(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

میرمن نعېمه غني

[23.Dec.2020 - 15:10]

میرمن نعيمه غني 

مخکې له دې چې نعيمه غني دروپېژنم غواړم د دې په هلکه خپلې څو خبرې وليکم:

(کال 2009 يا 2010 لس به وو چې پر فيسبوک مې ورسره وپېژندل.

دا سره ډېره په نيولې پښه وه، وروسته يې راته وويل: (هغه وخت ما فکر کاوه چې ته کوم نر يې خو د ښځې په مستعار نوم)

زما د دې د ليکلو خلص او واضيح ډول سخته خوښېده...

هغه وخت دې لنډې ژباړې، کيسه ليکې او کله نا کله يې هم آزاد نظمونه ليکل او پر فېسبوک پاڼې خپرول چې يو له هغه نظمونه نه د (ليدلورى) په نوم نظم وو.

ما له دې ځوانې شاعرې او ليکوالې سره سخته علاقه پيدا شوې وه او تل مې په خاصه مينه لوستل.

وختونه تېرېدل او د دې شک او ګمان هم رانه ليري شو او پر سکايپ مو د خبرو اترو او پوښتو لړۍ پيل شوه.

نعيمې جانې ځان نور هم راوپېژنده:

- د ښځو په ادبي بهير کې رضاکارانه کار کوم.

- په په دې ادبي بهير کې څنګه کار کوې؟

- د ميرمنو پر شعرونو، لنډو کيسو او نورو آثارو د نقد خپرونې او ادبي ناستې جوړو.

همدارنګه په يوه ښوونځي کې ښوونکې يم او تر څنک يې لا پوهنتون ته ځم او خپلې لوړې زدکړې کوم.

پلار او مور مې په حق رسيدلي او له ما سره مې تر ما کشرانې خويندې هم ژوند کوي. هغوى هم په زدکړو بوختې دي.)

 

شاعره، لېکواله ژباړنه او پېداګوګه نعيمه غني:

په وردګ ولايت کې زېږېدلې ده، زدکړې او لوړې زدکړې يې په کابل کې کړي دي.

د ښوونې او روزنې په برخه کې يې د ليسانس د تر کچې زدکړې کړي.

دمګړى په يوه ښوونځي کې د  ښوونکې په صفت دنده تر سره کوي.

د يوې لسيږې نه زياته د مېرمن کلتوري بهير تر ټولو هچانده/فعاله رضاکاره غړې پاتې شوې ده.

آغلې غني د ښځو او ماشومانو په برخو کې يې وه مختلفو سايټونو ته ليکنې او ژباړې کړي.

د ښوونکي تر څنگ د ماشوم د ادبياتو د بنسټ مشره هم ده.

د ماشوم د ادبياتو په برخه کې يې سپاړلس انځوريز  کتابونه او لس "ژباړلي" انځوريز کتابونه ليکلي, چې تر اوسه يې ټول دوه څلوېښت کتابونه ليکلي او چاپ شوي دي.

همدارنګه د ماشومانو د ساتنې د نړۍ والې موسسې (راځئ! د افعانو ماشومانو له پاره وليکو)، په پروژه کې، د ټاکنې د کمېټې د غړې او ايديتورې په صفت هم په کار کړی چې په دې موسسه کې يې يولسو شپېته کتابونه وه ماشومانو ته ليکلي او چاپ کړي دي.

آغلې نعيمه غني د دې ټولو بوخيتاو سره سره، د ماشوم د ادبياتو په برخه کې په ګڼو نورو ادارو کې د ايديت برخه کې رضاکاره، کار او خدمت کوي.

پوښتنم ې

آسيه محرابي: -څومره کتابونه مو په کومو بر خوبر کې تر اوسه چاپ کړيدي؟

غني: -هغه د بابا خبره(د متلونو ټولګه) په ټول کې، یو ماشوم یوه نړۍ له نورو لیکوالو سره د مقالو مشترکه ټوله او په ټولو کې د ماشومانو لپاره لسګونه لیکلې او ژباړلې کیسې.

آمنه فنا: - د شعرونه ټولګه مو تر اوسه نه ده چاپ کړې؟

غني: - نه، دیزاین یې تیار دی خو نن سبا رانه پاتې ده

آمنه فنا: -په کور کې مو بل چا شاعري کول؟

غني: -نه, له ما مخکې مو کورنۍ کې قلمي شاعر یا لیکوال نه درلود. البته کورنۍ کې مو فلکلور {لن‌‌‌‌‌‌ډۍ، متل، کیسې} ویوونکي وو او په دې برخه کې راته ښه میراث راپاتې دی.

آمنه فنا: - څنګه مو تصمیم ونیوه چې شاعره شی؟

نعيمه غنۍ: - په دې زه هم نه پوهیږم ، ما نه غوښتل خو سرنوشت همدا غوښتل.

آمنه فنا: - څومره وخت کېږي چې شاعري او ليکوالي کوئ؟

نعيمه غني: - زه لس کاله کیږي چې شاعري او لیکوالي کوم، هغه وخت چې میرمن بهیر ته نوې ورغلم نو په لیکوالۍ بیا په شاعرې مې پيل وکړ.

