(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

تسلیت

[07.Oct.2020 - 15:13]

 تسلیت/ /07.10.2020

 لیک:ميم الف

نن درته تسليت دراستوم ، تسليت په دې خاطر چې تاسو مې په وروستۍ پيښه ډير وځورولي.تاسو وځوريدلي خو زه ډير ارام يم ، زه ارام شوم له يو دايمي او دکلونو له عذابه په ارام شوم ، ستاسو به باور نه راځي خو باور وکړي اوزما په وينا خو ارومرو باور وکي ۔ نن زه ارام يم دارامي ساه مي واخيسته ۔ نن دجمعي شپه ده ۔اومه ورځ ده . چې له تاسو را جلا شوى يم اودې نوې دونيا ته راغلي يم ۔ دلته ارامه ارامي ده ۔څوک په چا غرض نه کوي ۔ په لومړۍ شپه دوه کسه چې اوږدې داړې اولکه دآس اوږده مخونه يې درلودل ، راغلل زه ورپورته شوم ، سلام مې واچوه ، خو هغوئ زما سلام وانخيست يوازي په سر يې اشاره وکړه ۔ بيا يې نور سوال وجواب وکړ هغه هم بي خونده وو ، نه زما له شان سره برابر وه اونه دبل  چا.خو دوې خپلې اپلتې ويلي ۔ ما ورته غوږ نيولي و ۔ ما ته د دوى چوپتيا ما ته خپل وروستي گاونډيان را ياد کړل:

۔ کله چې به له کوره را ووتل. شين سهار به و،ما به سلام واچاوه ، خو هغوې به سلام نه اخيست يوازې دسر اشاره به يې کوله دځينو گاونډيانو سرونه به هم ډير غټ و ، ماته به انديښنه شوه چې سر ترې کښته په سر ک تول نه شي . خو هغه گاونډې چې په سپي کې به يې پړى اچولي و، کله به سپي ترې دمخه شو اوکله به دى تر سپي دمخه شو. دواړه به داسې روان وو لکه ديو قوم ملکان چې کومې دستورې ته په لاره درومي . دسلام په وړاندې به يې غږ غوږ نه ختلو خو زما بل گاونډى بيانورې ستونزې درلودي.

هغه بيا داسى و چې هيځکله مې دخپل کور له دروازې بهر نه ليده يوازې په نيمه شپه به يې دچرسو اوسگرتو لوگي زما دکوتې په کړکۍ را ننوتل ما به پرته له دې چې  يو څوبدې ردې ووايم ،بله چاره مې نه درلوده ۔ خو چې خبري به يې پيل کړې نو داسې لکه کست چې په تيپ ريکاردر کې پلى کړي ،پرله پسې به  گړيده ،کيسه يې نه خلاصيده .

خو دلته چې اوس نوى راغلي يم گاونډيان نشته . کله مې په نظر يوه لويه دښته راشي ، چې سر اوپاې يې نه مالوميږي وچه دښته وي. اوکله چې يوه تنگه کوټه چې نفس په کي نه ويستل کيږي . ځان وينم .خو رښتيا خبره داده چې د دې يوې اونۍ په موده کې هره شيبه په دې فکر کوم چې تاسو ته ليک درواستوم ۔ په تيره دژوند ملگري ته چې کله مې روح له تنه جلا کيده نو هغې په خپل مخ را کيښودل، ډېرې چيغې اوفرياد يې وکړ . د ژوند ملگرې مي ځکه وويلي چې کله ژوندى وم اوپه خپل کار روزگار بوخت وم فعال به وم نو هغه به هم لکه زما دلاس امسا داسې وه .خو اوس چې ما ژوند پري ايښي دي او دژوند په نامه څه نه پيژنم نو هغه په هماغه پخواني نامه يادوم .

