(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

چارواکي په موقف کې

[23.Dec.2020 - 15:12]

چارواکي (له موقفه مخکې او په موقف کې) لړۍ

که لويي غواړې د خاورو په مقام شه

انسان که هرڅومره پېچلی او په ټوله معنی نا پېژندل شوی موجود دی خو مهربان رب دخصلت په نامه داسې څه دانسان په خټه کې نغښتي دي چې انسان هرڅومره کوښښ وکړي چې خپل اندروني احساس پټ کړي يا ځان په مختلفه جامه کې ونغاړي خصلت هغه ځواک دی چې انسان په خپل شکل څرګندوي يعنی له خصلت سره دوه مخي سخته وي ځکه دخصلت اړيکه روح پورې ډېر تړاو لري او روح سپيڅلی دی روح د الله ج امر دی تل ترتله ژوندی وي روح تلپاتې وي روحونه ډېر ستر وي داچې ځينې انسانان ستروي  يعنې ستر فکرونه لري ځينې واړه چې له خپل ځان او کورنۍ وراخوا ورته څه نه ښکاري دا خلک واړه نه دي خلق شوي دوی ځانونه خپله واړه کړي دالفت صيب په وينا ځينې ځان ځينې جهان جوړوي.

واړه فکرونه انسان وړوکی کوي انسان وږی کوي انسان غريب کوي ستر فکرونه انسان ستره وي غني کوي يې لويه وي يې.

په پچه ختل کشمير ليدل لوی فکر نه دی انسان بايد معقول تحرک ولري هدف چې څومره ستر وي همدومره به دې فکر اوسينه پراخه وي.

دالنډه مقدمه مې په دې اساس وليکله چې زمونږ يوشمېر سياسيون لږ موقف ته ورسېږي بيا ورسره خبرې نه کېږي هغه دڅنګ ملګري هم بيا نه پېژني فکر کوي چې داخو بلکول هغه کس نه دی کوم چې مخکې له موقفه وه، نو په لومړي سرکې غواړم هغه کسان چې مخکې له موقفه او په موقف کې يې په کړه وړو کې تغير نه دی راغلی موقف يې امتياز نه بلکې د مسوليت په نامه پېژندلی دغه ډول درانه او ستر خلک به يو يو ستايو ترڅو فرعونان ورڅخه زده کړه وکړي او په دې هم پوه شي چې هرڅه تاريخ څاري دغه ناسنجول شوی فکر چې دوی خپل کړی چې روسته به ورباندې پښېمانه وي اوس يې چې په اړه فکر وکړي ډېربه ښه وي ځکه اقتدار هم نشه ده او ددې نشی زور کمزوري خلک نه لري.

 

ډاکتر اکرم خپلواک.

خپلواک صيب هغه ځوان سياستوال دی چې په ځوانه ځوانۍ کې يې په ډېرو لوړو لوړو بستونو، ولايت، وزارت او په سياسي چارو کې دجمهور رييس سلاکار او... کار کړی دده داقتدار په دا دومره واکمنۍ کې مونږ دده په کړه وړو کې هيڅ توپير ونه ليد، دی چې په موقف کې نه وه همغه شان خاکساره مو دموقف پرمحال ليدلی زمونږ ځيني چارواکي به چې په موقف کې نه ول سخت پښتانه به ول چې موقف ته به ورسيدل بيا به دومره ملي شو چې په خپله ژبه به يې خبرې نه کولی بيابه دومره فرعون شو چې د کلي خلک مشران ځوانان به ورته بيخي کم عقل حتی ورپورې خندل به يې مونږ غوندې خلک چې دحکومت د بدو کړنو خلاف  ول احتجاجونه او لاريونونه به يې کول دوسره به يې له ډاره ليدل هم نه مونږ سره به چې ناست و لوی افغانستان به يې غوښت چې موقف ته به لاړ بيابه يې ويل افغانستان بد حلت کې دی لوی افغانستان پرېږدی  افغانستان اکسيجن ته اړتيا لري

خپلواک صيب چې په اقتدار کې نه وه دلوی افغانستان دعيه يې ژوندۍ ساتله او په دغه برخه کې يې هرډول قرباني ورکړې کله چې موقف ته راغی دلوی افغانستان لپاره يې عملي هلې ځلې پيل کړې چې له برکته يې دبلوڅو او پښتنو مړه ورځ راژوندۍ کړه د خپلواکۍ ورځ يې په نوي او شاندارو مراسمو ونمانځله له اصلي مسيره بګيل شوی وزارت يې خپل مسير ته برابر کړ د لراوبر افغان پيکه شوې اړيکې يې بيا تازه کړې پاشل شوي ځوانان يې او ټولنې يې په يو ټغر راټولې کړې.

