(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښو ژبه او

[14.Oct.2020 - 13:56]

لهجې

زمونږ په ژبه پښتو كې درې لهجې په نظر راځي چې يوه لهجه ئې قندهارۍ، بله « ئې »  بدلوي 

د پكتيا لهجه عامه شوى نه ده خو قندهارۍ او پېښورۍ لهجې عامې شوي دي او د پښتو په ليكدود كې هم ورته پام كېږي او توري ورته ټاكل شوي.

دا توي د دوه غږه تورو په نامه ياديږيچې يو غږ ئې د پېښورۍ لهجې پورېاو بل غږ ئې د قندهارۍ لهجې پورېاړه لري.

د بيلګې په توګه د « ښ » تورى هم « ش » او هم « خ » ويل ( تلفظ ) يك ږي. له دې كبله د پېښورۍ پهل جې ختون چې په قندهارۍ لهجه كې پشتون ويل كيږي په « ښ » يانې پښتون ليكل كېږي چې په قندهارۍ لهجه « ش » او په پېښورۍ لهجه كې « خ » تلفظ كيږي همدغسې په ږيره چې قندهارۍ لهجه كې ژيره ورته ويل كيږي ږيره ليكل كيږي .

د دوه غږه تورو لپاره په نورو ژبو په تېر په بيا ه انګليسي( انګريزى) ژبه كې كوم عام منل شوي

ليكدود نه شته او سړى نه پوهېږي چې پښتون څنګه په انګليسي ژبه وليكي دا به په راتلونكې كې د ژبپوهانو دنده وي خو ښه به دا وي چې زمونږ د پښتو ژبپوهان په دې

بر خه كې كوم نوى تورى غوره نه كړي او موجوده تورور څخه په تركيبي ډول كار واخلي ځكه كه نوي توري غوره شي 

نو د هغې د ليكلو لپاره به نوي ماشينونه ضروري و تركيبي توري به لږ ځاى ډير ونيسي خو د نويو ماشينونو د جوړولو ضرورت به نه وي او سړى به د موجوده ماشينونو څخه كار اخستلې شي. پخپله په انګليسي ژبه كې هم د تركيبي لارې څخه كار اخستل شوې دې

د بيلګې په توګه د « ش » له پاره دوه توري (Sh (همدغسې په جرمني ژبه كې هم دا اصول چليږي

