(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

هدېرې

[08.Oct.2020 - 15:42]

ادېرې

لیک: نصیر ستوری  

بهر مېشتي ډیره کی ( اکثریت)  پښتانه خپل مړي د پلار نیکه ټاټوبي کښې خاورو ته سپاری، ځکه چې پښتانه په بل هېواد کښې خپل مړی ښخول بد ګڼي، سره ددې چې د مړي په وړلو کښې ډېرې ستونزې وي او ډېر لګښت پرې م  راځي. 

پخوابه د نړې نورو قومونو لکه د پښتنوپه شان هم د خپل مړي خپل هیواد کښې ښخول، خو اوس یې دا رواج له منځه تللی دی.. 

په  اروپا ، امریکا اونورو بهرنیو هیوادونو کې میشت مسلمانان خپلې  خپلې ادېري لري. د قبر لپاره پدغه ادېرو کښې د لس ېا پنځلس کالونو لپاره ځای اخلي او خپل مړي پکې ښخوي. که د چا د قبر د ځمکې د اخستلو وس نه وي، نو دولتي اړونده چارواکي ورسره د پیسو مرسته کوي.

لس ېا پنځلس کاله پس به بېا دقبر دځای لپاره نورې پېسې ورکوي او که ور یې نه کړي، نو حکومت یې جسد  په خپل لګښت راوکاږي ،   سوزوي یې او دا قبر د بل مړي لپاره کاروي. 

په عربي هېوادونو کښې  د مړو ښخولو چارې اولګښت   د ښاروالۍ او روغتېا وزارت په غاړه دي.  د زړو ادیرو نه دیوالونه راتاووي او مړی ښخول پکۍ نه  پرېږدي دڅو کالونو وروسته دغه زړې ادېره اواروي ، ودانۍ پرې جوړوي.

 نوې ادیرې  یې   په لسګونو کیلومټره له ښار نه   لرې جوړې کړي دي ، څنګ په څنګ پکې  قبرونه جوړ شوي وي، ترڅوډېر مړي پکې ځای شي.

پښتونخواه ( داحمدشاه بابا افغانستان) کی د دوه درې سوه کالو رااېسې دسړک او لارو په سر ښارونو کلیواو بانډو په منځ کښې ګډې وډې او بې ترتېبه  ادیرې هم هغه شان پرتی دی. په دغه ادیرو کی ډېرو ته د خپل خپلوانود قبرونه هم نه وي مالوم. 

 

ښاروالۍ او اړونده ادارې دې په زړو او پخوانو  ادېروکښې د مړو ښخول بند کړي،  له ښارونو او کلیو بهر دې  په پوره لرې واټن کښې نوې هدېرې جوړی کړي  د مړو د خښولو چارې او لګښت  دې په خپله غاړه واخلي تر څو په راتلونکي کې د ادېرو په برخه کښې ولس ستونزې ونه لري. 

-
بېرته شاته