زه  دا ليک هغي ته دتسليت په پار ليکم . خو چي په ليک مې پيل وکړ تېرې اوږدې ترخي اوخوږي خاطرې مې بيا دذهن په اوږده واټ کې قطار ودرېدې. يوه يوه ر امخ ته کيدله اوراته وييل يې چې زما يادونه ولې نه کوي ؟

خو زه مې ځينويادونو اوخاطرو ته وايم چې ولې خلک وزوروم . چې تېر شول هېر شول اوس يې ديادولو وخت نه دى دا يادونه زورونکي دي . خو بيا هم که هر څومره هڅه وکړم چې له خپلې مخي اودذهن له دروازې يې وشړم بيا هم په پوره سپين سترگۍ زما دذهن په دروازه کې د پخوانو ملنگانو په څير له خپل  کند اوکچکول سره ولاړ وي . سم دم را ننووځي اوراته وايي : ياد دي دي چې ډېر زلمي وي دراتلونکي فکر درسره   لږ و ، د دې ورځې په باب خو دي هيڅ ستا په ذهن ک نه گرځيدل ، زه اوته سره دعجيبو اوغريبو لارو په اوږدو کې يو ځاې شو ۔ په لار ه مو مزل پيل کړ ۔ مزل ډېر اوږود و لاره هم ډېره نا همواره وه کله به زما پښه له ډبري سره ولگيده اوتيندک به مې وخوړ کله به ته په مارکونډيو اوغنووختي بيا به کښيناستي يوه يوه مارکونډۍ به دې له پښي ويستله. وينو به لاري وکړې زما به هم ځان ته پام نه و زما له پښوبه هم وينې بهيدلي ، ځانته به مې هډو فکر نه وو داسې به مې اننگيرل چي گويا ويني په لار کې بهيدلي وې اوپرتې وې ، خو داسې نه وه وينې زما له پښو اودپښو له تلو را وتلي ، سترگې به مې  سرې وې. تاته به مې فکر شو ، ستا به هم دا حال و. ډير کلونه په همدې کې تېر شول زه اوته دنن ورځې په څير دوه په دوه و، بيرته دوه په دوه پاتې شو خو نن دسفر دپيل دورځې نه دمخه په څير بيا هم ته يواز شوې زه درنه راغلم اوته خپه پاتې شوې ،ستوني دي پړسيدلي و ، مخ دې پړسيدلي و ، ژبه دې وچه وه . خو زه درته يوه رښتني خبره کوم :

يوه رښتيني خبره خو داده چې زما مرگ اومړېنې ته انديښنه مه کوه ۔ مرگ دژوندانه ادامه ده په بل ډول ۔ انسنا چې پيدا شي له هماغي اولې ورځې ورسره مرگ ملگري وي ۔ ډېر ترې ډاريږي ۔ زه هم ډاريدم ۔ خو او درته وايم چې دډار خبره نه ده . ولې اودڅه له پاره ؟

رښتيني خبره دا چې زما سختي او انديښنه تر همغه ساعته شيبو پوري وه چې زه(روح) مې له تنه ر اجلا شوم ، کالبد مې پريښود اوما پرواز وکړ . ز ه له پولې را واوښتلم . زما ټوله ستوزه تر هماغه پولې پورې وه ۔ زما جسم زما په ولو بار وه ۔ زه اوس راحت يم داداسې پوله وه لکه يو کډوال يا مساپر چې په خپل وطن کې په تنگ شي ، کار روزگار ورته نه وي۔دخپل اولاد ډوډى اوکاليو ته حيران وي ۔ تعليم خو څه کوي ۔ هغه خو لوکس شي دى ۔  نو بيا لويي لاري ونيسي له خپل کلي کوره را ووځي هديره او دېره پريږدي ۔مور يې په دروازه ک قران ورتهپر سر ونيسي ۔ داوبو يوه کاسه ورپسې وشيندي ۔ له يو ملک ته داخل شي ۔هلته يا ښه ووهل شي وټکول شي ۔ اويا خو يې په اوبو کې غرک کي يا يې ژوندى وسيزي . اوبيا بل ملک ته ننووزي ۔ هلته له سپو سره په جنگ واچول شي ۔ له ايران او تورانه را تير شي ۔ اومغربي ملکونو ته راشي۔ ترکيه شاته پريږدي ديونان له کمپونو نه را وتښتي ۔ اوبيا دفرانس کلي ته راشي اوبيا جرمني ته اويا نورو ملکونو ته راشي زه هم داسې شوم زه له هغه سرحد نه را تير شوم۔ دا ټول دژوند سرحدونه وو ما کراس کړل (ترې را تېر شوم ) ۔ نو ځکه زه راحت يم ۔  دلته زه ډوډوډي پيداکولو په فکر کي نه يم ۔ زما يوازې ستاسو ژړا اوانگولا باندې انديښنه ده ۔ تاسو ددې بيغمه تم ځاى نه خبر نه ياست ۔ مرگ کومه غير طبيعي پيښه  نه ده ۔ سکون دى ارامي دي سکوت دي اوبيغمي ده ۔

