(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دشبیر خان

[03.Sep.2020 - 15:10]

««««««««««( پيژندنه )»»»»»»»»»«

زما نوم شبير دراني دې د پلار بابا نوم مې حاجی محمد سعيد دراني دې د نيکه بابا نوم مې شمس الدين دراني دې د هغه د پلار نوم حسن الدين دراني دې د هغه د پلار نوم برهان الدين دراني دې د هغه د پلار نوم عمادالدین دراني دې د هغه د پلار نوم اله يار دراني دې کوم چې د غلجيانو حاکم وو ( افغان ملي تاريخ ) کې ئې ذکر خير موجود دې د هغه د پلار نوم تيمورشاه دراني دې او د هغه د پلار نوم احمد شاه ابدالي دې

په اتمه پيړي کي د احمد شاه ابدالي نمسې يم 

هر څومره که دا مهال د هشنغر يو ملنګ بې کوره انسان يم وروک او بې نومه ژوند کوم

ولې د افغانستان شهزاده يم په کندهار کې خپله نهري کاريز او باراني زمکه او باغونه لرم کوم چې دا مهال د بل په قبضه کې دي او ماته ئې حدونه هم نه دي معلوم ولې کاغذونه ئې نن هم زما سره خوندي دي

ادب پله هم د غني بابا اؤ اجمل بابا له برکته راغلې ووم ما به تل د عوامي نشنل ګوند په جلسو جلوسونو کې د غني بابا او اجمل بابا نظمونه ويل

د 1980 شاه خوا په دولسم اګست د بابړې په ورځ ما په أول ځل خپل دا نظم  په جلسه ويلې وو

«««( دولسم اګست د بابړې توره ورځ )»»»

(شبير دراني)

چې   له.   تراوسه.   مې   نهر   په   بهانو    ساتي

چې  له  تراوسه  مې  بندي   په  قيدخانو   ساتي

 

چې  له تراوسه  مې  مخفوظ عزت د خور نه دې

چې له تراوسه مې  پټ  سر  د بوډۍ  مور نه دې

 

چې  له  تراوسه  مې بچي ښپې ابله ښپې ګرځي

چې د بابړې کونډې وس هم سترګې سرې ګرځي

 

چې   د   ټکر   په   بوډاګانو    له   ګولۍ   وريږي

قيصه خانه  کې  شاه  زلميانو  ته   نيزې  تيريږي

 

چې   د   ماصمپه   کور  اورونه  ظالمان لګوي

اجمل   خټک   باندې   .  تورونه.   رقيبان  لګوي

 

د   غازي   ګل بآبآ  جومات  کې  کربله جوړه ده

هره   کوڅه   کې   د   بابړې   واويله  جوړه ده

 

ځوانان مو مړۀ شو د تور سرو غزتونه لوټ شو

کورونه  څه  چې  جوماتونه  قرانونه  لوټ شو

 

جلاوطن   ئې    نرپښتونفخرافغان    کړلو

کافر  غددار  ئې د  څوکۍ په سود و زيان کړلو

 

د مشرانو  هديرې  مو  جيل  خانې جوړې شوې

د خويندو لونړو سرۀ بنګړي مو زولنې جوړې شوې

 

ګناه مو  دا  وه  چې  غوښتنه  مو  د  نوم  کوله

بل   مو   غندنه   د   ظلمونو   د   قيوم      کوله

 

يو خوا ته توپې مشينونه دي  پوځيان  ولاړ دي

بل   خوا   د عدم  تشدود   پيغام بران  ولاړ دي

 

ګټه به څوک کړي فيصله به مونږ په وخت پريږدو

راتلونکي  نسل  ته  به  بس يو نصيحت  پريګدو

 

ترڅو   به    مونږه.   د بنګلو    څوکيداري  کوو

ترڅو   به  مونږه   د غاصب   منت   زاري  کوو

 

ترڅو  به مونږ شته رنړاګانو کې شمکوره اوسو

ترڅو به مونږ په ټوک ډوډۍ پسې نسکوره اوسو

 

