(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ارباب سیف الرحمان

[07.Oct.2020 - 14:55]

د د ارباب سيف الرحمان جنازه

صابرشاه صابر/ 07.10.2020

 

د اکتوبر دمياشتې وړومبۍ نيټه وه کال ٢٠٠٣ اؤ د مياشتې په وړومبيو دوؤ دريو تاريخونو کښې زۀ سخت مصروف اؤ په منډه يم. په دوکان رش زيات وى ځکه چې زما اکثرو خلقو سره کهاتې وى اؤ کهاته دار زوړ قرض ختموى اؤ نوې سودا اوړى د سحر ښار نه سودا له هم تلے ووم اؤ غونډه يوه سوزوکے سودا مې هم دوکان له راټوله کړې وه ټوک ټوک ووم، ماسخوتن مې دوکان بند کړو اؤ کورته ننوتم خپل ماشوم الهام شاه چې وليدم نو سلګۍ ونيولو چې ما بهر بوځه هډو کټ کښې کښېنناستم هغه مې غيږ کښې راواخستو خو په کوڅه کښې کشر ورور مزم شاه ملنګ اؤ دهغه ملګرے رياض خان مخې ته راغلل داسې غيرسننجيده غوندې ئې راته ووئيل... خلق وائى چې ارباب سيف الرحمان مړ شو. زۀ مسکے شوم اؤ هغوى نه تيرشوم. الهام مې يوه شيبه په لوئې لختى واړولو راوړلو چونکې زۀ دې کشرانو  سره ډير ازاد يم نو ځه مې هډو په دې خبره څه رد عمل ونۀ کړو. نور پهدې هم په زړۀ کښې مطمئن ووم چې (لوړ لالا) ما سره بېګاه غونډ شل منټه په فون ګپ لګولے دے ما هغ ه ته فون کړے ؤ ما وې زۀ تانه ګيله مند يم. زۀ قطر نه راغلم اؤ تۀ رانغلې. هغه وې زۀ تانه ګيله مند يم چې تا هډو زۀ خبر نۀ کړم بيا مې ورته وې د قطر دپاک پښتو ادبى جرګې درې مشران مکرم خان بنګش، ملتان همت اؤ نياز مومند راغلى دى. دوى هلته زما ډير قدر کړے ؤ زۀ غواړم چې دوى له يوه مشاعره جوړه کړم اؤ هغه ماته وې چې دا مشاعره هم زما په حجره کښې جوړه کړه. ټول تاوان يې ماته رارسى. مونږ مشاعرې له د نهې ورځ د اکتوبر اوومه نيټه ٢٠٠٣ کيښوده. زۀ چې په دې لاره روان ووم نو دومره پوهيدم چې خلق ډلې ډلې ولاړ وو. بيا ماته به يې ډير بند برند حيران حيران کتل. حکه چې ارباب صيپ ماته په ژوند زوې وئيلى وو هره دويمه دريمه ورځ پس به ما له دوکان ته راتلو اؤ په ګينټو ګينټو به راسره ناستؤ نو دوى په زړونو کښې جوړ دا وئيل چې صابرشاه په تور ماسخوتن ماشوم زوې ګرځوى يا خو ئې هوش و حواس بائيلو اؤ يا څه بله لوبه ده. زۀ کور ته راغلم روټۍ ته کښيناستم اؤ د وړومبۍ نمړۍ سرهم ې د ترور زوې موسم خان رادننه شو ماته ئې وې، صابره! اعلانونه وشول يوولس بجې يې جنازه ده. دې وخت کښې مې زړۀ يوه څړيکه وکړه د ورځې د وجود ټوله ستړتيا مې سره له راغله يو ريږد راباندې ولګيدو. تۀ وګوره يار سم دم ؤ. هارټ اټيک پرې وشو. په منټونو کښې يې ساه ورکړه. څه فرشته صفت سړے ؤ هډو ونۀ کړيدو

اف دا وخت څومره سخت ؤ اؤ په ما اؤ زمونږ د کور په نر اؤ ښځو څومره درد تيرشوے دے دا يو خدائے ته پته ده. ارباب سيف الرحمان مړ شو هغه ارباب سيف الرحمان چې زما د پلار نه پس دويم مشر اؤ لارښود ؤ هغه ارباب سيف الرحمان چې زما په سر به هم درد شو درې ځل به تپوس له راتلو هغه ارباب سيف الرحمان چې زۀ ورسره ماشوم لوئې شوم. هغه ارباب سيف الرحمان چا چې زما ادبى اؤ سياسى پرورش کړے دے چا چې يو ورځ د سلو کسانو په مخکښې ووئيل

دا صابرشاه زما پنځم زوې دے.  

