(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دملنګ جان

[27.Oct.2020 - 16:18]

د ملنګ جان ادبي هلې ځلې

ډاکتر یاد / 27.10.2020

کله چې په ۱۹۴۷ زیږدیز کال کې پاکستان جوړشو نو دپښتونستان دآزادۍ مطالبه هم ډیره توده شوه. دا هغه وخت و چې په افغانستان کې د(ویښ زلمیانو )غورځنګ هم رامینځ ته شوی و او نورو شاعرانو او لیکوالو هم دپښتونستان دملي ازادي بخښونکي غورځنګ نه بشپړ ملا تړ کاوه

ملنګ جان هم دیوه ملي شاعرپه توګه دشعر اوشاعرۍ په پیلابیلو قالبونوکې دپښتونستان آواز اوچت کړ. دملنګ جان شعرونه ټولنیز، اخلاقي ، انتباهي او انتقادي اړخونه لري چې هم چا ربیتې لري ، هم غزلې ، هم بګتۍ ،

دارواښاد ملنګ جان لومړنۍ شعري ټولګه خوږې نغمې په هغه وخت کې دپښتو ټولنې دادبیاتو دڅانګې له خوا داستاد عبدالله خدمتګار بختاني په زیار چا پ شوه چې ارواښاد ملنګ جان لا ژوندی و.داټولګه درې برخې لري :

لومړۍ برخه یې ملي شعرونه دي چې دوه دیرش چا ربیتې ، پنځه شپیته لوبې ، شپږ بګتۍ ، اته پنځوس غزلې ، یو داستان او درې مقامونه جوړوي .

دویمه برخه یې اخلاقي ، ټولنیز ،انتباهي او انتقادي شعرونه دي چې دا برخه یې پنځه ویشت چا ربیتې ، نهه مقامونه او څوارلس غزلې لري .

دریمه برخه یې عشقي سندرې دي چې دري څلویښت غزلې ، اووه مقامونه ، دولس لوبې ، درې چاربیتې اودوه بګتۍ لري .

همداراز دملنګ جان په خط دده دشعرونو یوه قلمي نسخه هم شته چې دښاغلي استاد عبدالله خدمتګاربختاني په شخصي کتابتون پورې اړه لري .دغه قلمي نسخه ۹۲ پاڼې لري چې پکې ۱۱۵ غزلې ، چاربیتې او لوبې پکې شته . یو شمیر نورو کاتبانو او خطا طانو هم دملنګ جان شعرونه خطا طي کړي دي چې په دغو کاتبانو کې یو هم ښاغلی جوهر بهسودوال دی . ددغې خطي نسخې دپاڼو شمیر ۷۶ ته رسیږي چې زیاتره چاربیتې ، غزلې او لوبې بکې ځای شوي دي.

دملنګ جان شعرونه په اتحاد مشرقي ، پښتون ږغ. هیواد ، انیس ، زیري ، کابل مجلې او دهیواد په ډیرو خپرونو او سایټونو کې چاپشوي دي .

دارواښاد ملنګ جان ادبي هلې ځلې په پښتونخوا او سویلي پښتونخوا کې دپښتنو تر مینځ هم دزیات شهرت نه برخمنې دي .له همدې کبله دي چې دپښتونخوا او سویلي پښتونخوا پښتانه ژمن اږ متعهد  لیکوالا ن دده دشعر او شاعرۍ او دده دملي شخصیت درناوی کوي .

همداراز په نورو هیوادونو کې هم شاعران اوپوهان ملنګ جان دیو مشهورملي شاعر په توګه پیژني دبیلګې په توګه دروسیې مشهور افغان پیژندونکي ښاغلی نیکولای دوریانکوف ، میرمن ګراسیمووا او آغلې ګیرس پر ملنګ جان لیکنې کړي دي او دی یې یو هیوادنی او په خپلو خلکو او ولس مین شاعر بللی دی.

لنډه داچې ملنګ جان یو ملي شاعر و چې دپښتو تر څنګ یې په دري ژبې هم اشعار ویلي دي .

-
بېرته شاته