(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

شملې ټولنې ته

[08.Oct.2020 - 15:39]

 

 29.05.2020 په هالنډ کې د شملې ټولنې مشرتابه او ملګرو څخه د زړه له تله مننه ، چې د پښتو ورځ نمانځغونډه یې جوړه کړی ده.

د غونډې  درنو برخه والو، ګډونوالو ، اوریدونکو، لیدونکو ،پوهانو مشرانو او د پښتو ژبې مینه والو  ته ښې چارې او هرکلی واېم.

د پښتو ورځ  په مناسب غواړم، چې بېاځلې دا غوښتنې، چې له ښاغلي ولسمشر څخه مو وار وار کړیدي،  دغونډې ګډونوالو سره شرېکې کړم  او اړوندو چارواکو پام ورته راوګرځوم.

! دافغانستان ولسمشر ښاغلي محمد اشرف غني

لکه چې څرګنده ده د نړۍ په ډیرو هیوادونو کې ګڼ شمیر قامونه یوځای وسیږي، چې د ډیره کی(اکثریت) قوم ژبه اوکولتور پکې حاکم دی اودلږه کیو قامونو حقوق پکې دهغوۍ د شمیر (نفوس) په کچه (اندازه) د قانون په کړۍ کې خوندي دي. افغانستان هم د ورونو قومونوګډ کور دى،چې ګډ تاریخ، ګډکولتور اوګډ ویاړونه لري.

سره له دې، چې د افغانستان دغوڅ  ډیره کي (اکثریت) قام ژبه «پښتو» په اساسي قانون کې دهیواد ملي او رسمي ژبه ده، د اساسي قانون او دنړیوالو ډیموکراټیکو نورومونو او اصولو پرخلاف په رسمي، اقتصادي، ټولنیز او سیاسي ډګر کې د افغانستان د ځیني لوړ پوړو چارواکو او ادارو له خوا د هیواد دننه اوبهر په شعوري توګه په دولتې/ حکومتي ادارو، دفترونو، رسمي اوغیر رسمي غونډو، سیمینارونو او کنفرانسونوکې له پامه غورځول شوې ده او هیڅ شتون نه لري.

دجمهوري ریاست (دربار) اداري او دوتري (دفتري) کارونه، رسمي مکتوبونه، فرمانونه، رسنیزې اعلامیې، خبرتیاوي اواړیکي (کمونیکیشن) په دري ژبه دي.

د وزارتونو، مشرانو جرګې، ولسي جرګې، سترې محکمې، د ټاکنو د کمیسونونو، امنیتي ادارو او دملي امنیت شوری رسمي مکتوبونه، لیکنې، رسنیزکنفرانسونه، انټرنیټي ویب پاڼې او تړونونه په دري ژبه دي .

رسنۍمیډیا په سلو کې 95 په دري ژبه ده او په زیاترو دولتي/حکومتي ادارو کې د خپلسرو  زورواکو له خوا د متنازعه اشخاصو انځورونه هم زوړند شوي، چې هیڅ اړتیا ورته نه لیدل کیږي.

له هیواده بهر دسفارتونو اوکونسلګریو انټرنیټي ویب پاڼې،خبرتیاوي، اړین مالومات، دپاسپورت غوښتنلیک، نکاح لیک، وکالت لیک، د زیږیدو د تصدیق او نورې فورمي په انګلیسي او دري/پارسې ژبه دي. کله چې ئې له چارواکو وپوښتل شي، نو هغوۍ وائې چې موږ ته بهرنیو چارو وزارت پښتو فورمې نه دي رالېږلي، چې په دې سره په لوې لاس تر اوسه پورې داساسي قانون پرخلاف د هیواد غوڅ  او مطلق ډیره کي (اکثریت) قام «پښتون قام» د ژبې، کولتور، حقوقو او ارزښتونو سپکاوی کیږي چې دا غیر عادلانه کړنې نور د زغملو وړ نه دي ، ولسي غبرګون راپاروي، چې ښې پایلې به ونه لري.

پښتانه په هیواد او منطقه کې يو ستر ځواک دى، هیواد اوسيمى ته ټیکاو( ثبات) او امنيت بخښى. زمونږ په اند «پښتو ژبه» دافغانستان داساسي قانون د16 مې مادې پر خلاف له دولتې/حکومتي ادارو لرې ساتل او دپښتني کولتور ارزښتونه او حقه حقوق له پامه غورځول یو ناوړه، غیر قانوني، غیر عادلانه او دانساني ( بشري) حقونو نه بهر خبره ده، چی هیڅ اخلاقي، حقوقي او قانوني جواز نه لري.

د پښتنو ټولنيز ولسولیز ګوند په دې وسیله له تاسې ښاغلي ولسمشرڅخه په ډېر درناوي په کلکه غوښتنه کوي، چې د هیواد د لومړي زمه وار شخص په حیث، دملګرو ملتونواو دنړیوالو ډیموکراټیکو نورمونو پربنسټ، د قانون  دتطبیق په موخه دافغانستان د اساسي قانون د 16 مې مادې قانوني حقوق برحال اود پلې کولو ا و تطیبق لپاره ئې کوټلي ګامونه واخلئ، ترڅو دپښتو ژبې په مقابل کې روانې بې عدالتۍ  پائې ومومي  او په رښتیني توګه قانون او ډیموکراسي پلې شي.

په درنښت

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند

-
بېرته شاته