چا چې ماسره د هر تاوان طوفان په ميدان کښې برخه اخستې ده. چا چې ماسره په هر غم کښې ژړلى دى اؤ  حاجى ماسره په هره خوشحالۍ اؤ خندا کښې خندلى دى په ما سترګې تورې شوې. په ما چکر راغلو نۀ  پوهيږم چې ما له خور، ښځې، ورندار اړ که مور اوبۀ راکړې. هن دا واخله دا اوڅښه. لږې دبالښت ته ډډه ووهه. ځان ساه صورت کړه. نانا ، ما پريږدئ، چې لاړ شم. څومره وخت وشو چې خان کاکا مړے شوے دے.

ما به هغه ته ځان کاکا اؤ لالا وئيلو

تاسو زۀ اوس خبر کړم ما موټر سائيکل راروان کړو اؤ چې څنګه د کور په دروازه راووتم نو د راحت اباد د جومات د لوړې منارې نه غږ شو

تاسو خدائے وبخښه ، فخر خليل، ارباب سيف الرحمان خان وفا تشوے دے جنازه به ئې سبا له د تاکال په جنازه ګاه کښې يوولس بجې کيږى اؤ د دعا ځائے ئې خپله حجره تاتره قلعه ده

اف اف اف خدايه. په ژوند کښې خلق څنګه څنګه اعلانونه اورى چا وې چې ارباب سيف الرحمان به هم مرى اؤ دومره زر. زۀ چې لوئې لار ته راووتم نو هم هغسې د راډ رڼا نۀ د بالى ماما د نينو دبټ په غاړه مزمل شاه اؤرياض ولاړ وو. ما ډير اوڅنډل ما وې تاسو ماته داسې خبر هم په سنجيدګۍ سره ونۀ وئيلو بيا مې ځان پسې هم دوى دواړه کښينول اؤ د هغه حجرې ته روان شو. هاغه حجرې ته کومې ته چې زۀ د تيرو شلو کالو راهسې ورځم. هاغه حجرې ته په کومه کښې  به چې د خليلو دا لوئې خن اکثر په زمکه په کوم څادر يا بوجۍ ناست ؤ. عجبيبه خبره دا ده چې د دې حادثې نه تر لرې لرې خلق خبر شوى وو يو زۀ ووم چې په کور محلت کښې هم راته پته نۀ وه. کله چې مونږ دلوئې سړک فارسټ روډ نه د مولانا راحت ګل مدرسې سره په وړوکى سړک ورتاؤ شو نو د لارې دواړو غاړو ته دوه موټرې ولاړې وې تا به وې جوړې بيا ارباب سيف الرحمان اليکشن ګټلے دے اؤ هغه لکه د هر ځل په رنګ د خپل عادت مطابق ولى باغ ته د ولى خان سلامۍ له روان دے. رښتيا چې هغه به کله ووټونه وګټل نو په دويمه ورځ به د هم داسې يو عظيم الشان جلوس په بدرګه کښې ولى باغ ته تللو. زۀ هغه سره دوه ځل په داسې جلوس کښې تللے يم

