(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اوله لبله

[07.Oct.2020 - 15:29]

اوله لیله لوند هنسن| پوهندوی آصف  بهاند

(Ole Lillelund Hansen)

 

۱۹۴۲ ــ ۲۰۲۰

ژوند، آثار، مړینه

د څو هنرونو او کمالونو خاوند شخصیت، مشهور ډنمارکي شاعر، لیکوال، تصنیف جوړونکی، سندرغاړی، نقاش، ژباړن او انځورگر ښاغلی اوله لیله لوند هینسن (Hansen Ole Lillelund) د ۱۹۴۲ ام کال په اکتوبر کې د ډنمارک د فون (fyn) جزیرې په اودنسه (Odense) نومي ښار کې وزېـږېد. اوله د ژوند په لوړو ژورو کې د ډېرو ستونزو له دامه ځان راخلاص کړ، په زیار سره یې څو هنرونه خپل کړل او د هر هنر په ژبه یې د خپل ذهن او زړه خبرې خپلو مخاطبینو ته وړاندې کړې؛ خو د شهرت ډېره سلنه یې د خپلو شعرونو له برکته ترلاسه کړې ده. د اوله شعرونو ته د ډنمارک ډېرو مشهورو موسیقي پوهانو او کمپوزیتورانو طرزونه جوړ کړي دي.

 

زدکړې او کار

 

اوله په داسې کورنۍ کې وزېـږېد چې مشران یې په کروندو کې په کرنه او مالدارۍ باندې بوخت وو او ځینو یې د بیر جوړولو په فابریکو کې د بیرو لارۍ چلولې. ده په شپـږ کلنۍ کې عملاً کار پیل کړ. لومړی یې د لبنیاتو په کارونو کې مرسته کوله او بیا یې د بزگرانو د مرستندوی په ډول خپل کاري فعالیت پیل کړ

 

وروسته له هغه یې چې د لیسې آزموینه په بریالي ډول پایته ورسوله پوهنتون ته لاړ، په بریالي ډول یې د ژبو د ښونکي سند ترلاسه کړ او د ژبې د ښونکي په توگه وگمارل شو. بیا یې په یوه نیمه پوهنتوني اکادیمیک دریځ کې کار پیل کړ او د کوپنهاگن پوهنتون (Københavns Universitets)، د نیپال د کتمندو په تریـبـهوفان (Tribhuvan University) او هانگ کانگ پوهنتونونو کې یې په نیمه اکادیمیکو پوستونو کې کار وکړ.

 

اوله لیله لوند هینسن په ځوانۍ کې د شهرت لارې پرېښودې، د خلکو تشویق، چکچکو او مډالونو ته یې شا کړه، خپل سفرونه یې پیل کړل. په شل (۲۰) کلنۍ کې یې د یوه کال په مخه ایسلند (ISLAND) ته سفر وکړ، هلته یې له یو شمېـر شاعرانو او هنرمندانو سره وکتل او وخت یې ورسره تېر کړ. په نولس سوه څلورشپـیتم (۱۹۶۴) کال کې یې داسې یوه مقاله ولیکله چې خلکو د هغې په باب بحثونه کول.

 

وروسته له هغه نه اوله ځینو نورو هېوادونو ته د یو گرځندوی په ډول سفر وکړ چې افغانستان، هندوستان، نیـپال او اندونیزیا د یادونې وړ دي.

 

ویل کېـږي چې شعر او تصنیف لیکل یې په جدي ډول له تاندې ځوانۍ، یعنې له نولس کلنۍ څخه پیل کړي دي. د شعرونو موضوعات یې تر ډېـرې سلنې پورې ټولنیزې ستونزې وې چې په ریالستیکه توگه یې انځورول؛ خو وروسته د ده پر فکر باندې دادائیزم او سورریالیزم هم تاثیر وکړ او د دې تر څنگه د ځينو اشخاصو نومونه هم د یادولو وړ دي چې د ده پر فکر باندې یې تاثیر کړی و لکه:   

 

ــ مارسل دوچمپ (Marcel Duchamp)،

 

ــ گریگوري کورسو (Gregory Corso). 

