(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دسلېم راز

[03.Sep.2020 - 15:07]

{{{{{{ محترم مشر سليم راز صاحب شفقت او مينه  }}}}}}

ګران او محترم مشر د پښتو ژبې استاد شاعر ،اديب ،نقاد ،صحافي سليم راز صاحب په ٢٠١١ کښې زما په کتابد مارګلې لمن کښې د پښتنو هلې ځلېباندې يې يو ليک کړې وو۔ ددغې مختصر جامع  ليک نه  د هغوي مينه ناک مشفق لوے شخصيت پراخه سينې وسيع نظر اندازه لګيدې شي ۔ او دا هم ترې بريښي چې زمونږ مشران څومره سپيځلي دي چې  خپلو کشرانو ته په داد ورکولو کښې د بخل نه کار نه اخلي ۔ زه د خپلې تجربې په بنياد وايم چې بنده د خداې پاک ورکړي صلاحيتونه هله کارولې شي چې د سپيځلو مشرانو د شفقت لاس يې په سر وي او په څنګ  پر خلوصه خواږه  ياران  همځولي لري ورسره مينه ناک کشران يې هم په مرسته ملاتړ ولاړ وي۔ نو زه په دې بابله خوش بخته يم ړومبې خو د اللّه تعالي شکرګوذار يم چې ليک او تخليق سره ماله اللّه تعالي د خپل مخلوق  د خدمت وس توفيق راکړې دے ۔ د خدمت دا جزبه زما په وينه کښې زما د مور پلار په وسيله شامله شوي ده اللّه دې زما مور پلار د نړۍ د ټولو مرحومينو مٸيندو ،پلرونو سره وبخښي د هر مور پلار دا آرمان وي چې بچي يې  ښه کار وکړي ۔ چې د هغه په ښه والي مونږ خلق وستاٸي ۔ نو زما کاميابي کامراني زما دملګرو کاميابي او کامراني ده ۔ څنګ چې ما بره وويل چې  محترم مشر  سليم راز صاحب په 2011 کښې زما په کتابد مارګلې لمن کښې د پښتنو هلې ځلېيو ليک کښې زما په حق کښې د داد او ډاډ  بې کچې مينې  اظهار کړې دے چې ښاغلي عبدالحميد زاهد په ما ليکلي خپل  ليکبنجاريکښې رانقل کړې دے ۔ او محترم ملګري ګل محمد بيتاب په خپله ليکلې خاکهجالوانکښې هم  د هغه ټولو مشرانو چې ورکښې سلطان محمد صابر ، عبدالرحمان بيتاب او مولانا عنايت اللّه صاحب ،محترم م،ر،شفق سره د ګران ملګري ډاکټر حنيف خليل ويناوې او خطابونه چې ماته يې وخت په وخت  راکړي دي خوندي کړي دي اللّه دې ټولو ملګرو مشرانو  له لوے آجر ورکړي آمين ډاکټر مصطفي کمال په سوشل ميډيا د پښتنو نوے نسل د خپلو مشرانو سره او ددې دور د نماٸنده او ځلنده شخصيتونه ورپيژني محترم سليم راز صاحب او ګران ملګري پروفيسر ډاکټر عبداللّه جان عابد په قول ډاکټر مصطفې کمال چې هغه ته يې زه ورمخکښې کړم چې دا سړے چې کوم اخلاص د ژبې ادب خدمت کوي بايد چې په ده هم يو ويډيو جوړه  کړو هم دغه رنګ هغه په دې کار د بره ذکر شوو شخصيتونو په مرسته ملاتړ  شروع وکړه محترم مشر سليم راز صاحب ورته زما بابله خپل  نظر د مانسهرې نه د ويډيو په وسيله را وليږو خو متاسفانه د ټيکنيکل وجوهاتو په وجه د هغه په ويډيو کښې محفوظ  نه شوه ۔ نو ګران خوږ مينه ناک ملګري  ډاکټر مصطفي کمال دغه ويډيو ماته راواستوله ۔ اللّه دې هغه ټول مشران  وبخښي چې زمونږ لارښودنه يې کړې ده او د سليم راز،ډاکټر  اسرار ،اسرار د طورو صاحب ،هما صاحب،شفق صاحب،سبحان خان او نورو له دې اللّه ډير اوږد ژوند او روغه سټه خوشحالۍ ورکړي۔ ښاغلي فيروز آفريدے ښاغلي فيروز آپريدي ډيره په مينه د محترم سليم راز صاحب دغه خبرې د ويډيو نه کاغذ ته راوړولے او ما سره يې د محترم سليم راز صاحب دغه ليکلې خبرې شريکې کړې دا د فيروز خان آفريدي د بې کچه مينې اظهار دے ددې وړاندې هم هغه په ما په اردو کښې يو مضمون ليکې دے چې ورځ پاڼه مشرق او پاکستان کښې چاپ دے ۔ ددې نه وړاندې چې زه د محترم سليم راز صاحب د ځان په بابله ليکونه شريک کړم ۔ زه ګران ورور سردار يوسفزي ته مننه وايم چې په ما يېد ادبي جرنيلنوم خاکه ليکلې ده چې ښاغلي آياز اللّه ترکزي يې په خاکه د خپل ايم فل په مقاله کښې ذکر کړې دے د ګران او خوږ ورور د ورځ پاڼهوحدتپيښور چې د مختلفو شخصيتونو د مرکو خپل کتاب دپاره يې زما مرکه ضروري وګڼله د ښاغلي امجد علي خادم دغه کتاب د چاپ په مرحلو کښې دے ۔ اللّه دې د پښتنو بې لوثه خدمتګار ملګري ژوندي او بريالي لري آمين۔ راځٸ چې اوس مشر سليم نظر په نظر کړو ۔

