(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپوهاند ماموند پېژندنه

[19.Sep.2020 - 19:27]

ليکوال : حبيب الله غمخور

داڅهرې دهېرېدو ندي 

د پوهانددوکتورخیرمحمد ماموند لنډه پېژندنه

که دکرونا ويروس دنړيوال ناورين له امله  دلته په مالمو کښي دهيواد دعلمی او ادبي  شخصيتونو دهڅوني اودرناوی په موخه فرهنگي غونډي نسوجوړولاي خودا امکان راسره شته چې دوي دروپېژنم

د پوهانددوکتورخیرمحمد ماموند لنډه پېژندنه

خیر محمد ماموند د محترم مظلوم خان ځوی پر ۱۳۲۱ هجري کال د کونړ ولایت د مرکز اړوند د تېشې په کلي کې زېږېدلې دی .

نوموړی پر ۱۳۲۷ کال د کونړ ولایت دمرکز ( اسعد اباد ) په لمړني ښونځي کې شامل او پر ۱۳۳۳ کال له دغه ښوونځي څخه د فارغېدووروسته په کابل کې د ابن سینا د منځني ښونځي په اوم ټولګي کې شامل او پر ۱۳۳۶ کال د دغه ښونځي د نهم ټولګي څخه د فارغېدو وروسته دکابل دارالمعلمین په لسم ټولګي کې شامل شوی دی .

دکابل دارالمعلمین د هغه وخت د مقرراتوسره سم خیر محمد ماموند د یولسم ټولګي دنمرو پر اساس دمشرقي ولایت د ممتاز شاګرد په توګه دهیواد دنورو۱۸  ولایتونه  چي هغه وخت دافغانستان په ملکي وېش کښې ۱۸ ولايتونه وه دممتازوشاګردانو ((اتلسو تنو )) سره یوځای د کابل دارالمعلمین دفاکولتې د څانګې په دولسم ټولګي کې شامل او پر ۱۳۳۹ کال د کابل دارالمعلمین له دولسم ټولګي څخه د فارغېدو وروسته پر د۱۳۴۰ ل کال دوری په مياشت  د کابل پوهنتون د طبیعي علومو په پوهنځي کې د کیمیا او بیالوژي په څانګه کې شامل شوی اوپه ۱۳۴۳ کال  دجدي په مياشت کي له دغه پوهنتون څخه د فارغېدو وروسته په کابل کې د ښونکو د روزنې په اکادمۍ کې د طبیعي علومو د متخصص سره د کونتر پارت په توګه مقررشوی دی .ماموند د ښونکو د روزنې په اکادمۍ کې ۱۳۴۴/ ۱۳۴۶- ) دیونسکو د ځانګړي درسي پروګرام سره سم د کیمیا ، بیالوژي ، او فزیک د مضمونونو د تدریس تر څنګ د لسم ټولګي کیمیا، یولسم ټولګي فزیک ، دولسم ټولګي کیمیا اود دولسم ټولګي د بیالوژي کتابونه لیکلي دي . خیر محمد ماموند پر ۱۳۴۶ کال د ځانګړي کانکور امتحان له لارې د کابل پولیتخنیک انستیتوت د کیمیا په دیپارتمنت کې اسستانت( نامزد پوهیالی )مقررشوی او پر ۱۳۴۸ کال د کابل پوهنتون لخوا د لوړو زده کړو د بشپړولو لپاره شوروي اتحاد ته استول شوی دی . ښاغلي ماموند د شوروي اتحاد د خارکوف په دولتي پوهنتون کې ۱۳۵۱  کال د ماسترۍ دیپلوم اخستی اوبیایې پر۱۳۵۴ کال د ډاکترۍ PhD دتېزس څخه دفاع کړې اود همدغه کال د میزان په میاشت کې خپل هیواد ته راستون او بیر ته د کابل پولیتخنیک انستیتوت د کیمیا په دیپارتمنت کې استاد په توگه مقررشو .