تاسو فکر وکړۍ چې زه اوس ديونان او صربستان نه اوښتى يم. لويديځ ته رسېدلي يم دلته دا ځاې لکه يو شين سمندر داسې دي چې په کې ننووتي يا غوپه شوي نو بس غوپه شوې ، زه هم غوپه شوم .   اوس له ما سره دهيڅ شي انديښنه نشته اونه يې کوم دا ځکه چې زه په يوه بله دونياکې وم ، دځمکې پر سر څو شپي زما دعبث ژوند شيبې وې اوتېري شوې .

***

رښتيا نن زما ددې ابدي سفر اومه ورځ ده . اوه ورځې دمخه چې زه مې له جسم نه جلا کيدم .، په هماغه ورځ له تاسو هم جلا شوم . ما خو دخپلو اوږو بار ليري وغورځااوه ۔خو تاسو ډېرې چيغي اوکوکاري ووهلي خو له ما سره دا مجال نه وو چې درته ووايم ولې اودڅه له پاره ؟

نن سهار مې ددښتې په لور سترگې وغړولې ۔ دښته په شنو واښو فرش وه ۔ دسهار لړې ورو ورو دځمکې له سره پورته کيده ۔دلته لمر نه راخيژي ۔چنچڼو شور اوزوږ جور کړي و ۔ ما ته هغه ماشوم توب سترگو ته ودريد چې سهار به دېري ته ووتم هلته به هم داسې دمرغانو شور و ۔ دلته مرغان اوچنچڼې نشته بلکې هاغه پخوانې ياد مې ذهن ته راغبرگ شو ۔  ، دلته دا اسمان ستوري هم نه لري ، بنيادمان هم نشته ۔ هيڅوک نه وي ۔ خو د بنيادمانو اسويلي او اهونه په فضا کې وريځ جوړوي .دبنيادمانو دتنو بوې سږمو ته راځي.کله ناکله خو دڅمکي فريادونه هم اورم چې دځينو کسانو له اجسادو استفراغ کوي ۔ خو ځمکه بې وزلي هم چاره نه لري .

خو تاسې ،مه خپه کېږې ۔ زه په همداسې يو حالت کي يم ۔ اوخوښ يم زه له سرحد نه را تېر شوى يمزه دژوند يا حيات له سرحده اوښتي يم اويوې بلې دونيا ته راغلى يم .