اؤ په ما دمئينتوب ئې د دې نه اندازه واخلئ چې دواړه ځل زۀ هغه ځان سره د دې زرګونو لويو لويو شخصياتو په موجودګۍ کښې په خپل موټر کښې کښنولے يم. مونږ په دغه رش روش کښې د حجرې لوئې برنډې ته ځانونه ورسول. د ارباب سيف الرحمن زامن ارباب حيدر، ارباب کمال، ارباب عباس اؤ ارباب جمال ناست وو. غلى خاموشه دې لوئې حادثې ئې دسترګو نه اوښکې تښتولې وې د هغه ورارۀ ارباب الطاف د شوې ونې ته ډډه وهلې وه. اخوا ځانله يوازې د ارباب سيف الرحمان اوښے ارباب جهانګير(پخوانے وزيراعلى) د خان بهادر سره ناست ؤ د فراق اوښکې ئې څڅولې. دې خوا د اوبو د ډيګۍ په غاړه د ارباب صيب ورارۀ ارباب مجيب اؤ ارباب شهريار ببرسرناست ؤ. زۀ چې ارباب حيدر خان اؤ ارباب الطاف وليدم رامنډه ئې کړه ماته راترغاړه وتلو وې صابرشاه تۀ خبر شوې ستا يار اؤ زما پلار مړ شو. صابرشاه اشنا دا څه وشول. د هغه نه بغير به اوس دا ژوند ګنې پيکه پيکه نۀ وى؟ 

زمونږ د دې غاړې نه مخکښې ټوله حجره يوسکوت نيولې وه خاموشه خاموشى وه خو زمونږ د اوښکو او سلګو څړيکې څړيکې کاروان سره په سوونو کسانو نورو هم خپلې اوښکې اؤ سلګۍ ملګرې کړې. ما خووې جوړ چې ارباب سيف الرحمان مړ شو بس اوس به مونږ ته د اربابانو په حجره کښې هډو څوک د انسانانو په نظر هم نۀ ګورى. دستړى مه شى هم پاتې نۀ شو

خو خدائے دې د لوئې پلار زامن اؤ وريرونه خوشحاله ساتى. هغوى د دې نه مخښې په دې خبره نه متفق کيدل چې د ارباب صيب جنازه چرته وکړوځکه چې دا يوه تاريخى جنازه. دومره مخلوق خو به جنازګاه کښې ځائيدے نۀ شو اؤ بل کوم مناسب ځائے د دوى نۀ خوښيدو. ماته ئې ووئيل تۀ هم زمونږ ورور ئې تۀ ووايه دا جنازه چرته پکار ده ما وې يا ئې په يونيورسټۍ کښې د رحمان بابا هاسټل مخې ته لوئې چمن کښې وکړئ يا ئې د جنازه ګاه نه بهر ميدان کښې وکړئ اؤ هغوى هم زما په وينا دا دويم ځائے خوښ کړو. دا ډيره لويه قلعه نما حجره دخلقو نه ډکه وه په دې توره شپه کښې د پښې ايښودو ځائے نۀ ؤ چا چې د ملنګ خان د مرګ اوريدلى وو ځان ئې رارسولے ؤ خوا که هغه کس د عوامى نيشنل پارټۍ ؤ اؤ که نه. د دې وجه دا وه چې ارباب سيف الرحمان يو بيخى غيرمتنازعه کس ؤ. د هغه خپل ذاتى تعلق اؤ راشه درشه ښۀ بده د خلقو سره کافى زياته وه. نن دې حجره کښې ډير خلق وو خو هغه نۀ ؤ. هغه خندا ، هغه رڼا نۀ وه کومې لپاره په چې د ګوټ ګوټ نه پتنګاه راټوليدل. هاغه ترنيمو نيمو شپو د پښتو ژبې اؤ پښتون قام د ودې ودانۍ اؤ ښيرازۍ بحثونه نۀ وو هغه د شنې، قهوې ، ګرمې ګرمې پيالۍ نۀ وې آه. خان کاکا څه خواږۀ خواږۀ يادونه دې پريښودل. څه سپړدلى پرهرونه دې راته د زړګو سره ټانکې ټانکې کړۀنۀ د بدمعاشانو د بدمعاشۍ ويره نۀ د پوليس د مشروټۍ و زياتۍ پروا، نۀ د تاوان د ځائې نه تيښته ، نۀ د سفر په وخت کښې دسورلۍ ، غم سوچ ، فکر....

