(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غازي شیرجان

[03.Sep.2020 - 14:57]

شهید غازی شیر جان کاکړ 

لیک:حسین عالم مندوخیل

شیر جان کاکړ ته په 8 دسمبر په کال 1940 کښې فیرنګیانو پهانسۍ کړ په 4 اکتوبر په 1940 کښې شیر جان کاکړ په فورټ سنډیمن (ژوبکښې پولیکټیکل ایجنټ میجر بارنز ( بارنیس) په خپل کور کښې په توبنچه باندي وه ویستو او مړ یې کړو د میجر بارنز سکوړټی ګارډ او باورچی د شیر جان کاکړ د نیولو هسه وکړه خو شیر جانه کاکړ هغه 

دوه هم وه ویستو او پر هغه ځای یې مړه کړل 

فورټ سنډیمن په موجوده ژوب کښې د انګریزانو په 19 پیړۍ کښې انګریز افسر فوجی رابرټ سنډیمن په مشرۍ کښې د یوې غونډۍ پر سر یوه لویه قلعه جوړه کړه په دهغه قلعه کښې به هر وخت تر 20  زرہ زیات فوجیان تیار ولاړ وو   

دا فوجی قلعه چې پر کمه غونډۍ جوړه سوې وه له دې سره نزدې اپوزی بازار وو چې په یوه وخت تر 3 زرہ کسانو د روزی د کټلو د پاره د ژوند په کار مصروفه وو د اپوزی باراز  مقامیشمیره 445 شتون لرلو  د اپوزی بازار د کوټې ښار سره به یو تنګه ریل له پتړۍ سره تړل سوي وو او دا د ریل ګاډۍ به له اپوزی بازار او د کوټې تر میان چلیدو 

40 کاله میجر ارنز پر له پسې له 1927 څخه د هندوستان په مختلفو علاقو کښې په  فوجی او سیاسی دفترو کښې کار  کړي وو 

په 1938 کال کښې میجر بارنز په وزیرستان کښې پی او اے  جوړ سو او په 1939 کښې میجر بارنز د سیاسی ختدماتو کولو د پاره فورټ سنډیمن کښې یو سیاسی نمائینده وټاکل سو 

په کمه ورځ چې شیر جان کاکړ د په خپله بنګله کښې وه وژلو په هغه وخت د ده په بنله کښې د ښځه او بچی هم په بنګله کښې ول د وسلو وروسته شیر جان کاکړ د اپوزی بازار پر خواه تر غونډۍ وا ویشتو او په تته کښې کامیابه سو

د دې پیښې را مخته کیدو اولسي روایات یا خبرې دا کول کیدې 

  1.   چې شیر جان کاکړ انګریزانو ته د اپوزی د نواب دجوړیدو درخواست کړي وو خو انګریزانو دا نوابی د قلعه سیف الله نوابانو ته ورکړه 

2.  دویمه خبره دا وه چيشیر جان کاړ د اپوزی کښې د رود جوګزی اوسیدونکي وو هغه وخت دا سیمه بهغیر قسیم وه نو دا سیمه د اپوزی په سیمه کښې راتله خو نن سبا دا سیمه د قلعه سیف الله په سیمه کښې شمارل کیږي 

ویل کیږي چي شیر جان کاکړ په انګریز ملیشاء کښې نوکري درلوده خو دا خبره علومه نه ده چي دۍ یې انګریزانو په کمه وجه له نوکری څخه وه استو ویل کیږي چې د ده څو تنخاوېد انګریز سرکار پر ملیشاء پاتې وې نو د دهغو پیسو د نه د ادا کولو په وجه شیرجان کاکړ میجر بارنز وه وژلو 

د دې علاقې د علاقاعی ادب شاعرانو پر دهغه حواله دا کاکړی غاړې هغه وخت ویلې  

شیر جان وو ویل پولټیکله زما تنخواه راکه 

لا دي ولم په لنډۍ لا حال صفا راکه 

هو داسي په دې انداز په مختلفو غاړو کښې د دې واقعې ذکر په یو بل انداز باندي د شیر جان کاکړ ملګري (لونی پښتون

ږیوه غاړه ذکر سوې ده چې هغه وخت لونی پښتون هم د انګریزانو په ملیشاء کښې له شیر جان کاکړ سر د انګریزانو نوکر وو هغه وای چې شیر جان د انګریزد نوکری وروسته د تنخواه د اخستلو او د انګریز له خواه د تنخواه د نه ورکولو وروکولو وروسته شیر جان کاکړ میجر بارنز له وراغلی 

