(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

حاجي خدای رضا او

[10.Sep.2020 - 15:56]

حاجی خدای رضأ خان مهمند موسی خیل د چارمنګ د جنګ سرلښکر او فاتح

واقعاد ډیورند د فرضی کرغیړنې 

کر ښې  په اوږدو کې په قبایلي سیمو کې د پاکستان  اردو  دا جرأت نه درلوده  چه دې خوا راشی نو کله ناکله به د خپلو  شومو اغراضو په خاطر  به دوۍ غوښتل چه د ډیرند کرښې ته ځان راورسوی، ولی د افغانستان غیور  او په  وطن مين ملت هیڅ وخت دا اجازه نه ورکوله چه  د انګلیس استعماري دولت او پاکستانی ارودو  د آفغانستا ن پولو ته ځان راورسوي.

د آفغان او انګلیس دریم جنګ چه تازه ختم شوئ و  او  افغانستان د غازی امان الله خان په مشرۍ بشپړه خپلواکي اعلان کړه ، او زمږنږ غیور ملت چه د جنګ ستړیا يې لا تر اوسه نه وه رفع شوې، نو اشغال ګرو یو ځل بیا پلان ونیو چه دا ځل د باجوړ   له طرفه  او  بیا د چارمنګ له طریقه د افغانستان شرقي ولایت کونړ ته او بیا  د کونړ لوی او خروشان  سیند ته ځان راورسوي ، دا په دې هدف چه د کونړ سیند چه  د افغانستان د لویو  دریابونو یا سیندونو څښه دئ  ورته د یو بین المللي سیند اهمیت ورکړي، جه بیا هیڅ مملکت حق نه لري چه د بین المللی اوبو څښه یواځې استفاده وکړي.

همدا وجه وه  چه د خاص کونړ  شریف ولس   د مومندو موسی خیلو د 

د حاجی خدای ضآ خان مهمند او حاجی علی رضآخان مهمند په مشرۍ 

یو لښکر جوړ کړ  چه د لښکر  سر مشري یې حاجی خدای رضأ خان  مهمند کوله ، دغه لښکر د چارمنګ  په لور روان شو ، په دغه خت کې د اشغال ګرو لښکر  د باجوړ نه چارمنګ ته رارسییدلئ و  چه زمونږ  زړور  لښکر د

 حاجی خدای ر ضآ خان مومند  په  مشرۍ  چارمنګ ته ور ور سید، او سخته جګړه پیل شو ه او ډیر وخت يې دوام  پیدا کړ ،  دشمن ډیر تلفات ولیدل ، چه په نتیجه کې دشمن د بشپړې ماتېی سره مخامخ شو!

زمو نږ د جنګیالیو څښه هم يو  څو ټپیان شول ، او هم دخاص کونړ  نه ګل ملک د حاجی محمد پلار چه هغه هم د منطقی خان او ملک و د چارمنګ په غزا کی د اشغالګرو په مقابل کی په شهادت ورسید  ،  

روح دې ښاد ووي!

باید دا هم ذکر کړم چه په بر کونړ کی زموږ غیور ملت د غازی میر زمان خان بابا  په مشرۍ د ارنوۍ په منطقه کی اشغالګرو ته هم غاښ ماتونکئ ځواب ورکړ ، روح دې ښاد وي!

 

یو څه نوي نسل ته

د خاص کونړ  د همدغه خانانو  حاجی خدای رضآ خان مهمند او حاجی علی رضآ خان مهمند او د مدار خان تر منځ ډیری نژ ې دوستانه اړیکي 

مو جودې وي،  او دوۍ سره عزیزان و !د میر زما ن خان بابا سره  يې هم ډیره ښه دوستي وه!

http://pashtoonkhwa.com/?page=pashtoonkhwa&cnt=292

-
بېرته شاته