ترڅو  به  مونږه   مسافر  د  خپله  کوره   اوسو

اخر   تر کومه   به   جدا  له خپلې  موره   اوسو

 

راځې  ملګرو  چې  د حق  تپوس  په جار  وکړو

يو ځلې  بيا  لکه  سن  تيس  ګډا  په  دار  وکړو

 

د لر  و  برترمنځه   کـرښې   نه   انکار   وکړو

نه  به  ټيټيږو   نه   خرڅيږو   دا   اقرار   وکړو

 

 قسم   به  وکړو  د بابړې   د  شهيدانو  په نوم

يا په ټکر  د  ژوبل   شوې   بوډاګانو   په   نوم

 

په  مچھ ډيرو حيدر اباد کې د قيديانو په نوم

د هري پور په جيل کې ښخ حدمتګارانو په نوم

 

د   کونډو   پيغلو  ماشومانو   يتيمانو   په نوم

د  خواري  کښو   مسافرو   مزدورانو   په  نوم

 

جلاوطن    د خپله    کوره۔   رهبرانو   په  نوم

په  حق   ولاړ  د قام پرسته   شاعرانو  په نوم

 

د  خپلو   ژوبل   احساسونو   به   نپوس  کوو

د   تالا    شوې۔   ارمانونو    به   تپوس    کوو

 

د    تار    تار    شوې   عزتونو  به  تپوس کوو

د   کونډو   پيغلو   د   ويرونو   به  تپوس کوو

 

ناحقهشوې    د    ظلمونو   به   تپوس  کوو

د   لګيدلې    الزامونو       به   تپوس      کوو

 

په ګور خفا دې ايمل خان او خوشحال خان بچو

پيسو  ړاندۀ کړل  د افغان شنه ازمريان بچو

 

دا   اودۀ  شوي  ضميرونه به  ويښول  غواړي

دا  د نفاق    تودۀ  اورونه  به  سړول   غواړي

 

سواتۍ   ابۍ   او   ملالۍ  دي  په لړزان بچو

نورې   سرتورې  جونې  نه  شي د افغان بچو

 

د دراني ارمان پوره کړې سرې جنډې پورته کړې

اے شاه زلميانو په يزيد پسې ډنډې پورته کړې

 

د وخت فرعون ته يو اواز شۍ خپل جانان وګټۍ

د پلار  نيکه   په وينو  رنګ  پښتونستان    وګټۍ

(شبير دراني)

ما چې کله دا نظم ختم کړو او د ولي خان بابا ښپو کې په سټيج کيناستم نو ولي خان بابا راته ويل بچیه دا نظم د چا دې ما ورته ويل بابا دا زما دې په دغه کې اجمل بابا مسکې شولو لاس ئې راوږد کړو او ماته ئې غوږ تاو کړو مطلب ئې دا وو چې ولي خان بابا ته دې دروغ وويل څو ورځې وروسته چې زه اکوړه خټک ته لاړم نو اجمل خټک بابا راباندې اول هم دا نطم وويلو اؤ وروسته ئې رانه هم هغه د ولي خان بابا پوښتنه وکړه ما ورته ويل بابا دا نطم هم زما دې کنه اجمل خټک بابا راته ويل اې شبير جانه که تا دې نظم په ځائې ماته چرته په شونډو زلفو او رخسار غزل ويلې وو نو ما به ويل چې ځا لاړو د هشنغر خان چرته په هشنغری ښاپيرۍ مئين شولو هم په دغه ورځ ما اجمل بابا ته خپله شاعري ښکاره کړه اجمل خټک بابا راته ويل شبير جانه دا تنکې ځواني او حسن خو ستا دهوکه ده فريب دې ته خو له مور نه بوډا پیدا ئې

 اجمل خټک بابا دا خبره زما په کتاب په خپل لاس په خپل قلم ليک کړې هم ده او که يو اړخ ته ئې زه د غني بابا جانشين ياد کرې خو بل اړخ ئې راته د خپل زوي خطاب راکړې دې 

