(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پهلوان

[31.Oct.2020 - 15:32]

 پهلوان

ليک :- رشيد احمد

دپهلوان دنامې سره ذهن ته ډير پهلوانان رامخې ته شي۔ لکه ګاما پهلوان، محمدعلي پهلوان، انوکي پهلوان۔ دپهلوانانو يوقسم هغه دے چې يوپي خلک ورته وائي اوهغه  چې دچا بچي ګڼ وي او ډير وي نو هغه ورته پهلوان وائي چې دوئ  ټؤله ورځ کشتيانې کوي ۔ په دې پهلوان پورې راياد شو يوځل مې دچا سره کاروو نو يو ماشوم مې کورته ورواستولو چې غږ ورته اوکړي ۔ هغه ماشوم څه ساعت بيرته راغلو نو ماورته اووې تاورته غږ اوکړو وې نا ۔ ماوې ولې ؟ نو ماشوم وئيل چې زه په وره کښې ور ښکاره شوم  نو هغه خپلې مور له دکور په غولي کښې په پرزولو ورغلو او دواړو په يوبل زورونه کول چې خپله مور ئې راوپرزوله اوزه ترې  راوتختيدم ۔  ددغه موصوف مور مړه وه ۔ ۔۔ ۔ ۔  ۔۔۔خير راګرځو خپلې خبرې ته   -:

زۀ چې دکوم پهلوان ذکر کوم نو هغۀ دکشتۍ دميدان يا د کاړې   دميدان دميدان پهلوان نه دے اولوستونکي اودوستان  ئې دادب لوبغاړے ګڼي  او اوس خو د ادب  بابا شوے  هم  دے ځکه چې ده دپښتوادب کښې  هم  يو جرنيل پيدا کړے دے او دبابا ګانو ټاکلو لپاره ئې شرائط په خپل کتاب "دچنچڼو توت" کښې مقرر کړي او ليکلي دي چې يو خو هرچاته بابا وئيل نه دي پکار يو څو زاړه  باباګان  شته  ګزاره  پرې کوئ  خو زمونږ ليکوال چې څوک په صحي ډول قدرولے اوارزولے نه شي نو زر ئې بابا کړي ځکه چې هيڅ پرې نه لګي اونه پکښې څه تاوان وي۔ ځان ورته يو لوئې شخصېت ښکاري اوپه دې نرګسيت کښې وي چې زه چاته بابا اووايم نو دا  لوئي کار دے چې زما په پروفائيل به اوليکلے شي  اوبل په سپينه ږيره د حميد بابا دوينا مطابق عشق کوټۀ روپۍ کيږي خؤ څوک پرې بابا کيږي نه ګنې ډيرو له غارمو ږيرې سپينې کړې دي خو څوک ورته بابا نه وائي۔  ځه د هرچا خپله خوښه ده د بيتاب صېب خبره وائي دعلي مولا کاړه ده اوهرچا ته حق حاصل دے چې ځان وازمائي ۔ خو زۀ دې ښاغلي ته بابا نه وايم زۀ ورته پهلوان وائيم  او  دے هم  پهلوان ۔ که تاسو ورته اوګورئ نو دا ښاغلے په ونه اوجوڅه دښو ښو پهلوانانو نه غوره ښکاري لکه وجود ډير دنګ هم نه دے لکه چې د باسکټ  بال لوبغاړي  ته پکار وي لاس دومره اوږده هم نه لکه چې د باکسنګ د پاره غوره ګڼلے شي او په ونه دومره چيت هم  نۀ چې دچيتو په  ډله کښې ئې واچو اود نورو پهلوانانو په  پښو کښې لوغړيږي ۔ ښه متناسبه ونه کوټلے وجود مضبوط لاسونه ، پښې ئې هم ښې مظبوطې دي ۔ وروزې ئې ښې ګورې دي ورسره پلن غونډ مخ اوښه ببره ږيره چې موټے خؤ نه ده ولې لنډه بوچۍ هم نه ده ۔ خو اوس چې عمر تيريږي نو لکه چې  پښې ئې دبدن نور اوچتولو اوګرځولو نه  ورو ورو ځان راکاږي  او په زغل کښې ئې مرسته نه کوي ۔ زۀ خو وائيم چې که داښاغلے شاعر،ا ديب اوليکوال  نه وے نو ښه کامياب اونوموړے پهلوان  به وو او څوکنې به ئې هم  په نورو پهلوانانو ورپيژندلې وې ۔ دالله په فضل اوکرم دامحترم دپښتو ادب لوبغاړے او پهلوان دے چې مور پلار ورله دګل محمد نامه خوښه کړې وه او دۀ  ځانله دخپل فطرت مطابق  پخپله د "بيتابنامه خوښه کړي  ده اوخلک ئې هم  په  دغۀ  نامه  پيژني او په ژؤند کښې ئې "بې تابي" جوته ليدے شي ۔

