(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خاطره

[27.Oct.2020 - 16:56]

خاطره/ پېښور

لیک: بازمحمد عابد/ 27.10.2020

په ۲۰۰۲ ز کال د مارچ په ۱۲ نېټه مې د افغانستان لپاره د بي بي سي راډیو تعلیمي پروژو د نشراتو څانګه کې وظیفه پیل کړه او په ۲۰۰۳ کال زموږ ټول دفتر کابل ته راانتقال شو. زه هم ورسره راغلم.

په دې دوران کې زموږ دفتر ته یونسیار د بازګشت یا بېرته ستنېدو یوه پروژه هم ورکړه. دا داسې پروژه وه چې نوي کسان یې ورته جذب نه کړل، بلکې اکثرو ځوانو ښځینه او نارینه همکارانو ته یې مني ډسک ورکړل او هغه نر و چې له ایران او پاکستان څخه راستانه شوي کډوال پیدا او واکسپاپ ترې واخلي

د میاشتې په دوران کې هر همکار کولای شول چې شل واکسپاپونه یې خپاره شي او د هر واکسپاپ په عوض کې ورته لس ډالر ورکړل شي.

د دې پروژې لپاره زموږ یار محمود کوچی ایډېټر ټاکل شوی و. خو بیا هم زما نه یادېږي چې په کومه میاشت کې دې زما شل واکسپاپونه خپاره شوي وي.

په کومه میاشت کې به نهه، په کومه کې لس او په کومه کې یوولس خپرېدل، دا هم اصافه کارۍ کې غنیمت وو.

زه به هره میاشت له کابله پېښور ته تلم او اکثر وخت به له زاړه اشنا انجینر ستانه مېر زهیر سره همسفر وم.

یو ځل چې زه او انجینر صاحب دواړه په رخصت پېښور ته تللي وو، د انجینر صاحب زهیر زنګ راغی ویل یې:

- ستاسو د بازګشت خپرونې ایډېټر محمود کوچی پېښور ته راغلی، دانش خپرندویه ټولنه کې ناست یوو، وایي چې عابد راوغواړه.

ما تندي ته ټس ورکړ. له ځانه سره مې ویل چې اوس دې په پینځه شپږ زرو کې سر ماتېږي.

یوازې کوچی صاحب او انجینر صاحب خو نه دی چې سپوږمۍ هوټل کې پرې وریتې او لړلې وخورم، د دانش لالا دفتر کې ناست دي او هلته خو بیا د یارانو سم انډوخر جوړ وي.

پرې د مخه شوم او ورته مې وویل:

- انجینر صاحب، کوچی صاحب خو ستا همکار هم دی، تر ما د مخه یې ته موندلی یې، سپوږمۍ ته یې بوځه او وریته پرې ووهه.

انجینر صاحب مسته خندا وکړه او زیاته یې کړه:

- نه مړه خلاکه یې رانه په خولم کېږدي، حق الذامې تا ته حواله کوي او وریته به پرې زه خورم!

راشه کنه کوچی صاحب وایي چې د بازګشت د حق الذامیي لست نه یې نوم وباسم او مني ډسک ترې هم اخلم.

که څه هم ما سره پیسې وې، نورې مې کور پرېښودې یوازې زر روپۍ مې جېب کې پرېښودې، ما ویل چې قسم به ورته وکړم چې یوازې زر روپۍ راپاتې دي او دا هم سباته د کابل پورې کرایه ده.

کله چې ورغلم او له خپل پلان سره سم مې انجینر صاحب ته وضاحت ورکاوه، هغه نه یوه کړه او نه دوه.

کوچي صاحب ته یې مخ ورواړاوه او ورته یې وویل، عابد ته شپږ زره کلدارې ورکړه، چې معاش یې واخیست سل ډالره به نغد چغد درکړي.

کوچی صاحب دې هم خیر یوسې، ناراستي یې ونه کړه، شپږ زره کلدارې یې راکړې او ویې ویل:

مجبور یو چې در یې کړم، د مشر امر دی نو.

په دې ماښام نمک منډۍ کې د انحینر صاحب او کوچي صاحب په شمول دانش لالا، ذبیح شفق، انګار صاحب او دوه درې نورو ملګرو زما په غوښو ښه سټونه کړي وو.

-
بېرته شاته