(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سر ورکوم

[10.Sep.2020 - 15:51]

ډاکتر نجیب الله

ټول غلامان درنه لوګی شه

سر ورکوم، خو سنګر نه ورکوم

په ۱۹۴۷ د اګسټ په ۷ مه په ګردیز کی یی دی دونیا ته سترګی وغړولی.   په ۱۹۷۵ کال کې د کابل پوهنتون څخه فارغ شو، ۱۹۷۸ کې د ایران سفیر شو  په ۳۰  نومبر ۱۹۸۷  د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور رئیس شو.

په ۲۷ سپتامبر ۱۹۹۶ کې د وطن خرڅونکو او ورانوونکو له له خوا په شهادت ورسید.

لاندې یې ځینې ویناوې دي.

................................

په قران کريم کې داسې کوم ايات نشته او نه کوم حديث شته، چې پکې ويل شوي وي، چې دجنت لار د افغانستان له لارې ده  نوبيا ولې ددنيا خلک د جهاد او دهشت دپاره دلته راځي؟

ـــــــــــــــ

تاریخ به دا ولیکي چې څوک په حقه او څوک په ناحقه و.

ــــــــــــــ

نن خو به روسان را باندې وباسئ خو دا منئ چې سبا پنجابيان امریکایان  درته په وطن کې ګرځي.

ـــــــــــــ

که ته د روسانو د ویستلو ادعاء لرې، او وایې چې روسان موږ له افغانستانه وویستي، نو بیا پنجابیان خو راته مه راوله!

ناستو خلکو ته وایي: تاسو اجازه ورکوئ، چې پنجابیان دې زموږ هېواد ته راشي، او زموږ مخې ته دې د پلار د ملکیت په څېر ګرځي.

ــــــــــــــــــ

اسلام دوه شرطه لري:

یو اقرار باللسان دی او بل تصدیق بالقلب دی.

اقرار باللسان خو هره ورځ نجیب درته ولاړ دی، وایي چې لااله الاالله محمد رسول الله، او تصدیق بالقلب؛ د قلب ځای او د زړه ځای د پاک الله ج د توان خبره ده، هغه به دا فیصله کوي، چې زما په زړه کې به څه تېرېږي!

تاسو ګورئ، بیا یې د ځانونو نه فرعونان، نمرودان  جوړ کړي دي، وایي دا ښه مسلمان دی او دا ښه مسلمان دی، دا کافر دی، آ بل داسې کافر دی.

تاسې چې اوس دې جرګې ته راغلي یاستۍ، یو تعداد چې هلته خبر شي، وایي به صیب دا ټول کافران شوي دي.   نعوذ بالله!!

ټول کلیمې ورته لولو، په مسلمان هېواد کې زېږېدلي یو، چې دومممره واړه وو، زموږ په غوږونو کې د ملایانو اذانونه شوي دي، لمونځ کوو صیب، قران عظیم الشان مو لوستی دی، په تفسیر یې پوهېږو، پنځه  بناء مسلماني دلته جاري ده، نو زه ورته وایم، دا ټول شیان چې په شرع ظاهر ته ګوري، دا اقرارباللسان خو موجود دی، دا تصدیق بالقلب خو ستا کار نه دی.

ــــــــــــــــــ

حضرت محمد صلی الله علیه والسلم خو به خپله په جهاد کې شرکت کاوه، په جنګ احد کې دده ص غاښ مبارک شهید شو؛ نو کافران به یې مسلمانان کول؛ اوس موږ ورته وایو، چې موږ مسلمانان یو، دوی وایي، چې نه تاسو کافران یاستئ، په زوره مسلمانانو نه کافران جوړوي.

نو دا جهاد دی؟

ــــــــ

زه یې له روسانو سره پر اړیکو کافر ګڼلم، بیا به  د مجاهدینو مشران د پنجابیانو او امریکایانو پر دسترخان ورټول وی  او زارۍ به ورته کوي چی ډالر او پیسه اوهر رقم وسله   تری واخلی  او موږ پری شهیدان کړی 

ــــــــــــ دا جهاد دی؟ 

زه به نه يم خو په دی ملک کی به ۵۰ ملکونو نه ډیر راشی او ۱۰۰ کاله نور به افغانستان په لمبو کی سوځي!

ـــــــــــ

یوه ورځ به راشي؛ 

زه به مړ یم او په دې وطن کې به د قبر ځمکه نه لرم، خو باور لرم څو لیوني ځوانان به مې د  ریښتنی اتل " په توګه یادوي او دوعاوې به راته کوي

ځکه په ټول اخلاص مې له دې وطن سره مینه کړې.

ــــــــ

روح دې ښاد او ارام د وطن شهیده!

څخه فارغ شو، ۱۹۷۸ کې د ایران سفیر شو  په ۳۰  نومبر ۱۹۸۷  د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور رئیس شو.

-
بېرته شاته