(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نیک عمل خان

[27.Oct.2020 - 16:53]

نیک عمل خان اف سخاکوټ ملاکنډ

لېونی خټک

د عوامی نیشنل پارټئ سابقه صوبائی نائب صدر او سابقه د صوبائی اسمبلې غړې نیک عمل خان په یکم مارچ ۱۹۲۸ کې سخاکوټ (خانانو کلی) کې د خدائی خدمتګار راحت خان بابا کره پیدا شوې وو -

د خپل کلی د سکول نه چه ې سبق ختم کړو نو بیا پلار ګورنمنټ هائی سکول تهاڼه کې داخل کو - هلته نه ې لسم پاس کو او بیا ې داخله په ایډورډز کالج پیښور کې واغسته او هغې نه بعد ې ایل ایل بی ډګری د پیښور پوهنتون نه حاصله کړه - د کالج ده وخت نه ې د باچاخان سره کلکه مینه پیدا شوه او د خپل پلار راحت خان بابا سره به د باچاخان هرې جلسې تلو او سیاسي ذدکړه ې شورو کړه - د ایوب خان په دور کې د بی ډی چئیرمین هم پاتې شو - د هغې نه بعد په ۱۹۹۰ او ۱۹۹۷ کې د عوامی نیشنل پارټئ په ټکټ دوه وارې د صوبائی اسمبلې ممبر هم جوړ شو - نیک عمل خان د خپل پلار راحت خان بابا په شان د باچا خان کلک ملګرې وو او ده هغوې سره ې یوځائ جیلونه هم تیر کړی وو

نیک عمل خان په خپله علاقه کې داسې سیاست کړې وو چه تر نن تاریخ پورې ې ده نورو پارټئ مشران هم منی او ذدکړې د پاره ورله حجرې راتلل - هغوی په سیاست کې خپل نوم او مقام د خدمت ده وجه جوړ کړې وو - خپله لمن ې ده هر قسمه داغ نه لرې ساتلې وه - اصولی سیاست به ې کوو - په خپله علاقه کې که ده پارټئ د سړی کار وو او که ده نورو پارټو د خلقو کارونه به وو هغوی به د زړه نه دغه خدمت کوو - د حجرې دروازه ې هر سړی د پاره کولاو وې -

روزانه اخبار کتل او د خپلو ملګرو سره د پارټئ په سر بحث ومباحثه کول د هغوی لویه مشغله وه

د علاقې هرې غم خادې ته ې کلکه ملا تړلې وه -

د نرتوب په دومره ختمه وه چه یو وارې فضل حق ګورنر ملاکنډ ته راغلې وو ټول د علاقې  سیاستدانان ې رابللې وو کله چه فضل حق خبرې شورو کړې نو خبرو خبرو کې یوه ملنډه د پیپلز پارټئ او ده باچاخان بابا باره کې اوکړه نیک عمل خان ورته پاڅیدو او ورته ې اووې چه ګورنر صیب د پیپلز پارټئ جواب خو د هغوی ملګری که درکوی او کنه خو د باچاخان بابا په سر جواب به زه درکم - نیک عمل خان ورته اووې چه ته یو سیکنډ د پاره اووایه چه زه ګورنر نه یم نو زه ستا سره اوس په دې ځائ حساب برابر کوم که ته زما نه د ملاکنډ نه ژوندې لاړې نو دا ګز او دا میدان - هغه وخت د فضل حق ګورنر لویه دبدبه وه بیا هغه ته داسې خبره کول خپل ژوند ختمه ول وو خپل جائیداد ګانړه کول وو خپل هر څه نیلام کول وو خو چه د نیک عمل خان د غیرت نه ډک وو او دغه خبرې ې ګورنر ته اوکړې نو فضل حق دوه خپلې او دوه پردې کړې د سټیج نه راکوز شو او پیښور ته واپس روان شو -

رحمت شاه سائل صیب وائی چه زه یو ورځ د نیک عمل خان سره د هغوی حجره کې ناست ووم راته ې وئیل چه داسې وخت هم مونږ تیر کړې چه کله مو پلار د باچاخان سره جیل کې وو نو د هغې وخت حکومت زمونږ جائیداد ضبط کړې وو او چه چرته به زه او ورور (ابوالحسن خانتلو نو ده څپلو اغستو وس هم زمونږ نه کیدو نو مونږ دواړو به د سپلمئ پاڼړې په خپو کلکې اوتړلې او منزل په لور به روان شو

د عمر تیریدو سره سره د هغوی صحت هم ډیر کمزورې شو نو بیا په 16 اکتوبر ۲۰۱۱ کې د زړه دوره ورته اوشوه او هغې نه وفات شو او ده سخاکوټ په لویه مقبره کې ې خاورو ته اوسپارو -

 

سائل صیب د نیک عمل خان شخصیت باره کې یو  څو شعرونه لیکلي وائی چه !

 

زه لیونې پښتون د لوئ خیبر په سر ولاړ یم 

په تماشه ده یو تصویر ده لر او بر ولاړ یم 

ده بیلتانه سیلئ راله که هر څومره مخ ورانه وي 

خو زه ده خوږ وطن ده هر غم په سنګر ولاړ یم 

 

زه ورته ده خپل اړخه دا شعر لیکم چه !

 

خادم چه په رښتیا شي څوک د ملک او د ملت

ملت ې پس له مرګه په مدفن فخر کوي 

 

الله دې د خاورو سره اوبخي

جنتونه ې نصیب شه

په ګور ې نور شه او فکر ې سمسور 

 

-
بېرته شاته