(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ږیره پرېږدې؟

[23.Dec.2020 - 15:18]

د ډاکټر نجیب الله شهید نه یوه خبریال پوښتنه کړي وه چې خبر شوی یم چې ږیره پریږدې ؟

 

ډاکټر نجیب الله شهید ځواب ورکړی وو، چې ږیره سنت محمدي دی، خدائ دې توفیق راکړي جې پرییږدم

 

خبریال بیا تپوس ورنه کړی وو چې خبر شوی یم چې حج ته هم ځې ؟

 

ډاکټر نجیب الله شهید ځواب ورکړی وو چې "حج د اسلام رکن دی، ځنې مسئولیتونه لرم چې هغه پوره کړم نو ضرور به حج ته ځم ـ

 

خبریال بیا پوښتنه ورنه وکړه چې که بیا هم دوئ مسلمان وه نه شمارلې نو بیا ؟

 

ډاکټر نجیب الله شهید ځواب ورکړ چې "نو بیا به لاړ شم اسلام آباد ته، هلته به د شاه فیصل جمات طواف وکړم نو بیا به مې دوئ ضرور مسلمان ومني

 

د 45 کلونو څخه په پښتون افغان خاوره موجوده روان جنګ هر قسمه علاقائي دودونه او مذهبي روایاتونه په شا وغورځول، ځکه چې دا جنګ یو داسې نسل پر مخ بیائي د چا په هکله چې مشهوره ده چې کله به افغان فاتحین ددوئ خاورې ته داخل شول نو بغیر د جنګه به دوئ د هغو افغانو فاتحینو استقبال ته راووتل، ددوئ آسونو ته به ئې واښه واچول او د پوځیانو د شب بسترۍ دپاره به ئې خپلې خویندې لوڼه حاضرولې، او په صبا به ئې افغان فاتحین د هند د ماراټا قوم سره د جنګ دپاره د پاني پت میدان ته رسول، انګریزان هم چې کله راغلل، هم دې پنحابیانو د انګریزانو استقبال وکه، هغوئ ته ئې د شب بسترۍ څخه واخله تر لارو ګودرو پورې هر څه ور وخودل او انګریز ئې د افغانانو سره د جنګ دپاره جلال آباد ته ورسول

 

تاریخ دانان لیکي چې د انګریزي قبضه ګرو یو عادت دا و، چې له خپلو لښکرو سره به یې تر قبضې لاندې سیمو ته څېړونکي هم لېږل، دوی به خپلې ادارې د قبضه شویو سیمو له فرهنګ، دود ـ دستور، ژبو، تاریخ، هنر و ادب، اقتصادي سرچینو، خپلمنځي اړیکو، کمزوریو او ځواکونو خبرول

 

همدغه څېړونکي، روسته ختیځپوهان ونومول شول

 

د افغانانو په اړه دغو ختیځپوهانو لیکلي ول

" افغانان سرسخته جنګیالي دي، پر خپلواکۍ سر ورکوي، خو خپلواکي سمه نه پېژني، دودیزې پرګنې لري، تربورګلوي کلکه پالې، له پوهنې سره یې جوړه نه ده، زمکه او پټی ناموس ګڼي، خو د زمکې او اوبو د اقتصادي کارونې لپاره پلان نه پېژني، سیاله ټولنه ده، له ښځو سره یې چلند سخت او ناموسي دی، پر ښځو کلک تعصب لري، خو د ښځو درناوی په کې بیخي زیات دی. د دوی په فرهنګ کې د ښځې وژل لویه بېغیرتي ګڼل کیږي، د ښځې د پلو (ټیکري) خورا ډېر عزت کوي او که ښځه یې د دوښمن مخې ته ودریږي، نو د خپل سر دوښمن هم نه وژني. که پر لاره ښځې مخې ته ورشي، نو نارینه خپله لاره بدلوي او که چا ښځو ته سپکاوی وکړ، سخته سزا ویني"

 