هوښياران  وائي چې د نامې  په بنده خامخا اثر وي ۔ اوداښاغلے هم ددې قائيل دے اوپه ابجدو ئې حساب کتاب هم اوباسي۔  دحمزه شينواري  بابا سره ئې ډېره مينه ده چې يو خو ئې هم قامه دے او بل ډير ښه شاعر وو او دے ئې په نزدې کسانوکښې شمارلے شي ۔ ډير شعرونه  ئې ورته يادي ۔کيدے شي ټول کليات ئې ورته ياد وي خو حال نه وائي ځکه چې بد نظر هم شته کنه ۔۔ دحمزه بابا سره سره دهغوئ دبرخوردار مراد شينواري هم ډير معتقد دے ۔ حمزۀ اومراد  دواړه اور او اوبه دي يعنې حمزه بابا به په فخر ځانته ابوا لمراد وئيلو  ولې که  حمزۀ بابا رجعت پسند اوقنوطې سره سره صوفي هم وو نو مراد بابا  دکميونسټۍ دوروستي حده پورې ترقي  پسند وواو تر مرګه په خپله نظريه کلک ولاړ وو۔ لکه دافلمي سندره ئې ډيره مشهوره ده

"دچا قسمت کښې راحتونه په دلو پراته وي          دچاپه زړۀ کښې ارمانونه په سلګو پراته وي

دچا جونګڼه پکښې نيشته دے دتيلو ډيوه        خواره قسمته په تيارو کښې به ترڅو پراته وي"

  اوس زمونږ داپهلوان د چا ډير معتقد دے اود چا په ډله کښې شامل دے دا فيصله ګرانه ده البته زمونږ په دې پهلوان کښې د دواړو خوبۍ موندے شي اوشته  پکښې لکه دتصوف په لاره ئې دتګ کوشش کړے دے خو بيا ئې په نيمه کښې لار بدله کړه او دمتشرعينو ملګرے شۀ ۔ دغه حال زما هم وو چې په يوه زمانه زۀ هم دتصوف په لار په منډه ووم  خود پيرئ مريدئ قائيل نه مخکښي قائيل ووم  او نه اوس ، ولې چې کله راباندې دامنکشف شول چې په تصوف کښې دشريعت نه دڅنګ کولو خطره ډيره وي  نو ترينه په ډډه شوم اودغه حال دبيتاب صيب دے چې کله ورته واضحه شوه چې دادشريعت سره سمون نه خوري نو ځان ئې ترينه په ډډه کړلو۔ زما اوددوئ دافرق دے چې مادتصوف هر کتاب چې په لاس راتلو نو لوستلو به مې اورڼا مې ترينه اخيستله اودوئ په صوفيانو اوپيرانواو ګرځيدل  عملي مشاهده ئې دساليکينو اوکړه خو اخر زمونږ ددواړو نتيجه يوشان راغله ۔ يعنې دتصوف نه لاس په سر شو ۔ خو داښاغلے اوس هم دپيرانو سره تعلقات لري ۔ بلکې ځينو خوورته دبرخې ورکولو لالچ هم ډېر ورکړے دے لکه چې داهرڅه هغوئ ته په ميراث کښې پاتې وي اوخلکو له په کښې برخې ورکوي خو دے ترينه انکاري  شوے دے ۔ نوپه د ې لړ کښې دحمزه بابا په اسرار اورموزو ښه پوهيږي۔ د اوهغه دادب  ښه پوخ معتقددے خو دعقيدې نه ئې ويزاره ښکاري اودغه حال دهر متشرع اديب دے ۔