پوهانددوکتور خیرمحمد ماموندد۱۳۴۶  /۱۳۷۱  کلونوپه موده کې د کابل پولیتخنیک د عمومي کیمیا د دیپارتمنت په سپارښتنه د عمومي او غیر عضوي کیمیا او فزیکي کیمیا په مضمونونو کې(( ۸ )) درسي کتابونه لیکلي دي اوهم یې دفزیکي کیمیا اوعمومي کیمیا مضمون تدریس کړی او په دې برخه کې یې د کابل پولیتخنیک او کابل پوهنتون د کیمیا په دیپارتمنتونو کې د فزیکي کیما په برخه کې د علمي څېړنو لارښونه کړی ده چې د دې علمي څېړنو نتایج د کابل پولیتخنیک او کابل پوهنتون په علمي مجلوکې چاپ شوي دي . پوهاند دوکتورخیرمحمد ماموند پر ۱۳۶۴ کال د پوهاندۍ علمي رتبې ته اوپر ۱۳۷۰ کال د ماموریت  فوق رتبې ته ترفېع کړیده. خیرمحمد ماموند پر ۱۳۵۷ کال د کابل پولیتخنیک پوهنتو ن رئیس مقررشوی او پر۱۳۵۸  کال د جدي د میاشتې پر شپږمه نېټه پر افغانستان  باندې د شوروي دیرغل سره په هیوادکې درامنځته شویو شرایطو سره دتضاد په وجه یې ددغه پوهنتون د ریاست له مقام څخه په خپله خوښه استعفی کړی ده . دشوروي اتحاد دعلوموداکادمۍ او ددغه هیواد د پوهنتونو په علمي مجلوکې د چاپ شویوعلمي مقالو په ګډون د پو هاند دوکتور خیرمحمد ماموند ۳۸  عنوانه علمي اثار چاپ شوي دي چې له دغې ډلې څخه اتلس عنوانه درسي کتابونولست لاندې ستاسو دپوهاوی لپاره وړاندي کوو .

هیله ده چې په نژدې راتلونکی کې د فزیکي کیمیا (( ۳ ))په نوم درسي کتاب هم د ګران  هیوادتحصلې موسسو خدمت ته وړاندې شي .

خیرمحمد ماموند پر ۱۳۴۴کال د افغانستان د خلک دموکراتیک ګوند غړی شوی ، او پر ۱۳۵۸ کال د جدی پر شپږمه پر افغانستان د شوروي د یرغل وروسته  پوهاند خيرمحمد ماموند له دغه ګوند سره په خپله خوښه اړیکي پریکړي دي .اوتراوسه دکوم سياسي سازمان غړېتوب نلري . پوهاند دوکتور خیرمحمد ماموند پر ۱۳۷۱  کال داستادبرهان الدین رباني دحکمرانۍ پر مهال دسياسي اوټولنيز اړدوړ په پايله کښي د خپل خوږ هیواد پرېښودوته اړشوی اودخپلې کورنۍ سره د پاکستان راول پنډۍ ښارته کډه شوې اوپه  ۱۹۹۷ کال په پای کې له پاکستان څخه اروپا ته کډه شوی اوتر نن ورځې پورې دهالینډکې دخپلې کورنۍ سره دکډوالی شپې او ورځې سباکوي  .

نوموړۍ درې زامن اودرې لوڼې لري چي په کار ،تعليم اوتحصيل مصروف دی .

د پوهاند دوکتور خیر محمد ماموند چاپ شوي کتابونه :

۱- افغانستان د یرغلونو په لار کې .هالینډ اتریخت ۲۰۱۱ کال .

۲- الکترولیتي محلولونه او الکترو کیمیا هالینډ اتریخت  ۲۰۰۹ کال .

۳- فزیکی کیمیا((۲)) د الکتروکیمیا لنډکورس. هالینډ اتریخت ۲۰۰۸ کال

۴- دکیمیا قاموس . هالینډ اتریخت ۲۰۰۷ کال

۵- فزیکي کیمیا (( ۱)) هالینډ اتریخت ۲۰۰۵ کال .

۶عمومي کیمیا . هالینډ اتریخت  ۲۰۰۲  کال

۷- کیمیای عمومي وغیرعضوي .س.لیسنیاک،خیرمحمد ماموند..... دکابل پولیتخنیک کابل ۱۳۶۴کال .