لنډه خاطره.

ملک امان کاسی بابا کابل ته يوه کنفرانس ته راغلی چې بيا همدلته په حق ورسېده، کله چې په ځانګړې الوتکه کې کوټې ته وړل کېده دغه وخت خپلواک صيب سرپرست وزير وه همدې ورځو کې پارلمان ته درايه لپاره معرفي کيده  نوموړي د قبايلو ديوه سرپرست وزير په توګه رسنيوته وويل. کاسی صيب دلوی افغانستان ستره هستي وه لوی افغانستان يې ستر ارمان وه مونږ غوښتل چې دده د وصيت پراساس ارواښاد کندهار کې خاورو ته وسپارو داچې کورنۍ يې ټينکار کوي نو دهغوی غوښتنه ده نو غواړو چې د لوی افغانستان کوټې ولايت خپل پلرنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شي هغه هم زمونږه خاوره ده په دې وخت کې زما څنګ کې يوفرهنکي شخصيت ولاړ وه اوس خلک وايي ايران کې سفير دی هغه داسې وفرمايل. (ځان يې غرق کړ درسنيو مخکې لوی افغانستان کوټه ولايت څه ضرورت ...) په ډېر لوړو مراسمو په ځانګړې الوتکه کې دکاسي صيب جنازه کوټې ولايت ته يو وړل شوه چې ترننه يې ټوله پښتونخوا په فخر يادونه کوي.

فرهنکي برخه کې په لومړي ځل دماشومانو د ادبياتو بنسټ يې جوړ که چې په  سلګونو عنوانه کتابونه يې چاپ او ولاياتو ته په وړيا توګه وويشل.

دډېرو ملګرو کتابونه يې په خپل لګښت چاپ کړي که يې رالنډه کړم فرهنکي برخه کې خپلواک صيب بيخي ډېر کار کړی چې دلته د ټولو يادونه ښايي ډېر وخت ونيسي.

ټليفوني اخلاق به هرڅوک لري خو خپلواک صيب بيا په دې برخه کې له موره يو دی.

اقتدار يوه فرغوني نشه لري مونږ په خپلواک صيب کې دانشه بلکول ونه ليده بلکې دپښتونخوا ملګري متل کا، چې اصيله کپړه رنګ نه بدلوي.

ښه اورېدونکی دی،  ښه مشوره درکوي چې په وس يې پوره وي په ډېر اخلاص پرته له کوم احسانه منډه درسره کوي ديوه افغان په توګه هر افغان دخپل وجود برخه ګڼي.

که موقف ته راغلی دوخت واکمن ته يې چپړوسي نه ده کړې موقف يې مسوليت ګڼلی نه امتياز که له موقفه لرې شوی لکه ديو شمېر سياسيونو په څېر يې په حکومت دکفر فتوا نه ده ورکړې عقده يې ورسره نه ده پاللې.

خپلواک صيب دولس له منځه راټوکېدلی دولس سره پاتې شوی نوموړی 

دی چې په ارګ کې وه دولس غږ به ترولسمشره رسيده دی چې له ارګه ولاړ داسې مخلوق په ارګ قبضه ولګوله چې نه يې هويت معلوم دی نه يې پښتو زده نه يې دري زده نه دچامني نه دچا اوري رييس جمهور ته ښکلي ښکلي انځورونه مخکې کېږدي دي چې وطن دې جوړ که هغه بيا په غټه غونډه کې په سټيچ ولاړ وي اوپه ډېر وياړ سره وايي چې : جوړ مې که نه مې که جوړ، يا څوکاله مخکې هيڅ پښتون ليکوال ياکتابونه نه ول.

