(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

افغان روښانفکرانو

[19.Oct.2020 - 20:56]

حبيب الله غمخور

د۲۰۲۰ ز کال داکتوبر ۸ مه 

 

اړينه ده چې نړيوال دافغان ولس دغميزي حل ته متوجه کړو!

درنو دوستانو! ستاسو اوهيوادوالو دحق اداکولو لپاره مې تېره شپه داکتوبر ۸ مه چې درخصتي شپه ددې ليکنې لپاره استفاده وکړه اميدواريم چې دقبول وړمو وگرځي اويایې په خپلو عالمانه نظرياتو نوره هم غنی کړئ .

افغان روښنفکرانو!

هرچيري اودنړۍ په هرگوټ کښي چي اوسېږی بايد په خپل ملي قوت او تاريخی رسالت اومصوليت پوه سئ!

دافغانستان دپرمختگ تاريخي بهيرته په کتوسره هر لوستونکی اوڅېړونکی پدې باوري کيږ ي چې دافغانستان داقتصادي،فرهنگي اوسياسي بهر پرمختگ دنړ يوالو دوزبرځواکو (شوروی اتحاداو امريکا)دنړيوالوگټودخپلولودسياليو قرباني سوو.افغانستان دخپل شتون له لمړۍ ورځې جيوپوليتيک اودنړيوالي څلورلاري ارزښت لرلوله امله دنړيوالو زبرځواکو دسيمه ايزو سيالو ميدان گرځېدلی،ځکه خودنړی ټول پرمختللی اوداقتصادي سياليوجوگه هيوادو نه غواړي په يوه اوبله پلمه دلته ددې ولس او هيواد سره يوډول اړېکي ولري  . په تيرونړيوالوسياليوکي دافغانستان روڼ اندي له امانی نهظت نه رانيولې بيا ترنن پوري دغر بی هيوادونودلاس وهنی اومدا خلي قربانی سوی دي. دليل داوو ،چي افغانستان په جغرافيايي لحاظ تربل هرغر بی هيواد دهغه وخت پخوانی شوروی اتحادته نږدي پروت وو اوپه رشتياسره دشوروی نظام دسياسي اوټولنيزو تغير ترتاثير لاندي راتلۍ اوسياسی خوځښتونه يې هم ترډيره بريده دشوروی نظام دسياسي جوړښت اونړيوالو هڅوتر تاثير لاندي راغلي، ځکه خو دغربی نړۍ په ځانگړې توگه امريکا لپاره دمنلو وړنه وه چي په افغانستان کي داسي مثبت اقتصادي ،فرهنگی اوسياسي بدلونونه راسي په کوم کښي چې دپخواني شوروی اعتبار لوړه  وي.همدادليل وو چي په افغانستان کي دهرمثبت بدلون پرخلاف حرکت دمذهب،دينی عقايدو او افغانی دود اودستورنه په ناوړه سياسی استفادې سره دغربی هيوادوپه نېغه مداخله  اولاسوهنه چې هغه دپاکستان اودپهلوی کورنۍ دحاکميت په وخت کي دهغوي لخوا اوبياکله چي ايرانی اخوندانورهبران یې له فرانسي نه ايران ته را صادرکړه دايرانی اخوندانو اوددې هيواددونو ددولتی چارواکو اواستخبا راتی ادارو په مټ پرمخ بېول کېدل اوداپروسه همدا اوس هم په يوه اوبله بڼه روانه ده اودزبرځواکوهيوادونوله گټوسره ددي دوگاونډوهيوادونو دچاروا کوگټې هم ورباندي ايظافه سوی دي

دبېلگې  په توگه هغه وخت چې غازی امان الله خان په سياسي،اقتصادي، فرهنگي اوپوځی برخوکي دهيوادجوړونې ته لاس ورواچاوه او دافغانستان دنړيوالو اړېکودپراختيا اومرستوترلاسه کولو اوجلبولو په موخه يې بهرملکو نوته خپله سفرونه پيل کړ،هغه دچاخبره ددې سفرولا نه وو راگرځېدلی چې دافغان ولس دبهرنيو دښمنانوپه لمسون دهغوي دروزل سوو نوکرانولخوا دمذهب نه په ناوړه سياسی استفاد ې سره،پر هغه دکافر ټاپه ولگول سول  اوددې ناروا اوافغان دښمنه تبليغاتوپه پايله کي پردې بريالی سول چې دا دافغان ولس اصيل بچی له هيوادنه فرارته مجبور کړ .

هغه عکسونه چې داعلحضرت  امان الله خان اودده دکورنۍ پرخلاف ورنه په تبليغاتوکي استفاده کېدل په لندن کي چاپ سوی وه اوپه کابل،ننگرهار، کندهاراوپکتيا کي په ځانگړي مهارت اوځانگړي تبليغ وويشل سول.

