(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اساسي قانون

[26.Dec.2020 - 21:01]

اساسي قانون څه ته وايي؟

لیکوال: غریب الله هلال

اساسي قانون د دوه کلیمو نه جوړ دی چي یو یې اساسي او بل یې قانون دی.

  1: قانون:

د قانون په هکله ۳ دری ډلو مختلف نظریات ورکړیدي چې په لاندی ډول دي.

         دوې واي چې قانون یوه لاتینی کلیمه ده چې د کانون به معنی ده چې الفاظ يي سره مشابهت لري. دلیل يي دادی چې:- قانون د خط کش په معنی دی.
         دوې وايي چې قانون یوه عربی کلیمه ده چې د قن څخه اخیستل شوی. دلیل يي دادی چې، قانون او قن کلیمو اواز سره شباهت لری.
         دا ډله وايی چې قانون کلیمه د سریاني او عبراني ژبو څخه اخستل شوې.

ابن منصور: دا یو لغت پیژندونکی عالم دي دې وایی چې قانون یوه عربی کلیمه ده. دا مختلف دلایل وړاندی کوي او وایی: تقنین، تقنینه او مقنن دا کلمات عربی کلمات دی او د قانون کلیمه ددی څخه اخیستل شوی. دلیل یی دادی چې په معنی د : مقیاس کل شی یعنی د هر شی لپاره اندازه معلومه ده.  په مراکش کې قانون کلیمئ ته مدون، په مصر کې ورته تقنین، په تونس کې ورته المجلة او په سعودی عربیه کې ورته نظام وایي.

2: اساسي:

اساسي د اساس نه اخستل شویدی چې اساس بنیاد او بنسټ ته وایي، د ټولو  فروعاتو  لپاره تهداب او بنسټ ته اساس وایي چې هیڅ یوه فرغه یې خلاف نوي، د اساسی دقیقي معناګانې اساس، بنیاد، بنسټ، ساختمان، تشکیل او تاسیس ته وایي.

اساسي قانون ته ایران کې اساس، تاجکیستان کې ورته سر قانون، المان کې ورته بنیاد، عربی نړۍ کې ورته قانون الدستور او افغانستان کې ورته مختلف نومونه اخستل شویدي لکه: نظام نامه، اصول نامه او اساسي قانون.

 او په اصطلاح کې اساسي قانون څه ته وایئ:

*    اساسي قانون هغه ملی او کلی وثیقه ده یا د یوی ټولنې هغه ستر حقوقي سند ته ویل کیږي چې د دولت شکل، د اتباعو حقوق او وجایب، د دری ګونو  قواو و ظایف، او صلاحیتونه ، ملی بیرغ، ژبه، دین او  ملی سرود او نور ډیر  مهم مسائل  پکې روښانه شوی وي.

*    اساسي قانون هغه عامه مقرره ده چې د یوي ټولني په لارښودو قوانینو په راس کې قرار ولري او هدف یي ددولت د عمومې اومورو تنظیم او دهغي متشکله ارکان او بالاخره د ازادۍ کې دحقوقو تثبیت او دخلکو مکلفیتونه او وجایب چې کلۍ او عمومۍ اصل په بڼه لیکل شوی وي.

*    اساسی قانون د  هغه مدوینو ټولګه ده چې دی دولت د ژوند دتنظیم لپاره وضع کیږي.

*    اساسي قانون د یو هیواد سیاسي نظام او دهغوی حقوقې او سیاسي جوړښت څخه بحث کوي او د ټولنۍ د نورو قوانینو د مور حیثت لري.

*    اساسي قانون د هغه قواعدو او مقراراتو د مجموعي څخه عبارت دي چې ددولت قدرت، د قدرت انتقال، د قدرت اجرآ او ددی ترمینځ روابط ترتیب او تنظیموی.

  او په اصطلاح کې قانون څه ته وایئ:

*    هغه قواعد او مقرارات دي چې په یوه ټولنه کې د انسانانو  تر مينخ اړیکې تنظیموی او د ذیصلاح ارګان لخوا وضع کیږي او الزامي جنبه ولری.

*    با په بل عبارت:- کوم شی چې ټولنه د ګډوډۍ څخه ساتی او د انسانانو او دولت تر منیځ روابط ټینګوي عبارت د قانون څخه دی.

*    ابوعلي سینا بلخي وائی:- اسانان یو ټولنیز مخلوق دی، دوې ټولنیز ژوند ولري او د ټولنیزو  معاملاتو سره سر کار لري او انسانان ټولنیزو معاملاتو او روابطو ته ضرورت لري.

پورته تعریفونو ته په نظر کې کتلو سره اساسي قانون ( Constitution law) د یو دولت د ټولو نه عالی حقوقی سند ګڼل کیږي  د نورو قوانینو د مور حیثت لري او دهیواد نور ټول قوانین د اساسي قانون نه سرچشمه اخلی او د اساسي قانون په رڼا کې تدوین کیږي نو فلهذا په هیوادونو او دولتونو باندې د خپل اساسي قانون حفاظت ضروری دی او خپل ټول امور باید د اساسي قانون په رڼا کې تنظیم کړی او په هیواد کې حاکمیت باید د اساسي قانون وی.

