(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ترنګزو حاجي صیب

[23.Dec.2020 - 15:14]

"ترنګزو حاجي صيب"

***

د ديارلسمی ه‍ پيړۍ په منځنيو کلو کې يو سړی د کندهار څخه د پېښور سيمي ته ولېږدېدی او د چارسدې په ترنګزو کې مېشته شو. دغه کورنۍ په خټه تارڼ پښتانه وه. تارڼان په پښتنو کې ستانه او بزرګوار دي، ځکه د خپلي بزرګوارۍ له کبله په سيدانو مشهور شوي دي. ددغي کورنۍ يو عارف او مجاهد غړی حاجي فضل احمد زوی په قوم (تارڼ) ستانه و چې په کال ( ۱۲۳۵-۱۸۵۶ه‍ ) زېږېدلی او څنګه چې د پېښور د چارسدې نږدی کلي (ترنګزو) کې اوسيد' نو د ترنګزو په حاجي صاحب مشهور شو. حاجي صاحب خپل لومړنی تحصيلات د هډی ابوبکر اخوند زاده او په لوړ تهکال کې پای ته رسولی، د حج فريضه يې ادا کړی وه او د ملانجم الدين اخوند اندړ لاس نيوی يې کړی و.

ده په (۱۲۷۶-۱۸۹۷ه‍.ش) کې چې انګليسانو پر مالاکنډ حمله وکړه، په دې وخت کې ځکه چې د سوات باباجي صاحب او عمرا خان حکومت (۱۲۷۵-۱۲۷۴ه‍.ش=۱۸۹۵-۱۸۹۶م) له منځه تللی وو' نو ملي مجاهدينو داسې مشرتابه ته ضرورت درلود چې د دوی د ملي او اجتماعي چارو مخصوص د مجاهدو قيادت وکړي او دا وظيفه د ترنګزو حاجي صاحب په ښه توګه سر ته رسولای شوه

ده په (۱۲۷۶ه‍.ش=۱۸۹۷م) کې د مالاکنډ په غزا کې د لومړی ځل له پاره ګډون وکړ او په (۱۹۱۰م=۱۲۸۰ه‍.ش) کې د ملا نجم الدين اخوند زاده صاحب د خلف په حيث وټاکل شو.

حاجي صاحب په (۱۹۰۸م) کې حج ته ولاړ او د بيرته راګرځيدلو په وخت کې يې د هند د لويو ملي مجاهدينو او ازادۍ غوښتونکو لکه: مولانا محمود الحسن صاحب شيخ الهند سره ارتباط وموند

ده په خپله سيمه کې د افغانانو د پوهولو او د استعمار په مقابل کې د راپارولو له پاره د پېښور په بيلو سيمو کې ۴۱ مدرسي وپرانستلې چې مشهوری يې د ګدر, حمزا خان او اتمانزو مدرسې د يادونی وړ دي. وروسته يې په پیښور کې د صاحبزاده عبدالقيوم په سفارش اسلاميه کالج وپرانست او د انګليسانو په مخالفت يې په مجاهدو لاس پوری کړ!

 

انګليسانو دی ونيو او درې کاله يې په بند محکوم کړ. په (۱۹۴۱م) کې چې د يورپ عمومي جنګ شروع شو! حاجي صاحب د مولانا محمود الحسن صاحب او نورو ملي مجاهدوينو په مشوره د هغه کال په جون په دوهمه د بونير علاقې ته ولاړ او هلته يې د انګليسانو په مخالفت د ملي مجاهدې جنډه پورته کړه او د (امبيلا) درې څخه يې پر انګليسانو يرغل وکړ او ځينی ځايونه يې ونيول. بيا له هغه ځايه د ازاد مومندو او ساپیو علاقي (سره کمر) ته ولاړ او په غازي اباد کې ديره شو.

 

د افغانستان د خپلواکۍ په معرکه کې (۱۲۹۸ش=۱۹۱۹م) حاجي صاحب د افغانستان په مرسته د ډېرو مومندو سره پر (ډکې) حمله وکړه او د شبقدر د (۱۹۲۷- ۱۹۲۸م) په ملي مجاهدو کې يې د ملي مجاهدينو د مشرتابه وياړ درلود.

 

په (۱۹۳۰م) کې چې دده ملګری خان عبدالغفارخان بندي شو او انګليسانو پر خدايې خدمتګارانو باندې فشارونه راوستل! حاجي صاحب ددوۍ په مرسته مالاکنډ کې جهاد شروع کړ او انګليسانو ته يې ډېر مالي او ځاني تاوانونه ورسول

 

د (دير) د اوږد جنګ وروسته چې د انګليسانو ګايډ پلټن ټوله تباه شوه' نو انګليسانو په (۱۹۳۶م) کې په سوله راضي شول او په دی توګه د حاجي صاحب ملی هوډ تر سره شو, د (۱۹۳۶م) کال په پای کې حاجي صاحب ناروع شو او د (۱۹۳۶م) کال د دسمبر په ۱۴ د يو اتيا کالو په عمر وفات شو او د وصيت سره سم د غازي اباد د مسجد په غولې کې خاورو ته وسپارل شو. د ده درې زامن د فضل معبود, فضل اکبر, فضل شاه په نامه مشهور دي او فضل اکبر د پښتنو ملي خوداراديت په تحريک کې د ښې برخې خاوند و.

***

References

د استبداد او مطلقيت په مقابل کې د ځينو افغانانو ملي مبارزی - ليکوال محمد ولي (ځلمي)

 

 

-
بېرته شاته