(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اوربند

[08.Oct.2020 - 15:27]

اوربند، ډزبند

لیک، نصیر ستوری

  افغانستان د ورونو قومونو پښتنو ، هزاره ، ازبک ، تاچک ، ترکمن ، بلوڅو، پشه یانو  او نورو ګډ کور دی. پدې ګډ کور کښې پښتانه تر ډېر فشار لاندې د ظلم او بې عدالتۍ سره مخ دي. هره ورځ ددې پردۍ تپل شوې جګړې قربانېان په سلو کښې ۹۹پښتانه دی. که د قطر پلاوي ( دولت او طالبان ) د ملي ګټو په پار ترهرڅه  لومړی  د پښتونولۍ پر بنسټ اوربند وکړي، پرتې ستونزې د خپلمنځي خبرو له لارې حل کړي، نو پدې سره به د پښتون وژنې لړۍ ودرېږي.

پښتونولي د جرګو يو ولسوليز سيستم دی، چې بنسټ ئې په پښتو ولاړ دی. پښتانه خپلې ستونزې، او شخړې  په پښتونولۍ حلوي. کله  چې ددوه کسانو او یا ولسونو تر منځ شخړه پیداشي، نو جرګه کښېنې، جرګې ته په جګړه او شخړه کښې ښکېلې خواوې خپل استازي هم په ګوته کويښکېلې خواوې د جرګې تر پرېکړې پوري  اوربند او ېا ډزبند کوي،  بېا موموضوع د دواړو خواوو د استازو تر منځ څېړل کېږي. روغه  جوړه کېږي او تېږه اېښودل کېږي. د پښتنو دښو ځانګړونو نه ېوه ځانګړنه داده، چې روغه مني او بېا په زړه کښې څه بدي نه ساتي

08.10.2020

 

 

-
بېرته شاته