ارباب سيف الرحمان د تپه خليل لوئې خان اؤ صاحب جائيداد ارباب ؤ د ارباب شيرعلى خان زوم د ارباب جهانګير خان اوښے اؤ د ارباب جمعه خان زوې ؤ. دارباب جمعه خان د پلار نو ارباب قادر خان د هغه فقيرخان د هغه زين خان د هغه عابد، دهغه عبدالقدير خان اؤ دهغه شيخ عبدالرحمان ديار خان ورور ؤ اؤ په ٧١١هـ کښې وفات شوے ؤ د يارخان اؤ عبدالرحمان مړانه، پښتو اؤ ميلمه دوستى حجره اؤ غيرت منلې شوې وه اؤ د هخم دغه نيکونو خصلتونه ټول په ټول دلوړ لالا په فطرت کښې هم اخلے شوى وو

ارباب سيف الرحمان په ١٥ جون ١٩٢٩ کښې په تاکال کښې پيدا شوے ؤ د شروع تعليم ئې د کالجيټ سکول نه کړے ؤ اؤ بيا ئې د لسم نه پس نور سبق په اسلاميه کالج کښې ووئيلو. د ماشومتوب نه به ورته خلقو د کاکا نوم اخستو. ما ورنه يوه ورځ د دې په حقله تپوس وکړو وې زۀ چې ماشوم ووم نو زمونږ جره د سرخپوشو د تاکال مرکز ؤ هر وخت به په حجره کښې اتيا سل کسان ناست وو کورنه به چې راوتم نو هرچاته به مې لاس مخکښې مخکښې کولو اؤ ورته به مې وې کاکا په خير . بس دغه ستړى مشى کاکا کړم اؤ بيا هغه ترمودو مودو د کاکا په نوم په پښتون مجله کښې ادبى اؤ سياسى تبصرې کولې لکه چې ووئيلے شو لا ډير ماشوم ؤ چې سياسى اؤ ملى سوچ ورسره ؤ اؤ د هغه په خيال زۀ لا سکول کښې ووم چې د انګريز بادار خلاف به دخپلو ملګرو په مخکښې چرته په يوه ډپکه اودريدم اؤ تقرير به مې شروع کړو چې کالج ته شو بيا خو ئې باقاعده سياست کښې برخه واخست. د هغه ورور ارباب عبدالغفور خان  د باچا خان په خاصو ملګرو کښې ؤ څو څو ځل ئې وهل ټکول اؤ بندونه جيلونه تير کړيدى په ١٩٦٢ کښې هغه په وړومبى ځل د سرخپوشو په ټکټ د نيشنل اسمبلۍ اليکشن وکړو دغه وختونو کښې به د اسمبلۍ اجلاسونه په ډهکه کښېک يدل. دا وخت د حلقه ډيره لويه وه ايف ار پيښور نه تر دوابې، شبقدر، بټګرام اؤ مټه مغل خيل پورې غزيدلې ووه پارټۍ په هغه اعتماد وکړو  اؤ هغه هم دخ پل قوى شخصيت اؤ مضبوط، بې وټه سياسى اؤ خاندانى کردار په سوب دا سيټ په ډير لوړ اکثريت سره وګټلو

په ١٩٦٣ کښې ددۀ انتخاببى نشان اس ؤ نو د هاتهى اؤ سائيکل نه اس ډير مخکښې لاړو. په ١٩٧٠ ، ١٩٧٣ کښې هغه د صوبائى اسمبپلۍ ممبر منتخب شو . دغه وخت دصوبائى اسمبلۍ حلقه هم ډير هلويه وه. د نحقۍ ، متهرې، شبقدر، دوابه، داودزو اؤ باروزۍ پورې غزيدلې وه اؤ ارباب صيب سيف الرحمان په ډير لوئې اکثريت سره خپل مخالف له په دې علاقو کښې شکست ورکړو. دا ځل پارټۍ دے د اسمبلۍ ډپټى سپيکر کړو. په ١٩٩٠ کښې دپى ايف ٣ نه هغه له پارټۍ بيا ټکټ ورکړو. دا ځل ئې هم اليکشن وګټلو اؤ دا ځل هم پارټۍ ډپټى سپيکر کړو. ١٩٩٣ کښې ئې چې ددغه حلقې نه اليکشن وګټلو نو په وړومبى ځل د ځنګلاتو وزير شو. په ١٩٩٧ انتخاباتو کښې يې په پنځم ځل اليکشن وګټلو اؤ دغه ځل ورله پارټۍ کومه عهده ورنۀ کړه