هر زلمے دځوانۍ په وخت دنيا او دکائناتو په اسرارو اورموزو ځان پوهه کولو لپاره په کتابونو،تصوف او ددې هرڅه په مبدا يعنې دعشق په درياب کښې غوپې وهي لکه چې وائي

چې غوپې پسې وهې په لاس در شي

چاوئيل چې په درياب کښې ګوهر نشته

نو دۀ هم دغه درياب کښې غوپې وهلي دي په پيرانو بابا ګانو اومزارونو ګرځيدلے ۔ ۔نور ددې لارې ملګري ئي هم وواوکله يواځې کله ددغه ملګرو سره ئې په استانو ،مجذوبانو اوليونو حاضري لګولې ده چې ځينې ډير دذکر وړ بې لباسه ليوني ئې هم ليدلي دي اودهغوئ کارنامې اواسرار يه مشاهده کړي دي دهغوئ ۔۔۔۔۔۔۔۔۔ ۔ ۔ ۔  ئي هم ليدلي دي خؤ ده ترينه څه فيض موندلے نه دے اوددغۀ خلکو ډيکوسلې ئې دمعرفت په سترګو ليدلي دي او دغه رنګ ددې خلکو نه ويزاره شوے دے اوپه دې درياب کښې  ئې زما په خېال د عشق حقيقي ګوهر ترلاسه کړے دے په نتيجه کښې ئې قران کلک اونيوو۔اود غير متشرعينو نه ئې ځان خلاص کړو۔دعشق مجازي په خېټه کښې ئي حقيقي ملغلرې بياموندلې اودقناعت پړے ئي راټينګ کړو۔تصوف پخپله لوئي علم دے څوک چې په دې لار ځي نو خڼډان پکښې ډير دي اوتيروتنې پکښې هم شته۔ دحقيقت يوه لار ده نورې ټولې  ګمراهۍ پله ځي۔ زه پخپله وايم  اوداولينو متصويفينو چې متشرعين هم وو اوددې لارې سالکان ،محقيقين اومشعل بردار وو هغوئي دپير اومرشد ډيکوسله غندلې ده ۔هغؤئي دقراني علومو په رڼا کښې دحقيقي رڼا لټون کړے دےمراقبې شوي دي په روحاني سترګو ئي ننداره کړي ده، دنبې عليه سلام دتعليم په رڼا کښې تلي دي۔ دفنا في الشيخ مشرکانه اوګمراهانه تصور ئې غندلے دے۔ ځکه چې د صحي مونځ لپاره خضوع اوخشوع وړومبے شرط دے يعنې دالله نه سيوا به بل څوک مخې ته نه راولې ولې داځينې خلک وائي چي ما يعنې خپل مرشد په ذهن کښې راوله اوفنا في الشيخ رتبې ته اورسه ۔۔۔۔ اوياد اجمير ولي  په تصور کښې راوله  ۔۔۔ نوچې يو سړے په مانځه کښې دالله په ځاے انسان مړ يا ژوندے په ذهن کښې راولي نود هغه مونځ دالله مونځ  پاتې نه شو۔۔۔ ۔بهر حال دهرچا خپله عقيده ده خؤ دمطلب خبري له راځو چې بيتات صېب دغه راز اوموندلو نو هرڅه ئي پريښول  دمجازي عشق نه ئې لاس واخېستل او دالله اودنبي دلارې لاروے شو چرته چې دنياداري بقدرې ضرورت وي يعنې دخپلو ضرورتونو لپاره کوشش اونور چې څه الله ورکړي قناعت پرې کوي۔خود داري نه پريږدي اوخپل ژوند کوي۔ 

