(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ښکلې جنۍ سره

[14.Oct.2020 - 09:44]

ښکلې جنۍ سره د بوډا خواله

لیک: نجېب منلی

ښکلۍ جنۍ،

چې د اوبو د یو ډنډ پر غاړه دې د ډبرو، خاورو، لرګیو او ښيښو یوه لویه ډېرۍ مخې ته راشي نو څه فکر به وکړې چې دا څه شی دی؟

خو که همدغه خاورې له اوبو سره یو ځای شي، ډبرې په ترتیب یوه د بلې خوا کې کښېښودل شي، په وتونو کې یې له خاورو او اوبو جوړه شوې خټه واچول شي، پر سر یې له خټو د جوړو شوو خښتو کتارونه جوړ شي، د پاسه پرې لرګي او خټې واچول شي، د دېوالونو په منځ کې پرېښودل شویو خالیګاوو کې تراشل شوي لرګي او ښيښې په لازم نظم کېښودل شي نو ته به یې کور او د اوسېدو ځای وبولې.

که دوه ارابې، یو چوکاټ، یو هنډل، دوه پایډلونه، ځنځير او نورې پرزې پر ځمکه پرتې وي، تر څو یې چې په مهارت سره یو ځای نه کړې، بایسکل ترې و نه رغوې، هغه به ستا د اوږو بار وي، تا چېرته نه شي وړای.

که دوه ډېوې په دوو بېلابېلو خونو کې بلې کړې، دواړه خونې پرې جلا جلا رڼېږي.

که دوه ډیوې په یوه خونه کې بلې کړې، دې خونه کې به د رڼا کیفیت خورا ښه وي.

که دواړه ډیوې یوه له بلې سره دومره نېږدې کړې چې یوه ډیوه ترې جوړه شي، رڼا به یې ممکن لږه تېزه شي، خو بیا به هم د خونو په رڼا کولو کې هغومره ګټورې نه وي لکه دوه ډيوې چې په یوه له بلې په یوه مناسبه فاصله کې ايښودل شوې وي.

دوه ویالې کولای شي هممهاله دوه پټي خړوب کړي، خو د یوې ژرندې د ګرزولو له پاره لازمه ده چې دواړه ویالې په یوه لښتي کې و بهېږي او د یوې ناوې له لارې د ژرندې پر څرخ ورتوی شي.

داسې مثالونه ډېر دي، نور به دې پرې وخت نه ضایع کوم.

 

هوش اگر باشد کتاب و نسخه ای در کار نیست

چشم واکردن زمین و آسمان فهمیدن است

(بېدل)

 

عقل دې راوړه، کتاب، نسخې څه کوې

سترګې کړه بېرته، ځمکه اسمان ولولوله

 

نو همدغه د اجزاوو او د اجزاوو تر منځ تفاوت و چې ارستو (د زاړه یونان، زوړ فیلسوفچې تر نن یې دوه زره درې سوه او پنځوس کاله وړاندې ژوند کاوه) وویل : «یوه مجموعه، د هغې تر اجزاوو ډېره ده».

انسانان هم همداسې درواخله. هر انسان پر خپل ځای د اشرف المخلوقات تر نامه لاندې ځان ته یو څه وایي خو د انسان انسانیت هغه وخت تبلور کوي، هغه وخت په ټوله مانا سره څرګندېږي چې ټولنه جوړه کړي او د ټولنې تر ټولو مختصر شکل د دوو تنو یو ځای کېدل دي.

د گډ ژوند ټول کمال او جلال په همدغه اصل کې پروت دی چې «یوه مجموعه د هغې تر اجزاوو ډېره ده

د ګډ ژوند له پاره په کار دي چې د دوو ژوندونو بهیرونه په یو ځای کې سره لار یوه کړي. دا یو ځای کېدل کله د تقدیر لوبه وي، کله د رسم او رواج زېږنده وي او کله، خو ډېر لږ داسې کېږي، د دوو کسانو په شعوري توافق سره واقع کېږي.

چې هر څه وي، د دوو بېړیو څنګ په څنګ چلول د ماڼو ګانو تر منځ ښه غمغږي او د دواړو ډېر مهارت ته اړتیا لري.

