(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دېوالي

[27.Oct.2020 - 15:48]

«دیوالي»

لیک: وکاس یوسپزی

دیوالي یو زوړ اریایي موسمي دود دی، چې هر کال د منې په موسم کې لمانځلی کېږي، خاصکر په هندوستان کې بیا ډېر په ګرمجوشۍ سره لمانځلی کېږي. د هندو ګروهه یو روایت دی

«کله چې رام شري چندر د سري لنکا فتح کولو نه پس د سېتا سره یو ځای ایودهیا ته راغللی' نو خلک ډېر خوشاله وو، کورونه یې له څراغونو څخه روښانه کړل

 

له دې نه پس اریایانو دا دود هر کال لمانځل پېل کړل؛ د وخت تيرېدو سره سره په دیوالۍ کې ترامیم هم وشول. لکه; د څراغونو روښانه کولو تر سنګ دیوالۍ ته نوي کالي ګنډل, د یو بل کورونه ته شېرینې لېږدول, د لکشمي پوجا کول, هټيوانو سره زاړې کاتې ختمول او نوی خلاصول, پټاخي ډزول او درمسالونو ته تلل وغېره شامل دي ـ 

 

د دیوالۍ دود پښتنو هم په تیرو نږدي وختونو پورې کاوه، د پشکال تیرېدو او د منې راتللو نه پس به دوۍ د کورونو نه دوړې سنډلې، د کوټې دننه ځمکې له به یې د خټو خاړه ورکوله، د کورونو کچې چنې به یې په خټو لیوولې، د وچېدو نه پس به یې ځای پر ځای د چونې سپين تپې کول او د کور ټول لوښې به یې وېنځل. وغېره ـ 

دهغه وخت د خلکو عام خیال وو' چې دا یو پخوانی او موسمي دود دی او موږ دا کارونه ځکه په دې مهال کې کوو چې په پشکال رنګا رنګه ګنګوټۍ او حشرات پیدا کېږي او په کورونه کې ګرځي' نو ځکه د منې د راتللو سره د کورونو صفایي ضروري شي. په دې وجه به دوۍ هر کال له په دې موسم کې خپل کورونه سهي صفا کول، شاید اوس هم ځینې پښتانه دا دود ترسره کوي' خو عموماً پښتانه ترېنه نابلده شوې دي ـ

-
بېرته شاته