(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د عارف د کتاب

[07.Oct.2020 - 14:59]

د پښتو اډدبي سنګر مردان له خوا 

 د ښاغلي عبدالروف عارف د کتاب ،،زما او ستانظمونه

          «» مخ  کتنه او د ايوارډونو دستوره  «» 

 

د پښتو ادبي سنګر مردان د ملګرو يو نړئ مننه چې نن د اکتوبر په څلورمه نيټه ۲۰۲۰ په يو پروقاره ادبي دستوره کښې يې ماته يې د ادبي خدماتو ايوارډ راکړو .په دې موقعه يې د پښتو ادبي سوسائټئ اسلام آباد ملګرو ښاغلي عبدالحميد زاهد . ښاغلي سردار يوسفزي او د طيب الله خان ته د ښه خاکه ليکنې بيل بيل سند ورکړې شو ددې دستورې صدارت پخواني صوبائي وزير ياد شاعر او ليکوال محترم عبدالسبحان خان کولو استاد شاعر او اديب ډاکټر اسرار صاحب مشر ميلمه وه.د نظامت چارې ښاغلي اکبر هوتي او سجاد هوتي تر سره کړې . دا خوندوره دستوره په دوه نشستو کښې وه د دستورې شروع  قرآن پاک د تلاوت نه ښاغلي حافظ سهيل وکړه  روستو د نومياله شاعر اديب ښاغلي عبدالروف عارف د نړئ د يادو شاعرانو د شهکار نظمونو د‌ سپيځلې ژباړې کتاب ،،  زما او ستا نظمونه ،، مخښکتنه وشوه ډاکټر لال بادشاه خيالي او ښاغلي  نورالرحمان سحر په خپلو مقالو کښې د ژباړې د فن په تناظر کښې د ښاغلي عارف د کتاب جائزه اخستې وه او دا يې د پښتو د ژباړې په منظوم ادب په کتابونو کښې غوره اضافه وګڼله . ښاغلي تاج الدين فطرت د ښاغلي غبدالروف عارف په شخصيت او فن په زړه پورې خاکه واوروله چې ګډونوالو ډيره وستايله بې دريغه داد يې ورکړو  ښاغلي نور جلال جلال په خوږ غږ بهترين نظم د ښاغلي عارف په کتاب ،، زما او ستا نطمونه ،، زمزمه او د دستورې د شريکوالو يې بې دريغه داد واخست ځوان شاعر محمد جلال جلال د پښتو اډبي سنګر ډير ښه مانه خيز نظم واورول . په دې موقع پير محمد سيفي هم عبدالروف عارف ته منظوم خراج وړاندې کړو. په دويمه دستوره کښې د نثري تخليقي ادب صنفونو خاکه ، تکل او افسانه د کمال ليکونکو ته  د ړومبې دويم او دريم اخستونکو نومونه اعلان شول . په افسانه کښې ړومبې ړومبې انعام آغلې حسينه ګل واخست دويم آغلې نورين آمان شمع او دريم ايوارډ ښاغلي واحد يوسفزي ترلاسه کړو . د پښتو په معياري تکل ليکلو کښې ړومبې انعام ښاغلي رشيد احمد واخست. دويم آرمان باچا او دريم او دريم پروفيسر ګوهر نويد . په خاکه کښې ړومبې انعام پروفيسر ډاکټر زبير حسرت دويم علي ګوهر مشتاق او دريم ښاغلي مهر انديش واخست د پښتو ادبي سنګر مردان سکتر اووې چې زمونږ ددې ځانګړي اقدام خالق ښاغلے تاج الدين فطرت وو څوک چې د ادبي سنګر چيرمين دے . هغه ويل نه مونږ دې د ادب په دې صنفونو يو مقابله وکړو او په ړومبي دويم دريم نمبر اخستونکو ته د شېلډ سره نغد انعام هم ورکړو د سنګر ملګرو د هغه دا تجويز خوښ کړو او عملي کړو  مونږ په مختلفو وسيلو د پښتنو ليکوالو نه دغه تخليقي صنفونه