په افغاني، او خصوصاً پښتني چاپېریال کې د دوو جلا ژوندونو د یوځای کېدلو پرېکړه د نورو له خوا کېږي. اکثره د دغو «نورو» پرېکړه د خیر او ښیګڼې په نیت وي. کله کله په کې شیطان هم لاس وهي، خو په نتیجه کې، دوه تنه په توره شپه کې، د توپاني اوبو په منځ کې پراته نا اشنا، له یوازېتوب ډک، ټاپو ته بیول کېږي، د اوبو پر غاړه، د خاورو، ډبرو، لرګیو، ښيښو او بلا ډېرو نورو خځلو مخ ته درول کېږي او ورته ویل کېږي چې نور تاسې پوه شه او ګډ ژوند مو. خو لا دومره ساده هم نه ده. په خورا منظم ډول، باد، باران، ږلۍ، توپان، زلزلې ، لړې، وحشي ځناور، ماران او لړمان او خدای خبر څه او څه راځي، د دغو دوو تنو تر منځ فاصلې جوړوي، سترګې یې ورترخوي او نظر یې مغشوشوي.

دغه د واده د ورځې د سبا حالت دی.

دا نو شونې نه ده چې دا دواړه کسان چې اوس په دغې جزیرې کې بند پاتې دي، د ژوند تر پایه هر یو په خپله غونډۍ ناست، بل ته وګوري او یو د بل په کار کې کار و نه لري.

ځینې دا وړتیا نه لري چې په ګډه سره یو څه جوړ کړي، هغوی د یو بل ړنګولو ته کار ووایي، مقابل لوري ته اور ورته کړي چې ځان پرې لمبه کړي. له نېکه مرغه دغسې حالات ډېر لږ ليدل کېږي.

نور ټول هڅه کوي چې په دغې جزیره کې ځان ته د اوسېدو ځای جوړ کړي. د کور جوړولو تجربه یې هماغه د کوچنیتوب د لوبو د کوټنیو او د ګوډیو د ودونو تجربه ده.

که دواړه صادقانه، د زړه له خلاصه، د ګډ کور په جوړولو کې ونډه واخلي، د کار په جریان کې به یو بل سره و هم پېژني او له یو بل سره به د درناوي، همکارۍ، همدردۍ او حتی د مینې اد اړیکو یو پېچلی جال هم جوړ کړي. دا د ګډ ژوند د بریالیتوب حد دی.

خو د یو تعمیر جوړول چې څومره پوهه، وخت او انرژي غواړي، ورانول یې هماغومره اسانه دی.

یوه الوتکه په سلګونو متخصص انجنیران او کارکوونکي بوختوي چې د الوتلو جوګه شي خو یوه شېبه کې د دود د لوخړو منځ کې ترې د ویلو شوو اوسپنو، سکاره شوو پلاستیکونو او تباه شوو ژوندونو یوه ډېرۍ جوړېږي.

د ګډ ژوند جوړول هم د کلونو خواری غواړی خو به دېره اسانه دا د مرغلرو شیش محل د خاورو په ډېرۍ بدلېدای شي.

هماغسې چې د یوې مېنې اباد ساتل، د یوې الوتکې فعال ساتل د هرې ورځې پام او زحمت غواړي هماغسې د ګډ ژوند پایښت او په ګډ ژوند کې د هوسا اوسېدلو چاره هم د هرې شېبې پام او زیار غواړي. دا په حقیقت کې یو هنري اثر دی چې یوازې یو وار جوړېږي، او د دوو جوړو هنري اثر سره هېڅکله ټکي په ټکي ورته نه وي.

له دې سره هم، لکه هنر چې خپلې منل شوې لارې چارې او تخنیکونه لري، د بریالي ګډ ژوند له پاره هم پوهانو او هوښیارانو ځینې نسخې بیان کړې دي. یو څو یې درته دلته یادوم (د وینا د خاوندانو په نومونو دې حافظه نه درنوم خو ټول یې د ادب او فرهنګ په سرلارو کې راځي). یو دوه خبرې به زما د خپلې تجربې هم راوتلې وي. نورې یې په خپله پیدا کړه.