زمونږ دا ملګرے او پهلوان چې کله تاسو اوينۍ نو پينڅې ئې داسې پورته کړي وي ته به وائې چې د چا اشر يا غوبل له روان دے ۔ اوپه دغه لړ کښې د ځينې تبليغيانو او ملانو د ډلې  ګمان پري کيږې اوډير خلک ورته اميرصيب وائي اوپوخ تبليغي ئې ګڼي ۔ ورسره ئې ديني علم هم ښه پوره حاصل کړے دے او دډيرو نه ورته الله ښۀ علم ورکړے دے هغوئ زباني اودے باعمله دے۔  په قران ورته الله پوهه ورکړې ده اواحاديث ئې لوستلي اواود قران اواحاديثو دورونه  ئې هم کړې دي اوښۀ ګډون ئې پکښې کړے دے دچا مسلک ته ئې نه دي کتلي دهر عالم نه چې ئې لاس بر شوے دے  علمي فيض حاصل کړے دے۔ دابلاغ په ژبه هم پوهيږي نو چې د ديني علم سره دا خؤبۍ ملګرې شي  لاغوره او په ابلاغ اوخبره په اسانو اولنډو ټکو کښې درسولو دپاره غوره شي۔ نو ځکه ډير خلک ئې په دغه ذکر شوو ډلو کښې اچوي ۔ خو چې ددوئ وهلې بډي اوورسره تګ اوچال ته په غور سره زير شې نو داسې به درته ښکاره شي  چې لکه په منډه اشر له روان وي۔ ولې دپښو ناروغئ ئې اوس دغه چال لږ کمزورے کړے دے ۔دديني علم په حصول کښې بل څه په خاطر کښې نه راولي اودين خوروي هم تبليغ کوي،ديني مسائيل حل کوي۔دقران او احاديثوپه رڼا کښې دمسئلې حال راوباسي۔ دموضوع اومنسوبو احاديثو نه هم خبر دے۔ اوکوشش کوي چې ددې ابلاغ اونه کړي۔ ځينې خلک موضؤع اومنسوب احاديث بيانول داعمالو دفوايدو پهحقله غؤره ګڼي۔ ولې منسوب اوموضؤع چې دنبي عليه سلام نه ثابت نه وي نو په بهتان کښې ئي ځينې علما اچوي نو ځکه غؤره کار نه تسليميږي۔ ددې پهلوان دعلم تنده ئې دوخت سره سړه شوې نه ده لا زياته شوې ده اوعلم که دهرڅه وي حصول ئې غؤره ګڼي۔  ځکه چې علم دمعرفت لار ده اودنبي وراثت دے اودا ښاغلے ئې هم داسې ګنې اوعمل پرې کوي۔

هسې د دې مليانو اوتبليغ يانو سره مماثلت يا مشابهت ئې ديوې سياسي معروفې ډلې سره يوشان والے پيدا کړے وو په دغه وجه ډاکټر پروفيسر اقبال نسيم خټک پوخ ممبر،متفيق،رفيق او کارکن ګڼلو اوتردې چې اکثر به ئې ورته ګيله کوله چې ته مشر ته ځما ګيله اورسوه چې ماته هغه مقام راکړي۔اوس هغه دکوم مقام دسياسي پارټۍ نه متقاضي وو داخو هغه ته پته وه اوکوم مشر چې ئي يادولو نو هغه سره به ئې کوم وخت ليدل کتل کول چې دے پخپله په يونيورسټۍ کښې پروفيسر وو ولې بيتاب به ورته اوخاندل اوترمرګه ئې په دې پوهه نه کړو چې زه سياسي کارکن نه يم صحافي اواديب يم  اوددغه ډلې سره مې هيڅ نسبت تناسب نيشته  ۔ولې هغۀ به ورته هرځل دغه تکرار کولو۔ په دې اخري ورځو کښې ئې ورته په بين السطور کښې په هغۀ په يومضمون کښې خپله مدعا بيان کړې وه اوڅه نيمګړے سپيناوے يې کړے وو خو موصؤف  تراخره تمه کوله چې ته هغه مشر ته اووايه۔۔۔۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔  ۔ 

