(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کېسه کا

[03.Sep.2020 - 15:01]

کيسه کاحاجي کاکا :

ځاځی او توری دوه سکني وروڼه وه،دوي د وخت په تيريدو په قومونو بدل شول او دواړه په يو سيمه اوسيدل.

ځاځي ارامه او خپل کاري خلک وه او توري بيا برعکس شريره او ورانکاري.

د توري د چور او ورانکاری څخه نه يوازې ځاځي تنګ شول بلکه ورته څيرمه منګل هم تر سپوږمو راورسيدل.

ځاځيو تصميم ونيوه چې د توريو د ټکولو لپاره لاره چاره وسنجوي.

لنډه دا چې د دواړو وروڼو لخوا جنګ جګړې پيل شوې،ځاځي لږ تکړه وه خو په هر حال کې د توري د غوږ تاوولو پوره توان ورسره نه وه.

دا چې منګل او نور ګاونډي قومونه هم له توري تنګ وه نو د يوه شفاهي تړون له مخې منګل د توري د ټکولو لپاره له ځاځي سره لاس يو کوي او توري د سيمې پريښودو ته اړ وځي.

توري د اوسنيو ځاځيو له سيمي د ګوي د کنډو په لاره راکوزيږي او د کورمې په اوارو اباديږي.

له توريانو ډک کورونه پاتيکيږي او په کورمه کې ډير د سختۍ ژوند پيلوي.

پدې وختو کې د سيمې هغه شعيه ملايان چې د ايران لخوا په سرو او سپينو ښه ماړه وي منطقې ته د سوداګر ميا او ملا يا پير او مرشد په نوم را دننه کيږي او د توريانو له مجبوريته په ګټې اخستو هغوي سره د همدردۍ په نوم مرستې او بلاخره د بنګښو او لږې منګلو او تر سدې پورې د کارو بار او د زمکې په اخستلو لاس پورې کوي خو دا مرستې په شعيه توب پورې تړلې وي.

توريان چې د خپلو سکنيو وروڼو له لاسه مري او څه د مرګ له ويرې سيمه پريږدي شعيه توب خو څه چې هر څه مني.

شيعه ملايان هم هوښيار وي لکه د هندوستان مسلمانان چې هندوانو ته د موسيقي اجازه ورکوي همدا شان شيعه ملايان هم توريانو ته د ډول او سورني اجازه په هر غم او ښادۍ کې ورکوي.

نورې هم ډيرې اسانتياوې د توريانو د رسم او رواج په حساب ورکوي .

نو توری له خدايه څه غواړي؟

اول خو د لمونځ چندان ميړني ندي او که کوي يې څه خلاص لاس او څه تړلي؟

نو د وخت په تيريدو سره يو پښه د بنګښ هم ورګډيږي او دا لړۍ د پيښور د خالصه(هندکيانو) تپو ته هم وروغځيده.

پدې وطن کې چې د هر دين او مذهب،عقيدې او نورو خبرو اسانتياوې د مادي مجبوريتونو د حل لاره وي هر څه امکان لري.

...........

‌‌‌‌‌‌پاړه چنار د کرکیلی لپاره ‌‌‌‌‌‌ډيره پراخه شنه آباده ځمکه لري

او دا ځمکه د شعیه سیدانو ده چې ‌‌‌‌‌‌ډير کلک مذهبې خلق دي 

دوی بیا مستقیم له ایران سره مذهبې تړاو لري او له هماغه ځای څخه تعذیه کیږي ،

طوری او بنګش پښتانه قومونه دواړه په اوسنی افغانستان کې استوګن وو .

طوری د ځاځيو ورونه ګڼل کیږي او بنګش د پکتیا د زرمت سره تړاو لري له بره کوزې خوا ته راغلي 

طوریو ځاځيو سره جګړه وکړه پاړه چنار ته څيرمه پټان او همداسې اریوب کې سرحدی سیمی یې دلاسه ورکړي .

مرور شول او کوزه پاړه چنار ته ک‌‌‌‌‌‌ډه شول 

هلته یې ځایی اوسیدونکو سره چې شیعه سیدان دي له اره ګمان کیږي چې ایرانی به وي میشته شول.

ځایی اوسیدونکي شیعه د شمیر له پلو کم وو ځمکې یې پریمانه وي 

دوی مجبور وو چې بره قومونو لکه ځاځي منګل او نورو قومونو ته د ځمکو حاصل ګلنګ باج ورکړي 

او یا په زور ورڅخه واخلي 

بلاخره شیعه ګانو پریکړه وکړه چې طوریو بنګش قوم ته په ځمکو کې حصه ورکړي او هغوی به په بدل کې شیعه مذهب مني .

لن‌‌‌‌‌‌ډه داچې د غټو وریژو لپاره شیعه شوي 

دلته نور قومونه لکه بابکرخیل هغه هم شیعه شوي 

افغانستان کې خپلو خیلونو سره ښه راشه درشه لري .

-
بېرته شاته