د « ش » لپاره (Sch( درې تورى نيول شويدي

پښتو لیک دود

د پښتو پخوانی لیک میخمري و چې د میخي لیک به نامه هم یادیږي. پروفیسر ډاکتر ګل جانان ظریف دوه نیم زره کاله پخوانی پښتو میخمري ډیبونه ( کندل شوی لیک ) راپه ګوته کړي دي. ده په همدې نوم یو کتاب لیکلې دی چې په ( ۱۹۹۴ ع ) کال کې په پېښور کې چاپ شویدی . د میخمري یا میخي لیک څخه مطلب هغه لیک دې چې د میخي څهرو په شان توري لري. ګل جانان ظریف لیکي چې « د هغه میخمري ډیبونو الفبا چې په پښتو پورې اړه لري تر اوسه د پیژندل شو تورو شمیر ئې ۳۶ ته رسېږي » ( ظریف، ۱۹۹۴ ) دا لیک یو شمیر نوری نښې هم لري چې په لیکلو کې کارول کېږي. د پښتو اوسنی لیک دود د عربي څخه مینځ ته راغلې او داسې بریښي چې پښتني ټولنې کې د اسلام د مقدس دین د راتګ وروسته لومړی په جماعتونو کې لوی شوی دی. دا چې پښتونخوا ته کله د اسلام مقدس دین راغلې او کله پښتنو منلی دی په دی هکله قاضي عطاء الله خان چې د پښتنو تاریخ ئې لیکلې دی، وائې : کله چې خالد بن ولید چې د بني اسرائیلو د قوم یو لوی مشر و ایمان راوړ او مسلمان شو نو دغور پښتنو ته چې نسلي اړیکې ئې ورسره لرل لیک راولېږه چې دوی هم مسلمانان شي. د غور د پښتنو یوه جرګه د قیس په مشرۍ مدینې منورې ته لاړه او د اسلام مقدس دین ئې ومانه او حضرت محمد ( ص ) له خوا په قیس عربی نوم عبدالرشید کیښودل شو. کله چې دا جرګه بېرته راتله نو څو تنه عرب مبلغین ئې هم ورسره ملګري کړل . کله چې « عبدالرشید » د غور غرونو ته واپس راورسېده نو هغه د خپل قوم مشري او رهنمايي په داسې شان وکړه چې په لږه موده کې هغوی ټول مسلمانان شول. قیس عبدالرشید ته خالد ( رض ) خپله لور هم په نکاح کې ورکړه چې د هغې څخه عبدالرشید ته خدای تعالی درې زامن ورکړل د مشر ځوی نوم ئې سړبن د دویم نوم ئې بیټ او دریم نوم ئې غرغښت کېښود.  د قیس د دې درې واړو ځامنو دومره ډیر اولاد پېدا شو چې هر یو د یوې لويې قبیلې نیکه شو ( قاضي عطا‌ء الله ، ۱۹۴۷ ) .  د پښتنو خیلونو اوسنۍ شجره نسب چې اتبار لري ددې نظريي څخه اوبه اخلي. او د دې نظريې له مخې اسلام دحضرت محمد ( ص) د ژوند په وخت کې د جګړې له لارې نه،  بلکې د سولې او جرګې له لارې د پښتني کولتور برخه ګرزیدلې او د پښتنو کولتور يې لا پسې بډای او غنې کړیدی او هم پاچیان ( سیدان ) کېدای شي چې همدغه  عرب مبلغین و چې جرګې سره راغلي دي او اوس د پښتنو سره نه یوازې ژبني او کولتوري بلکې نسلي وحدت ګرزیدلي دي ځکه چې خپلوي ئې ورسره کړي دي. پښتني ټولنې ته د اسلام د راتګ په نښتون کې د پښتو د اوسني لیک دود یا ليک ډول چې د عربي تورو په بنسټ ولاړ دی عمر اټکل کېدلې شي.

 خو دعربی تورو سره که څه هم يو شمير پښتو توري لکه  ږ ، ډ ، ټ  او داسې نور یو ځای شوي دي خو د پښتو په اوسني لیک دود يا  ليک ډول کې د پښتو ټول غږونه نه راځي. ددې علت دا دی چې په عربي ژبه کې د حرکتونو شمیر کم دی او په پښتو کې زیات دي. دبېلګې په توګه :  په عربي ژبه کې پېښ، ځور،  سکون او زېر دی خو پښتو ژبه کې دپېښ او ځور تر مینځ ، د سکون او ځور تر مینځ او د سکون او زیر تر مینځ یو بل حرکت شته دی له دی کبله د پښتو په لیکلو کې ستونزې شته دی. دا زمونږ د ژبپوهانو دنده ده چې دا ستونزې له مینځه یوسي او دپښتو لیک دود بشپړ کړي چې د پښتو ټول غږونه پکې راشي.

 

 

 

 

