(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سنۍ درخته

[07.Oct.2020 - 15:20]

د پروفېسر راز محمد راز "سنۍ درخته انځریز وهناول

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔07.10.2020

ليک:خاطر پاڅون

 

پروفېسر راز محمد راز هم د خوشحال خان خټک پۀ څېر د ټولنې له روایاتو، رواجونو، دستورونو، بندیزونو، مذهبونو او..... څخه مبرا دی، دا بندیزونه یې چېرې هم پۀ ځان نۀ دي منلي۔۔۔

د دې برعکس یې د ټولنې جوړ کړي شوي بندیزونه غندلي دي او بغاوت یې ځنې کړی دی۔۔۔

انسان ټولنه ته همدومره ضرورت لري لکه څومره چې خپله "ساه" ته ضرورت لري  او د دې ټولنې څخه بغاوت یا خو د God او یا Demi god کار دی۔۔۔

 

پۀ پښتو کلاسیکي ادب کښې خوشحال بابا Demi god دی,

او معاصر دور کښې د Demi god پګړۍ ما غني خان، عبدالرحیم مجذوب او پروفېسر راز محمد راز ته ور پۀ سر کړې ده.

پروفېسر راز محمد راز دا نۀ چې یو ښۀ او وتلی شاعر دی بلکې شعر یې پۀ یوۀ نوي سټایل سره ولیکلی که د دۀ سبک (سټایل) ته "د راز ځانګړی سبک" و وایو  بېخي به پۀ ځای و وایو.

 

غالباً حبیبي صاحب د الفت صاحب پۀ اړه لیکلي وي چې "تر اوسه ماته دا نۀ شوه معلومه چې الفت ډېر ښۀ شاعر دی؟ که ډېر ښۀ نثر نګار دی؟"

د پروفېسر راز پۀ اړه زۀ هم د دې کنفوژن ښکار شوی یم

چې دی ډېر ښۀ شاعر دی؟ که ډېر ښۀ ناول نګار دی؟

له پښتو ناول څخه د پښتو لوستونکي دا ګیله کوي چې "پښنو ناول تر اوسه هغه معیار ته نۀ دی رسېدلی چې د نورو ژبو د ناولونو سره سیالي پۀ وکړو"

لاکن دا هم یو حقیقت دی چې د پښتو لوستونکي هم هغه معیار ته نۀ دي رسېدلي چې موږ د نورو ژبو د لوستونکیو سره سیالي پۀ وکړو۔۔۔

 

خو زۀ ډېر پۀ ډاډه زړۀ سره وئیلی شم چې د راز ناولونه موږ د نورو پرمختللیو ژبو د ناولونو سره پرتله کولی شو  او یقین لرم چې د راز د ناولونو تله به پۀ درنه شي

"عاشو لمر او باران اوري"

"کابل ړنګ دی مینې ژاړي"

او د اردو ناول یې "دي هولي سینرز" بېخي شاهکار ناولونه دي۔۔۔

او دا "سنۍ درخته انځریز وه" چې اوس تازه چاپ شوی دی

دا ناول عموماً خو یو جنسیاتي ناول برېښي لاکن د جنسیاتو سره سره فلسفه، نفسیات، تصوف، سیاست، روښان فکري، قامپرستي او د پښتون افغان پۀ ځمکه لګیا جنګ ته پکښې ځانګړی ځای ورکړی شوی دی.

د ناول هر کرکټر کښې راز سره راټول شوی دی  لوستونکي هر کرکټر کښې د راز څېره ډېره پۀ اسانه سره او صفا لیدلی شي۔۔۔

 

راز چې خپل یو Demi god وو نو د ناول هر کرکټر که پۀ پورا توګه Demi gods نۀ وي لاکن قیصر خان،سنۍ او روشن حیات خو بېخي د Demi gods مثالونه دي

د ناول مېن کرکټر پۀ لنډه توګه درپېژنو چې قیصه لږ څۀ راته اسانه شي او لږ مو سر پۀ خلاص شي۔۔۔

 

ناول ته نوم خو د "سنۍ" پۀ نوم ورکړی شوی دی  لاکن د ناول مېن هیرو "قیصر خان" دی  ټول ناول پۀ قیصر خان راڅرخي۔۔۔

قیصر خان د پښتون سټوډنټ فیډرېشن یو مبارز ځوان دی  او دی د پامیر د غرونو د لېوۀ پۀ څېر د تودو سنګرونو زمری دی  دی د طالبانو او عربانو پر خلاف وسله واله مبارزه کوي او ډېر طالبان یې د خاورو سره ور خاورې کړي دي۔۔۔