داچې ترهغه نه راوروسته دټولونهظتونواوحرکتونوپرخلاف دهمدې هيوادو داستخباراتی کړيولخوادهمدي مذهبی تبليغاتونه څومره ناوړه استفاده وسول اوافغان ولس دبې ځايه اوبې مفهومه غروردېگدان ته ورټېل وهل، دادئ ترنن ورځي دابېچاره ولس دسياسي واک دترلاسه کولوپه همدي لعنتی ديگدان کي سوځي.دټولنيز ژوندپه يوه برخه کي هم نه يوازي داچې دهمدې گاونډيانوسره سيالی نسي کولاي بلکي دنړۍ ترټولوشاته پاته هيوادبلل کيږي.

داچي په دولتي فساد،بې امنيتی،دهېرویېنو اوتارياکو په دوليدکي لمړۍ مقام لري داخوپرخپل ځاي پرېږده .

دغوناخوالوته په کتوسره ددې هيواد رښتيانی روڼ اندي اوملي شخصيتونه  بايد خپلو ملي مسوليتونوته جدي پام راواړه وئ.دملي يووالي اوملي تفاهم په روحيه،په  يوه اواز ديوه غښتلی ملي ځواک او قوت په توگه دنړيوالي ټولنې عام ولس چې بې تاثيره ندی اوهغو چي دلته په افغانستان کي زموږ ولس ته ددموکراسی ،ټولنيز عدالت ،اقتصادي غوړېدو وعدې ورکوي،پام راواړول سي اوداورته په گوته سې چې پدې دڅو لسيزوکي ستاسوناوړه سياست خودادی دبريا په پرتله دناکامی پرلوردرومي؟ هيواددجوړېدوپه پرتله دورانۍ په لور روان دی.دافغان ولس سره لويه جفا خوداده چې دوي زموږ دټولنې دټولنيز اوسياسي جوړښت نه درست اوسالم درک نلري اوپر هغویې تکيه کول اوتراوسه یې کړې کوم چې دشوروی نظام دشتون په وخت کښي ئي دشوروی دنفوذ دپراختيا پرخلاف په افغانستان اوسيمه کي روزلي وه.متاسفانه عملأ تراوسه داسي ښکاري چي امريکا اوامريکا پلوو هيوادونو دافغان روښنفکرانوپر وړاندي دپخواني سياسي تعصب پيروی کوي اودهيواد په سياسي بهيرکي یې څنگ ته ساتي.سره له دې چې نه هغه وخت او نه هم اوس ددوي درک اوفهم دافغان روشنفکرانو غوڅ اکثريت پر وړاندي دقيق اوکره نه وو.که امريکا اونړيواله ټولنه په رښتيا سره غواړي دافغانستان دې غميزي ته په معقوله بڼه دپاي ټکی کښېږ دي اړينه ده چې دافغان روڼ اندومرستې ته مراجعه وکړي اودهغوي نه دافغانستان ددې ستونزي دحل لپاره مرسته اوگډه همکاری وغواړي .

ددې ترڅنگ افغان روڼ اندي هم ملي اواسلامي مسوليت لري هرڅومره  چي ژرکيږي ټول سليقوی،غير علمي او غيرمنطقی اختلافات اوبې گټې نظرې او اړېکي  هيرې او دافغانستان دنجات اودې ولس ته دملي چوپړپه خاطرسره يواودنړيوالوسياسي ځواکونودعلمی اوسياسی تجريبونه په استفا دې سره دټولواختلافاتو او خپلي گوندي طرحي نه تيرديوې ملي سياسي اجماع( لوي سياسي کنفرانس ) په جوړېدوسره پداسي روحيه چې يودبل ته دغوږنيولو،طرحو اورېدلو اوسالم مشرتابه اوملي کړنلاري  ټاکلو لارخپله کړي  . پدې کنفرانس کښي بايد داسي کړنلاره تصويب شي چې دهيواد راتلونکی سياسي او اقتصادي خپلواکي ته درسېدولار لنډه اودبلي خوائې پلي کول ساده اودټولوملي خوځښتونواوعام ولسته دقبول اومنلو وړ وي.

