(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د محمد عالم بڅرکي

[23.Dec.2020 - 15:08]

لیک : ننګیالی بڅرکی

دخدای بخښلي محمد علم بڅرکي دمړیني اوولس (۱۷) کاله بشپړه سوه

خدای بخښلی محمد علم بڅرکی په ۱۹۲۱م کال کي د می د میاشتي پر ۲۱نیټه دې دنیا ته سترګي رڼي کړی دي.او په ۲۰۰۳م کال کی دهالیند په هیوادد فینندال په ښارکې پر۱۸د ډ سمبردما پښين پریوه بجه اوپنځه څلویښ دقیقودزړه دناڅاپي حملې له کبله وفات سو.اوداوتریخت په ښارکي خاوروته وسپارل سو.روح دې ښادوي

ژوند تيريدونکی دی.خو دژوند دکړاونو ټولي برخي پا ته کيدونکي دي، چي په دې کي ښې او بدي برخي دواړه سته ، نو دهغه انسان ستا ينه او ښه ويل کيږي چي هغه دژوند په دې سفرکي داسي څه کړي وي چي دهغه راتلونکی نسل په هغه با ندي فخروکړي . اود کړنودټولوبرخو څخه يې دعلم اوتجريبې په توګه ګټه واخيستل سي.اودراتلونکي ژوند دپاره يوه روښانه لاره پرانيزي.قهرمانان مري خونومونه يې پا تيږي. دهغه تجريبې،علمي طرحي اوخبري ، مقولې ، ليکني، دژوند خا طرې دراتلونکونسلونودپاره يوه علمي ذخيره ياتوښه کيدای سي،نن که انسانان دپرمختګ ويوه لوړپړاوته رانژدې سوي دي،نوعلت يې دادی چي؛ دتيروعالمانودښوکړنوڅخه يې پوره ګټه ترلاسه کړې ده.اودخپلو پوهانوپلرونواونيکه ګانوڅخه يې دعلم په بيلا،بيلو برخوکي څه زده کړي اودعمل په ميدان کې هغه دځان اودنړۍ دخلکوپه ګټه استعمال کړي دي، نوځکه موږوايوچي ننی انسان دپوهي اوتجريبي څخه ډک انسان دی.اوديويشتم قرن په درشل کې اوسيږي،هم په ټولنيزوبرخو کي اوهم په طبعي علومو په برخه کي ترتيروڅوسوکالويازرهاوکالومخکي انسانانوڅخه يې په تاريخي لحاظ ډيرتوپيرسته،چي داټوله دتيروپلرونو اونيکه ګانودتجريبواوزحمتونونتيجه ګڼل کيږي.نوپه همدغه دليل بايد موږتيرپرتيرونه بولواويا چي تيرسول هغه هيرسول. بلکي ؛ تيرموږ ته دتجريبو څخه ډ ک تا ريخ راښوي.اوتيري کړني که ښه دي او که بدي موږته ډيرښه غني،علمي اودزده کړي وړمواددي چي،موږهغه په ښه اويا په بده سره يادو.نوهمدغه علت دی چي په نړۍ کي ولسونه دخپلوتيرونسلونوپخې تجريبې په ډير ښه توګه په کورني موزيمونو،ملي موزيمونو،ملي ارشيفونواوداسي نوروخوندي ځايونوکي ساتي.اوقيمت ياارزښت يې هم ترهرنوي شي ګران اودارزښت وړوي.راتلونکی نسل پرهغه تیروقدمونوقدم ږدي.اونوی لاري لټوي.نوهمدغسي خدای بخښلی محمدعلم بڅرکی نن زموږسره نسته خو؛دهغه قیمتي کتابونه، یاداښتونه سته.چي دټوله افغانستان ملی شتمنی کیدای سي.دخدای بخښلي محمد علم بڅرکي اثارپه لاندي ډول سره دي.