دا ښاغلے ځانته" بيتاب" ولې وائي داتپوس ترينه چرته ما نه دے کړے خو چې دکله نه ئې پيژنم نو دغه نامه ورسره تړلې ده اودشعرونو يومجموعه ئې د "قافلېپه نوم خوره شوې ده  چې تر کافي حده پرې رڼا اچوي اواسم بامسمیٰ  ئې ثابتوي۔ نو دغه تخلص ئې اوس پيژندګلوه ده اوشايد چې په يوازې ګل محمد به ئې څوک اونه پيژني خو که دبيتاب سره ګل محمد اونه وائې نو هم ئې خلک پيژني۔ اوبيتات خو دے۔ دعلم بيتاب دے ۔ دمحنت مزدورۍ بيتاب دے ۔ دعلمي بحثونو بيتاب دے چې چرته وي نو ځان ورته رسوي۔  اوس نوکه تاسو ددې نامې وجه تسميه بل څه اخلئ نو زه درسره اختلاف نه کوم هر انسان کله نا کله بيتابه شي۔ ۔۔۔ ۔ ۔ ۔ ۔  او دے هم مونږ ددغه مرتبي نه جدا کولے نه شو۔ ديني متشرع عالمان ئې تر دې حده خوښ وي چې دهغوئ دخبرو اوريدلو لپاره لرې لرې ځايونو اومجلسونو ته ځي اوهرقسمه تکليف برداشت کوي۔ دځينې عالمانو دتقريرونو اوريدلو لپاره دجمعې شريفې دمانځه لپاره لري لري جماتونو ته په سخته ګرمۍ کښې ځي۔اودغه ئې دبيتابۍ بله درجه ده۔

بيتاب صيب  په ځوانۍ کښې دپوليس نوکري هم شورو کړې وه ولې بيا ئې پريښودله ۔ ددې وجوهات چې هرڅه وو خو يوه مهمه وجه ئې داوه چې وئيل ئې چې حرام  نه کوې نوګزاره پکښې نه کيږي او دۀ حرام  نه  خوړل نو ځکه ئې ترې هډو ځان بې غمه کړو۔۔ صحافت ئې شورو کړو اوتر ننه صحافي دے۔ ډير ښۀ صحافي دے اوخپله بيتابي ئې تر کافي حده کمولو کوشش کړے دے ۔ په صحافت کښې ئې دادب ښۀ خدمت کړے دے ۔ دهرڅه نه علاوه ئې داديبانو دانټرويوګانو يوه سلسله  شورو کړۀ اود ډېرو نوموړو  ليکوالو  شاعرانو اديبانو سره  ئې مرکې اوکړې۔  دوخت تيريدلو سره دهغې اهميت دومره زيات شو چې اوس په هغه زړو اخبارونو پسې ګرځي اوهغه خپلې مرکې راغونډوي چې کتابي شکل ورکړي ځکه چې هغه خلک خو اوس نيشته اواهميت ئې لا ډير زيات شوےدے۔ په دغه مرکو کښې ليکوالو اديبانو ډير عجيبه عجيبه معلومات دادب مئينانو ته وړاندې کړي دي۔ددغه مرکو يوه لويه برخه ئې راغونډه کړې ده اوکتاب شکل ئې ورکړے دے چې چاپ ته تياره ده۔ خو کله به پرنټينګ پريس ته ځي دا پته نه ماته شته اونه دادب دې پهلوان ته پخپله۔۔۔۔۔۔ ۔ ۔ ۔ ۔  ۔