د ارباب سيف الرحمان نوم به لکه د اراب جهانګيرخان دګټې علامت ؤ اؤ ددې لويه وجه د پارټۍ نه زياته د هغه ذاتى شخصيت ، درنه پښتونولى اؤ خاکسارى وه. ډير لوئې پشتون ؤ په يو ځائے ولاړ پښتون ؤ. په وعده ټينګ اؤ نۀ ويريدونکے ؤ اؤ د پارټۍ په  منشور ولاړ پښتون ؤ نۀ ئې چرې د جيل ويره اؤ پروا کړې ده اؤ نۀ د سختو تکليفونو، د سى آئى اے يو اهلکار مرتضى خان وائى چې حيات شيرپاؤ کله د بم په دهماکه کښې شهيد کړے شو نو د سياسى مشرانو د نيولو سلسله شروع شوه دشپې د ارباب سيف الرحمان په کور هم چاپه ووهلے شوه هغه نۀ دروازه وډبولے شوه اؤ مونږ هغه وخت حيران شو چې هغه ځان سره غوټه جامې اؤ بستره هم راوويسته خندل ئې وې ماته پته وه چې تاسو به راځئ. زۀ درته د مخکښې نه تيار ناست ووم هرکله چې مونږ د پوليسو ګاډى ته خيژولو وې تاڼيدار صيب يوو پاؤ وخت راکړه . پاؤ وخت کښې درله واپس راځم. تاڼيدار ورته ووئيل ځه ارباب صيب لاړ شه. هغه خپل موتر ته واختو اؤ چرته لاړو. مونږ تاڼيدار ته ووئيل دا دې څه وکړل، هغه خو دې د خپله لاسه پريښودو اوس به څه کيږى تاڼيدار هم خفه شو وې رښتيا چې دا خو مونږ يوه لويه غلطى وکړه خو لا به ايله لس منټه تير شو چې په حجره موټر رادننه شو ارباب صيپ په کښې ناست ؤ راکوز شو وې اوس راځئ چې ځو. دا ؤ ارباب صيب جرات اؤ د وعدې پوخوالے  يو وړوکے شان مثال

پښتو سره د ارباب صيب ډيره مينه وه په خپله دپښتو ښۀ اديب هم ؤ اؤ شاعر هم. ماته به ئې دپ نځوسو نه زيات خطونه ليکلى وى  خو ټول په پښتو کښې وو. هاغه وخت چې دے ډپټى سپيکر ؤ هندوستان ته په سرکارى دوره تلے ؤ ماته ئې د بنګلور نه يو اوږد خط راوليږلو شروع ئې څه داسې وه

ګرانه صابرشاه دلته د زړو پښتنو په يو باغ کښې ناست يم تۀ راته راياد شوې

په ١٩٩٠ کښې ما اؤ هغه خليل اولسى ادبى جرګه جوړه کړه اؤ بيا ئې تر اخره هغه سرپرست ؤ دې جرګې چې څومره سيمينارونه اؤ مشاعرې کړيدى زۀ دا خبره په دعوې سره کوم چې بلې يوې جرګې به هم نۀ وې کړى د هغه مشاعرې ډيرې خوشوې وې چرته به ئې چې د مشاعرې واوريدل ځان به ئې ورسولو. بل شاعرانو له به ئې ښائـته داد هم ورکولو په خپله به  ئې هم شعرونه ليکل خو داسې چې نۀ به پکښې د چا  اصلاح منله ، آؤ نۀ به  ئې  د چآ نه مشوره آخسته آؤ همدغه وجه وه چې په ادبى لحاظ کم اؤ کمزورے پاتې شو. هر څوکه ځينې وخت کښې ئې ډير په تول پوره شعرونه هم ليکلى دى لکه 

زۀ د لوئې بښتون غيرت يم

سر نه پښو  پورې پت پت يم

زۀ په لوړو غرونو ګرځم

د شاهين په خوئى خصلت يم

يو څو نور ډير مشهور شعرونه ئې هم دى دا شعرونه به ما د هغه د خولې نه دسلو ځلو نه زيات اوريدلى وى تقريباً دهر تقرير نه مخکښې به ئې هم دا شعرونه .