دمرحوم محمد علم بڅرکي ځیني لیکلي کتابونه

ترهغه ځایه چي زما څیړنه ده دمرحوم بڅرکي لیکلي کتابونه خورا ډیر دي. چي زما تریاداښت هم ډیردي، خو زه به هغه څه درته ولیکم کوم چي زما په یا دا ښت کې دي اویاهم زما سره راسره دي

لومړی: دښځووتاریخ ته یوه کتنه،خپروونکی داحمد شاه باباعلمي او ادبي ټولنه سریزه زمری محققپا یله ننګیالی بڅرکی

دوهم : دحاجي محمد انور خان اڅکري خا طراتخپرونکی : داحمد شاه بابا علمي ادبي ټولنه سریزه حبیب الله رفیع

دریم :معاصره فلسفه (ژباړه ) خپرونکی : داحمد شاه بابا علمي  - ادبي ټولنهسریزه دکتور عبدالرشید جلیلي 

څلورم : مذهب (ژباړه) خپرونکی داحمد شاه بابا علمي ادبي ټولنه

پنځم : روسي یرغل پر افغانستان ، مقدمه جعفرخان اڅکزی

شپږم : افغانستان مې حکمرا ني پارټی (په اردو ژبه )

اووم : ویښ زلمیان دافغانستان یو سیا سي تحریک خپروونکیپه نید ر لند (هالند) کښي افغاني کلتوري ټولنه ـ سریزه ډاکټر طارق رشاد

اتم : تاج درابرناټ ټیګوراثر(ژباړه) خپرونکیکابل پوهنتون سریزه عبدالشکوررشاد ـ یادونه :دوکتورمجاوراحمدزیاردادبیاتودپښتوخپرونو چلوونکی.

نهم : دسوچه پښتو ۲۰۰۰لغاته چي داوس یې دعربي اوفارسي څخه فرارکړی دی.

لسم : سانټفک ژوند  کتاب

یولسم : پربیولوژیکي مسایلوباندي دایمي قواؤ ... ژباوه (the paul R. ehrlich ;the cold and dark sagan)

دولسم :نړی واله ویره 

دیرلسم : نړیواله ویره  کتاب 

څورلسم : مترقي مضامین کتاب

 پنځلسم :پښتو متلونه ( ټولونکی )

شپاړسم : ولسي ټوکي د ټوکو کتا ب

اولسم : داشعارو مجموعه 

اتلسم : پند او عبرت ( دعربی فیلسوفانودافکارو ټولونه کتاب

نولسم : یاداښتونه دبیبلو ګرافۍ په تو ګه په څو ټوکو کې

شلم : یا دا ښتونه دکرونولوژی په توګه په څو ټوکو کې

یویشتم : افغانستان په انګلیسي ژبه 

دوه ویشم : دانقلاب تشریح ( په دې باب خپله مرحوم محمد علم بڅرکی کاږي ( لیکي ) « داد ښاغلي ګرین برن ټن» کتاب دی . چی دجهان دا څلورلوی انقلابونه لکه : د فرا نسې انقلاب ـ دانګلیستان صنعتي انقلابدامریکاانقلابدروسې سوسیا لیستي انقلاب ئې په یوه علمي توګه په کښي څیړلی دی. موضوع وماته په زړه پوري څرګنده سوه ،نومي وغوښتل چي دپښتو کالي په واغو ندم اوتر جمه ئې کړم.نوموړی کتاب د پروفیسر ګرین ټن یو په زړه پوري شهکاردی.چی ده په انګریزي لیکلی اودنیویارک څخه خپورسو.نوموړی کتاب دتاریخ ولوستونکوته یوه بې نظیره تحفه ګڼلای سم.په تیره بیا دهغه افغانانووروڼودپاره چی په انقلابونوکې یوازي سوسیالیستي انقلابونه پیژني. په درناوي 

 محمد علم بڅرکی

درویشتم : سوړ جنګ (The cold and The dark The warld Nuclear war) ژباړه دمحمد علم بڅر کی

څلور ویشتم : پښتو انګلیسی قا موس 

 پنځویشتم : ماربیچړیان په کوټه کی خپورسوی دی.

شپږویشتم : انګلیسی پښتو قا موس نا مکمله

اوویشتم : روس کا یرغـل په اردو ژبه په کویټه کي خپور سوی دی او سریزه هم جعفرخان اڅکزی پرلیکلې ده.

او همدغسي نورکتابونه چي فعلآ زما په یاداښت کي نه سته .او په سلها و مقالې اومضمونونه یې په طلوع افغان ـ کندهارمجلههلمند مجله اواخبارکېګهیځ مجله چی په کویټه کي خپریدهملي هنداره مجله کي چي داحمدشاه بابادعلمي ادبي ټولنی نشراتی اور ګان دیاموجریده چي په ډنمارک کې خپریده اودهیوادپه ډیرورسانیوکي خپاره سوي دي.دامریکاږغ اوبی،بی،سی اونوروتلویژنواوراډیوګانوکې ویناګاني خپرې سوي دي. روح دې ښادوي.