دې پهلوان دادب د نورو اصنافو په شان په ډرامه نويسۍ کښې هم پوره کمال حاصل کړے دے۔ اوچې کومه موضوع ورکړې يا څه خيال ورته بيان کړې نو دے ئې سبا له په ډرامائي شکل کښې ليکلے راوړي ۔ مزاحيه ډرامې  هم ډيرې  ښې ليکي اودريډيو لپاره ئې دسنجيده ډرامو نه علاوه ښې ښې مزاحيه ډرامې ليکلي دي۔ چې اوريدونکو ترينه ډير خوندونه اخيستلي دي۔ دغه ډرامو کښې اکثرې هم ما پروډيوس کړي وې۔ که دغه په کتابي ډول اولس ته وړاندې شوي نودژبې سره سره به دادب خدمت هم اوشي۔اولوستونکي به ترينه خوندونه و اخلي۔ په پښتو کښې هسې هم مزاحيه ليکونکي دنيشت برابر دي۔ ځينې خو تشې لطيفې را اخلي اوهغه ډراماټائز کوي      ۔ په دې لړ کښې زما تجربه ډير ترخه ده اوچي څومره ډرامې پروډيوس کړې وي نو هرليکوال ته مې دهغې يوه کاپي ضرور ورکړي ده چې داځان سره اوساتئ پکار به مو راشي۔ اوريکارډنګ ټول محفوظ دے۔ هغه ډرامې يا پروګرامونه چې ادبي اهميت نه لري اوديوخاص مقصد په رڼا کښې ليکلے شوې وې نو هغه دنشر نه پس مونږ ختم کړي دي۔ بيتاب صيب سنجيده اومزاحيه دواړه قسمه ډرامې ډيرې زړه راښکونکې ليکي۔ ددې سره سره په الميه کښې هم ماهر دے۔ ددې سره سره ئي مزاحيه مضمونونه چې پښتو کښې ورته تکل وئيلے شي "دچنچڼؤ توت" په نامه خؤاره شوي دي۔ په شخصيت نګارۍ کښې هم کمال لري اود"څهرو" په نامه يوه مجموعه ئي چاپ ده۔ دخاکو هم ماهر دے۔ خاکه هم يو قسم شخصيت نګاري ده اوپه دې فن کښې دخپل ځانګړې اسلوب خاوند دے۔  ځينې خاکې ئي په اخبارونو ،مجلو اونيټ خورې شوي دي اويوه کتابي مجموعه هم لري چې چاپ اوس اوس چاپ شوې ده  او زربه ستاسو په لاسو کښې وي۔ دغه دخاکو مجموعه ډيرې ناوياته خاکې لري۔ دخاکې ليکوال چې خاکه ليکي نو هغه دشخصيت دهر اړخ جاج اخلي اودخپلې موضؤع (په چا چې خاکه ليکي) دقدر اوقيمت تعين هم کوي اوداسې دهغه چا دوقعت اودنورو سره سره موازنه په غير شعوري انداز اوکړي اوپه خپلو ملګرو کښې  ورله مقام ورکړي۔  ددغه کتاب له برکته ماته هم خپل مقام معلوم شوے دے چې دچانه مخکښي يم اوپه چا ورپسې يميعنې وقعت يا قيمت ورته وئيلے شو اويا اوقات هم ورته وئيلے شو چې دچا نه کم اودچا نه زيات دي۔داکار دليکوال نه اکثر غير شعوري کيږي۔ اوپه تذکرو اوشخصېت نګارۍ کښې ليکوال ددې مشکل سره مخ وي،کله ئي دنامو دابجدو په ترتيب ځايوي اوکله دپه ټؤلنه کښې دمقام اوپوزيشن له کبله اوکله کله دليک دوخت اوترتيب سره ۔ هر څو که بيتاب صېب ئې په شورو کښې وضاحت کړے دے چې داخاکې درتبې اومقام اووقعت په ترتيب نه دي۔ نه دعمر او دڅه بل څه ولې بيا هم چې عام قاري يا لوستنکے ئي په لاس کښې اخلي نو هغه به ارو مرو اول دغه ترتيب ته ګوري۔  دااحساس ددوئ سره پخپله هم دے اوځکه ئې اول وضاحت اويادګيرنه کړي دي په خپل خيال ئې ځان خلاص کړے اودذمه وارۍ نه ځان مبراګڼلے دے ولې داسې کيږې نه  ۔ بيتاب صېب په خپله دروند دے اودنورو عزت کوي اودرنوي ئې۔