 

د اوله د موزیک هنر په برخه کې هم د ځینو ډلو نومونه یاېـږي چې پر ده یې ځانگړی تاثیر کړی و لکه:

 

ــ بلوز، 

 

ــ راک، 

 

ــ تجربی موسیقی، 

 

ــ جاز، 

 

ــ الکترونیک،

 

ــ او د موزیک ځینو آسیایی ډولونو هم تاثیر پرې کړی دی.

 

د سندرو ویلو په برخه کې په ځانگړي ډول د «مانترا» او صوفي غزلونو تر تاثیر لاندې و.

 

د خپلو هنري کارونو په لړ کې یې یو څه موده خپل تخلیقات په خپله خپرول، بیا یې له یوه داسې شرکت (Det Poetiske Bureaus Forlag) سره پېژندگلوي وشوه چې د ده له شاعرانه شخصیت سره برابر و او وې کولای شول چې خپل تخلیقات د هغو له لارې خپلو لوستونکو او مخاطبینو ته وړاندې کړي

 

وروسته له څو کلونو ده وکولای شول چې خپل ټول فرهنگي تولیدات د همدې کمپنۍ په وسیله په دوو ژبو (ډنمارکي، انگلیسي) وړاندې کړي.

 

اوله د یو ادبي شخصیت تر څنگه، یو ښه سندرغاړی هم و، د موسیقي له هغو گروپونو سره چې ده اړیکي لرل، دی پکې مخکښ و. او په دې وروستیو کې یې له ځینو ډلو سره یو ځای د سندرو دوه البومونه خپاره کړي دي.  

 

آثار:

 

اوله د خپل پر باره ژوند په ترڅ کې د خپلو هنرونو او کمالونو له برکته گڼ اثار په میراث پرېښي دي چې د ځینو ثبت شو او مالومو اثارو نومونه یې دا دي:

 

ــ د ونگوگ د غوږ لیلام، د شعرونو ټولگه، د ۱۹۶۸،

 

ــ د وره د شا فرشته، د شعرونو ټولگه، ۱۹۶۹،

 

ــ د آبي یاقوت د څنډې سندرې، د سندرو البوم، ۲۰۰۲،

 

ــ گونالیگا (Guanoelegier)، د شعرونو ټولگه، ۲۰۰۹،

 

ــ سورریالستیک نعتونه، شعرونه، ۲۰۰۹،

 

ــ مانترا، شعرونه، ۲۰۰۹،

 

ــ بدلونونه، ۷۷۷ هایکو، شعرونه، ۲۰۱۱،

 

ــ د مرکزي یولند زنگونه، شعرونه، ۲۰۱۲،

 

ــ د لاکونیک هیلسینگو شعرونه، د شعرونو ټولگه، ۲۰۱۳،

 

ــسورریالستیکې سندرې، د سندرو البوم، ۲۰۱۳،

 

ــ د دائوئیست چونگښو نښې، د شعرونو ټولگه، ۲۰۱۴،

 

ــ زینمالا (Zenmala)، د شعرونو ټولگه، ۲۰۱۴،

 

ــ د نا ویل شوو فکرونو له ساحل څخه بیان ، د شعرونو ټولگه، ۲۰۱۵،

 

ــ په هوا کې د اسرار آمیزو ستورو سندرې، د شعرونو ټولگه، ۲۰۱۶،

 

ــ سوري لغتونه، د شعرونو ټولگه، ۲۰۱۶،

 

ــ د ونگوگ د غوږ لیلام، د شعرونو ټولگه، دویم چاپ، ۲۰۱۷، 

 

ژباړې:

 

ــ چانخه، ځیرک سوی، د نیـپالي منوج بابو میشرا (Manuj Babu Mishra) د یوې کیسې ژباړه، له نیـپالي ژبې څخه ژباړه، 

 

ــ د شپې غږ، د چایریل انور (Chairil Anwar) د شعرونو ژباړه او بیا لیکنه، له اندونیزیایي ژبې «باهسه» (bahasa) نه ډنمارکۍ ژبې ته ژباړه،

 

ــ د هندارو سیوري، د افغان شاعر عبدالملک بېکسیار (Abdul Malik Beakasyar) د شعرونو ډنمارکي ژباړه، له پښتو ژبې څخه ژباړه، ۲۰۱۰.

