(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ځېرک په ځواب کې

[08.Oct.2020 - 15:36]

د ځیرک صیب د پوښتنې په ځواب کښې د ننګرهار د مخکېني والي ښاغلي  شاه محمود میاخیل څرګندونه. ((قدرمن میاخیل صیب ! تاسو خو ننګرهار ته ډېر خدمت وکړ اوس دا ځیني ولې وایي، چې شاروالي قرضداره ده ؟.))

ځیرک صیب سلام

که څه هم نه غواړم چې دې مسایلو ته د فیبسوک له لارې ځواب ووایم او یو څوک چې د یوې دندې نه لاړ شي، بیا قضاوت خلکو ته پریږدي او همدا خبره ما د خدای په امانې په وخت کې هم وکړه او د خپلو کارونو په هکله مې هیڅ بحث ونه کړ

ننګرهار یو څه ښه شوی و، خو اوس هم زیات کار ته اړتیا لري. د لږ وضاحت لپاره، د مانه مخکې هم درې سوه میلونه کسر د بودیجې و، کسر د بودیجې په تصدیو او حکومت کې نوې خبره نه ده او سږکال ټول حکومت د کسر د بودیجې سره مخامخ دی. امریکا او اروپا هم د کسر د بودیجې سره مخامخ ده

فساد بیا جلا خبره ده که کوم ځای کې چا فساد کړې وي، هر څوک به خپل ځواب وایي. زما په وخت کې د پښتونستان چوک، د یوسف میړني چوک او د دوسرکې او سرخاب پل پورې دوه طرفه سرک جوړ شو، د امان الله خان مقبرې شاوخوا هم د ښاروالۍ لخوا جوړه شوله. که هر کال د شاروالۍ په بودیجه دوه چوکه جوړ شوي وې نو په تیرو شلو کلونو کې به څلویښت چوکه جوړ وې او د جلال اباد ښار بڼه به بدله شوې وې. دا ځکه نه جوړیدل چې همدې ځینو کمیشنکارانو چې اوس چیغي وهي، په هره اداره کې مداخله کوله او د دوی لاسونه چې قطع شول د ننګرهار وضعیت ښه شو. امید لرم چې نوې والي صیب چې هم فعاله او تکړه شخصیت دی، خپلې څیړنې به وکړي، خپله تګلاره به تعین کړي او د دې خلکو څیرې به ورته هم معلومې شي. دا ځینې کوښښ کوي چې نوي چارواکي د پخوا په څیر په تاویلو ما ویلو مصروفه کړي تر څو دوی خپل ماهیان ونیسي. اوس ټولو ته پکار ده چې د امرخیل صیب ملاتړ وکړي او هغه هم په فوق العاده توګه د مانه هم زیات بریالی شي.

Shahmahmood Miakhel شاه محمود میاخیل

08.10.2020

-
بېرته شاته