فنا: - په کورنۍ کې مو مخکې له تاسو چا شاعري یا ليکوالي کوله؟

غني:- نه, له ما مخکې مو کورنۍ کې قلمي شاعر یا لیکوال نه درلود.

آمنه فنا :-ستاسو د دومره پرمختګ او لاسته راوړنو او برياليتوب راز څه دی؟

غني: - که زه کوم راز ولرم نو هغه یوازې او یوازې سخت کار دی چې کړی مې دی او کوم یې.

- شاعري ډېره کوئ؟ که ليکوالي؟

غني:- اوس خو لیکوالي ‌‌‌‌‌‌ډیره

وږمه سعيد: ۱- په څو ژبو ليکل او لوستل کولی شئ؟

۲- نظم مو خوښېږي که نثر؟

۳- د کوم شاعر شعرونه مو ډېر خوښ دي؟

غني: -زه په پښتو، دري او انګلیسي لوستل کوم او په پښتو او دري لیکل کوم یا یې کولای شم.

نظم مې اول ‌‌‌‌‌‌ډیر خوښ و خو چې نثر ته مې مخه کړه بیا راته نثر راحت ښکاره شو چې څه پکې وایم نو ساحه یې پراخه ده

زه شعرونه عمومي لولم او د کوم یو شاعر شاعرې مینه واله نه یم خو ښایي د هر چا د ښه شعر مینه واله به وم

نجيبه وجدي: - پښتو ادبياتو ته مو څنګه مخه شوه په دلاره کي چا لارښونه درسره کړي او تر ټولو زيات چا هڅولي ياست چي خپلو ليکلو ته ادامه ورکړي؟ 

- څه ستونزي مو درلودي په دي لاره کي او څه ډول مو وکړاي شواي چي د ستونزو سره مجادله وکړي ؟ 

او بل د وردګو د کومي اولسوالي يا کلي سره اړه لري؟ 

نعيمه: - زه چې کله د ادب برخې ته راغلم نو عمر مې ‌‌‌‌‌‌ډیر کم نه و او خپله مې دا تکل کړی و چې دې برخه کې به کار کوم البته د دوستانو او کورنۍ تشویق هم پر خپل ځای و.

ستونزې او افغانان خو سره تړلي دي، ما هم دې برخه کې ستونزې لرلې او تر اوسه ځینې موضوعاتو څخه تیریږم او لیکل نه پرې کوم خو زه ورته د ستونزو په سترګه نه ګورم او وایم ورو خو دوامداره حرکت انسان خپلو موخو ته رسولی شي.

او وروستۍ پوښتنه مو: زه د وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ د سید اباد له سیمې يم.

سهيلا اصغري:- د ماشوم ادبياتو له پاره اوس په وطن کې کوم بنسټونه کار کوي؟

- څومره وده يې کړې؟

- ماشومانو ته د کتاب د لوستو کومې لارې په نظر کې نيول شوي دي؟

نعيمه غني: - په افغانستان کې ګڼې موسسې او بنسټونه د ماشوم د ادب په برخه کې کار کوي البته کارونه یې لږ سره ویشلي دي او ناهماهنګي یې د نه ودې مخه هم کله ناکله نیسي.

ماشومانو ته کتاب لوستل ‌‌‌‌‌‌ډیر پراخ نه دي ترویج شوي خو ځينې موسسې شته لکه چهارمغز چې سیار سرویسونه لري سیمو ته ځي او ماشومانو ته د مطالعې لپاره کتابونه ورکوي یا هم ورسره مطالعه کوي. په ټولو کې دا برخه تر پخوا ښه پر مخ روانه ده خو ‌‌‌‌‌‌ډیر نور کار ته هم اړتیا شته

لېمه وردګ:- آیا په پښتو ژبه د کوچنیانو لپاره د کیسو کتابونه  لیکل شوي او چاپ شوي دي اوکنه؟ 

نعيمه غني:

ماشومانو لپاره سږ کال زما لس کتابونه پښتو او دري چاپ شول د هغې تر څنګ زه د ماشوم ادبیاتو د یوه بنسټ مشره یم چې هلته مو دا تیر کال دوه دیرش عنوانه کتابونه چاپ کړل. تاسو وایئ چې د خرڅلاو لپاره نه پيدا کیږي نو بلې بازار کې لږ ګ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډي شته کتابپلورنځي زموږ کتابونه په ‌‌‌‌‌‌ډیره ټیټه بیه هغه هم رانه څلور یا پينځه ټوکه غواړي او وایي چې نه خرڅيږي. دې برخه کې منظم کار ته اړتیا لیدل کیږي تر څو کتاب تر ماشومه ورسیږئ.