 

 دا هم په ډنمارکي ژبه د اوله د خپرو شوو اثارو لست:

 

Egne værker[redigér | redigér wikikode]

 

Auktion over Van Goghs øre (Digte, selvudgivelse 1968)

Bagdørsenglen (Digte, Arena Subpub 1969)

Sange fra kanten af en blå zafir (Sange, DJBFA 2002)

Guanoelegier (Digte, Det Poetiske Bureaus Forlag 2009)

Psyrrealistiske Psalmer (Digte, Det Poetiske Bureaus Forlag 2009)

Mantra for det sagnomspundne intet (Digte, Det Poetiske Bureaus Forlag 2010)

Forandringer – 777 haiku (Digte, Det Poetiske Bureaus Forlag 2011)

Centraljyske ganetoner (Digte, Det Poetiske Bureaus Forlag 2012)

Lakoniske Helsingørdigte (Digte, Det Poetiske Bureaus Forlag 2013)

Psyrrealistic Songs of Loud Sound Devotion (Sange, Det Poetiske Bureaus Forlag 2013)

Aftryk af daoistiske frøer i luften (Digte, Det Poetiske Bureaus Forlag 2014)

Zenmala (Digte, Det Poetiske Bureaus Forlag 2014)

Udsagn fra tågernes kaj (Digte, Det Poetiske Bureaus Forlag 2015)

Gådefuld asteroidesang i æteren (Digte, Det Poetiske Bureaus Forlag 2016)

Spækkede ord (Digte, Det Poetiske Bureaus Forlag 2016)

Auktion over van Goghs øre (Digte, genudgivelse, Det Poetiske Bureaus Forlag 2017)

Oversættelser[redigér | redigér wikikode]

 

Manuj Babu Mishra: ”Chankhe, den snu kanin” (Eventyr, Skift stil 1984, oversat fra nepali)

Chairil Anwar: ”Nattens stemme” (Digte, Det Poetiske Bureaus Forlag 2009, gendigtet fra bahasa indonesia)

Abdul Malik Beakasyar: ”Spejlenes skygger” (Digte, Det Poetiske Bureaus Forlag 2010, gendigtet fra pashto s.m. forfatteren)

د اوله لیله لوند هینسن د ژوند او آثارو په برخه کې درانه لوستونکي کولای شي له لاندې لینک څخه نور معلومات هم تر لاسه کړي

 

https://da.wikipedia.org/wiki/Ole_Lillelund 

 

لکه د هر لیکوال، هنرمند او فرهنگي د خپرو شو او معلومو آثارو تر څنگ، ځينې آثار په نا چاپ او نیمگړي ډول هم ورنه پاتې کېـږي او د اوله لیله لوند هینسن به هم ځينې آثار داسې پاتې وي چې کار به یې بشپـړ نه و چې خلکو ته یې په مخ کې کېـږدي. د اوله په نیمگړو آثارو کې یو هم د گڼو پښتنو شاعرانو د شعرونو ژباړې وې چې اوله له پښتو ژبې نه ډنمارکۍ ژبې ته اړولي وو او یا یې د ژباړې په حال کې و، خو لومړی یې ناروغي ور ـ ور وډباوه او بیا د اجل اوښ راغی او دی یې له ځان سره بوته.

 

د اوله مړینه:

 

په خواشینۍ سره خبر شوم چې د څو هنرونو او کمالونو خاوند شخصیت، مشهور ډنمارکي شاعر، لیکوال، تصنیف جوړونکی، سندرغاړی، نقاش، ژباړن او انځورگر ښاغلی اوله لیله لوند هینسن (Hansen Ole Lillelund) د دوه زره شلم کال د سپتمبر پر دولسمه، د مغزي سکتې په اثر له دې نړۍ څخه وکوچید.