انګریزانو شاوخوا دوه سوه کاله خواري وکړه او د افغانانو دغه غوره دود یې د پنجابي استعمار په لاس بدل کړ، ځنې کارونو ته ئې اسلامي چوکاټ خوښ کړو، په دې چوکاټ کې په لومړۍ ځل چې کله خوست باندې مجاهدینو اشرارو قبضه وکړه، نو د ګلبدین حکمتیار په لاس په خوست کې د دولتي مامورینو میرمنې کوهاټ ته راوستل شوې او دلته پنجابي پوځیانو ته تحفه شوې، له دې مخکې په پښتنو او افغانانو کې داسې کوم دود نه وو چې د خپل فکري مخالف یا دښمن ښځه دې بل چاته ډالۍ شي

 

د انګریزي استعمار یو بل استاذ پنجابی کرنل امام په خپل کتاب کې لیکي چې

 

"کله چې زه د خپل کار ماموریت په سلسله کې د طالبانو سره په افغانستان کې وم نو یو طالب مشر راته وویل چي امام صاحب، ته د ډیرې مودې راسې زمونږ سره دلته ئې، ته باید واده وکړې، ځکه چې تا ته به هم د جنسي خواهشاتو د پوره کولو ضرورت وی، کرنل امام وائي چې ما په خندا سره ورته وویل چې ایا تاسې غواړی چې زه هر څه پریږدم او دلته وووسیږم ؟ بیا کرنل امام مخته لیکي چې اخوند صاحب د قندهارۍ جینکو د اندامونو لوئ صفتونه وکړل، او وائي چې هغه وو چې یوه ورځ څو سپینږیري ځما د کاذي کوټې خوا ته راغلل او د خپلو لوڼو او لمسیو د رنګ او ونې په هکله ګویا شول" ـ

 

آخر کې کرنل امام د واده څخه انکار کړی وو، ځکه چې دده چط کوم مسئولیت وو هغه صرف په افغانستان باندې د یو مقصد دپاره قبضه وه، یو استخباراتي کس په هیڅ صورت سره هم په بل هیواد کې واده نشي کولی

 

ددې نه بس چې کله په افغانستان کې طالبانو سقوط وکړو او د پاکستان په لوري راغلل، ددې ځایه دوئ بیا د یو خاص مقصد دپاره مسلح شول، ددوئ په وجه د انګذیز پاتې شوني پنجابي استعمار وکولی شول چې قبائلي علاقې قبضه کړي، قبائلي مشران ووژني او د قبایلو کور او بازار ور وران کړي، په پښتنو او افغانانو کې لفظ نامعلوم هیڅ نه وو، زما یاد دي چې په میرانشاه بازار کې د شپې له خوا زمونږ د علاقې یو کس وژلی شوی وو، څو کاله پس ئې قاتل معلوم شو، خو

 

چې د کومو ورځو نه دا د شودر ځامن راغلي دي، هره ورځ مو نامعلوم خلک وژني، په مونږ کې داسې هیڅ دود نه وو چې ښځې دې برناحقه مړې کو، ددوئ په وجه په میرعلی کې ښځې هم ووژل شوې، خلکو اواز هم پورته نکړو، ځکه چې غیرتمنو پښتون ته ئې دغه پتمنې بدنامه ور پیژندلي وې او زمونږ خلک هم مخکې له دې چې وپېژنو بدناموو یې، تور پرې لګوو، لمن يې داغداروو، بداخلاقه یې ګڼو. دلته وینه، وژنه او تور تهمت وړیا دی، هرڅوک یې کړای شي

 

پرون ئې په جلال آباد کې ملالۍ میوند د کور مخې ته په ګولیو وویشتله او شهیده ئې کړه، لوپټه یې له سره ولوېده او همداسې پر سړک پرته وه

 

اوس باید پوئ شو چې روانه جګره له افغاني غیرت سره کومه اړیکه نه لري، بلکې د هغو خلکو او استخباراتي خونو څخه سرچینه اخلي، چې ښځه په کې د بازار حُسن په مُجره ګانو کې په زوره نڅول کیږي او  بریتور غټ خیټي په لنګونو کې ورته ناست وي

 

ای د میوند ملالې، ای زمونږ شهیدې خورې، ته د داسې ټولنې دپاره شهیده شوې، کومې ټولنې چې په غازي امان الله خان باندې تهمتونه لګولي وو، ډاکټر نجیب الله ته به ئې په لاهوري اسلام کې د کافر نه ویل

 

اروا دې ښاد او جنت دې ځائ شه

 

Sohail Noor

-
بېرته شاته