تاتې سره هم څنګ يم

د خيبرنه پوټے دنګ يم

هر زمان په هريو دورکښې

هرظالم سره په جنګ يم

زۀ غيرت پښتو اؤ ننګ يم

په دې وروستيو وختونوکښې ئې ټپې ليکل شرووع کړې وې وئيل ئې ټپه زمونږ دخپل کور لور ده دا بايد چې ورکه اؤ هير نه شى يوه ورځ ئې ماته فون وکړو وې تۀ ناست اوسه زۀ درځم اؤ بيا هغه ډير زر دخپل کشرز وې ارباب جمال سره راغلو. ماته شروع شو اؤ په دغه يو نشست کښې ئې راته تشرشلو پورې ټپې ووئيلې

اؤ چې هر کله بيا لاړو نو خه نيمه ګينټه پس ئې راته فون وکړو وې يوه دوه ټپې مې نورې هم وليکلې دا هم واوره په دغو ټولو ټپو کښې ماته دا دوه اوس هم يادې دى.

که باچا خان په جهان نۀ وے

نوپښتانۀ به دانګريز غلامان وونه

وطن ازاد دې سروجاموکړو

دا سرې جامې دې عجائب ګهر کښې ځوړندشينه

اؤ ما د سرو جنډو اؤ سرو جامو ددغه لوئې مبارز، مئين اؤ خيرخواه په حجرهک ښې په دغه ماسخوتن داسې محسوس کړل لکه چې هغه بيا کوم اليکشن ګټلے دے د نيمې شپې اعلان شوے دے اؤ لرې لرې خلق ډلې ډلې  سوزکى اؤ ډاټسنې راچليږى، خو نه دا ځل داسې نۀ وه دا ځل د ډزو ګډا ګانو اؤ ګلونو اميلونو په ځائے بيخى خاموشى وه. چرته د يو ګوت نه نرۍ نرۍ غوندې سلګۍ رااوچته شى، په نوره ټوله حجرهک ښې تيارۀ ده. صرف د حجرې د منځ يو بلب بليږى چې د خلقو په زيړو زيړو رنګنو ئې تته تته رڼا غورځيږى اؤ ما ځکه په دې شپه هيڅوک نۀ پيژندل اؤ نۀ راته دا اندازه وشوه چې دخپپل دې محبوب مشر دغمرازۍ لپاره څومره څومره اؤ کوم کوم خلق راغلى دى د شپې تر ډيره ناوخته مونږ دلته ناست وو اؤ د خان کاکا د خوږو خوږو وختونو ذکرونه مو کول. د هغه شعرونه مو وئيل.اؤ د هغه په ياد کښې مو اوښکې څڅولې چې څومره څومره شپه پخيده خلق هم ورو ورو خپلو کورونو ته تلۀ. مونږ هم راغلو خو د خان کاکا يادونه داسې  غنې غنې وو چې زما د خوب ګل ګل بدرى جماله ئې پرهرې پرهرې کړه په دغه ټټوله شپه کښې به مې يوه ګينټه خوب نۀ وى کړے. سحر اخبارونه راغلۀ اؤ په اخبارونو کښې دويم لوئې خبر هم دا لګيدلےؤ

 په دې دوران کښې ماته ډيرو ملګرو ټيلى فونونه وکړل اړ ماسره ئې د ارباب صيب په وفات غمرازى وکړه زۀ سحر وختى د قبرځائے ته اؤ بيا د جنازې ځائې ته لاړم څه دپنځوسو صفونو لاپهر په لوئې ميدان کښې د چونې کرښې راښکلے شوى وى ، د نمر د وړانګو سر حچرې ته راغلم. دوه درې سووه کسان ناست وو. زۀ پاڅيدم اؤ په ارباب صيب مې هغه نظم ووئيلو کوم چې ما د شپې ليکلې ؤ زما نه بيا څه ګينټه نيمه پس د ارباب محمدخان کاکا مرحوم زوې ارباب مسعود خان پا څيدو اؤ په ارباب صيب ئې ډيرې مفصلې خبرې وکړې ورور خلق زياتيدل حجره تنګيده چې لس نيمې بجې شوې نو مخلوق دومره زيات شو چې ساه پکښې ډوبيده زمونږ دا خيال ؤ اؤ دسحر نه دا فيصله شوې وه چې ارباب صيب له به لس نيمې بجې د ديدار لپاره حجره کښې ايښودے شى خو جنازې ته صرف نيمه ګينټه وه اؤ دې ټول مخلوق په نيمه ګينټه کښې هغه نۀ شو کتلے نو هډو دکم وخت په وجه د عام ديدار لپاره راونۀ ويستے شو. لس نيمې بجې زۀ د خپلو ملګرو حاجى شاکرالله ، عزيزالرحمان بل اؤ بلال قياس سره دجنازې ځائے ته لاړم چې د جنازې ځائې ته اورسيدو هلته د حجرې نه هم زيات مخلقو راغلى وو کافى شمير کښې پوليس هم ولاړ ؤ د صوبې وزيراعلى اکرم خان درانى هم ښۀ د وخته راغلے  ؤ اصل کښې په دې ورځ د اسمبلۍ اجلاس ؤ اؤ د اسمبلۍ ټول ممبران د ارباب صيب جنازې له په شريکه راغلى وو اجلاس ئې ملتوى کړو اؤ دا ځکه چې ارباب صيب د دې اسمبلۍ زوړ ملګرے ؤ

