(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

له مشرانوتمه

[08.Oct.2020 - 15:24]

له پوهو مشرانو نه زمونږ تمه

لیک:سید عبیدالله نادر

د پوهوخلکو او مشرانوخبری باید سنجیده او پخي وي ،داسي خبری باید د دوی د خولي نه ونه وځي ، چې له هرې خوا پری نیوکي وشي ، او یا دخبرو څخه یی د نفاق اچونۍ بوی راشي.مونږ په څلورو لسیزو کې ډیر پړاوونه د جنګ او بد بختیو تیر کړی ،او لا لګیا یو تیراوو یی ،مونږ د ډیر یو عظیم او لوی امتحان په درشل کې  یو ،نو په کار ده چې زمونږ د هرې خبری څخه د وحدت اویو والي بوی راشي ، نه دا چې د بی اتفاقی او نفاق بوی ترې راوخیژي ، مونږ باید د تیرو حالاتو په نظر کې نیولو سره خپلي خبري غونډي کړو .او بیا یی میدان ته وغورځاوو،ولی چې د خبرو په وییلو هم د سنجیده انسانانو له خوا انسان تلل کیږي ،د فارسی مشهور متل دی چې وايي : (مرد تا سخن نه ګفته باشد ،عیب وهنرش نهفته باشد) یعني د خبرو او وینا د پیل سره انسان تلل کیږي .دا باید په پام کې وساتو چې زمونږ  د هیواد هر وګړی ،جسمی او روحی زخمي دی ،باید د دوی په زخمونو مرحم کیېښودل شي .داسي کورنۍ به په افغانستان کې نه وي ،چې څو تنه خپل عزیزان یي په دي وروستیو کلنو په حالاتو کې له لاسه نه وي ورکړی ،نو که په پرهارونو ملهم نه شو ایښودلای نو مالګه هم ونه دوړوو.د مشرانو نه مو تمه دا ده ، چې د معرفت په وینا باندی لکه صاحبدلانو په شان د خلکو زړونه روښانه کړي ،مونږه په حاضره حالاتو کې ډیری ستونږی لرو ، چې باید د هغي د له میځه وړلو د پاره کار وکړو .زمونږ امنیت تر شدید ګواښ لاندی دی ،د خارجی استخباراتو په وړاندی د مخه پلانونه نه لرو ،زمونږ استعدادونه په راز راز طریقو او لارو د وطن څخه وځي ،ډیر خلک د نورو علتونو په خاطر وطن پریږدي چې دا علتونه ښایي برسیره شي ،او د داسي مساییلو د پاره د حل لاره وسنجول شي.یا تدبیرونه په کار واچول شي ،هغه علتونه چې دا ګڼ شمیر خلک مهاجرتونو ته اړ باسي دا علتونه پیدا شي او دهغي د له مینځه وړلو د پاره کوشش وشي ،د اداري فساد په وړاندی مبارزه وشي هغه امکانات چې د استعداونو د فرار یا تیښتي مخنیوی کوی ، په کار واچول شي ،که مونږ په نورو مسایلو ګډ شو چې د هغي نه د قدرت غوښتنې بوی راځي ، نو دا به ښه نه وي ،او ملت به هم ډیرناهیلي کړي ،او زمونږ تاريخ ته هم زیان رسوی ،زمونږه ستونزی ډیري دي ،دښمن هم زمونږ ضعیفه ټکی او یا تشه ګوري زمونږ د کمزورتیا څخه دښمن ګټه اخلي نو په کار ده چې د یو ښه تدبیر څخه کار واخلو.

سید عبیدالله نادر

-
بېرته شاته