نوټ: لړۍ به دوام لري ليکل به لنډ وي پرحقايقو به ولاړ وي.

(عطاالله خان حیران)

............

 

له طالبانو سره د سولې مذاکراتو لپاره د افغانستان دحکومت شل کسیز هیئت کې څوک دي، کوم ګوند پورې تړاو لري، تمایلات یې څه دي او یا د چا استازیتوب کوي. په دې اړه مې لاندې لنډ معلومات راټول کړل هیله ده سر مو خلاص شي

۱- معصوم ستانیکزی  (لوګرپښتون):  پخوا د امنیت ملي‌ رئیس، دمخابراتو وزارت، د ولسمشر مشاور، د سولې دعالي شورا د دارالانشا رئیس او د ډایاګ د پروسې د رئیس په توګه یې هم کار کړی دی.

 

۲- فاطمه ګیلاني (کابلسید):  د محاذ ملي‌ د ګوند مشر ارواښاد پیرسید احمد ګیلاني‌ لور ده او په مذاکراتو کې به هڅه کوي د خپل ګوند ګټې خوندي کړي.

 

۳- نادر نادری (لغمانپښتون):‌ اوسمهال د اداري‌ اصلاحاتو د خپلواک کمیسبون رئیس دی، پخوا یې د بشري حقونو کمیسیون، د ازادو او عادلانه ټاکنو (فیفا)‌ کې هم کار کړی.‌ د ولسمشر له نږدې کسانو شمېرل کېږي، د افغانستان نظام او جمهوریت ته متعهد شخص دی.

 

۴- عبدالمتین بیک ( تخارازبک):  اوسمهال د ډاکټر اشرف غني مشاور دی. دمحلي‌ ارګانونو د خپلواکې ادارې رئیس او د ملي‌ امنیت د معاون په توګه یې هم کار کړی.‌ په سیاسي‌علومو کې یې له هند هېواد نه ماسټري اخیستې ده.

 

۵- فوزیه کوفي (بدخشانتاجکه):  په ولسي‌ جرګه کې د بدخشان ولایت استازې او د ښځو د حقوقو فعاله ده. جمهوریت، ولسواکۍ او د ښځو حقونو ته ژمنه خو قومي ګټو ته تر ملي ګټو زیات ارزښت ورکوي

 

۶- ضرار احمد مقبل (پروانتاجک): د جهاد په وخت کې د احمدشاه مسعود د دفتر معاون، د طالبانو د امارت تر ړنګېدو وروسته د پروان والي، وروسته د کرزي په وخت کې د کورنیو چارو وزیر، دمخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت وزیر او بهرنیو چارو وزیر په توګه کار کړی دی.

 

۷ - عبدالهادي ارغندیوال (کابل- تاجک): د حزب اسلامي د بېلې شوې څانګي مشر دی. د حامد کرزي‌ په دویمه دوره کې د اقتصاد وزیر و، د خپل حزب استازیتوب کوي

 

۸- ډاکټر رسول طالب (غزنيهزاره): د حزب وحدت مزاري له بنسټ ایښودونکو څخه دی او اوسمهال په ولسي چارو کې د ډاکټر اشرف غني مشاور او د ددویم مرستیال سرور دانش نږدې ملګری دی.‌

 

حبیبه سرابي ( مزارشریفهزاره):‌ د حامد کرزي په دوره کې ډېر وخت د بامیانو ولایت والۍ وه  او بیا د ښځو چارو د وزارت وزیره شوه، په مذاکراتو کې د ښځو استازیتوب کوي.‌

 

۹- ډاکټر غیرت بهیر(‌پکتيکاپښتون):  د ګلبدین حکمتیار زوم دی او د افغانستان اسلامي‌ ګوند کې دویم کس ګڼل کېږي.‌ اوسمهال غیرت بهیر د ګوند سیاسي‌ چارې او بهرنۍ اړیکې پرمخ بیایي او له طالبانو سره په مذاکراتو کې به هم د خپل ګوند ګټې تعقیبوي

 

۱۰- حفیظ منصور( پنجشیر- تاجک):  د جمیعت اسلامي ګوند د نشراتو مسوول دی.‌ ده د (هفته نامه پیام) د مسوول مدیر او دمجاهدینو په وخت کې د لنډې مودې لپاره د ملي‌ راډیو ټلویزیون د رئیس او د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر په توګه هم کار کړی. په ژورنالیزم کې کاري‌ تجربه لري او د جمیعت ګوند له وفادارو کسانو څخه شمېرل کېږي.