هوسۍ وفا فرهان:- په نثر کې د چا اثار خوښوئ او مطالعه کوئ؟ د بهرنیو لیکوالو اثار هم لولئ؟ که هو، د چا؟

نعيمه غني: - ما د نثر مطالعه له ‌‌‌‌‌‌ډیره پخوا له ژباړو را شروع کړې وه ‌‌‌‌‌‌هغه هم په دري ژبه او بیا پښتو کې د الفت صاحب نثر مې لږ ‌‌‌‌‌‌ډیر مطالعه کړ او کله چې بیا لیکوالي او شعر مې پيل کړ نو بیا هر کتاب ته لیواله وم او که په لاس راشي مطالعه کوم یې

مهرتاج: - د یوې زده کړیالي په توګه من حیث د یوې تکړه او علم لرونکي لیکوالې په توګه که د لیکلو د هنر کومه لارښوونه شرېکه کړې!؟

مثلاً د کوم فکر او کوم وخت یا الهام له مخې قلم پورته کوي، طرز و طریقه یې چې دا ښه لیکل کولای شې!؟؟

نعيمه غني: - دا چې ښه لیکل کوم کنه دا به لوستونکو ته معلومه وي، هسې زموږ ادبیات د نقد په برخه کې ‌‌‌‌‌‌ډیر پڅ دي خو زه چې کله یوه موضوع باندې لیکل کوم نو انتخاب یې ‌‌‌‌‌‌ډیر وخت رانه اخلي یعنې باید زه له یو څه متاثره شم بیا ورته لیکل وکړم. کله کله خو یو موضوع ‌‌‌‌‌‌له ‌‌‌‌‌‌ډیره وخته زما په ذهن کې وي خو ورته لیکل مې نه وي پرې کړي بیا چې ضرورت ورته پيښشي ښه څه لیکلی شم خو که موضوع راسره نه وي او په زور یوه برخه کې لیکل کوم نو ‌‌‌‌‌‌ډیر بې خونده څه رانه لیکل کیږي

 

چاپ شوي آثار:

د ماشومانو له پاره کيسې، اتل به ستوري راوړي، يو ماشوم يوه نړۍ، د خارو شاپېرۍ، سوله او طبيعت، دختر دريا، دسيند پېغله، د ښامار ډالۍ، تحفه اژدها، پشک و پنير، پيشو او پنير، شپږ سترګې، زېړه زرغونه، شش چشمى، رنګين کمان، د آزادۍ کوتره، د ماشومانو له پاره ژباړلي کتابونه په پښتو او دري:

وږى چينجى، هر څه يې زما؛، فيل او وړکتون، باغبان، زما په قاب کې څه دي؟، توپان راتلونکى دى، ژوى او د هغوى بچي، زه مخامخ روان وم، دلته څو کښتۍ راځي، د تونل کيندل، سلام سپوږمۍ، کوچني ژوي او د مور له پاره د کليزې ډالۍ

ناچاپه آثار:

کوچنۍ وزه، واورين سړى، د شنه کمیس نجلۍ او سپوږمۍ، او د لمر له ذاته (شعري ټولګه)

 

د نعيمې غني د غزلونو، نظمونو او نثر بېلګې:

 

چا تړلي د عشق اوښکو ته بندونه

وايه! څوک به له بارانه غېږه تاوو کړي

بې کورۍ، سختې يخنۍ را ايسار کړى

خوار يتيم که له خپل ځانه غېږه تاوو کړي

 

ژوند هسې پاڼه پاڼه رژېدلى سور ګلاب

ارمان يو په څله کې غوړېدلى سور ګلاب

يو چا ته مې پرون د سترګو جنګ کې ماته وکړه

يو چا نن په ناغه کې رالېږلى سور ګلاب

 

باراني غوندې هوا ته مې زړه کیږي

زړه مې ډیر ډک دی ژړا ته مې زړه کیږي

دا ترخې ترخې موسکاوې دروغجنې

ښه په ډکه خوله خندا ته مې زړه کیږي

 

د دې ښار په دیوالو زما کیسې دي

د دې ښار له ظلمتونو نه اوږدې دي

د دې ښار هره ډبره قضاوت کړي

په دې ښار کې ملامتې آينې دي

په دې ښار کې د منزل په لور روانه 

خوله مې وچه ده ورغوي مې خولې دي

 

هیلې:

ډير سپرلي مې د ژوندون ورته ‌‌‌‌‌‌ډالۍ کړل

چې مې هیلې له خزانه په امان کړم

که دا تورې تروږمۍ کړم بې اثره

که سپوږمۍ مې تل ولاړه په اسمان کړم

 

منم لاره کې سییلۍ وې او اغزي وو

ساه نیولي مې د ژوند واړه پسرلي وو

ارمانونه قتلیدل و، ټوکیدل و

که لویدل و پاڅيدل و پر مخ تلل و

 

کرار کرار:

د ښار په سینه کې ځای ځای څراغونه بل شول. د اوسیدونکو زړونه یې هم هغسې ټوپونه نه وهي ، ‌‌‌‌‌‌ډیر به ایله اوس ارامه ساه واخلي.

د مرغانو انګازې ورو ورو په کمیدو دي.

خوبولې شپه په ځان پسې پلو راکاږي، د کلیو تیارې له هدیرو سره ګ‌‌‌‌‌‌ډې شوې

تور او سپين سره غاړه ورکړه 

هغه دی ماښام شو!!

 اسیا محرابي

-
بېرته شاته