خو دا د سرو سنګرونو او تودو مبارزو ځوان حالات یې د ښځو پۀ مینو کښې داسې راشکېل کړي چې که وتل ترې ناممکن نۀ دي خو مشکل ضرور دي۔۔۔

 

 قیصر خان ته پۀ ناول کښې د یوۀ Demi god نوم ورکړی شوی دی  او د نورو پېغلو پۀ فکر کښې د شپاړسمې پېړۍ سړی پۀ یویشتمه پېړۍ کښې پیدا شوی دی۔۔۔

دغه Demi god باندې چې د کومې ښځینه هم سترګې ولګي نو د دۀ ارمانونه شروع کړي  د دۀ سره پۀ مینه کښې راشکېله شي  د دۀ خوبونه ویني  او د دۀ د حاصلولو لپاره هر حد او پۀ هره لیکه باندې اوښتلې شي  دۀ سره سېکس کول خپل مرام وبولي۔۔۔۔

او پۀ دغه Demi god پېغلې هم مئینې شي او وړې او زړې 

هم پۀ دغه Demi god مینه ناکې پښتنې هم مئینې شي او پنچابڼې او یهودڼې هم.

 

پۀ نور کرکټرونو نۀ غږېږو  دا تلوسه قصداً لتاسې سره پرېږدو او رښتیا چې ضرورت یې هم نۀ محسوسوو.

د حمزه شینواري پۀ باب مې دا خبره لوستلې وه چې دۀ پۀ خپل ژوند لیکنه (بایو ګراپي) کښې یو ځای دا لیکلي چې

"زما د زېږون له مخه ماته د مور نس یاد دی،ما هغه کښې څرنګه ژوند تېر کړی؟ څۀ مې احساسول؟ څۀ مې لیدل؟ څۀ مې اورېدل؟  دا ماته لکه د نن ورځې یاد دي"

دا خبره خو پۀ ظاهره عقل او دماغ نۀ اخلي لاکن چې د چا تر غوږونو پورې ورسي هغه به ارومرو ګوته پۀ خولۀ ورته پاته شي۔۔۔

 

پۀ ځانګړې توګه د ادبي،فلسفي او صوفي زړۀ ته دا قسمه خبرې نېغې تیريږي۔۔۔۔

او دغه ناول کښې هم ځینې داسې پېښې شوې دي چې سړی ګوته پۀ غاښ ورته پاته شي لکه ۔۔۔

"قیصرخان چې خدای پۀ خوب لیدلی وو "

"مارو د لیدلو مخکښې سنۍ او سمو پۀ خوب لیدلې وې"

"وړه(د دیارلسو کالو) روشن حیات چې پۀ قیصرخان کښې ورکه شوې وه او اخره یې پۀ قیصرخان پسې خپل ځان وژلی وو  او د مرګ وروسته به هر وخت بیا هم روشن حیات د قیصر خان او سنۍ سره ږغېدله او د دوی خفاظت یې کوی"

"سنۍ چې "ورجن" وه لاکن که چا به د سنۍ سینې ته خولۀ ور وړه نو د سنۍ سینې به شودې کولې"

"بنفشې چې کله له قیصرخان څخه انتقام اخیستی نو سېکس یې ورسره وکړی"

 

ناول که چېرې یوۀ لوري ته ډېر بربنډ لیکل شوی دی   ولې بل لوري ته یې چېرې هم خپله ادبي لهجه له لاسه نۀ ده ورکړې۔۔۔۔

 

ناول که چېرې یوۀ لوري ته لوستونکي کښې د هوس لوږه راولاړوي  ولې بل لوري ته د عشق تنده هم پکښې پۀ غورځنګونو شي.

 

بل لوري ته عربي طالبانو د پښتنو پېغلو سره څۀ کول؟ او دا پښتنې پېغلې یې څرنګه د وینځو پۀ نوم استعمالولې، او څرنګه پۀ ویاړ به دغه پلیتو عربانو وېل چې دا پښتنې پېغلې مالِ غنیمت دی او څرنګه یې دا پېغلې یوۀ بل ته د تحفې پۀ څېر سره لیږلې دا حال پۀ ناول کښې ډېر پۀ هنري انداز سره راوړلی شوی دی  او دا منظر بیا بېخي پښتنو ځوانانو ته غټ پېغور دی.

 

پۀ هره حواله دا ناول یو بشپړ او ځانګړی ناول دی 

دا ناول د پښتو ناولانو Demi god نۀ دی

بلکې دا ناول د پښتو ناولانو God دی

-
بېرته شاته