يوولس بجې ئې جنازه راوړه يو مخلقو خلق ورپسې را روان وو لس منټه د پاسه يوولس بجې صفونه برابر کړے شول. د تاکال مولانا روح الله د امامت لپاره مخکښې شو زما يو طرف ته دصوبائى اسمبلۍ پخوانے سپکير د مردان عبدالاکب خان اؤ بل طرف ته بلال قياس ولاړ ؤ مخکښې رانه د ارباب جهانګيرکشر زوې ارباب ععماد ولاړ ؤ چې جنازه وشوه اؤ ما د لوړ نه د جنازې په ګډون کوونکو نظر واچولو نو دا اندازه نۀ لګيده چې کوم کم اديبانو شاعران، عالمان اؤ سياسى مشران راغلى دى. مخلقو زيات ؤ خو بيا هم چې ما کوم پيژندل يا بيا کوم ځنې وروستو تر دريمې ورځې دعا ته حجرې ته راتلل زۀ به صرف دلته د هغوى نومونه ذکر کړم

ارباب جهانګير خان، قاضى حسين احمد، اکرم خان درانى، مولانا امان الله حقانى، سراج الحق، مهتاب عباسى، غلام احمد بلور، سينيټرالياس بلور، اجمل خټک، لطيف افريدے، بيرسټر باچا، سفيرالله خان، شميم شاهد، اصف اقبال، اعظم افريدے، عنايت الله ګل، ډاکټرراج ولى شاه، اباسين يوسفزے، پرويز مهجور، خواجه محمد سائل، سيد رسول ناڅاپه، داد محمد دلسوز، سيد ممتازعلى شاهو عبدالله جان مغموم، ياسين خليل، حاجى سعادت خان، عظيم خان افريدے، ميا افتخار حسين، افضل خان لالا، فريد طوفان، پيرمحمدخان، امدادعى امداد، حاجى محمد عديل، منظور احمد وټو، اعجازالحق، د اشنغر نثار محمدخان، مختيار خان يوسفزے، سنګين ولى خان، اعظم هوتى، محمدشباب، اخونزاده منان، سرانجام خان، حبيب الله کنډى، افتخارخان جهګړا اؤ اسفنديارولى خان خو زۀ پوهيږم چې د دې فهرست ننه زيات دخپل وخت درانۀ درانۀ ملګرى به مانه پاتې وى

ارباب صيب لوئې انسان ؤ لوئې پښتون ، لوئې اديب، اؤ لوئې سياستدان ؤ. د هغه په جنازه کښې دهر فکر، هر نظر، هرې نظريې خلقو ګډون کړے ؤ هغه ډير ملنګ ، ډير ساده مزاجه ، خاکساره اؤ يارباش انسان ؤ هغه پسې هر چا ژړل اړ هغه ابدى بيلتون رښتيا چې ډيره لويه حادثه اؤ سانحه وه

جذبې به هم وى اؤ جهان به هم وى 

تاکال به هم وى اربابان به هم وى

اؤ محفلونه د پښتو د حسن 

دخنداګانو چراغان به هم وى

افسوس ارباب سيف الرحمان به نۀ وى

زما ملنګ ملنګ جانان به نۀ وى

-
بېرته شاته