ضرورنده چي موږ دهرکس اوناکس سره ددې په خاطرچي داهيواد د ز برځواکودسياليودبل سوی اورپه لمبوکي سوځې دملي گټودنندارچي په توگه دقناعت سروښوروو .موږ دخپل سياسي اوټولنيز ژوند رغنده اوسپېڅلی تاريخ  لرو .هغه ولس چې څوک یې ږغ نه اوری چي په سياسي اصطلاح ورته  ملت خاموش ياځوپ ملت وايي که پدې پوه سی چې ژوندته يې ضررنه رسېږې پوښتنه وسی دحقايقو په پوهېدوسره ستاسو پربغل درېږي هغوچي ځانته ئې سپېڅلي ويل اوس سرمايداران اولکپتيان دی.پدې ۱۹ کلن دولتي واک کښي يوځل بيا وآزمويل سول،ځکه خوهرڅوک پدې پوهيږي چې ملت ورنه کرکه لري.ټول افغانان ئې دسرپه سترگو گوری يوعادي بيسواد قوماند ان چي په پاکستان اوايران کي جوړسووپه اصطلاح  تنظيمونوپوري اړه لرل  اوس ميليارډردی،دخپلو بنگلو حساب نلري ،خوچي خبره راسي بيا ځانته مجاهد اودملت خواخوږی وايي.

 کله چي دپاکستان،ايران اوافغانستان بازارونوته راووزو نو وينو چي دمجاهد ينو اولادونه اوکونډي یې خيرات ټولوی اويا پرخپل ځاي سنگين ناست دي. خو ددې سوداگريز جهاد مشران چي دپردوپه مټ اوپيسه دپردو دموخو پلي  کولولپاره پرافغانانوتپل سوی وو اودي،په کابل،ډوبۍ،قطر،تاجکستان، ترکمنستان،ازبکستان ،ترکيه ،هندوستان،لندن اودنړۍ په يوشمېرنورو هيوادو نوکي قصرونه لري،دجمعې شپې په ډوبۍ اومنځنۍ اسياهيوادونوکي تېره وي.داچې دبهرنيانودسرمايې نه یې دانجوپه نوم څومره استفاده کړې يو خداي پر ې خبردی  .خوروښانه بېلگه یې داده چې دزبرځواکو اونړيوالی ټولنې دحساب له مخې افغانستان ته پدې ۱۹ کاله کي په سوو ترېلونه ډالر راغله خومتاسفانه ددوي اونړيوالو مؤسيسوداحصایو له مخې همدا اوس تر ((اوه )) ميلونه زيات افغانان دلوږ ي  ،غربت او فقر تر کچي کښته په بدترينو شرايطوکي ژوند کوي.دماشومانو د ژغورنې سازمان دمعلوماتو له مخې تر اوسه  تر۳٫۷ میلیونه زيات افغان ماشومان دناامنیوله کبله له ښوونځیو او تعلیم بې برخې دي  چې ۶۰ سلنه په کې نجونې دي.

ددې نازولو دنورو عياشيواوکړنو درسواکېدوپه خاطر به دقلم عفت دساتلو اوديوچاپرده کولوداسلامی اصولوله مخې ډډه وکړم .  

رښتيا،رښتيادی اوس له نېکه مرغه  هغه  بازار چې دشرق اوغرب په سياسي اوسيمه ايزو سياليو کي تود سوی وو او سو يوڅه ړسوی اودگټوترلاسه کولو شېوې یې تغېر خوړلی چي دډالروپه مټ یې افغان وژنې ته هغه درېگن خبره جهادويل کېده.دډالرو ليوال نوکران یې يوې اوبلي خواته لېږل اوس پري پوه سوی چي يو شمېریې دويته صادق ندي هرې خوا لاس اچوي ترڅو پيسې ترلاسه کړي،دوه لاسه او شل جيبونه لري.

 اوس دازبرځواک پدې پوه دی،که دخپلو موخولپاره دغو کسانوته اړتياپيدا سول نورانيول ئې ساده خبره ده ،چي ډالر وي دوي ورته دهر ډول خدمت لپاره حاضر دي .ځکه خو یې دتنظيمو پرخلاف طالبان راپورته کړه اوبيا يي طالب گوښه اوخپل پخواني روزل سوويوې بلې حلقې ته دولتي واک پلاس ورکړ اوداسي ښکاري چې بياطالب مطرح اوکه سبااړتياوه داعيش اونوري مذهبي ډلی رامنځته کول یې روښانه بېلگه ده اوراتلونکي پلانونه ښکاري ،خودابه وگورو چې نړيوال اوپه ځانگړې توگه اروپا ته ترکومه بريده نور دسيمه ايزو گټوترلاسه کولو په خاطردامريکاپلانونه دمنلو وړدي.

ځکه خو بايد تاسو افغان باشهامته اوآزمويل سووته مراجعه وکړم!