زما  درې کتابونه چاپ دي 

1 : زما ړومبنې کتاب ( زما نظم ) شعري ټولګه د چاپ کال ئې 2005 دې 250 صفخې لري په دې کتاب ليک اجمل خټک بابا کړې دې

2 زما دويم کتاب ( وړه خزانه ) نثر دې په 2006 کې چاپ ده 300 صفحې لري په دې کتاب ليک خان لالا محمد افضل خان کړې دې

3 زما دريم کتاب ( کنړکي ) شعري ټولګه  په 2007 کې چاپ

 دې 

د کتابونو نه علاوه زما څه د پاسه پنځه سوه  500 مقالې چاپ دي چې په دغه کې په خوشحال خان خټک بابا ، سعادت خان جلبل ، شاد محمد ميږي ، عبدالکبر خان اکبر ، ملنګ جان ، استاد عبدالروف بېنوا ، غني خان بابا ، احمد شاه ابدالي بابا ، حاجي صيب ترنګزې ، علامه شمس الحق افغاني ، علامه محمد اقبال ، د کيلاشو تاريخ ، د ډيورنډ کرښه ، ډاکټر خان صیب ، ډاکټر محمد اعظم اعظم ، د افغانستان تاريخ ،  ناشناس او پټه خزانه ، ډاکټر کبیر ستوری ، سوات نامه جواب نامه ، علي خان بابا ،  اوس که د دغه ټولو مقالو نومونه ليک کوم خبره رانه نوره اوږديږي

زه دا مهال د غني خان پښتو ادبي تحقيقي ثقافتی جرګې مرکزي صدر يم او د تيرو پنځلسو 15 کلونو راهسې په غني بابا او د هغوي په شاعرۍ تخقيق کوم

کور کلې مې هشنغر دې خو د رزق په تلاش کې پيښور ته راغلې يم هم په پيښور کې مزدوري کوم پلار بابا مې دې الله ج سره د خاورو وبخښي هغه هم مزدور وو نيکه بابا مې هم مزدور مطلب مزدوري راته ميراث کې راپاتې ده

( زدکړې )

په اتم ټولګي کې مې سبق ويلو چې غاصب جنرال ضياء الحق بندي کړم چې زما کيس ختم شولو نو د کلاس ملګري مې په لسم ټولګي کې وو ولې ماته له دغه وروسته په سکول کې داخله رانکړې شوه ځکه چې زه ئې بليک ليسټ کړې ووم   چې د اتم ټولګي د سند تقاضا مې وکړه ما ويل چې په دا به د لسم ټولګي پرايټوټ امتحان ورکړم نو په سند ئې راته په سور قلم ليک کړل چې شبير دراني بدکردار او بد چلنه دې دغه رنګې زما سند بيکاره شولو ولې ما بيا وروسته د پرائمري سکول نه د پنځم جومات سند راوخستلو او په هغې مې پټ په پټه د لسم جماعت امتحان پاس کړو ولې د ساينس نه ارټس پله راغلم 

وروسته مې په کالج کې داخله واخيسته ولې عين د دولسم د امتحان نه دوه ورځې مخکې ئې بيا په يوه دروغجنه جعلي دعوا کې دوباره ګرفتاره کړم او تر د دولسم ټولګي د امتحان ئې بندي وساتلمه

ما لکه د لسم ټولګي د امتحان په شان د دولسم امتحان هم وروسته پرايټوټ پاس کړو او په کالج کې مې داخله واخيسته

زمونږ په زمانه به د لسم دولسم او څوارلسم جماعت يا ټولګي امتحان یوازې کیدو مطلب جدا جدا به وو لکه څنګه چې اوس د نهم جدا او د لسم جدا امتحان وي

چې د څوارلسم ټولګي امتحان شروع کيدو او اسيسټنټ کمشنر غلام فاروق خان را پسې جواب ورکړو او ورله دفتر ته ورغلم د پشکال مياشت وه ماته خو معلومه وه چې د څوارلسم ټولګي په امتحان کې څلور شپږ ورځې پاتې دي او اوس به دوي ما بیا له امتحان ورکولو نه پاتې کوي