 

۱۱- غلام فاروق مجروح  (هراتتاجک):  د تورن اسمعیل خان باوري کس دی. مجروح د ولسي‌ جرګې  په شپاړسمه دوره کې د هرات استازی و.‌ پخوا یې ایران کې د جمیعت ګوند استازي، هرات کې د فرقې معاون او  د ګلران ولسوال په توګه هم کار کړی.

 

۱۲- مولوی عنایت الله بلیغ (کاپیسا- تاجک)‌: اوسمهال‌ دپل خشتي‌ جومات خطیب، دکابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استاد او دعلماو شورا غړی دی. مولوی بلیغ د حامد کرزي په دوره کې د حج او اوقافو وزیر په توګه هم کار کړی. د استاد عبدالرب رسول سیاف باوري کس دی.

 

۱۳- باتور دوستم (جوزجان - ازبک): د ازبکو د مشهور قوماندان جنرال دوستم زوی دی.‌ په حقوقو او سیاسي‌ علومو کې یې ترکیه کې ماسټري‌ اخیستې ده او په مذاکراتو کې د ملي جنبش په استازیتوب ګډون کوي.

 

۱۴- کلیم الله نقیبی ( کندهار- پښتون)‌: د جمیعت ګوند د مشهور قومندان ملا نقیب الله اخند زوی دی. ملا نقیب اخند لومړی د جمیعت ګوند وروسته د طالبانو په امارت کې قومندان و. کلیم الله نقیبی اوسمهال د صلاح الدین رباني په مشرۍ د جمیعت ګوند معاون دی.

 

۱۵- محمد ناطقي (بامیان - هزاره) د وحدت ملي ګوند سرپرست،‌ و لسمشر ارشد مشاور او د ولسي جرګې غړی دی. د استاد رباني په وخت کې یې د تجارت وزیر په توګه هم کار کړیزده کړې یې د حقوقو او سیاسي علومو په برخه کې عراق او ایران کې کړي. د بن په کنفرانس کې یې هم د هزاره ګانو د حزب وحدت ګوند په استازیتوب ګډون کړی و او د استاد محقق له نږدې ملګرو څخه دی.

۱۶- جنرال ایوب نصاری ( هرات - تاجک) د هرات د امنیه قوماندان په توګه یې کار کړی او په نظامي برخه کې د تجربې خاوند دی، ډېر معلومات یې په اړه نه لرم.

 

۱۷شهلا فرید (فاریاب- تاجکه) د ښځو د حقوقو فعاله ده، ۲۷ کاله یې د کابل په بېلابېلو ښوونځیو کې د معلمې په توګه کار کړی اوسمهال د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو استاده ده،‌ مذاکراتو کې به د ښځو استازیتوب کوي.‌

 

۱۸شریفه زرمتۍ ( پکتیپښتنه) د ولسي جرګې د پنځلسمې دورې وکیله او د ښځو د حقونو فعاله ده. د بشري حقونو په برخه کې د ډاکټر اشرف غني د مشاورې په توګه یې هم کار کړی.

 

۱۹- خالد نور ( مزار شریف - تاجک)‌ د استاد عطا محمد نور پنځه ویشت کلن زوی دی چې د خپل پلار په استازیتوب په مذاکراتو کې برخه اخلي

 

۲۰- ډاکټر امین احمدي (ارزګان- هزاره) د ابن سینا پوهنتون رئیس دی. په فقه او تفسیر کې یې پي ایچ ډي اخیستې. د حامد کرزي په دوره کې د اساسي‌ قانون د تدقیق او نظارت په کمیسیونونو کې یې کار کړید جنبش روشنایي‌ له فعالو غړو څخه شمېرل کېږي.

-
بېرته شاته