(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خدائے بخښلے مائل

[31.Oct.2020 - 12:58]

خدائے بخښلے پروفېسر رب نواز مائل      ( 10 دسمبر 1935ء.........5 مئ  2017 ء)

                                                       طاهر بونېرے  پير بابا بونېر

     پروفېسر رب نواز مائل  د حاجى بهادر نواز په کور ( ترين محله لورا لا ئى )  کښې  په 10 دسمبر کال 1935ء کښې زيږېدلے  وۀ. د هغه  خپل  نوم  رب  نواز وۀ خو  په  اول  کښې به  يې  ځانته  ډاکټر  رب  نواز  اورکزے  ليکلو چې  د هوميو پېتهک او طب  معالج  هم  وۀ. دوي  په  قام  اورکزي  دى، مشران يې له تيراه  نه  لور الا ئى  ته  تلى  وو. د پښتو، اردو نامتو  اديبان  او  شاعران  ارواښاد  سعيد ګوهر، محمود اياز  او  شهزاد اورکزے  د مائل  صاحب  کشران   وروڼه  دي.

د ملازمت  په  سلسله  کښې  مائل  صاحب  په  اول  سر  کښې د کالج  لائبريرين  اولګېدۀ. وروستو  لېکچرار  شو  او  د ايسوسى  ايټ  پروفېسر  په  حېث ريټائرډ  شو. تر اولس  نيم  کالو  پورې  د انټر کالج  پرنسپل  پاتې  شوے  وۀ. هغۀ د خپل ملازمت  زيات  وخت  په  لورالا ئى  او  دکۍ  کښې  تېر کړے  وۀ. د ريټائرمنټ   نه  يو  کال  پس په  يکم  دسمبر 1996ء کوئټه  ته  په  مستقله  توګه  راغے  او  په  کوچه  قادر شهيد  سرکي  روډ ګوالمنډى چو ک  کښې   د ژوند  تر  اخرى  وختونو  پورې  مېشته  وۀ. په 5 مئ  2017ءيې  له  دې فانى  دنيا  نه  سترګې  پټې  کړې  او په  سيلز روډ  قبرستان  کښې  خاورو  ته  اوسپارلے  شۀ. په  ګور  يې  نور  شه.  په دې  قبرستان  کښې  د هغۀ  ورور  او  ورارۀ  د ارواښاد  سعيد ګوهر او دانيال  طرير  قبرونه  هم موجود  دي.

مائل  صاحب  د خپل  عصر  يو  نابغه  روزګار شخصيت  وۀ . زما په  خيال  د بلوچستان  په  پښتو  ادب  کښې  رب  نواز مائل او پروفېسر  راز محمد راز  دوه  داسې  د منفرد  اسلوب لرونکى  شخصيات  دي  چې  شعر  او  نثر  يې  په  خپله   نعرې  وهى  چې  زۀ  د چا  فن  پاره  يم.؟ 

د مائل  صاحب  په  حقله  محترم  سرور  سودائى  صاحب   ليکى  چې  “زۀ  کله  په 1966ءکښې د لکى  مروت  نه  لو الا ئى  ته  په  مستقله  توګه  لاړم  نو  دغه  وخت  به  د مائل صاحب  تخليقات  د پېښور  او کوئټې  په  ټولو  رسالو  او  اخبارونو کښې  چاپ  کېدل  او  مونږ به  ترېنه  استفاده  کوله. دا رنګه  د مائل  صاحب  او  سعيد ګوهر  په  ملګرتيا  کښې  زما  او  زما د نورو  ملګريو  روزنه  شوې  ده. “ د لور الائى  د مکتب  نامتو  ليکوال  لکه  خېر محمد عارف، عمر ګل عسکر، عبدالکريم  بريالے او سرور سودائى  رب  نواز  مائل  ته  د خپل  ادبى  او  روحانى   استاد  په  نظر  ګوري.

ګويا په بلوچستان کښې رب نواز مائل وړومبے سړے  وۀ  چې  د جديد  ادب  رده يې کېښوده او د خېبر  پښتونخوا ليکوالو سره  يې  هم  رابطه  ساتله. طاهر کلاچوى، ايوب صابر حمزه خان شينوارى  د مائل  صاحب  ډېر  نزدے  دوستان  وو. د مائل  صاحب  د دغه  دور د متحرک ژوند انداز د ايوب  صابر د رپورتاژ  “د کوهاټ  نه  تر  لور الائى  پورې“ او  د هغۀ  د يو بل کتاب  “جديد پشتو  ادب “نه  اندازه  لګېدلے  شي چې  د مائل  صاحب  شخصيت  او تخليقاتو  ته   يې  احترام   ورکړے  دے.

مائل صاحب  د تصوف  د لارې  لاروے  هم  وۀ . د خپل  پير  او  مرشد  عبد الله  جان  آغا مريد  وۀ. د پامسټرۍ  په  فن  ورته  هم  ښۀ  عبور  حاصل  وۀ. سور سپين  او  خنده  رويه  انسان وۀ  خو  د داسې  ډېرو  اوصافو  سره  سره  يو  بې  رحمه  نقاد  هم  وۀ. نو  ځکه  به  ترې  ډېرو  خلقو ډډه  کوله . د هغۀ  درې  شعرى  مجموعې  “د زړه غوټۍ“ زۀ  سړے  لکه  د ستورو“ پتهر کى ميلى  آنکهـ“  (اردو  شاعرى )  او  “ادب ، تنقيد او فکر “ د مضامين  په  کتابى  صورت  کښې چاپ  دي .خو  د اردو  پښتو  بلها  شاعرى، افسانې، ډرامې، تحقيقى  او  تنقيدي  مضامين  يې په  مختلفو  مجلو کښې   خوارۀ  وارۀ  پراتۀ  دى. 

مائل  صاحب  دوه  ودونه  کړى  وو  په  اولاد  کښې  يې  دوه  لوڼه  او  څلور ځامن  مير واعظ،  ميرحافظ،   مير حارث  او  ميرحاقان  شامل  دى . 

الله پاک  دې  ورته  جنتونه  نصيب  کړى  آمين.

د  رب  نواز مائل   د کلام  نمونه

 

زۀ  د  حقيقت  نوې  نامه  يم

  دا  چې  په  هېڅ  دود  نۀ  تلوسه  يم

 

هسې  ما  ته  نشته  هېڅ  يو  بند  هم 

هو کۀ  ځان  ته  خپله  پېکړه  يم

 

ما نه  مقامات  د  زړۀ  پوښتنې  څۀ

 زۀ  چې  لکه  واړه  په  ځان  زړۀ  يم

 

فکر  مې  لا ويښ په هر يو خيال دے

 دا څنګه نشه، څنګه نشه يم

 

تا نه  مې  کۀ  ويښه  د کار نۀ  وى

 تا نه  د خوبو  خو  سلسله  يم

 

ستورى، ونې، خلق  راسره  ټول

 خو مائله  بل  ځائے  زۀ  مېشته  يم

 

          ( د مائل صاحب  دا  کلام   د درې  مياشتنۍ  “ګلبڼ“  اګست ، ستمبر 1999ء نه رانقل کړے شوے دے)

-
بېرته شاته