نو ما اسيسټنټ کمشنر غلام فاروق خان ته ويل هسې خان تا خپل ضمير هم نه ملامته کوي آيا تاته نه ده معلومه چې ما د هر کلاس د امتحان بې ګناه کيس کې بندي کړي او د امتحان ورکولو مې  پاتې کړي

غلام فاروق خان راته ويل بچيه زړه مې درباندې درد کوي خو مجبوره يم د بره نه حکم دې

ما ورته ويل خان پريښتو حکم کړې دې

ويل هو بچیه پريښتو حکم صادر کړې دې ما ورته ويل خان بيا څه دي د پريښتو حکم خو د تقدير ليک وي او د تقدير ليک کې انسان چرته بدلون کولې شي

غلام فاروق خان په دغه وخت ماته زر روپۍ هم راکړې ويل بچیه دا واخله بهر درته پوليس ولاړ دي  هغوي ته ځان خواله کړه په دغه زمانه زر روپۍ د سرکاري ملازم د يوې مياشتې تنخوا وه ولې غلام فاروق خان د خپل ضمير د تسلې او زما د خوسحالې په خاطر ما راکړې

ما بيا وروسته د څوارلسم ټولګي امتحان هم پرايټوټ پاس هم په دغه زمانه د پريښتو عمل داخل ختم شولو او جمهوريت بحال شولو نو ما بيا په سياسياتو ، جرنلزم او پښتو کې د ماسټر درې ډګرې واخستې

زمونږ په زمانه زمونږ د کالج د کينټين يو کاکا وو يوه ورځ مې په موټر کې پټرول اچول څه ګورم چې دغه کاکا راته په پټرول پمپ کې پټرول اچوي يو بل ته لکه د پلار اؤ وزي ډير خوشحاله شو 

کاکا چې راته پټرول واچول نو ويل خان راځا موټر يوې ډډې ته ودراوه چې څو خبرې وکړو د کاکا څخه کيناستم زړې خبرې مو شروع کړې په دغه کې کاکا يوه ډايري راوخسته ويل خان دا وګوره ما چې ډايري پرانستله نو زما د کالج د ملګرو نومونه د ټيلي فون نمبرې او عهدې په کې ليک وي دوه په کې آئي بي انسپيکټران وو يو په ايکسايز کې کمشنر وو يو په سويي ګيس کې ډاريکټر وو يو د بورډ چيرمين وو عن تر دې چې ټول په ټوله غټ غټ افسران وو ما کاکا ته ويل کاکا ماشاالله ټول په ټوله کامياب شوي دي الله ج دې د بد نظر سره په خپل امان کې ساتي

کاکا راته ويل خان د دې نه د خپلو ملګرو د ټيلي فون نمبرې د ځان سره ليک کړه او ته هم په دې ډايرې کې خپل نوم نمبر او عهده ليک کړه دوي چې کله هم راشي نو زمانه ستا پوښتنه کوي چې کاکا هغه شبير دراني چرته دې او نن سبا څه کوي

زما د ښپو نه د کاکا دې خبرې سره زمکه وتښتېده چې اې ربه زه اوس څنګه په دې ډايرې کې ليک کړم چې زه نن سبا دياړي کمار مزدور يم

کاکا ته مې ويل کاکا دا وخت ډير په منډا يم انشاالله اوس خو مې ځائې وليدو چې کله فارغه ووم رابه شم او تاته به خپل ټول تفصيل په دې ډايرې کې ليک کړم 

هغه ورځ او دا ورځ پنځلس شپاړس کلونه وشول زه د هغه پټرول پمپ په مخه نه يم تير شوې

دا اخري خبره مې خپلو بچو خپل اوسني نسل ته په دا خاطر ليک کړه چې اې زلمو د ځانونو څه جوړ کړې خپل وخت فضول مه بربادوئ 

شبير دراني

-
بېرته شاته