۸ - کیمیای فزیکي ) کارهای لابراتواري(.خیرمحمدماموند.پولیتخنیک کابل ۱۳۶۲ کال .

۹- فزیکي کیمیا)پوښتنې اوحل شوي مثالونه(خیرمحمدماموندپولیتخنیک کابل ۱۳۶۱ کال .

۱۰- کیمیای فزیکي)ممددرسي برای محصلان تکنالوژي کیمیا(انستیتیوت پولیتخنیک کابل۱۳۵۹ کال .

۱۱- کیمیای عمومي وغېرعضوي )کارهای لابراتواری (کوڅیپن،خیرمحمد ماموند ... انسیتیوت پولیتخنیک کابل ۱۱۳۴۸ کال .

۱۲- کیمیای عمومي وغیر عضوی . کوڅیپن،خیرمحمد ماموند .... انستیتوت پولیتخنیک کابل ۱۳۴۷ کال .

۱۳کیمیای عمومی وغیر عضوی(( ۱)) )ژباړه(خیرمحمد ماموند...مسکو ۱۳۶۶ کال.

۱۴کیمیای عمومی وغیرعضوی ((۲)))ژباړه ) خیرمحمد ماموند....مسکو ۱۳۶۶ کال .

۱۵ددولسم ټولګي .کیمیا خیرمحمد ماموند.دښونکی دروزنې اکادمي کابل ۱۳۴۵کا ل .

۱۶- ددولسم ټولګي بیالوژي . خیرمحمد ماموند. دښونکی د روزنې اکادمي کابل ۱۳۴۵

۱۷- دیولسم ټولګي فزیک خیرمحمد ماموند دښونکی د روزنې اکادمي کابل ۱۳۴۴ کال .

۱۸- دلسم ټولګي کیمیا. خیرمحمد مامونددښونکي دروزنې اکادمي کابل ۱۳۴۴ کال .

۱۹ - دچاپ لپاره اماده د فزیکي کیمیا (( ۳)) پوم کتاب دی .

ديادولو وړ یې بولم چې په ۲۰۱۲ زکال دسپتمبر په اتمه نېټه مو دلته دسويډن دمالمو پښار کي دښاغلي پوهاند دوکتورخيرمحمد ماموند کيمياپواوپښتو ژبې تکړه ليکوال اوڅېړونکی ښاغلي محمد معصوم هوتک دعلمي او مسلکي هڅو ددرناوی اوددوي دهڅوني  په موخه ددې دولويو عالمانو په وياړعلمي غونډه جوړه کړې وه او دوي زموږ ددې تاريخي  ستاين غونډي درانه  او ياړلی مېلمانه وه.   

دواړه عالمان په افغاني دود دلنگوټو ورتړلو اوددوستۍ فرهنگي ټولنې په ستاين ليکونو وساتيل سول .

پوهاند خيرمحمدمامونددخپلو علمی خدمتونوپه درشل کښي تراوسه  ۳۸  عنوانه علمي اثار چاپ شوي دي چې له دغې ډلې څخه اتلس عنوانه درسي کتابونه دي چي په تعليمی اوتحصلي موسسوکښي ورځيني استفاده کيږي .

پوهاندصاحب سره لدې چې سږکال په اوړی کښي ئې دخپل ژوند ۷۸ پسرلی پيل کړی،دلته په بهرکښي لاس تر زنه نه دی ناست بلکې دمهاجرت له ټولو ستونزوسره په گټورعلمی اوتحقيقاتی پروژوکښي مصروف دی

دژوندزياته برخه ئې دسيانسی علوموپه ځانگړې توگه کيمياعلم ته دخدمت په لاره کښي تېره کړې دطبعی علوموله لاري ئي نه يوازي داچي علمی تشه ډکه کړې بلکې داټول علمی اثارئي په پښتوژبه ليکلې يعنې پښتوئي لکه دنړۍ نوري ژبې دعلمی ډگردسياليوجوگه کړې ده .

زه ستاسوټولوپه استازيتوب ښاغلی پوهاند صاحب ته د ۷۸ پسرلی دپيل له امله دزړه له کومي مبارکی وايم اودويته خوښ اودروغتياسره ملگری ژوند غواړم .

-
بېرته شاته