اقبال حسین افکار چې کوم  شاعرئ ليک او  تخلیق کړې دے   پښتو ژبې او ادب ته يې څه ورکړي دي د ھغې نه علاوہ ، مونږ چې د ھغه د ژوند عملی کردار ته وګورو نو ھغه چی  د پښتو ژبې د لیکوالانو د پارہ کوم جدوجہد کړې دے یا  د ھغوي د مسٸلو د حل کولو  د پارہ چې ھغه کوم کردار ادا کړې دے او بیا د اسلام آباد غوندې ښار کښې چې ھغه اوسیږي او د پښتو ادب او کلتور ژوندے ساتي هم په دې  حوالې سرہ ھغه پروګرامونه راجوړه وي  ټول ځان يې دې هلو ځلو ته وقف کړې دے  کله اکادمی ادبیات پاکستان کښې او کله يو ځاې  بل ځاې کښې پروګرامونه راجوړه وي۔ د دې  ټولو تقریباتو محور او مرکز اقبال حسین افکار وي۔

که ھر څو ھم اسلام آباد ته خلق د آبادٸ پہ لحاظ د پښتنو ښار وائي۔ او یقینا چې د آبادۍ پہ لحاظ به پښتانه ورکښې زیات دي خو د ادب او کلتور په  حواله د پښتنو لیکوالانو د خیر ښیګړې په حواله ورکښې  مرکزي اھم او فعال کردار  د اقبال حسین افکار دے۔

چرته ھم چی  پښتو ژبې ته  اسلام آباد کښې  څہ مسله مخې ته شوې دہ  اقبال حسین افکار پاسیدلے دے او د متعلقہ ادارو سرو د مسلې تر حل کیدو پورې انښتې وي تر هغې په قلار نه کيني چې دغه مسله سرته نه وي رسولې 

د دی نه علاوہ که پہ پښتونخوا صوبه کښې کوم ادبي تقریبات سیمینار یا مشاعرہ وي ده  ورته ځان را رسولے دے او پورہ پورہ حصہ يې پکښې لرلے  دہ  ۔

بیا که د بلوچستان یا افغانستان کښې چی چرته ھم د خدمت موقع  ورته په لاس ورغلې نو  دہ پکښې خپل کردار  ادا کړې دے۔

اقبال حسین افکار نہ ستړے کيدونکی انسان دے او د جنون تر حدہ يې  کوشش کړې دے او د خپله جیبه يې  پیسې خرچ کړي دي او د پښتو ژبې او ادب او  د لیکوالانو د پارہ يې خپل وختونه او ارمانونه قربان کړي دي او دا یو ارمان يې چې د پښتو ژبه روانه او  د سیالئ  ژبہ وګرځي ۔

اقبال حسین افکار پہ دی حواله نه د چا نہ یریږي او نیغ ھر ځاې تہ ځي او ھغه خبرہ کوي چې څه  يې  زړہ غواړي   ۔