 

- د پاریس د مسلکي زده کړو د لوی پوهنتون (د هنرونو او مسلکونو ملي ساتنځای CNAM) د ارواپوهنې یوې استادې په صنف کې یوه خبره وکړه چې لکه یو غمی چې په ګوته کې کښېني، زما پز زړه کښېناسته. هغې وویل: «بریالۍ جوړې هغه نه دي چې دواړه څنګ په څنګ، لکه دوه نېغ نیالګي، یو شان سره مخ ته ولاړې شي. بریالۍ جوړې هغو ونو ته ورته دي، چې یوه له بلې سره یو ځای کږې شي، ځانونه سره داسې وپېچې چې که څه هم بېلې بېلې تنې وي، بېل بېل بوټي وي، خو یو له بله یې سره بېلول ناشوني وي.

- د یو ځای کېدو له پاره باید دوه واوسو. او یوازې هغه وخت دوه پاتې کېدلای شو چې هر یو خپل، خپل شخصیت وساتي.

- د دوو کسو ګډ ژوند، ډېری وخت د جوړجاړیو او بخښنو یوه مجموعه وي.

- د دوو کسانو تر منځ ګډ ژوند هغه وخت د منلو دی چې کله کله په کې څوک ځان یوازې هم کړي.

- د ګډ ژوند جرأت کول په دې مانا دي چې څوک پر ځان مثبت باور ولري، پر بل مثبت باور ولري او پر خپله جوړه مثبت باور ولري. دا په دوه تنو د یوه ځانګړي شهکار جوړول دي.

- مینه دا نه ده چې یو بل ته په پټو سترګو ځان تسلیم کړو، د دوو موجوداتو بریالی اتحاد دی.

- ګډ ژوند په ګرانه زده کېږي.

- له هغه چا سره چې اوسېږو، دا تمه ترې لرو چې موږ، زموږ د ارزښت په لوړو پوړیو کې ثابت وساتي.

- ګډ ژوند، کېدای شي د دوو تنو له پاره یو زندان وي چې هر یو یې د بل د زنداني پاتې کېدلو له پاره هڅه کوي. ګډ ژوند داسې هم کېدای شي چې دوه تنه یو د بل په مرسته د کوهي له تله ځان وباسي.

- د ژوند ملګری ستا ملکیت نه دی. یو ازاد انسان دی چې تا سره په ګډه د نوو افقونو په لټه راوتلی. خپلوه یې مه. لاس یې ونیسه.

- د ژوند ملګري مه مجبوروه چې ستا او د خپلو نورو زړه ته نېږدې کسانو تر منځ یو غوره کړي. که ستا خبره ومني، خپل زړه به یې مات وي او که و یې نه مني ستا زړه به مات شي.

- د انسان زړه، یو غمی نه دی چې په یوه ګوته کې ولګول شي. یو څراغ دی چې د یوه په لاس کې وي خو د ډېرو لارې روښانولای شي.

 

نو ښکلې نجلۍ،

ستا دا پوښتنه چې «له واده وروسته به زما ژوند څنګه وي» یوازې یو ځواب لري، او هغه ځواب یوازې تا ته مالوم دی. ستا سبا ستا د پرون خوبونه او د نن کړنې دي. هڅه وکړه چې د نن په کړنو دې خپل پروني خوبونه ریښتیا کړې، خو دا هم مه هېروه چې ستا د ژوند ملګری هم پروني خوبونه لري. نن چې ته ورسره په ګډه د ژوند ستړی مزل پیلوې، هڅه وکړه چې ستا پروني خوبونه او د هغه پروني خوبونه زما د استادې د هغوو دوو نیالګیو په څېر شي چې هر یو یې خپله ځانګړتیا هم وساتي او یو له بله لوری هم ډېر بېل نه کړي.

ښکلۍ نجلۍ،

د ژوند لار در ته بل څوک نه ښولای شي او نه یې در بدلولای شي. خپله نېکمرغي په خپل لاس جوړه کړه او نورو ته حق مه ورکوه چې د ژوند لوری درته وټاکي. خو له نورو سره (که د ژوند ملګری دې وي، که ستا کورنۍ او دوستان وي، که د ژوند دملګري کورنۍ او دوستان وي، که ملګري وي او که بد خواهان وي) داسې اوسه چې د ژوند په سختیو او اسانتیاوو کې در سره پر یوه لار ولاړ شي. مه چا پسې ځه، مه څوک ځان پسې کشوه. هره شېبه له خدایه شکر کوه چې تر دې ځایه ستړې، خو د رڼاګانو له هيلو سره راورسېدې.

-
بېرته شاته