غاړه

 

پولټیکل وویل شیر جان ته تنخواه غواړې 

زرکی وزه تر بنګله باید سزا غواړې 

 

ستا تربور لونیپاګل ته حق له ما غواړې 

د پاګلو حق زه نه وینم پر ځان باندي

 

شیر جان وو ویل پولټیله ستا چمونه دي 

ما راوړی لهګورمنټ کاغذو دي 

 

پر لیکلي مي د هر انګریزنومونه دي 

له تربور مې دي ګهۍ ( کمۍ) حال په ریښتیا راکه

 

زما تنخواه به راکوې په سپین میدان باندي 

د لنډۍ ګوزار به وه وینې پر ځان باندي 

 

شیر جان وویست پولتیکل د زړه پر میان باندي 

ویر یې جوړ کړ د لندن پر افسران باندي 

 

په دفتر کی شین لوګۍ د توپنچې ګرځي 

په بازار کی شنې پلټنې د فوجو ګرځي

 

شیر جان وویل فیرنګۍ مي مرداړ کړي دی 

اپوزی مي په سرو وینو رنګولی دی 

 

څه وخت وروسته د شیر جان کاکړ د اکا زوی انګریزانو له شیطانی وروړه او شیر جان یې وه نیولو 

د شیر جان کاکړ د نیولو وروسته د شیرجان  کاکړ د اکا زوی څه داسي غاړې هغه وخت کشلې وي  

 

غاړې 

 

د کاکړو نوم یې ښه کی 

شیر جان کار د غازی وکی

 

په دفتر کښې ټکهار دی 

د سرو ښکار کوي شیر جان دی

 

میمه ګوری تر کړکۍ

شیرجان ترې ولی ګولۍ 

 

میمې ټول کړه خپل هلکان

دریم کاړتوس ورکړ شیر جان 

 

ترله نه کوي ارمان 

فیرنګه کونډه کړه شیرجان  

 

په 8 دسمبر 1940 کښې شیر جان کاکړ ته په م جیل کښې پهانسی ورکړل سوه تر پهانسي ورکولو له مخه له شیر جتن کاکړ څخه د اخری خواهیش پوشتنه وکړل سه چې آخری خواهیش دي څه دي شیر جان د ژوند آخیری خواهیش وکړ چې سګریټ دي راکړل سي چي وه یې سیکوم 

 

د شیر جان د پهانسی وروسته په مختلیفو سیمو کښې ښځو کاکړیغاړې ویلې په دهغه سیمو کښې 

ژوبقلعه سیف اللهپشینچمنلورالائی توبه اڅکزیقلعه عبدالله خان  . دکیسنجاوی . زیارتبر شورتوبه کاکړی او نورو سیمو کښې 

 

چي پهانسی تې خزاوی 

شیر جان سګریټ ولګاوی

 

زه دي جار سم تر مزغی 

پراوډه تل تربوران مری 

 

د شیر جان تورې څوڼکې 

پهانسی پورته کړې له مځکې 

او داسي نورې 

 

انګریز سر کار بارنز یوړول کراچۍ ته او هلته یې د انګریزانو په هیدیره کښې شخ کړ 

 

پولټیکل یجنټ ایچ اے بارنز له خپل چپراسی تارا سنګ او جمعدار سره 4 اکتوبر 1940 کښې د ورځې پر پاو بالا دولس بجې شیرجان کړ قتل کړل 

 

ملک دولت خان حرمزی انګریږ ته شیطای وکړه او شیرجان ګاکړ انګریزانو ګرفتار کړ او په سیشن عدالت کښې مقدمه پر وچلیده او په  14 اکتوبر باندی شیرجان کاکړ ته پهانسیورکړل وه او د د مړنې جنازه یې په خړه ګاډی کښې پښین ته راوړه او په پښین کښې په کلی شادیزینامه کلی کښې خاورو ته په 8 دسمبر 1940 کښې خاورو ته وه سپارله 

 

ژباړه  

حسین عالم مندوخیل 

کتاب  نوم   

 afghan on the passes 

 لیکوالعزیز لونی

 صحفه نمبر .. 377

-
بېرته شاته