 

ما (آصف بهاند) دوه ځلې ښاغلی اوله لیله لوند هینسن (Hansen Ole Lillelund) په کوپنهاگن کې د افغانانو په فرهنگي محافلو کې د لنډو شیبو له پاره لیدلی و، خو له اثارو او شخصي ځانگړونو سره یې د هغو دوستانو د روایاتو له مخې تر یوې اندازې اشنا وم چې له ده سره نږدې پاتې شوي او فرهنگي اړیکې یې ورسره درلودې چې یو په کې د پښتو ژبې وتلی شاعر او لیکوال ښاغلی عبدالمالک بېکسیار دی. په یوه فرهنگي غونډه کې بېکسیار صاحب په ډېر لنډه شیبه کې یو ملنگ ته ورته سړی راته معرفي کړ:

 

استاده دا هماغه ډنمارکی شاعر، لیکوال او فرهنگي دی چې ما د ده په غیاب کې، دی تاسو ته معرفي کړی و؛ خو له بده مرغه چې په یاد محفل کې د وخت د نشتوالي په وجه مو ډېرې خبرې ونشوې کړای. او اوس دا دی د ده د نه شتون ویر سره مخ یو او تر خولو آهونه باسو.

 

ده له افغانستان، افغانانو او په ځانگړي ډول له پښتو ژبې او پښتنو سره ځانگړې مینه درلوده، افغانستان ته یې سفرونه کړي وو او تر هر څه مهمه دا چې د بېکسیار صاحب شعرونه یې له پښتو ژبې څخه ډنمارکۍ ژبې ته ژباړلي وو او نوم یې ورته «د هندارو سیوري» (Spejlenes skygger) ایښی و چې په دوه زره  

 

لسم کال کې چاپ او خپور شوی دی.

 

موږ افغانان لکه تل، د اوله مرگ ته هم «وش، وای» کوو، چې هېڅ مو نه ترلاسه کېـږي. اړینه خو دا وه چې موږ ډنمارک مېشتو فرهنگیانو د اوله درناوی او لمانځنه، د ده په ژوندینې کړې وای.

 

اوس مو چې اوله له لاسه ووت، باید چې د ده د ترسره کړیو کارونو یادونه او درناوی وکړو.

 

د اوله پر مړینې باندې د افغانانو غبرگونونه:

 

د اوله لیله لوند هینسن پر مړینې باندې مې لومړنی غبرگون د خوږ غږي سندرغاړي او شاعر ښاغلي عیسی بهرام په فیسبوک پاڼه کې، د اوله پر مړینې د ده خپلې خبرې ترسترگو شوې، دا یې متن دی:

 

«د اولا لیلېلوند مړینې ډېر خواشینی کړم،

 

اولا یو ډنمارکي شاعر او لیکوال و د افغانانو د فرهنک او ادب سره یې ډېره مینه درلوده تل یې زموږ په فرهنګي او کلتوري غونډو کې ګډون کولو مهربانه او د مینې ډک زړه یې لرلو.

 

د رحمان بابا اشعار یې ډېر خوښ ول او د عبدالمالک بیکسیار صیب ډېر اشعار یې ډنمارکي ژبې ته ژباړلي ول.

 

اولا به تل د پانوس د پتنګانو په زړونو کې ژوندی وي.

 

د اولا د کورنۍ او ګران ورور استاد عبدالمالک بیکسیار صیب سره په دې غم کې ځان شریک ګڼم»

 

د اولا پر مړینې باندې بل غبرگون د ښاغلي ممتاز ارمان و چې د بېکسیار په پاڼه کې مې تر سترگو شو، چې زه یې کټ مټ را اخلم. ارمان صاحب داسې لیکلي وو:

 

«دخوشحال ، ټپې او رباب ملگری ومړ

 

“”””””””””””””””””””””””””

 

نوموتی ډنمارکی شاعر ، تصنيف ليکونکی ، ژباړن او گرځندوی ،اوله ليله لوند Ole Lillelund ، دهغې ناروغۍ له امله چې په دې وروستيو څو کلونو کې يې رنځاوه ، دروان ۲۰۲۰ کال د سپټمبر په دولسمه ،د نهه اويا کالو په عمر ومړ .

