(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کرنل اېمام

[03.Sep.2020 - 14:56]

کرنل امام د طالبانو په اړه ليکلي ـ

 

دې ډلې ته مو ور زده کړل چې په مشکلو وختونو کې څنګه دوی د ځان له پاره اکمالات وکړي، ضرور نه ده ټول عمر دې پاکستان یا امریکا یا سعودی عربستان دوی له پاره پیسې ورکوي او دوی دې بیا جګړه مخ ته وړی. دوی باید داسې روزنه لیدلی وی چې په خپلو کمو امکاناتو باندې جګړه مخ ته یوسي یعنې یوه ارزانه جګړه وکوالی شي نه دا چې په وړه جګړه هم مال ماتوونکې مصارف او لګښتونه راشي.

په برخه کې د عشر او زکات د ټولولو له لارې، دحکومتي او اینجییوز د کار کوونکو د اغوا کولو له لارې او د خلکو ترمنځ د روغې جوړې کولو له لارې د پیسو او زمانتونو اخیستل بل هغه څه و چې دوی ترې خپل امکانات برابروالی شول.

 

دې ډلې یوه ورځ سخته پوښتنه کې راګیر کړم او ما فکر هم نه کولو چې کله به مې خپل شاګردان هم را بندوي.

 

افغانستان کې کوکنار او چرس ډیر دود دي نو د آپین او چرسو د قاچاق کوونکو او کاروباریانو سره شریک کار کول او یا هم د هغوی سره د مرستې کولو او د هغې لارې د پیسو پیدا کولو په اړه دوی سره غږیدو

 

چې پوښتنه یې وکړه دا خو حرام دي استاده نو مونږ څنګه له دې لارې پیسې راوړو؟

 

ما کوشش وکړ خو پوی شوم چې ناکام یم او دوی ته سم ځواب نه شم ورکوالی

 

مونږ سره د آی ایس آی په یو بل ګروپ کې ځینې افسران ملګري وو چې د هغوی مجاهدینو سره په دیني او دهغوی د ذهن جوړولو برخه کې کار کولو

 

داسې کسان چې ماښام کې به مونږ کله کله د مشرانو لخوا د شپې ملسمتیا برابریدله نو دوی به شراب هم څکل او سهار به بیا د کار په ځای کې داسې و چې سم پاخه ملایان به ښکاریدل، ما به ورته ویل چې دومره دوه مخې ژوند کول به تاسو ته تجربه کیږي چې څومره ګران دی خو هغوی خندل او ویل به یې چې بس اوس مونږ ملایان یو

 

نو هلته مې د یو غټ افسر نه ددې پوښتنې د حواري له پاره پوښتنه وکړه هغه یو ساده مثال راکړ او دا بیا زما دې ډلې بیخي قبول کړ

 

هغه ویل چې ورته وایه د خدای لاره کې جهاد له پاره هرڅه روا دي کله چې ته د خدای ج د دین ساتنه کوې نو هغه بیا ستا داسې وړو وړو غلطیو ته نه ګوري

 

دهغه د خولې یوه عربي جمله خدایزده چرته یې یاده کړې وه اوس هم راته یاده ده او دا مجاهدین پرې راضي شول. هغه جمله څه داسې وه

(الضروریات تبیح المحضورات) یعنې ضرورتونه بندیزونه رفع کوي.

 

کتاب

(د افغانستان د جهاد دستان)

 

سہیل نور

-
بېرته شاته