را وغوښتل تقريباً د اته اويا تکل، افسانه او خاکه راورسيدل مونږ د ليکوالو نه دا کمپوز غوښتې او چې ججانو ته مو ليږل نو د ليکوالو نومونه مو ترې لر کړل له دې سره مونږ د ړومبي دويم دريم پوزيشن اخستونکو ته د شیلډ سره نغد انعام اېښې دے چې بلترتيب درې زره ، دوه زره او زر روپې دے پاتې ته مو د سندونو ورکولو اهتمام کړې دے ښاغلي ممتاز اتمانخيل وويل چې دا هر څه مونږ په خپلو وسیلو کوو ځنو پښتو مئينو مونږ سره تعاون کړې دے چې مونږ منندويه يو .ښاغلي ممتاز د پرنټ ،اليکټرانک ميډيا ، سوشل ميډيا په خصوصيت سره د افغان ټي وي د مشر ښاغلي عدنان شاه ته مننه وويله چې د خپل ټيم سره ددې دستورې کور کولو دپاره راغلې وو . ممتاز د بهر نه راغلو ميلمنو شاعرانو اديبانو ښاغلي بخت روان عمر خيل، اقبال شاکر،ځار يوسفزے ، فريد الله شاه احساس ، ساجد ټکر، عزيز مانيروال، روښان يوسفزے ، عابد خان ، انور مانيروال، فجي ګل، ذاکر يوسفزے، پروفيسر ډاکټر محب وزير ، ابرار غر ، نيمروز قيس ته هم مننه وويله ، په دې موقع د پښتو ژبې ياد او استاد شاعر اديب ډاکټر اسرار، مشتاق مجروح ، فيض الوهاب فيض، روښان يوسفزے،  ګل محمد بيتاب، صديق اکبر رضا او ليکونکي اقبال حسين افکار ته د ادبي خدمت ايوارډونه ورکړل ، د پښتو ادبي سنګر مردان د پښتنې مينې دا دستوره د ښاغلي ډاکټر آمير محمد آمير په ديره کښې وشوه . ډاکټر صيب د ښه انسان سره ښه شاعر او ليکوال دے  د هر چا ځاريدو په شروع کښې هغه ميلمنو ته هرکلې ووے په دستوره کښې آغلې نازيه دراني د خپل تنظيم نوي ژوند‌ په استازي توب په دې دستوره کښې شړيکه وه آغلې نازيه دراني ددغې تنظيم ډپټي چير پرسن ده . آغلې د خپل تنظيم له خوا د ادبي سنګر دا هڅه وستايله ياده دې وي چې د نازيه دراني افسانه هم په دې مقابله کښې شامله وه او په دې موقعه ورته د ښه آفسانه ليکونکې سند ورکړې شو . دويمه شاعره ليکواله آغلې نورين آمان شمع وه څوک چې د قلم قبيلې تنګي چارسدې د ميرمنو د څانګې مشره د خپلو څو ملګرو سره دستورې ته صوري او معنوي ښکلا بخښلې وه نورين آمان شمع ته د ښه آسانه ليکونکې دويم انعام شيلډ او سند ورکړې شو . د دستورې مشر ميلمه ډاکټر اسرار صاحب د ادبي سنګر دا هڅه وستايله ډاکټر صاحب په دې موقع خپل نوے غزل هم د ګډونوالو سره شريک کړو د دستورې مشر محترم غبدالسبحان خان هم د سنګر ملګرو ته داد ورکړو او د هغوي دا هڅه يې وستايله محترم عبدالسبحان خان د ښاغلي عبدالروف عارف د نړيوالې شعري ادب کښې غوره اضافه وګڼله ۔

د پښتو ادبي سنګر مردان دا دستوره د خپل نوغيټ ځانګړې دستوره وه. د ادب په نثري صنفونو داسې مقابلې به نوے د بې توکه شاعرئ په ځاې معياري تخليقي نثر خوا ته راغب کړي . په دې لړ کښې زما تجويز دے چې داسې مقابلې دې بايد چې د ځوانانو ترمينځ وي .

په درناوي : اقبال حسين افکار

07.10.2020

-
بېرته شاته