(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

صیام

[14.Oct.2020 - 09:47]

مطبوعاتی خبرتیا

د خپل هېواد، خپل تولید نندارتون او کنفرانس

 صیام سوداګري (بزنس)، د افغانستان د صنایعو او کانونو خونه، د افغانستان اسلامی بانک، په افغانستان کې نړیوال سوداګرۍ خونه، حرکت موسسه او زموږ نور شریکان ویاړو، چې د هېواد په شپږو زونونو ( کابل، هرات،ننګرهار، بلخ، کندهار او خوست) کې د خپل هېواد،  خپل تولید ترنامه لاندې نندارتون او کنفرانس د کورنیوتولیداتو د پرمختګ، د نویو محصولاتو پېژندنه، په ښهقیمت د اجناسو خرڅلاو، د داخلي تولیداتو د ګټېاخیستنې او په هېواد کې د پانګونې جذب په موخه درېورځنۍ نندارتون او کنفرانس ترسره کوو.

له نیکه مرغه د خپل هېواد خپل تولید نندارتون فضیلتمآبفضل هادی مسلمیار  د سنا مجلس رئیس، د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وزیر محترم نثار احمد غوریانی، د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر ښاغلی طاهر زهیر، په افغانستان کې د نړیوالي خونې مشر ښاغلي الحاج مایل اغا خیرخواه، د صنایعو او کانونو خونې مشر الحاج شیرباز کمینزاده، د افغانستان اسلامي بانک مشر موسی کلیم الفلاحي، د افغانستان د خونو فدارسیون مشر محترم الحاج اسماعیل غضنفر، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر توکل احمدیار، د ۳۰ ولایتونو د خصوصي سکټور غړي، مدنې ټولنې، دولتي چارواکي او بهرنۍ ارګانونو په حضور د چهار شنبې په ورځ ۹:۰۰ بجي رسما پرانیستل کېږي. 

په همدې پلمه د ټولو داخلي او بهرنۍ رسنیو څخه په خورا درنښت هېله کوو، څو په دغه ستره غونډه او نندارتون کې ګډون وکړي او موږ ته ویاړ راوبښئ. 

ځای: کابل انټرکانټیننټال هوټل، باغ بالا

نېټه: د چهار شنبې ورځ سهار ۹:۰۰ بجي د میزان ۲۳ مه چې د اکتوبر ۱۴ سره سمون لري. 

اړیکه: 0786464626

درنښت

صیام پسرلی 

 

Media Alert

Our Homeland, Our Products Exhibition and Conference

We are proud to hold National Exhibitions and Conferences under the name of Our Homeland, Our Product in six zones of the country (Kabul, Herat, Nangarhar, Balkh,Kandahar and Khost) with the partnership of Afghanistan Chamber of Industries and Mines (ACIM), Islamic Bank of Afghanistan, International Chamber of Commerce (ICC), Harakat Organization and other partners in order to grow domestic Products, introduce new products, sell quality goods at reasonable prices, encourage people to use the country's domestic products and Investment Opportunities.  

Thus, we cordially invite all national and international medias to participate and broadcast this big event. 

Venue: Kabul Inter-Continental Hotel, Afghanistan 

Date: 14 October 2020

Time: 9:00 AM

Best Regards

Siam  

Siamuden Pasarly

Communication and Business Development Consultant 

Motivational Speaker and Business Coach 

MA, International Relation, Political Economy 

Founder of Siam Business
Founder and CEO of Business Doctors 
Co-Founder of Plan Future Services 

 

www.siampasarly.com 

Phone # 0093 786384859 

3th Street, Backside of Dehbori Square, Kabul, Afghanistan 

 

-
بېرته شاته