  د پښتنو د نسلپه هكله درېمتضادېنظريې شته دىچې لنډه كتنه ورته كيږي. ۱ ( د پƄتنو د بني اسرائیلو د نسل نظریه : د دېنظريې له مخې پښتانه بني اسرئيل دياو د هغه دولس قبيلو څخه دي چې د بابل نه راوتلي دي او په خاصه توګه د خالد بن وليد چې د اسرائيلو سردار ؤ او په غور كې د اوسيدونكو بني اسرئيلو مشر قيس « عبدالرشيد » ته ئې لور وركړې وه اولاد دى. د پښتنو اوسنۍ شجره نسب هم قيس عبدلرشيد ته ( رسول كيږي قاضي عطا االله خان ، 1947 ( دا ن يهظر په تاريخي طريقو ( ميتودونو ) ولاړه ده او د نعمت االله هروي چې د مغلو د پاچا جهانګير په دربار كې پېښ ليكوونكى و په مخزن افغاني نومي كتاب او ځينو نورو حواله وركول كيږي . قاضي عطااالله خان د دې نظريې لنډيز په دې تورو كوي : د پښتنو مورخينو په خيال كې پښتانه بني اسرئيل دي . د پښتنو عام عادتونه، شكل شباهب او طرز معاشرت هم د بني اسرئيلو په شان دي. او دا وخت هم د پښتنو په ملككې د ځينو كلو او غرونو نومونه د بني اسرئيلو د كلو او غرونو د نومونو په شان دي لكه خيبر چې د عربو په ملك كې د يهوديانو د استوګنې يو مشهور ځاى و، د پښتنو په وطن كې هم د افريدو او د شينوارو وغيره و د يوېعلاقې نوم دى . صدوم چې د قوميوسفزايي د يوې علاقې نوم دى . هم په دى نوم د بني اسرئيلو يو ښار مشهور و دغه شان لفظ « جليل » او « جلاله » ګد ليلې نه راوتي دي چې د فلسطين د يو مشهور جهيل نوم دى. دغه شان كوه سليمان، د سلمان عليه السلام چې د يهوديانو لوى باد شاه او پيغمبر و، په نوم باندې مشهور دى، عربو په ابتدا كې پښتنو ته «سليماني » ويل ، پښتنو د خپل ځان لپاره هميشه پښتون لفظ استعمال كړى دى ( قاضي عظااالله خان ، 1947 ( د پښتنو پخوانيو تاريخ پوهانو د نعمت االله هروي نظريه خپله كړې وه سيد بهادرشاه ظفر كاكا خيل چې د دې نظريي په نقادانو كې شميرل كېږي هم دا خبره مني او ليكي چې : « دې نظريې د درې ، درې نيم سوو كالو راهسې په پښتنو كې يوې منلې شوې عقيدې حيثيت اختيار كړي، او دنن نه څه څلويښت پنځوس كاله اګاهو ټول پښتانه د افغانستان استوګن وو او كه د پاكستان، هم په دې نظريه متفق و. اوس هم په پښتون ولس د عمومي كليې په ډول دا خبره مشهوره ده چې پښتانه د خالد بابا اولاد دى. ( ظفر كاكا خيل ، 1965 ع ). په اوسنئ وخت كې د رويتر (Reuter (د خبر رسولو اژانس د يوه خبر له مخې چې د دوه زرم عيسوي كال د اګست د مياشتې په 21 نېټه د ميګن ګولډن (Goldin Megan (له خوا خپور شويدي . - 55 - ويل شوي دي چې د اسرائيلو له اړخه په يوه څېړنه كې چې د اسرائيلو د قبيلو په باره كې چې 2700 كاله د مخه وركې شوې دي رابيلياهو اويخل (Avichail Rabbieliyahu (له خوا شوى ده راپه ګوته شوې ده چې پښتانه په افغانستان او پاكستان كې د بني اسرائيلو وركې شوې قبيلې دي( پرتله كړئد دېكتاب په پاىكې د رويتر (Reuter . (خبر د پƄتنو داریايې نسل نظریه : دا نظريه د ژبيوهنې څخه اوبه اخلي په ژبيوهنه كې د ژبې او نسل تر مينځ دا اړيكي په دې سوچ ولاړ دي چې د هر نسل خلكلومړى په يو ځاى كې استوګن وي چې يوه ژبه لري كله چې نورو ځايونو ته لاړ شي نو بيلې بيلې ژبې مينځ ته راځى چې د لومړنۍ ژبې خويونه ( خصوصيات ) پكې يوه اندازهپاتې كيږي. لدې كبله ځينې ژبپوهان وائې چې هغه ژبې چې يو بل ته ورته والى او مشابهت لري د يوه نسل د ژبې پورې اړه لري. د ځينو ژبپوهانو په خيال ارياپه نامه يو نسل په باختر كې استوګن و چې يوه ژبه ئې لرله چې د « ريك » په نامه ياديده. دا ژبه اوس بيخي وركه ده. دارياو څه برخه باختر كې پاتې شوه . يوه برخه د ايران او هند په لور ، بله برخه ئې د يورپ په لور لاړه ( ظفر كاكا خيل ، 1965 . ( چې دوه ژبې مينځ ته راغلې چې يوه « سانسكرټ » او بله د « زند» په نامه ياديده. په دېدواړو ژبو كې مذهبي كتابونه ليكل شوي دي او ـ زند ـ هغه ژبه د ه چې پكې د پارسيانو مقدس كتاب ـ اوستاـ ليكلى شوى دى( قاضي عطااالله خان ،1947 .