مرحوم محمد علم بڅرکی داستا ذ رفیع له نظره:

استاذ حبیب الله رفیع ،چي دافغانستان یووتلی څیړونکی دی، دمرحوم حاجي محمدانورخان اڅکزی (دمحمدانورخان اڅکزی خاطرات) پر کتاب دیوې سریزي په ترځ کي دمرحوم محمد علم بڅرکي ژوند ته هم یوه کتنه کړیده ، چي لنډیزیې داسي دی.

 اروا ښاد محمدعلم بڅرکی دي خدای وبخښي،یوپرهیواد مین شخصیت ، صا د ق سیاست مدار، روڼ فکره لیکوال اود ملی فکر خاوند ؤ.

دی په ځوانۍ ګي د«ویښ زلمیانو» د ملی نهضت غړی شو،ددې ګوند دتګلارې سره سم یې عملي مبارزه وکړه چې په دې لاره کې دزندان تر تورو کوټو پوري هم ورسېد خو په خپله مبارزه کی ټکنی او غړنده نه شو.اوپه میړانه پر مخ ولاړ.

کله چي ارواښاد شهید محمد هاشم میوندوال په مشرۍ په ۱۳۴۵هـ ش کال مترقي ډموکراټ ګوند(مساوات) جوړشواو ګڼ شمیرویښ زلمیان پګی داخل شول ،دی هم ددې ګوند غړی شواو خپله عملی مبارزه یې را ژوندۍ کړه .لږ ورسته شهید میوندوال د حکومت مغضوب شواویو زیات شمیرورځچاري چي دې ګوند ته ددنیا په مال او متاع پسې ورغلي وو، په شاشول خوده دعملی مبارزې په میدان کی کار او قرباني ته ملا وتړله،میوندوال شهید شوخو بڅرکي صاحب دګوند ډیوه ژوندۍ وساتله تردې چي د خلقیانوپه یوه ګوندیزدیکتاتوري رژیم کی هم ده «مساوات» غږ پورته کړاو خلقي زندان خوله ورته خلاصه کړه خو ده خپله لار وپالـله او څو چې ژوندی ؤ دهمدې لاري لاروی ؤ.

  ده دعملي سیاست تر څنګ دافغانستان پر سیاسي ژوند اودخپل سیا سي ژوندپرسوابقولیکني اوڅیړني هم کولې.په دې اړه یې پاخه او لومړي لاس مواد را غونډه ول او مهم او ګټور اثار یې افغاني ټولني او په ځانګړې توګه افغاني ځوانانو ته وړاندي کول.

ارواښاد بڅرکي دهیواد د معاصرسیاست پیښي چي هر چا یې دلیکلو جراءت نه درلود،په تارتار یز ډول او بیله ویري اوډارلیکلې، خصوصآ دویښ زلمیانو پرغورځنګ يې چي دی پکې فعاله غړی ؤیو ځانګړی کتاب لیکلی او دغورځنګ پرغړویې دواقیعت له مخي قضاوت او لیکل کړي او زړه ور او ډارن کسان یې سره بیل کړي دي.

ده ملی مترقی فکر درلود او د ښی او کیڼ افراط دواړو نه یې کرکه کوله  اودوړه یې هیواد ته مضرګڼل او ددوی دافشا کولو په لاره کې اثاراو مقالې لیکل

زه په داسي حال کي چي دبڅرکي صاحب اروښاده غواړم تاسو ته بلنه در کوم چی دهغه کتابونه او اثارپه مینه او علاقه ولولی او خوند اوپند ترې واخلی !

په در نښت

څیړوندوی حبیب الله رفیع

دافغانستان دعلومو اکاډمۍ مشاور

۷ـ۴ ـ ۱۳۸۹هـ ش

زنبق څلورلارې، کابل افغانستان

دخپلي مړیني استقبال :

خدای بخښلی محمد علم بڅرکی دژوند په ورستیو وختونوکې دخپل مرګ یا مړیني استقبال په یوشعر کي داسي کړي دی :