ددې نه علاوه تحقيقي اوپه اسلامي موضوعاتو هم مونږ فيچرونه ريکارډ کړي وو چې مسودې مونږ محفوظې کړې وې اواوس په کتابو ډول چاپ شوي دي اودلوستونکو نه ئې داد اخيستلے دے ولې متاسفانه دغه مسودې ماټؤلې ورکړې وي خو ددوي نه بې ځايه شوې چې دنورو سره دامام جعفر صادق اودامام ابن حزم دوه مهمې مسودې دچاپ نه پاتې شوې دي ۔ډغۀ پروګرامونه دتيارولو په وخت هم ما ډېر اهم ګڼل اوډيره خواري مو پرې کړې وه اوپه موادو راغونډولو مو ځانونه ښۀ ستړې کړي وو۔دغه پروګرامونه اوکتاب دعام مسلمان لپاره ډير غؤره دي ځکه چې داحاديثؤ په مجموعو لکه بخاري شريف،ترمذي شريف اوداسې نورې مجموعې اودمسلکونو امامن لکه امام ابو حنيفه،اما شافعي اونور وپه حښله مو مختصر ،جامع اومستند معلومات وړاندې کړي دي اودګۀ کتوب ونه دهر چا دپاره غؤره دي۔ اولوستونکو ډير خؤښ کړي دي۔ 

بيتاب يو ښۀ دوست اوملګرے هم دے۔ دخپلې پهلوانۍ داوصولو ډير خيال ساتي۔ ډير ځيرک اوتيز نظر لري۔ ورسره ډيره ښۀ حافظه لري۔ چې څه ئې يوځل په مشاهده کښې راشي نو بيا ترينه نه هيريږي اوقلم ته ئي سپاري۔دکومو خلکو خاکې چې ئې ليکلي دي نو ډيرې باريکې نکتې يې بيان کړي دي۔ اودمصلحت نه ئې پکښي کار نه دے اخيستلے۔  پښتون دے اودپښتنو په کلچر ئې ښه ژور نظر لري۔ دسترګو رنګ ئې شينکے مائيل تور دے او سترګې ډيرې غټي نه دي خو کچې هم نه دي اودهوښيارتيا اودشخصيت دځيرکتيا غمازي ئي کوي۔

بيتاب صېب دريډيو دصحافت نه علاوه په پرنټ ميډيا کښې هم ډير کار کړے دے۔اوپه مختلفو روزنامو اوهفته وارو اخبارونو کښې خدمتونه ترسره کړي دي۔اوپه صحافت کښې ئي هم دادب اوديبانو خدمت کړے دے۔ دډيرو نوموړو سره يې مرکې کړې دي اودصحافت داصولو ئي ډير خيال ساتلے دے۔۔دخاصو خاصو خلکو سره ئې تعلقات ساتلي خو څه ذاتي فايده ئي ترينه نه ده پورته کړې۔ دهر اديب اوشاعر قدر عزت کوي دمرتبې قائيل نه دے نو ځکه لوئې واړه کمزوري زورو سره ئي يو شان تعلق ساتلے دے دهرچا غم ښادۍ ته ځان رسوي۔ وضعدار دے اودپخوانو ملګرو ډير خېال ساتي چې يو اړخ ته لاړ شي نوګوري چې دلته څوک څوک دي اوليدل کتل ورسره ممکن دي اوداسې کوشش کوي چې ټول ملګري اوويني ۔

