(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کابلی

[10.Sep.2020 - 15:45]

کابلے/ افسانہ

لیک:ھمدرد یوسفزے 

د کابل ماښامونه داسې غمژن ؤ که نه ماته غمژن 

ښکارېدل په ښار کښې به سم د ماښامه تکه توره تياره خپره شوه چې وحشت به يې لا پسې زيات کړو . د ښار نه چار چاپېره غرونه  چې د ورځې به پکښې د خاورو او ګټو جوړ قط په قط کورونه ښکاريدل سم د ماښامه به هغه ورک شول . بس تکه توره تياره به ښکارېده .لکه چې دغه کورونه استوګن نه لري . که څه هم استوګن کم ؤ خو داسې هم نه وه چې بيخي دغلته څوک نه ؤ . ځکه چې د ورځې به خال خال د دغه کورونو په چتونو بنيادم ښکاره کېدل . تکه توره شپه ....لکه د کونډۍ د بخت غوندې په ټول ښار به خوره شوه...او دغه وحشت به هله يو په لس شو چې د غر د بل اړخ نه به يوميزايل يا د لانچر مرمۍ ډز شو . لږ ساعت له به دغه ښار يو پړق اوکړو . خو دغه رڼا او پړق به د دغې تيارې او شپې نه زيات وحشت ناک ؤ . ما په اول ځل د خداې نه دا سوال کوو چې داسې رڼا دې نه وي .... ما په اول ځل 

وئيل چې تياره ښه ده . ويره خو لږه کمه وي دغه رڼا خو زروړنه چووي . خو خداې خو هم د هر چا خبره هر وخت منلو ته تيار نه وي خپله خوښه کوي. دغه ډزې ، پړق ، رڼا او د دغه کورونو نه راوتونکې د ماشومانو انګوله ....... لږ ساعت له به د زما د زړه ټکان داسې شو چې ما به وې زړه به مې اوس باهر راوځي .د ماشومانو د ژړا نه پس به د خندا يوه چپه په هوا کښې خوره شوه . زما اشپيز او په يو وخت ترجمان ماته وې . مادام ( ميډم ) دا مجاهدين دي . دوي لکه چې دغه بل غر قبضه کړو . واوره پونه پونه وريده خو لا په ځاے جمع شوې نه وه . باهر به چې ګاډۍ تير شو نو زمونږ د اوسيدو د دغه ځائ چې په دويم منزل ؤ داسې به محسوس شوه چې زلزله ده . زړګے اشپيز به د خندا شين شو او زما وار خطائي به د هغه د خندا سره لږه کمه شوه . ماته به غصه هم ډېره راغله خو د زړګي دغه خندا به وحشت کم کړو هغه به چې خندا بس کړه نو ماته به يې وې 

" میډم وار خطا کېږه مه دا د مجاهدينو ټانک ( ټينک ) ؤ . ټينک لاندې د اوسپنو او فولادو جوړه پټرۍ وي دغه اواز د دغه پټړۍ نه پېدا کېږي . " 

ما به په ډېره ګرانه په خپلو وچو شونډو د مسکا راويستو يو ناکام کوشش اوکړو

دغه ښار کښې دا زما اته ويشتمه شپه وه . د تيرو اته ويشتو ورځو او شپو حال هيڅ د يو بل نه بدل نه ؤ . وران ويجاړ ښار ..... ډزې ... چغې ... ژړا ... د ټينکونو په سړکونو ګشت .... او بيا غمژن ماښام پسې بوږنونکي شپه... 

زما په خپل هيواد کښې د خپل چينل سره اخري رابطه اتلس ورځې وړاندې شوې وه . چې ماته پکښې د چينل د مشر تابه نه دا کلکه او جوخته سپارښتنه او حکم شوې ؤ. چې زه خپل راپورونو نه نور بس کړم او ځان زر تر زره له دغه هيواده اوباسم . خو د وتو هيڅ رو نه ؤ . مخابرې مکمل خرابې شوې وې . زما په ټرانسسټر به د کابل راډيو غږ راتلو چې نن به د يو ګروپ مجاهدينو په قبضه کښې ؤ سبا د بل ګروپ . زړګي سره اشپيز خانه کښې خوراکي مواد په کميدو ؤ. داسې ښکاريده چې دوه درې ورځې پس به د خوراک هيڅ هم نه وي .پخوانے اولس مشر ډاکټر نجيب چې څو ورځې وړاندې ورسره ما مرکه کړې وه . اوس هيڅ خبر نه ؤ چې چرته دے؟ ژوندے هم دے کنه ؟ 