ژرراسه مرګيه ؛ ولي ځنډیدلی ئې

ته خودځنډ نه وې ماته خښمیدلی ئې

ژوند چي مو په کارومړزواندهغه تیرسؤ

ستا په تمه ناست یم چاه را ګرځولی ئې

دپردي په ځای نخرې کوې مرګیه نن

دې ارزان مرګو کي ډیر خطاوتلی ئې

مه وارخطا کیږه خپل کارپه چټکۍ وکه

زوړ دمنځه وزی چیري چي ته تللی ئې

دبڅرکي مرګ هرګوره ډیر اسانه دی

ژرراسه تلواروکړه بیابه چيري تللی ئې

خدای بخښلي محمد علم بڅرکي چي دافغانستان دغه موجوده حالات لیدله اوپه ورځني خبرونوکې دهیوادوالومرګونه اوریدل،نودخپل ژوندڅخه لاس په سر سوی وو.نوئې ځکه دخپل مرګي تلوارغوښتی خوپه مړینه ئې ډیردوستان وژړیدل،دهغه څخه وروسته دافغانستان سترژورنالیست ښاغلي محمد طاهر اڅکزي به یوه څلوریځه کی داسی یادونه کړیده :

دبڅرکی ځان وباله خو لمبه وه

کندهارکې زموږدکوربله ډیوه وه

ترخپل وس ئې دوطن ځلمیان راویښ کړه

ویښ ځلمی وو دائې لار دائې را سته وه

ښاغلي ودیرصافي دخدای بخښلي محمد علم بڅرکي پرمړیني دغه ویرنه وکړه: او ماته ئې دیوه لیک په ترځ کي داسي لیکي وه:دارواښاد محمد علم بڅرکی نا څاپي مړینه چي یادونه به ئې ژوندۍ او تل پاته وي . نن دهغه لوی انسان په یاد زما ویرنه دورستۍ مسکا ترسر لیک لاندي  زما داحساس او دزړه له درده څخه استازیتوب کوي. یادې تل وي

ورستۍ مسکا

ویرنه

دچاه خندا په مازدیګر قتل شوه

دچاه د سرو شنډ وپه سر قتل شوه

اوښکه له ما تو بڼو و څڅید ه

دګریوانه په لوی دفتر قتل شوه

دسهار پرخه د ګلاب غېـږه کې

په منځ آسمان کې په لمر قتل شوه

د یا ر د زلفو نه را لــوتې وږمه

توفان ستنه کړه په کوم غرقتل شوه

یــوه آرزو مې د وطـــن د پـيـغـلو

خـیـبـر ته څیرمه برابر قتل شوه

روستۍ مسکا ئې له (بڅرکي ) په خوله

د خــــو ږ وطن نه نن بـهــر قـتـل شوه

ودیره ستا دا بې اختیا ره چغه 

 داتلانو په سنګر قتل شوه

ودیرکال ۲۰۰۳م

همدغسي دخدای بخښلي محمد علم بڅرکي دمړیني وروسته زما ننګیالي بڅرکی دژوندکلاهم ونړیدل اودویوه ډیرنژدې دوست،پلاراواستادپه توګه ئې دارمانونو ډک ژوند را ته پاته سو.او دغه شعرمي پرزړه ورته راغلی :

د بابا  و يـــرنه

داميد څرک دآرمان

غروب

اوښکه دباڼووه دباڼوپرسرچي ولاړه

پرخه دګلاب وه په سهارکې راڅه ولاړه

نغمه ديوبلبل سوه په ګل بڼ کې راڅه ولاړه

وړانګه دافق وه په په شفق کې راڅه ولاړه

***

باغچه وه دنرګيسو په خزان کې راڅه ولاړه

ډيوه وه په مجلس کې په رڼاکې را څه ولاړه

کشکې په ګرمۍ دمحبت نه وای پوه سوی

لمبه دګرداب بله په ګرداب کې راڅه ولاړه

***

بڅرکی دسکروټوپه انګارکې راڅه ولاړه

توده يې داحجره کړه په آرمان کې را څه ولاړه

اوس به موپرمينه يوبڅرکی څوک روښانه کړي

څرک دروښنائي سوه په لمبوکې راڅه ولاړه

***

وږمه وه چي پرباغ به يې هميش خيال او نظرؤ

وږمه دپسرلي وه په نغموکې راڅه ولاړه

اوښکې مې دننګ پرمخ روڼې ، روڼې رواني دي

ولاړه خاطرسوه په لحظوکې را څه ولاړله

اوښکه دباڼووه دباڼوپرسرچي ولاړه

پرخه دګلاب وه په سهارکې راڅه ولاړه

شاعر ننګیالی بڅرکی

کال ۲۰۰۳م

-
بېرته شاته