(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خان بهادر

[07.Oct.2020 - 15:27]

خان بهادران او رای بهادرا ن څوک ول؟ 

Khan Bahadur and  Rai Bahadur( Rao Bahadur)

لیک: ډاکتر لطیف ېاد

داهغه منصبونه  وو چې په هند کې انګریزانو هغو خلکوته ورکول چې دوی ته په ډیر وفاداره ول ، د هغوی لپاره به داړتیا په وخت کې جنګیدل او دهند په نیمه وچه کې به یې دانګریزانو ګټې خوندي ساتلې . دغه عهده به دهند دانګریزي وایسرا یا ګورنر جنرال له خوا دغو خان بهادرانو ته ورکوله کیدله. دغه خان بهادران په خپلو سیمو کې دډیرواک او اقتدار خاوندان ول.انګریزي ښکیلا کګرو د هند په نیمه وچه کې دغسې ډیرو خان بهادرانواورای بهادرانو ته دغه شانتې لقبونه ورکړلچې ددوی ګټې او منافع ورته وساتي .همداراز انګریزي سرکار به دوی ته ډیرې ځمکې او کلي هم دجاګیر په ډول ورکول اودښه خدمت په بدل کې به  یې ایوارډونه اومډالونه هم ورکول. پټه دې پاتې نه وي چې دخان بهادر لقب یا ټایټل یوازې مسلمانانو ته ورکول کیده ، خو هندوانو ته بیادخان بهادر معادل د(رای بهادر )لقب ورکول کیده.دغوخان بهادرانو او رای بها درانو  په حقیقت کې دخپلو ولسونو په ټکولواو انګریزانو ته دخدمت له کبله دهند په نیمه وچه کې دانګریزانو د واک موده اوږده کړه او ددوی ته وفاداره خلک وو.انګریزانو په هند کې زرګونو  دغسې خلکو ته داسې ټايټلونه ورکړل چې ددوی داستعماري مقاصدو دبریالیتوب لپاره ترې کار واخلي .07.10.2020

-
بېرته شاته