ماته د هغه د غرور نه ډکو سترګو کښې پټې اوښکې رايادېدې . زما د سوالونو جوابونو کښې د هغه عزم او حوصله هيڅ داسې نه ښکاريده چې ماته ده. هغه وې بس وبال دے د خداې نه لاس په دعا يو چې د روغې جوړې کوم صورت پېدا کړي

ما وې " صدر صاحب! ايا تاسو داسې نه ګڼې چې ستاسو ژوند ته خطر دے ؟

د هغه په شونډو يو نه ختميدونکي مسکا خوره شوه ، لږ ساه نيولے شو او بيا يې وې 

" ژوند د مرګ امانت دے . له مرګه تېښته نه کېږي چرته چې خداې ليکلے وي هم هلته راځي ، خو زه خوشبين يم چې زما د روغې جوړې دغه عمل به زما وروڼه دې ته اړ کړي چې د مرګ او ژوبلې دغه لړۍ ودروي .زه دا ګڼمه چې وطن زمونږ شريک دے . مونږ مرګ لرو ، غم ښادي لرو . د پښتو وطن دے سبا به مو سترګې لګي . مونږ بايد يو بل ته درناوې اولرو . او زما هيله ده چې داسې به کېږي . هغه خلک چې د پردو په شومو موخو کار کوي هغوي ته زه نن هم خواست کووم چې سره کينې دغه وطن زمونږ مور ده . مونږ د  دغه مور حلالي بچي يو . چې مور مو اوساتو ، خپل ناموس ننګ او غيرت خوندي کړو نو ګرانه نه ده چې دغه وطن اباد نه شي . تاريخونه دا هر څه خوندي کوي . چا څه کول چاله يې کول دا به د تاريخ برخه وي ."

ما په دغه مرکه سوچ کولو چې زه د ټانک د اواز سره بيا اوبګنېدم . او دا ځل د زړګي د خندا اواز هم رانغې هغه اشپيز خانه کښې تريخ چاے جوړولو کښې بوخت ؤ .زما زړه بيا ټکان اوخوړ . د بمونو او مرمو د اواز سره چې دا ځل به رڼا شوه نو د کابل د غرونو ښکلا به يو ساعت له  اوپړقېده او د واورې سپين  څادر به په دغه رڼا کښې ښکاره شوه خو د ماشومانو انګوله به دغه منظر بيا د مرميو او ګولو د اوازونو په شان د وحشت نه ډک کړو . او د درنګ ساعت له به بيا د توپونو په اواز کښې دغه د ماشومانو انګوله او ژړا ورکه شوه. ياداسې به وه چې انګوله او ژړا به وه خو زما د غوږونو نه به لرې شوه . زړګي چې تازه تريخ چاے راوړو نو ما زر زر خپل ټرانسسټر بيا ان کړو . يو ساعت مخکښې چې د کوم ګروپ قبضه وه هغه اوس ماتې خوړلې وه . زړګي هم دې ته غوږ نيولے ؤاو ماته يې ترجمه کوله . خبرونو کښې هيڅ هم د خوښې خبر نه ؤ . ما د تريخ چاے نه يو ګوټ اوکړو خو چاے دومره تريخ ؤ چې زما حلق تريخ شو او ما پياله د ځان له لرې کېښوده . چې چرته په خطائي کښې ترې بل ګوټ اونه کړم

      زړګي ته زه حیرانه په دې وومه چې د دغه سړي هډو پرواه هم نه وه يا خو داسې وه چې هغه زما د حوصلې د پاره په ځان هيڅ ويره ترهه نه حاوي کوله . او زما ګومان هغه وخت درست ثابت شو چې هغه د دغه کمرې په بالکونې کښې د واورې نظارې په بهانه باهر ولاړ ؤخو چې زما پام شو او د توپ د ګولۍ سره پړق شو نو هغه ژړل او د رڼا سره يې زر زر په خپله لمن اوښکې پاکولې . ما ځان بيخي داسې ناغرضه کړو چې ما هډو هغه په ژړا لېدلے نه ؤ . د هغه دغه ژړا بې معنا خو هم نه وه . د تېرو اته ويشت ورځو نه هغه له خپله کوره او ماشومانو د غمه هيڅ خبر نه ؤ . او د هغه د مخې مرګ هم ولاړ ؤ او د هغه نازبين ښار د اور لمبو اخستے ؤ . چې هغه ښه زړه سپک کړو نو ما غږ کړو او ورته مې وې ساعت څو بحې دے ؟ 

هغه په خپل لاس ګهړۍ کښې يو بټن له زور ورکړو او د وحشت د يوې رڼا سره يې ماته وې ووه نيمې بجې دي .

