(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دمحمداجان ژوندلیک

[03.Sep.2020 - 15:09]

راسې دکنړددنگو دنگوغرونو اوښکلو درو شاعراو کيسه ليکونکی وپېژنو .

زه خو ددې سياسي معامله گريو اوپدې هکله دملي گټو خلاف تبليغاتو له لوستلونه بي اندازې زيات ستړی سوی يم.پدې پوهېږم چي زموږ  باعزته عاديخلک هم تر پزی رسېدلي،ځکه مې وغوښتل خپلو هيوادوالوته ددوي يو  شاعر اوکيسه ليکونکی ورمعرفی کړم 

  لیک: حبیب الله غمخور

دخوږ ژبی شاعر اوتکړه ليکوال محمداجان يار لنډ ژوندليک 

 داځل داسي يوليکوال او شاعر درمعرفی کوم چې ځان یې درنه پټ کړئ.

ښاغلی محمداجان يار يادوم .

 محمداجان يار د ارواښاد عبدالله جان زوي چی په کال ١٣٢٥ ه،ش کې دښکلی اوتاريخي کنړ ولايت ددوټه پور ي ولسوالی  په يوه بزګره او دينداره کورنۍ کې زيږدلی دی . له بدمرغه یې په دوه کلنۍ کی يې پلار د لاسه ورکړي دي .لومړنی ښونځۍ يی په وټه پور کی لوستې او نورې زده کړي يې دليسانس ترکچي دکابل پوهنتون دتاريخ او فلسفی پوهنځی کي بشپړ کړی دي .

دولس کاله يې د هيواد په بيلابيلو ولايتونو کې د ښوونکی دنده سرته رسولې ده .ورسره په څنګ کی يې په بيلو،بيلو وزارتونوکی هم د ماموريت دنده اجرا کړې ده .دویمی رتبی ته رسیدلی و چی رسمی دنده یی خوشی کړه،المان ته یی سیاسی پناه راوړه .په المان کی د خپل فیزیکی کار تر څنګه یی فرهنګی چاری هم مخی ته وړي دي، په اروپاکی د افغانانو په فرهنګی غونډو او ناستو پاستو کی فعال ګډون  لري .

ښاغلی  محمداجان يار له پخوا نه دشاعر ی سره علاقه لري اوشعرونه ليکی .

يارصاحب  په نثر لیکلو یانی لنډو کیسو،ځینی تحقیقی لیکنو او ناول لیکنه کی هم گړندي اوپېژندل سوی ليکوال دي . چی تر اوسه یې لس ناوله ، درې شعری ټولګې ، څلورد لنډوکيسو کتابونه ليکلی اوله  چاپه راوتلی دي او نور درې  کتابونه یی چاپ ته تيار دي .

دنوموړي ليکوال  يو بل کتاب چي سفرنامه  نوميږي پدې ورستيو کي دچاپ لپاره لېرل سوی ده ،اميدواريم ډير ژر یې دکتابونو اوکيسو لوستونکي ترلاسه کړي .

زه له شاوخوا دريو لسيزو راپېدې خواله ښاغلی  محمداجان يار صاحب سره معرفت لرم ،دعالی وطنپرستانه احساس اودماموريت په ټوله دوره کي دپاکو لاسو څښتن شخصيت دي .يوازنې مصرفيت یې ليکل اولوستل دی ،ځکه خویې نام خدا دومره زيات کتابونه ليکلی اوچاپ کړي دي .

زما له نظره زموږ په هيواد کي دغه شان دلوشخصيت څښتن ليکوال کولاي سي خپلي ژبي ،ادب اوفرهنگی ته دنه هيرېدونکي جوپړ جوگه سي . ديار صاحب قلمي اوفرهن گی زيار اوزحمت يوه له هغو بېلگوده چي ديوه ولس ژبه اوفرهنگي تل پاتی ساتي .

پدی هیله دي چی تردې لاهم زيات ځکه نام خداي دليکلو توان لري  د خپلی ژبی او خلکو په خدمت کی دعمر تر پايه همدغسی بوخت پاتې  شئ اوموږ  خپلو عالی قلمی ډاليو تل مدام ونازوی .

محمداجان يار صاحب له خپلې درنې کورنۍ سره دجرمني دکلن په ښارکي اوسي .

دمحمدا جان يار چاپ شوي اثار 

 : ١: کوکاری-شعری ټولګه

 ٢:سره ډولۍ-د لنډو کیسو مجموعه

 ٣:د کونړ تاتری -تحقیقی کتاب

 ٤:څانګه-ناول

 ٥:هوسۍ-ناول

 ٦-دا ژوند او دا څیرې-ناول

 ٧:ګلاب او فرښته-ناول

 ٨: د لیلي دښته-ناول 

٩:ویرونه او بهیرونه-ناول 

١٠:تړلی کڅوړه -د لنډو کيسو ټولګه

 ١١:ویر-شعری ټولګه

 ١٢:یه قربان-شعری ټولګه

 ١٣:له بانګاله تر باګرامه- ناول

 ١٤:دیته مینه واییناول

 ١٥:توره پیشو- ناول 

١٦:وروستۍ خبری-ناول 

 ١٧:سفرنامه- څو سفرونه

دښاغلی محمد اجان دشعرونو بېلگه

 

چيغه

اى دوطن مورې دا څه درسره کيږې؟

آخ د ملانه دي تور چمچمار تاويږې 

او بچى دې خړى،خړى درته ګورې

ستا بچى بى ننګه شوې ،ليونې شوي,

پلورل شوي او پردي شوي دي

پښتون افغان ولسه په يوه چيغه راپڅۍ 

د توري بلا تور لاس ورمات کړئ!

.......................

د کرونا سندره 

ګډه مرګو ده وارخطا ټوله دنيا ده

کورکى اوسيږۍ کرونا ده

نړۍ شوه ټوله قرنطينه

زاړه له ځانه سره وړينه

وړه ذره ده څوک يي نه وينى پنا ده

کور کي اوسيږۍ کرونا ده

که څوک باچا دي يا ګدا دي

د ځان په وير ګډ په سودا دي

نن جوړه شوي هره خوا شورو غواغا ده

کور کي اوسيږۍ کرونا ده

هر څوک يو بل نه کړې نفرت

وساتۍ ځان مکړي غفلت

په ګونډو کړي اروپا هم امريکا ده

کورکي اوسيږۍ کرونا ده

ځان دي ساته ساه دي بنديږې

ياره قيصه دي پاتى کيږي

سخته وبأ نن لګيدلى په هر چا ده

کور کي اوسيږۍ کرونا ده

.....................

که دی ولیدلو ښارد کونړونو

واشنګټن به کړی تری زار د کونړونو

چارچاپیره ترینه ونی د نښترو 

داسی ښکاری لکه هار د کونړونو

د اشرارو په څیر شي به دانګی وانګی

چاچی وخوړو ګوزار د کونړونو

ته کرار کوه خوبونه په بستر کي

يار دي ووهله لار د کونړونو

کله کله یی د قمچی  بازار کي اخله

تور او شنه ښايسته نصوار د کونړونو

خلکو يار مي کونړیانو باندي ګران دی 

پام خفه چی نکړی يار د کونړونو

-
بېرته شاته