااستعداده ځوان و، د غني خان د شاعرۍ حافظ و او شاعران به یې تل د هغه په شعرونو ستېج ته بلل. بله وجه یې د ده له ښکلي سیرت سره ښکلی صورت و. نه یوازې ښکلی و، بلکې سوټ بوټ یې د خانانو، خو خوی یې د دوهۍ د ملنګانو و

او دا خو رحمان بابا هم ویلي چې:

ښکلي مخ ته په کتو کې ګناه نشته

کابو څو کاله مخکې چې دیدار  صاحب شمشاد سره فلسفي ادبي خپرونه چلوله، ما به باقایده کتله او له زړه به مې داد ورکولو.

یوه ورځ راته دیدار صاحب زنګ وواهه.

ویل یې لالاجي جلال اباد ته راغلی یم، شمشاد ټلویزیون ته یوه مشاعره ثبت کوم، ځواب صاحب مې هم پیدا کړی، ځان تیاروه چې درغلو.

کامه کې یې د یاسیني صاحب په ځای کې مشاعره کوله.

د هوجرې په یوه لویه میدانۍ کې یې کټونه اچولي وو، پر شاعرانو سربېره ورته زیات کلیوال مشران، ځوانان او حتی ماشومان هم راغلي وو.

کله چې دیدار صاحب زه شعر ویلو ته وغوښتم، نو زما دا بیت یې ووایه:

چا پسې ورک زما نظر ګرځي

ښکلي چې ګورم په ما سر ګرځي

او له مخې سره یې وویل:

نوی شعر خو به درنه ضرور اورو، خو ته اول دا ووایه چې د ښکلو په لیدو درباندې دا سر ولي ګرځي؟

ما سره د دې خبرې ځواب نه و، خو خدای خبر ولې مې ورته له خولې ووتل چې:

دیداره ګله! ته مې چې هم په ړومبي ځل لیدلی وې، سر راباندې ګرڅېدلی و.

دې سره یې یوه جانانه او مسته خندا وکړه او ما په شعر ویلو پیل وکړ.

خو د دیدار اخلاقي جرات ته هغه وخت ګوته په غاښ شوم چې ګران ملګري اباسبن بهیر راته زنګ وواهه، ویل یې شمشاد کې مشاعره ګورو، دیدار ته دې زبردست ځواب ورکړی. 03.09.2020

-
بېرته شاته