 

اروا دې يې ښاده او ياد دې تلپاتې وي

 

فقيد اوله ليله لوند د افغانانو ـ پښتنو ، دهغوی د ژوندود او فرهنگي ارزښتونو سره ځانگړی مينه او خواخوږي درلوده.

 

کابل ،هرات، کندهار، ننگرهار، مزار ،پېښور ،سوات او دير ته تللی راغلی او دلروبرافغان هيواد په ډېرو کلو او بانډو کې بلد و.

 

د افغان شاعر و ليکوال عبدالمالک بېکسيار سره يې په لومړۍ ليدنه اوپېژندگلو کې څرگنده کړې وه چې:” خوشحال خان، ټپه او رباب پېژنم۰” 

 

فقيد اوله ليله لولند دخپلې مورنۍ ژبې- ډنمارکۍ برسېره په انگليسي ، ماليشيايي ، نيپالي او د هغو په ځينو خپلوانو سيمه ايزو ژبو پوهيده.

 

نوموړي دکوپنهاگن په پوهنتون کې داسيا په څانگه کې داسيستانت پروفيسور په توگه کار کړی و. د ډنمارک دليکوالو او هنرمندانو ددواړو ټولنو خوځنده او نوښتگر غړی و.

 

د فقيد اوله ليله لولند لاندې اثار چاپ او خپاره شوي دي:

 

ـ يو دهايکو گانو جونگ ـ په ډنمارکي ژبه .

 

ـ يوه د تصنيفونو ټولگه ـ په انگليسي ژبه

 

ـ دتصنيفونو يو جونگ ـ په ډنمارکي ژبه .

 

ـ ديارلس دشعرونو مجموعې ـ په ډنمارکي ژبه.

 

ژباړې:

 

ـ دشعرونو يو جونگ ، له نيپالي څخه ډنمارکي ته.

 

ـ دماشوم ادبياتو اړوند يو نثري اثر ، له نيپالي څخه ډنمارکي ته.

 

ـ دافغان شاعر عبدالمالک بېکسيار د شعرونو غورچاڼ چې شاوخوا اويا شعرونه لري، له پښتو ډنمارکي ته. د بېکسياراو اوله گډ کار.

 

ـ د ډنمارکي ښوونځيو د نصاب دادبياتو دمرستندوی کتاب له پاره د ارواښاد استاد محمدصديق پسرلي او پيرمحمد کاروان دشعرونو ژباړه . دبېکسيار او اوله ليله لولند گډکار.

 

ـ دشلو تنو پښتو شاعرانو د شعرونو دغورچاڼ ژباړه . دبېکسيار او فقيداوله گډ کار چې دا پروژه د فقيد اوله دناروغۍ له امله نابشپړه پاتې شوه، خو ددغه غورچاڼ يوشمېر ډنمارکي شوي شعرونه په ځينو ادبي خپرونو کې خپاره شوي دي

 

دا لنډه تنگه ليکنه اوس سمدلاسه د فقيد د ژوندوفن دقدرداني په پار ترسره شوې ده ، دهغه دژوندوکار په باب يوه بشپړه څېړنه نه شي گڼل کېدای

 

د ۲۰۲۰ ام کال د سپتمبر پر پنځلسمه د اوله د ویر په لړ کې مې په فیسبوک کې پر دغه ډنمارکي متن سترگې ولگېدې

 

Vores højst elskede poetiske godfather, altafgørende mentor for flere generationer af frie digtere og kunstnere, Danmarks sidste beatpoet i den fulde betydning af ordet, Ole Lillelund, har forladt sit fysiske legeme og er fløjet videre til de nye verdener han har ladet os ane i sin digtning.