پرون يو څوک راغى زما ځاى ته رانږدي شو څيره يې نه ليدل کيده ۔ يوازې دهغه سيوري خبري کولي ۔ راته يې وويل اوس خو پوه شوې چې يوازې ياست ۔ په اول سر کي هم يوازې وې ۔ اوس هم يوازې ياست . انسان يوازې وي ۔ ما دخبرو مجال نه درلود ۔بيا يې يو تصوير را وښود ۔ هلته زه په گاډي کې سپور وم ۔ څو نور کسان هم ول ديوه جوړه کاليو غوټه مې په لاس کې وه ۔ توره خړه وه چې له کوره را ووتلم په اسمان کې لا ستوري مالوميدله  چې گاډي په يو نامالوم لوري حرکت کوي ۔ زه هم په کې سپور يم ۔ څو کسه نور هم شته دوه ميرمني هم دي يوه نسبتا ځوانه اويوه زړه بوډۍ ده ۔ ځوانکي هلک چې له اوربل نه يې تيل څاڅي ، په بوډۍ ملنډي وهي ۔ وايي زه خو دخپل برخليک پسې ځم ۔ موږ دخپل برخليک پسې روان يو ۔ دې بوډۍ ته گوره دې خو دخپل برخليک ټوله برخه خوړلى ده  اوداسى يې ژوولى دي چې ان غاښونه يې هم په کې له لاسه ورکړي دي . بل تن يې چوپ کوي،وايي په بوډې مه لگيږه . هغه چوپ کيږي خو دومره وايي بوډۍ دژوندو برخه خوري . بيا په کټ کټ خاندي۔۔۔۔

گاډى په نامالوم لور حرکت کوي ۔ موخه اوهدف يې مالوم نه دى . چې چيرته درومي . کيداى شي د درايور به سر خلاص وي . همدا گاډې بيا په يو بل څه بدليږي . اويوې بلې دونيا ته مو ليږدوي . اوس له هماغه ځايه هم را ليري شوى يم دې دونيا ته راغلې يم دلته هيڅوک نشته يوازې ارواح کښته پورته کيږي . هر يو ماته برندې اوپه ځېر ځېر گوري ۔ څه نه وايي خو هر ېوې گوښې اويو له بل سره خبري نه کوي .

تاسو ته روښانه کوم چې ما د نن ورځې يوازيتوب دمخه وختونو ته بيايي ۔هغه مهال چې له هر څه ر اجلا شوم ، حيران ووم ما دنن په باب فکر نه کاوه ۔ له تېر مهال سره مې هم فکر شليدلي وو ۔ يوازې په هماغه حاضر مهال کي ووم ۔ له يوه چا سره په يوه ځاى کې اوسيدم ۔ هغه هم يوازې و.ټوله شپه به له يو چا سره په خبرو بوخت و۔ دکوټې له مخې يې څوک نه شول تيريداى . دا ځکه چې سات په سات به يې سگرټ څکل. لوگو به ټول تنگ دهليز اوکوټې نيولي و۔ دبيرو کارتنونه به يې هم تشول ۔ هغه مهال به هم يوازې ووم ۔ خو چې کله به په لاره يوازې تللم نو فکر به مې له تاسي سره يو ځاى وو ۔ زه به يوازې په لار روان ووم ۔ خو دسوچ اوانديښني په لحاظ به له تاسو سره مشغول وم ۔ نن دا کار نه شم کولي ۔ زما دفکر تنابونه اوس له ماضي سره شليدلي دي ۔ په مستقبل کې هم لنگر نه اچوي .

خو زه دهغه گاونډي په څير نه ووم ۔ زما خبرې ډېري دي ۔ دنورو خبرو دويلو له پاره بل وخت ته حاضريږم ۔ اوس همدومره بس دى ۔ زه له تاسو را جلا شوى يم ۔ تاسو دخپل ژوندانه بار ته اوږه ورکړۍ ۔ ماترې اوږي سپکې کړي دي ۔ يوازې هغه چا چې زما په نشتون کې يوازې پاتي کيږي ورته تسليت اودزړه صبر غواړم. زه اوس دننگريز په خم کې غوپه يم ورځ په ورځ او شيبه په شيبه خپل هويت او خپل شناخت له لاسه ورکوم ۔

مرگ لار حقه ده په واقعيت کې دژوند دوام دې خو په بله بڼه ۔

۲۰-۹-۲۰۲۰

-
بېرته شاته