لکه دپښتنو ليکوالو ښه پوخ نسواري دے اوچې نسوار توکي نو ساعت تيرنه وي چې بله چونډۍ خلې ته واچوي۔ ښۀ ډير نسوار ئې لګي۔ بله څه نشه نه کوي۔ ددې نسوارو ورته ما څو ځله وئيلي دي ولې هغه وائي چې بې نشې سر خودکدو وي نو ځکه ئې دپريښولو  سوچ نه کوي۔ بلکې يوه واقعه وائي چې يوسړي نسوار نه کول خؤ په بوډا والي کښې ئې په غاښ دړد شو نو چا ورله نسوار ورکړل چې دا ددې غاښ سره کيږده ښه به شې اوداسې هغه ورو ورو په نسوارو عادت شو اووئيل به ئي چې کاش دنسوارو په خؤند اوفايدو دعمر په اخري برخۀ کښې خبر شوم۔  چې ځواني وے نو داټؤل اولس به مې نسواري کړے وو۔ چې چرته ځي نو اول دنسوارو توکلو غم کوي۔ ځکه چې په اوسنو ابادو کښې هغه  پخوانے دنسوارو توکلو خوند اوازادي  چرته دي۔ لکه دپخوانو ودانو کښې چې نسوار به دې هرچرته توکړل پته به يې نه لګيدله۔ اوس خو دلرې نه چغې وهي چې دايم۔

   دې نسوارو پورې يوه خبره راياده شوه زمونږ يو ملګري به نسوار کول اوچونډۍ(پيړه) به ئي دومره غټه جوړوله چې دنسوارو يوه ګولۍ به دهغه دوه چونډۍ کيدله ۔بل نسواري چې يوه ګولۍ ټؤله ورځ کوي هغه به صرف دوه ځله کوله اودځان سره به ئي غټ دبلے ګرځولو۔ دهغه توکلي نسوار چې به وچ شول نو سم کاڼې به ترينه جوړ شول اودکلي هلکانو به دليندې لپاره دکاڼؤ په ځاے ددۀ توکلي نسوار په لينده کښې غوزارل ۔ خو بيتاب صېب دومره غټه چونډۍ نه جوړوي چې دچا پکار راشي۔ خو هروخت ئې خله دنسوارو ډکه وي۔ يوه ئي توکلي نه وي چي دبلې غم کوي۔ 

 چائ ئې هم ډير خؤښ وي اولکه داديبانو دچاے شوقي دے اودښار په کومو هوټلونو ښې ښې چاے پخيږي دوئ ته معلومې دي۔ په يوه زمانه به ئې ډير څښلو ولې اوس ئې چاے کم کړے دے  ۔تور اوشين چاے دواړۀ ئې خؤښ وي اودواړه څښي۔

چې ليکل کوي نو هر څه موضؤع چې وي شپږ اووه واره ئې خامخا ليکي۔ په يوځل ليک چرته هم نه قانع کيږي وائي دا ښۀ نه وي نو ځکه ئې ليک چې په هر څه وي انتخاب وي  هم د ټکو،تورو اوموضوع په حقله دمعلوماتو نه ډک وي۔ ما  څو ځله مشوره ورکړه چې چرته جمات کښې خطيب شه خو دے وائي چې په قران پيسې ګټل جرم دے اوسړے دثواب نه محرومه کوي ۔مونږ هسې هم ګناه ګار يو۔اودغۀ يو ددين خبره بل ته رسول واحده دبخښانې دپاره غؤره عمل دے۔ نو دغه په ځان نه ورانووم اونو ځکه امامتي نه کوي نه په جمات کښې خطابت کوي۔ دبيتاب دشخصېت ډير اړخؤنه دي اوپه دې لنډ تنګ وخت کښې ئې احاطه نه شي کيدلے۔ نو زۀ ئې هم دلته رانغاړم په دې مصرعه

ستا دښائست ګلونه ډېر دي

ځولۍ مې تنګه زه به کوم کوم ځايوومه

 ريډيو پاکستان پيښور  

(31October 2020 )

-
بېرته شاته