او د ځان سره يې وې ياره دا خو لا شين ماښام دے خو دغه ماحول کښې خو داسې ښکاري لکه چې نيمه شپه وي . ما وې زړګيه ته لږ دا خوا او شا کورنو اوګوره چې څوک شته . هغه د بالکونې نه سر اويستو سره له دې چې چم ګاونډ کښې هيڅوک هم نه ؤ خو هغه زما د تسلي د پاره وې دغه دريم کور خلک شته ګوره د احمد ظاهر سندره يې لګولے ده . ته راشه غوږ شه

ما وې کومه سندره ده . هغه مسکے شو 

وې " اوبه درته راوړم سابه درته پاښم درځم درسره خانه دې ورانه شه جوګي " او د جوګي د ټکي سره يې پير اوخوړ . زه چې بالکونۍ ته شوم او غوږونه مې بوڅ کړل نو هيڅ اواز نه ؤ . صرف يو اواز ؤ شاهد چې جمع شوې واوره له يو چت ته ښکته پریوته . ما وې زړګيه ته کوم جهادي ګروپ خوښه وې 

هغه يو اوږد سوچ واخستو لکه چې ما ډېر ګران سوال ترې کړې وي

وې "ټول وبال دے په درد نه خوري بلا ورپسې "

ما وې بيا هم هغه يو سوړ اسويلے اوکړو او راته يې وې" ډوډۍ ګروپ" هغه ګروپ چې ډوډۍ راکړي فقر ختم کړي. خېټه په جهاد څه کوي . ډوډۍ غواړي . زما شپږ اولادونه دي . وږي دي تږي دي . ناروغه دي رانه مړه نه شي . او دا ځل د هغه د سترکو نه دوه اوښکې راغلې او هغه هيڅ د اوښکو د پاکولو هڅه اونه کړه ، اوښکې د هغه په ږېره کښې داسې ورکې شوې لکه د دې شين ماښام په تياره کښې چې کابل زمونږ  نه ورک ؤ . ما بيا د هغه نه بل تپوس او نه کړو . يا مې ترې کولې نه شو

پوره ساعت له هم داسې ناست ؤ چې د ټوپونو اوازونه نور جيګ شو بيخي داسې محسوسيده چې زمونږ د ور مخې ته چا توپ خلاص کړو . انکهټۍ کښې زړګي زر زر لرګي سم کړل. د کابل د سړې هوا کښې دغه لوے غنيمت ؤ . خو زړګي وئيل که سبا د لرګو څه درک او نه شو نو مونږ دواړه به د کابل دا سړه هوا ژوند ته پاتې نه کړي

خوراکي مواد هم په ختميدو دي .

ما يو درنه بړستن راوخسته او زړګي ته مې وې زه ووده کېږم . ته هم ووده شه . سبا به څه چاره کوو

ټوله شپه لکه قيامت تيره شوه . دغه ويره ترهه کښې به چا سترګې پټې کړې وي .

يخنې دومره وه چې ما پښې غوزولی ته شوې .سهار سبا چې لږه رڼا شوه نو ما د تسلۍ يو اوږد ساه راښکله . د ډزو اوازونه هم راتلل خو ډېر د لرې نه ؤ. ناڅاپي زمونږ د کوټۍ لاندې نه غږ شو . زړګي د خوبولو سترکو سره ښکاره شوه . او يو څو لمحې پس راغې ماته يې وې " کرفيو ختمه ده هله شابه سامان راخله ستاسو ميډيا ګروپ ايمبولينس رالېږلے دی . اولوتکه تياره ده خارجي خلک ټول اوباسي ما زر زر خپل سامان راغونډ کړو .او درنګ ساعت له ايمبولينس په فرش ناست ؤ . ايمبولينس څه ؤ خو يو سورے سورے ګاډۍ ؤ .شيشه يې يوه هم جوړه نه وه. د کابل په مات مات سړکونو ګاډۍروان ؤ. ځاے په ځاے مړي پراته ؤ . بلډنګونه زمين بوس شوي ؤ . کله کله به سړک درک نه ؤ . په کندو کپرو به روان ؤ . چې مونږ هوائي مېدان ته اورسیدو .نو د درې څلور ملکونو نامه نګاران مې اوليدل زړه مې ډاډه شو . ما زړګي نه رخصت اخستو خپل پرس نه مې درې زره ډالره راوخستل او زړګي ته مې ورکړل . زړګي زما بيګ په اوږه کړو او جهاز پله راوان شو . سفر په خير تير شو . زه چې کور ته اورسيدم ما سامان راخستو نو زما د بيګ په جيب کښې هغه دره زره ډالره هم پراته ؤ کوم چې ما زړګي له په هوائي ميدان کښې ورکړي ؤ . ما ډالرو ته کتل او دوه تړمې اوښکې زما د سترګو نه په ناقلارې کښې روانې شوې او هغه درې زره ډالرو کښې جذب شوې .ض

-
بېرته شاته