(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

شهیدان

[14.Oct.2020 - 09:40]

راشه قصه درته د قام د شهيدانو وکړم.

ترڅو چي خاوره وي ځوانان به قربانۍ ورکوي.

 

    دشهيد وينه     د قام ژوند دئ.

 

     د خاوري د تمامیت او د خپلواکۍ دپاره سر شیندنه د ويښو وګړو خوی دئ.

  د نړۍ په تاريخ کې هغه وژل سوي خلک شهيدان بلل کيږي چې د يو مرام دپاره خپل سرونه نظرانه کړي. د نورو قامونو په څېر پښتانۀ هم د يادو شهيدانو اوږده لړۍ د خپل وطن او خاوري سره د ميني لري، او په پرله پسې قامي او سياسي مبارزه کې د سر شيندني تاريخ لري.

     د شلمې پېړۍ په پېل کې د 1919 د فرنګي په خلاف د استقلال شهيدان.

     1930 کې د قصه خوانۍ شهيدان.

     1941 کې د ګروک وزيرستان شهيدان.

     1948 کې د توبه اڅکزی د پښتونستان شهيدان.

     1948 کې د بابړې شهیدان

     1971 کې د مزدور کسان د مردان و صوابۍ شهيدان.

     1973 کې د خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزي شهادت .

1985 د لاړکانې د رېلوې اسټيشن شهیدان

     1983 د ضيائی مارشلا شهيدان.

     1986 د کراچی  پښتانه شهيدان

     1988 د باچا خان د جنازې شهيدان

     1991 د کوټي د پښتونخوا شهيدان.

    نائن الېون يا د يولسم سپتمبر راوسته په پښتونخوا وطن کې ړنده مرګونې بلا لنګه شوه .

    د پښتون اباد د شهيدانو څخه بيا د پېښور او وزير ستان تر شهيدانو پوري هره ورځ د ځوانانو شهيدانو لړ ليک پوره کتاب غواړي.

    چي په هغه کي نوم وتي پښتانه هم په زيات شمېر شهيدان شوي دي، ليک اوږدوالی کوي .

    نو په ياد لړ ليک کې د اووم او يولسم اکتوبر 1983 او 1991 شهيدانو چي د خپل وطن او خاوري ناموس يې وساته ، خپلي تاندي ځوانۍ او انقلابي سرونه او تور ببر ببر بریتونه چي د ننګ او غيرت علامت لري . د وطن خاوري او اولس ته ډالۍ کړه . د قام د شهيدانو هغه تاريخي تسلسل يې ژوندی وساتی، دا يې د وخت زور واک ته ښکاره کړه چي به حثيت يو انسان هيڅ کله د انسان باداري او استعماريت نه منم. ځان ته يې هغه لار چې زر کرته د غلامۍ او د محکوميت تر ژوند ښه ده، خوښه کړه، لکه د غيرت او عزت مرګ

    شهيد ژوندی دئ.

ژوندي بايد د شهيد ورځ په دې موخه ولمانځي چې ستا ارمانونه پوره کوو، او ستا په رنګه به هري قربانۍ ته د مخ په قطار کې درېږو ، څه چې شهيد د خپل قام او وطن دپاره غوښته هم هغه هغه به قام ته راوړو . ستا د ويني قرض د قام قرض دئ او ستا د انتقام دپاره دښمن ته په ياده ورځ يادونه کوو چي ..

    

  ايښی مي يې پرايښی مي نه يې 

د اووم او يولسم اکتوبر شهيدانو ته عقيدت سره ګلونه وړاندي کوم .

    :  فضل اشنا

-
بېرته شاته