(په همدېبنياد ځينې اروپايې پوهانو اريايي ژبې په دوو ډلو ويشي چې يوې ته ئې د ژبې هندو جرمني (German Indo (او بلى ته ئې د ژبې ايراني (Irani( ډله وائې ځينې ژبپوهان د پښتو سره د « ويد » او « اوستا » د كتابونو د ژبو د ټكو د پرتلې (مقايسې) په بنسټ وائې چې د ځينو ټكو ئې د پښتو سره ورته والى او مشابهت شته دى. له دې كبله پښتو هم د اريايې ژبو په ډله كې ده او پښتانه د اريا د نسل څخه دي. ځينې ئې د « اوستا» سرهپه مشابهتونو زور اچوياو پښتو زړهپاړسو ګڼي ځيني ئې بيا د « ويد » سرهپه مشابهتونو وا ورته والي زور اچوي او « اندو ژرمن » ژبو د ډلې پورې ئې تړي او ځيني ئې د « كوردي » ژبې سره نژدې والى ښايي چې « انډو ژرمن » د ژبو په ډله كې شميرل كيږي ځينې نور بيا وائې « چې پښتو ژبه يوه مستقله ژبه ده او دډيرې مودې نه د « سانسكرټ » او « زند » سره په ګاونډ او ژور تعلق كې پاتې ده ( » ظفر كاكا خيل ، 1965 .( د ژبپوهنې د دېلارې( ميتود ) چې د ژبو تر مينځ د مشابهتونو په بنياد د نسل پېژندګلوي كوي كمزوري پدې كې پرته ده چې د ورته والي او مشابهتونو په بنياد قضاوتونه تل سم نه وي. همدا خبره د هغه ليكوالانو لپاره اعتبار لري چې وايي په پښتنو كې د يونانيانو ، مغلو او تركانو نښې دي او د هغوې سره مشابهت لري يا ئې د هغويپورېتړلي او يائې ګډوله ګڼى ( ظفر كاكا خيل، 1965 .( - 56 - دا سې سوچونه پوهنيز بنسټ نه لري او كيدى شي د دې واقعيت څخه ئې اوبه اخيستې وي چې پښتانه د لارېپهسر پراته دياو ډير ير غلګر په دېلاره تير شويدياو دلته به پاتې شويوي. د پƄتنو د مستقل نسل نظریه : ځينې ليكوالان لكه چې د ژبې په برخه كې هم راپه ګوته شول، پښتانه د كومبل نسل پورې تړلي نه ګڼي او ځان ته مستقل نسل ئې ګڼي چې د لومړي سر راهسې د غور په غرونو كې اوسيږي( قاضي عطاااللهخان ، 1947 .( د پښتنو د نسل په هكله د نظريو ډيروالى د دې هڅې نه خالي نه بريښي چې د پښتنو د نسل او نسب پيژند تورتم شي. پد نظريو ه مينځ ته راتګ كې پوهنيز دود دا دى چې سړى پخوانۍ نظريه چې د يو څه يا شي په باره كې وي غطله په ثبوت رسوي، او بيا خپله متبادله نظريه وړاندې كوي يا ئې سمه په ثبوت رسوي او دخپلې څيړنې بنسټ ئې ګرځوي. دلته پوهانو او څيړونكو پوهنيز دود ته پاملرنه نه ده كړېاو بيلې بيلې نظريئې يوه د بلڅخه په ناپ يې لې توګه وړاندې كړي دي، صرف ظفر كاكا خيل د دې هڅه كړې ده چې پښتنو د بني اسرائيلو د نسل په نظريه دتورات او اسلامي تاريخپه حوالهسرهانتقاد وكړي. خو دا ئې نه ديويلي چې تورات ئې په كومه ژبه لوستلى او هم ئې كومه متبادله سمه نظريه نه ده وړاندې كړې چې د پښتنو د نسل پوښتنه روښانه كړي او د پښتنو د بني اسرئيلو د نسل نظريه په بنسټي توګه غلطه ثبوت كړي. په هر ډول سره مونږ په دې هكله زيات نه غږيږو او داخبره خپله تاريخ پوهانو او ژبپوهانو ته پريږدو چې سره كيني د پښتنو د نسلخبره سپينه كړيد قام حق ادا كړياو خپله زمه واري پوره كړي

کبیر ستوري

-
بېرته شاته