 

Han vil aldrig forlade vores hjerter eller vores minder og denne lørdag samles vi for at huske på alle de fantastiske skatte han har givet os i form af oplevelser, kunst og kærlighed.

 

Ole bisættes fra den buddhistiske afdeling af Bispebjerg Kirkegård lørdag 19. september fra kl. 9.30 og fra klokken 14 og resten af dagen er du velkommen i Det Poetiske Bureau hvor vi giver en bid brød og lytter til Oles yndlingsmusik.

 

Forlaget giver en personlig gave til alle fremmødte i form af et gratis eksemplar af én af Oles bøger. 

 

Se mindre

 

Litteratur«

 

ما (آصف بهاند) یې پښتو ژبې ته د یوې برخې ازاده ژباړه وکړه چې دا یې متن دی:    

 

«زموږ د پلار په څېر مهربان، تر ټولو گران شاعرانه سرپرست، د ازادو شاعرانو او هنرمندانو د څو نسلونو له پاره ډېر مهم ښونکی، د کلمې په ریښتینې مانا سره د ډنمارک وروستی  تصنیف جوړونکی لیریک شاعر، اوله لیله لوند (Ole Lillelund)  خپل کالبوت پرېښود او د نوې نړۍ پر لوري وروالوت.

 

هغه به هېڅکله زموږ له زړونو او یادونو نه ونوزي، موږ په راتلونکې شنبې، سره ټولېـږو چې د هغه حیرانونکی میراث چې د شاعرانه تجربو، هنر او مینې په قالب کې یې موږ ته پرېیښی دی، بیا یاد او را په زړه کړو.

 

موږ شنبه د سپتمبر پر نولسمه د «Bispebjerg» په هدیره کې سره ټولېـږو چې د مراسمو په ترڅ کې څو شېبې د Ole Lillelund د خوښې وړ موسیقي ته غوږ شو

 

د اوله د کتابونو خپرندویه ټولنه به د هغه یو کتاب ټولو حاضرینو ته ور ډالۍ کړي

 

کله چې د اوله ژوند، اثار او کړي کارونه څوک تر نظر تېر کړي، ښکاره به شي چې اوله څومره ډنمارکیانو او اروپایانو ته د افغانستان، پښتو ژبې، پښتو ادبیاتو او پښتني کولتور په ورپېژندولو کې رول درلود. ده افغانستان ته سفرونه کړي وو، سربېره له دې چې پښتو ژبه یې د ژباړې تر بریده زده کړې وه، دلته په اروپا کې، په ډنمارک کې به یې کله ـ کله په رسمي غونډو کې پښتني جامې اغوستې او پښتني څپلۍ به یې پښو کولې:

 

په دې عکس کې اوله پښتني جامې په تن، پښتني څپلۍ په پښو

په داسې حال کې لیدل کېږي چې د ۲۰۱۴ ام کال په جولای کې

په «Indvandrermuseet» موزیم کې د بیکسیار د شعرونو او هنر معرفي کوي.

 

دواړو شاعرانو اوله او بېکسیار کله، کله گډ کارونه هم کړي دي یعني په ژباړو کې یې یو له بل سره مرستې کړې دي، خو داسې هم شوي دي چې بیا په مستقل ډول یې یو د بل شعرونه هم خپلو مورنیو ژبو ته ژباړلي دي

 

بېکسیار د اوله د یوشعر ژباړه کړې ده او له ډنمارکۍ ژبې نه یې پښتو ته اړولی دی، دا یې له یوه یادداشت سره د هغه شعر متن دی:

 

«زما د نږدې ‌‌‌‌‌‌ډنمارکي دوست شاعر Ole Lillelund د یوه شعر ژباړه:

 

توري په سختۍ راځي

 

توري په ځنډ راځي

 

توري اسانه راځي

 

خو کوم؟

 

توري په پړاوونو راځي

 

خو ولې؟

 

توري راځي

 

او راځي 

 

او راځي 07.10.2020

-
بېرته شاته