(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کاکاخیله د پښتو ادب

[07.Oct.2020 - 14:43]

سيما کاکا خيله د پښتو ادب ځلانده ډېوه

چې خوشاله سره کښېني يو څو کاله

دا د غره خټک به واړه شاعران شي

ستر خوشال بابا

 

سيما کاکا خيله د پښتو ادب هغه ځلانده ډېوه ده چې د پښتونخوا په غرونو، تپو، کلو، ښارونو او لارو کوڅو کې يې د قلم رنګونه او د ليکنو رنګينې رڼاګانې او ښکلاګانې خورې دی او لوی او واړه يی له نوم او فن سره اشنا دي ۰

سيما کاکا خيله د پښتو نازکخياله او نوښتګره شاعره ده چې هره ليکنه يی له ادبي ښکلا ډکه او د لوستونکو پر زړونو ژور تاثير او اغيز کوي۰

اغلې کاکا خيله هڅه کوي چې د خپل قام د يوې رښتينې استازې او ترجمانې په توګه هغه څه په خپل شعر کې راونغاړي چې د ولس دردونه او غوښتنې پکې انځور شوې وي او د خپلو وطنوالو غږ د نړيوالو غوږونو ته ورسوي۰

د درنې سيما بي بي شاعري روانه، خوږه او له بيلابيلو رنګونو او خوندونو ډکه ده ځکه خو اوريدونکې او لوستونکې يې په اوريدو او لوستو نه ستړي کيږي او تر اخره يې بدرګه کوي۰

د قدرمنې سيما کاکا خیلې د شاعرۍ انفراديت او ځانګړتيا په دې کې ده چې نوموړې په خپلو شعرونو کې له هر څه نه مخکې ملي او ولسي ستونزو ته ګوته نيسي او د وطن او پښتون قام حالاتو او خيالاتو ته د فن ژيه ورکوي او د خلکو غوږونو ته يې رسوي۰

که د محترمې سيما کاکا خيلې په فن او هنر هرڅومره خبرې وشي او ستاينه او ځلونه يې وشی دا يې حقداره ده او پښتو ژبې ته د نوموړې د خدمتونو او ادبي او علمي کارونو حق پرې نه شي ادا کيدای۰ 

تمه ده چې اغلی کاکا خيله به د تير په څير خپلې ادبي او علمې هلې ځلي همداسی ګړڼدي او جاري ساتي ترڅو پښتو ژبې، پښتو ادب او پښتون فام ته د تلپاتې او نه هیريدونکو خدمتونو مصدر شي او د پښتو شعر او ادب په اسمان کې تر پخوا ډيره وځليږي۰

قلم يې تاند، زړه يې تپاند او نوم يې تل ځلاند اوسه۰

زمونږ دعا او ښې هيلې به تل ورسره وي

 

په همدې هيله يې يو ښکلی او خوندور غزل تاسو درنو او زړه ته رانږدې دوستانو سره شريکوم هيله ده چې خوښ مو شي او د پښتو ادب دا بلبله لا زياتو ادبي او هنري پنځونو او هلو ځلو ته وهڅوۍ۰

په ټوله شاعرانه مينه

بريالي او سرلوړي اوسۍ

امان الله نصرت

 

غزل

 

سترګو کې دې بيا څه دی

بيا سحر سبا څه دي

خلک جدا کيږي نو

دي کښي دَ ژړا څه دي

ماخو زړه درکړې دى

ما سره د ستا څه دي

ډير ښکلې يي دا منم 

نور درکي رښتيا څه دي

دا لمبه تهمت د عشق

دغه اور کښي دا څه دي

ستا شک ته شکمن اشنا

وهم اؤ سودا څه دي

کرښې د لاس څه ګورې

دې کښي د سيما څه دي

سيما کاکاخېل

-
بېرته شاته