(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ظفر افغان ته

[23.Dec.2020 - 15:07]

پتمن ورور ظفر افغان صیب ښې چارې

ولومړې تر هر څه ستاسې د قامي او هېوادنۍ میني ستاینه کوم. ستاسې دسکالو ( موضوع) ځواب په لنډو ټکو کښې شونی نه دی، خو دلږې برخې د ځواب هڅه به وکړم

د پښتنو د ېوې نړیوالې ټولنې او ېا ارګنېزیشن جوړولو ته زښته ډېره اړتېا ده او ېا په نورو ټکو پښتانه باید یو مرکز ولري او د پښتنو/افغانانو د قامي گټو پرېکړه او دحقوقو دفاع له همدې مرکز څخه وشي، خو له بده مرغه زمونږ هغه مشرانو، چې ولس پرې باور کړی دی، تر دې دمه د پښتنو/ افغانانو په یو مرکز / پلیټ فارم د راټولېدو هڅه نه ده کړې او هر څوک پخپله لاره روان دي. مونږ هم پدې هکله له کلونو رااېسې د خپل ګوند دچتر لاندې د کرښې دواړو خواوو پښتنو مشرانو او د قاپرسته ګوندونو د مشرانو سره اړېکې نېولي او د پښتنو د یو شریک مرکز / سنګر د جوړېدو غوښتنه مو ترې کړی ده . له ارواښاد وليخان بابا رانېولې تر ارواښاد افضل خان لالا او تر مشر اڅکزي صیب  او له واکمن صیب رانېولې تر شمس صیب او ددې ګوندونو په ګڼو نورو مشرانو او دغه راز په شیر پاو صیب او دنورو قامپرستو ټولنو او سړېتوبونو ( شخصیتونو) باندې مو په ېو ټغر د راغونډېدو کلک او څو واري غږ کړیدی، خبرې مو ورسره کړیدي، خو لکه څنګه چې تاسې ته به هم مالومه وي ، چې دوۍ په ېو ټغر نه کېني او هر یو یې داسې فکر لري، چې دا نور ټول دې ما پسې شي.

خبره رانه اوږده شوه، کله چې په ۲.۱۸کال کښې د پښتون ژغورنې غورځنګ راوټوکېد، نو زمونږ د ګوند ( دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند) د مشرانو جرګې د پ ټ اېم هر اړخیز ملاتړ اعلان کړ، مونږ خپلې هلې ځلې وځنډولې او ټوله مخه مو پ ټ اېم ته ورکړه، ځکه کومې موخې چې زمونږ د ګوند دي، نو همهغه موخو او هدفونو لپاره  پ ټ اېم مټې رانغښتي.

سره ددې چې اختلافات شته ، د کرښې دېخوا خو قامپرست سېاست شویدی، خو بره خوا کښې د قامي سېاست څرک نه لګېږي، نو لومړی به مونږ  د خپلې وسې سم د پښتنو د ځوان کول د قامي شعور او حس د رابیدارۍ لپاره هڅې کوو، تر څو زمونږ ځوان کول (نسل) په قامي مبارزه سنبال شي.

زما په اند د ټولو پښتنو یو ګوند جوړېدو ته لا ډېر واټن شته، خو که چېرې انلاین سیمېنارونه او غونډې جوړې شي او هره میاشت کښې او ېا دوه مېاشتو کښې یوه انلاین غونډه جوړه شي، د قام ستونزې او د حل لارې پکې وڅېړل شي، نو گټوره به وي، یوې خوا به قامي او سیاسي شعور ته وده ورکړل شي او له بلې خوا به پېژندګلوي وشي.

د سیمېنارونو دا لړۍ باید ونه درېږي او مخ په وړاندې لاړه شي،له دواړو خواوو ځوان کول ( نسل) او تجربه لرونکي مشران 

ورته راوبلل شي.

درنښت

نصیر ستوری

-
بېرته شاته