تاسو هغه افغان رو ڼ اندی اوپر وطن مين ليکوال،سياستوال اديبان او شاعران دي تل ژوندی او سرلوړي اوسي،کوم چې په رښتيا سره مو بېله هر ډول سيمه ايزو،قومی اوژبنی اړېکو نه دې زورېدلي ولس ته دخپلو امکاناتو له مخې خدمت کړی،يونه ميلونر اونه هم دبنگلو خاوندان سواست

وياړپه تاسوچي بيله کوم تعصب اوسمپتۍ نه مو دخپل ولس داقتصادي ،سياسی اوفرهنگی حقوقوڅخه دقلم او منطقوپه ژبه ملاتړ اودفاع کړېده. افسوس دهغو پرحال چې ستاسو پرخلاف پرتوردېگ مښل سوی تورلاسونه ستاسوپر پاکوجامو موږی،او له امان الله خانه تراوسه ستاسو پرخلاف هغه دانگريزانو زاړه اومنفور تبليغات کوي او په ډيره سپين سترگۍ ستاسو پر خلاف سياسي سوداگري اوشعارونه  ورکوي. جالبه خو داده چې دکافر پېژندل سوی نوکرانو مو په کفرمتهموي.خوله نېکه مرغه اوس افغان ولس ددوي پدې نوکرصفتو هڅو،دروغجن تبليغ اوپردوته دچوپړ په ټول تاکتيک اوموخو پوهېدلي دي

پدې باوری يم  چې ددې ډلو،ټپلو او اشخاصو په پوره پېژندگلوی سره به يوه ورځ ددې هيواد رښتيانۍتاريخ هرڅه رابربنډ اوقضاوت پرې وکړي  .

همدا اوس یې وخت دی،هغه چي په رشتيا نۍ بڼه ولس ته وفاداردي  بايد دخپل هيواد دکورنيو اوبهرنيو مخالفينوپر وړاندي خپل تاريخي رسالت سرته رسولو په موخه سره نږدې سي .

که په يوشمېرهيوادونوکي دهمدې زبرځواکو په مټ  د بخملي پسرلی په نوم   پاځونونه وه؟نوولي زموږ په هيوادکي دافغان انسان او انسانيت نه ددفاع په نوم  دملي نجات ،سولي،ثبات اوښېرازي لپاره ددې ملي ارمان سرته رسېدولپاره حرکت پيل نسی؟ 

 تاريخ ثابته کړې چې ددې وطن روښانه راتلونکی ته لوری تل روڼ اندو ورکړی،سره له دې چي پخوا دنړيوالوسياليوله مخې ددې لوري ورنکو پرخلاف  له بهرنه مخالفت را زېږېده ، اوس اميد واريو چي په نړيواله کچه ددغو هیوادونو ملي مترقي سياسي گوندونه اوبشري ټولني انسان او انسانيت ته ددرناوي اودويته دهوسا اوبسيا ژوند ورکولو دحق نه ددفاع پخاطر دخوارو اوشاته پاته هيوادونودهغه جملې زموږ اوستاسو دجگړه ځپلي ولس دملي سياسي حرکتونودهغو هڅوملاتړ وکړی کوم چي ددموکراسی اوتمدن سره بي ساري علاقه لري اوغواړي چې ولس یې د۲۱ قرن دعلمي غوښتنو اودموکرا تيکو اصولوپه بنياددژوندکولو قانوني حق ولري

زه اوبېشمېره افغان روڼ اندي پدي باوريو چې دافغانستان دنجات لپاره يوې  ځانگړي ملي پروژې طرحه کولوته اړتيا سته،کوم چې يوازي او يوازي دافغان ټولنې دخصوصياتواوددې هيواد داوسېدونکو دطرزتفکر پربنياد جوړه اوخپل سياسي کاراوفعاليت مخته بوزي .پکارخو داده چي هلته دټولوهغو لاسونه لنډ وي کوم چي په خوله يوڅه اوپه عمل کي بل څه کوي اودبلي خوانړيواله  ټولنه په افغانستان کي دپرمختگ بهيرنه په عملی بڼه دفاع او ملاتړ وکړي اود۱۴ پېړۍ په دوداو دستور ژوندکول پرافغان ولس تحميلولو اوله اسلام له نامه نه په ناروا استفادېسره په افغانستان کي دسولي ،دموکراسی اوټولنيز عدالت دپروسې دپلي کولوسره دمخالفت ډلي بې واکه کړی

ديوه داسي سياسی ملي ځواک دجوړېدو په هيله چې افغان ولس ته دکورنيو اوبهرنيو زبرځواکوله تورو منگلو نه نجاتوورکړي اودويته دارام ،هوسا او بسيا ژوند،کار،تعلم اوروغتيايي امکانوتوزمينه برابر ولوجوگه اودسولي ،ثبات را وستلودپروسې اواقتصادي پرمختگ سره پروسه دنړيوالو سياسي اوپر مختللو اصولو پر بنياد پرمخ بوزي. ومن الله التوفيق

-
بېرته شاته