بغیر د یرې او لا لچه لګیا وي۔

بیا د پښتو ژبې د کتابونو د مخ کتنې

تقریبات د اسلام آباد غوندې مرکزي ښار کښې جوړوي۔

او د شاعرانو د پارہ د مشاعرو بندوبست کوي۔

د ادب پہ حواله  که ریډیو وي که ټیلیویژن دوي ورته خپل خدمات وړاندې کړي دې په دې حواله پہ یوازې ځان لګیا وي  نور کسان بہ ھم ورسرہ وي خو دوي  تر ټولو مخکښې پخپله لګیا وي نو نور کسان ھم  پہ ځان پسی  راکاږي۔

دا خو د محترم مشر سليم راز د هغه ويډيو چې ډاکټر مصطفي کمال ته يې راليږلې وه او محترم فيروز آفريدي کاغذ ته راروړې وه ۔ اوس به درسره د محترم مشر سليم راز صاحب هغه ليک درسره شريک کړم کوم چې يې په ٢٠١١ کښې زما په کتابد مارګلې لمن کښې د پښتنو هلې ځلېباندې ليکلې دے۔

اقبال حسين افکار د تخليقي او انتظامي صلاحيتونو يو نه ستړے کيدونکې کارکن او قلمکار دے چې د پښتو ژبې مٸينانو خصوصاً ليکونکو ،لوستونکو دپاره د څه تعارف محتاجه نه دے ۔ په حيث د يو شاعر ، اديب صحافي او د يو ښه منتظم او فعال سماجي کارکن د هغوي کار و زيار هر څوک معترف او منونکي دي ۔ تصنيف و تاليف يې د ژوند اهمه برخه ګرځيدلې ده ۔ او هر چرته چې وي نو په علمي ،ادبي او ثقافتي سرګرميو کښې مصروف وي ځکه د اسلام آباد غوندې د بين الاقوامي شهرت په اهم ښار او وفاقي دارالحکومت کښې يې هم د خپلو ادبي دوستانو په مرسته او ملګرتيا د پښتو ادب ،صحافت او ثقافت په ذريعه د پښتو او پښتون نوم ژوندے ساتلې دے ۔

اقبال حسين افکار د فکر و عمل په ليحاظ يو لبرل ، روشن خيال او ترقي پسند انسان دے ۔ د هرقسم تعصب ، تنګ نظرۍ ، بنياد پرستۍ ، انتها پرستۍ نه يې ځان ساتلې دے ۔ ځکه په ليک او تخليق کښې يې د مينې ،آمن ،صداقت او انسان دوستۍ فکري رويه عياں او نماياں ده ۔ هم په حيث د يو پښتون ليکونکي د خپلو قومي حقونو او د احساس او شعور  سره سره د عالمي آمن ،ورورولۍ او يکجهتۍ بيرغ يې هم پورته نيولې دے ۔ او د يو مترقي مبارز تخليقکار په حيث خپلې منصبي ذمه وارﺉ پيژني او د هر قسم مصلحت پسندۍ نه په ډډه د يو کميټډ نظرياتي اهل قلم په طور د غير جانبدارۍ د منافقت په ځاې خپله جانبداري پټه نه ساتي هم دا يې شناخت او پيژند ګلو ده ۔ 

محترم سليم راز صاحب  تل مونږ له داد او ډاډ راکړې دے ۔ مونږ يې مخکښې تګ ته هڅَولي يو دغه متين ، شفيق مينه ناک او مخلص  مشر چې د محترم فخرزمان په وخت کښې د اکاډمي ادبيات پاکستان د بورډ آف ګورنر غړے وو نو ماته يې د اعزازيې فارمونه راکړل د ځنې مشران او استاذان شاعران اديبان را په ګوته کړل چې ددوي نه دا فارمونه لاس ليک کړه چې اعزازيه ور مقرر کړو په هغه مشرانو ځنې وس وفات دي خو د هغه وخته هغوي ته اعزازيه شروع شوه او اوس د هغوي بچو ته ورکړې کيږي د محترم سليم راز په دغه دور کښې د پښتو ادب  ريکارډ کتابونه چاپ دي محترم سليم راز صاحب د اګست په ٢٢نيټه کال ٢٠٢٠ د خالي په ورځ زنګ راکړو آواز يې صفا نه وو اندازه لګيده چې محترم مشر شديد بيمار دے ۔ ډير زيات زهير شوم د هغې ورځې تر دې دمه دعا کوم چې اللّه پاک دې زمونږ دا خوږ مشر په خپلو قدرتونو روغ جوړ کړي آمين 

په درناوي : اقبال حسين افکار

-
بېرته شاته