(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پاکستان ته د

[07.Oct.2020 - 15:08]

پاکستان ته د عبدالله عبدالله د سفر پټې موخې 

 لیکونکی  ابراهیم نعیمي

 1.10.2020

عبدالله یکشنبه د سپټمبر ۲۸ مه پاکستان ته سفر وکړ. په ظاهره دا سفر د سولې د پروسې د چکټکتیا لپاره دي. خو لږ وروسته به زه د خپل څیړنیز نظر لنډه یادونه وکړم.

تر  ټولو مهمه دا ده چې د عبدالله استقبال د یو هیواد د ولسمشر په څیر چې  یادګاري نیالګي یي کښیښودي، پر سره قالینه یي عسکري تشریفات معاینه کړه او  آند دا چې قمر باجوه د پاکستان لوی درستیز د عبدالله هستوګنځي ته راغلي چې  دوه په دوه خبرې سره وکړي.

 د عبدالله اصلي موخې به څه وي؟

ـ  د سولې مذاکرات که څه هم په ټپه ولاړ دي خو د کره شواهدو پر بنسټ ویل کیږي  چې د پاکستان په خوښه به طالبان د یو موقت حکومت د جوړیدو له لارې په واک  کې شریک شي. ځکه د پاکستان صدراعظم عمران خان د سږ کال د اپریل په ۵ په افغانستان کې د موقت حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه. په هغه وخت کې د افغان حکومت د تند غبرګون سره مخامخ شو. په بشپړ باور  ویلای شم چې عمران خان د امریکا نظر په همدې موضوع کې اخیستي وه. دا چې  عبدالله په دومره حساس وخت کې سفر کوي او د موقت حکومت موضوع یاده وي، د  امریکا په نبض خبر دي. خو د افغان دولت کمزوري او پاشل کیدل څرګنده وي ځکه  ولسمشر د موقت حکومت مخالف او عبدالله د پاکستان او طالبانو سره همږغۍ د  خپل پخواني سیال او دښمن په مخ کې یې طرحه کوي.

د جمعیت د ډلې سره امریکا او CIA د جهاد د وخت څخه ښه تعلقات لرل او هره میاشت یي احمدشاه مسعود ته دوه لکه  ډالر ورکول. د امریکا د اشغال ځمکنې سرتیري همدا جمعیتیان وه چې د دغه  خدمت په بدل کې امریکا په حکومت کې څه د پاسه (۸۰ سلنه) ونډه ورکړه. باید  هیره نه وي چې د جمعیت اړیکې د ایران او روسیې سره هم ډیرې ښې ديامریکایان تیرې دوستۍ ته په کتو او د نړیوال حالت په ارزونه غواړي چې  جمعیتیان او احتمالاً هزاره ګان د طالبانو سره په واک کې شریک کړي.

ـ  عبدالله د پاکستان د علماو د شورا د غړو چې انځور یې پورته ګوري وکتل. د  نورو اسلامپالو ډلو د مشرانو سره یې هم لیدنې او کتنې تر سره کړي دي چې د  ځان د مطرح کولو لپاره شرایط برابر کړي. یا په اصطلاح یو ځل بیا پخواني  اخواني دوستان وهڅوی چې موږ بدلون نه دی کړي په نکټایي مو مه تیر وزي.

ـ  عمران خان نه غواړي چې طالبان یوازې په واک کې وي ځکه پاشلي او کمزوري  حکومت د پاکستان په ګټه دي. د بلې خوا عمران خان دا ځل پوهیږي چې طالبانو  ته ناممکنه ده چې ټول قدرت یوازې په ځانونو پورې منحصر کړي نو دا یي ښه  وبلل چې د شمالي ټلوالي سره اړیکې پیل کړي.

جمال افغان د فیسبوک په پاڼه کې د لاندې عکس سره ډیره جالبه جمله لیکي چې د ورځني واقعیت سره سر خوري:

«زړو سړیو متل را یاد شو وایی چې لیونی یی په کفنو پسې لیږلی وو دوی د نر بچو خپل په پردیو اتڼونونو کې ورننوتو.

نو  اوس غبرګ عبدالله موږ سوله پسې لیږلی ده. ده د نر بچي خپل عشقیات مشقیات  شروع کړي دي الله ج دی فضل وکړي تاسو ده چپ لاس ته ونه ګورئ

په  رښتیا هم ډاکټر صاحب عبدالله یو څه په هډو دروند دي. د هر چانس څخه ګټه  اخلي چې د نجونو سره ځان نژدي کړي. د ولس د ژوند او مرګ کیسه مفته ده خو چې  عبدالله ته واک، فیشن او نجونې ورسیږي افغانستان ګل و ګلزار دي. دا شو د  افغانستان مشران چې ولس یې د خوړلو لپاره یوه ګوله ډوډۍ نه لري خو د مشرانو  قصرونه یي د نړۍ د شتمنو سره سیالي کولای شي. خدای پاک دې د افغانستان پر  ولس خپل رحم وکړي. امین 07.10.2030

-
بېرته شاته