هرکله چې الله تعالی انسانان دنیا ته رالیږلي دي نو د ژوند تیرولو لپاره یې هم ورسره یو قانون رالیږلی ترڅول خپل ژوند د یو نظام او قانون د سیوری لاندې تیر کړی، ولۍ چې بی بیناده، بی اساسه، او بی نظامه ژوند تیرول دا د حیوانیت او جاهلیت ژوند او زندګي ده او انسانان  الله (ج) دنیا ته د یو ستر هدف لپاره رالیږلئ دي چې هغه د لوی متعال ذات په وحدانیت پیژندل، بنده ګي او عبادت دي او دلیل پری د الله (ج) د سورة الذاریات ایات نمبر: ۵۶  ( وماخلقت الجن والانس الا لیعبدون ) الله تعالی فرمایی ما ندي پیدا کړی انسانان او پیریان مګر د خپل عبادت او بنده ګۍ لپاره می پیدا کړیدي نو  هر کله چې الله تعالی ادم علیه السلام دنیا ته راولیږه نو ورسره یې د ژوند او زندګۍ تیرولو لپاره  یو نظام او قانون هم راولیږه چې ژوند به په همدی اوصولو او قانون تیروي، او هرکله چې د قانون او دستور نه خلاف ورزی کوي نو بیا به درته په اخرت او دنیا کې سزا درکول کیږي لکه د قابل او هابل چې د ادم علیه السلام زامن ؤ او د ژوند د تیرولو قانون یې معلوم ؤ خو چې کله قابل هابل وژني او د وخت د قانون او اصولو نه سرغړونه کوي نو په حدیث کې راځی نبی علیه الصلاة و السلام وایی چې تر ورځ د قیامت پوری چې څوک قتل کوي نو د قابل برخه او حصه پکې شته ولی چې په دنیا کې اولنئ قاتل ؤ او د اسلامې قانون او اصولو خلاف ورزی یې کړیوه.

د وخت په تیریدو د اسمانۍ قانون سره هم دنیا کې د ژوند تیرولو لپاره انسانانو یو څه عرفئ قواعد او مقررات لرل چې د وخت په تیریدو سره ورته د قانون نوم ورکړی شویدی، او بیا دنیاوي قوانین په مختلفو دورو کې تدوین شویدي او انسانانو خپل ژوند د یو نظام، قانون او دوستور لاندې تیر کړیدي  نو پدی اساس ویلئ شو په دونیا کې دوه قیسمه قوانین موجود دي

*    اسمانی قانون:

*    وضعي قانون:

1.    اول اسماني قوانین دي: هر کله چې په دنیا کې الله تعالی انسانان پیدا کړل نو د دوي د لارښودنې لپاره یې ورته وخت په وخت رسولان او پیغمبران هم رالیږلی دي او ددوي د ژوند تیرولو لپاره يې د پیغمبرانو په واسطه د اسمان نه قانون اودستور رالیږلی دی، تر څو انسانان خپل ژوند د نظام او قانون په چوکاټ کې تیر کړی تر څو یي د اخرت او دنیا ژوند دواړه روښانه او سوکاله شي، لکه قرانکریم، تورات، انجیل، زبور او نوری ډیر صحیفی په مختلفو پیغمبرانو د الله تعالی له لوری راکیږلې شویدي ترڅو د بشریت د ژوند تیرولو لپاره یو قانون او دستور شئ.

2.    دوهم: وضعی قوانین دي:  چې وضعی قوانین د انسانانو لخوا وضع کیږي او هره ټولنه یې د خپلې عقیدې، مفکورې، دود او دستور په رڼا کې څه قواعد او مقررات تدوینوي چې دیته قانون ویل کیږي، خو فرق یې فقط پدیکې چې هر هغه څوک چې قوانین جوړه وي که مسلمان وي او اسلامې صبغه ( رنګ ) ولری نو اساسي قانون به یې د پاک سپیڅلی دین په رنګ رنګین وي او که چیرته غیر مسلم وي نو هغوي به هڅه کړیوی چي داسې یو قانون جوړ کړي چې اخرت، مذهب او دین سره څه سرو کار ونلري او دونیاوي چارو ته به یې پکې ځای ورکړیوي لکه: سیکولریزم، کاپیټیالیزم، سوشلیزم، کمونیزم او د وغیره ایډیالوژیو قوانین.

نو د افغانستان اساسي قانون د حنفې فقهې او جعفری فقهې په رڼا کې جوړ شویدی او یو څه ناڅه اسلامې صبغه او رنګ لری، او اساسي قانون د هیواد په هر وګړی برابر او مساویانه د تطبیق وړ دی او سرغړونه یې جرم بلل کیږي، هرکله چې اساسي قانون په هر فرد د افرادو د ټولنې مساوي تطبیق شی نو ټولنه پرمختګ، ترقې او رشد طرف ته سوق کوي او که اساسي قانون د غریبانانو، مسکینانو او بی وزلو لپاره د تطبیق وړ وي او د چارواکو، سرمایدارانو او زرواکانو لپاره د تطبیق وړ نوي نو بیا دا اساسي قانون د ټولنې د پرمختګ او رشد لپاره قابل ندی لکه بیلګه یې مونږ په خپل هیواد افغانستان کې ګورو دلته زمونږ اساسي قانون د هغه چا لپاره د تطبیق او عمل وړ دی چې بیچاره، بی کسه، بی روپو او هم بی واسطې وي او لنډغرو، زورواکو، چارواکواو د ډ‌یرو روپو خاوندانو باندې قانون د تطبق وړ ندی او نه یې پر څوک تطبیقولی شي ځکه قانون د دوې په لاسونو کې دي لکه دبیلګی په توګه: په ۱۹سمه پیړی کی: د۱۷۶۸  څخه بیا تر ۱۸۶۸  کال پوری په انګلیستا ن او داوروپا په نوره وچه کی سرما یه دارانو دقوا نینو په زور پر کارګرانو  با ندی دورځنی کار ساعتونه داسی ډیر کړل ،چه د ډیر کا ر په نتیجه کی کارګرانو ته دجسمی وضعی دخرا بی تر څنګ یی دمعنوی تکا مل  فرصت هم دلاسه ورکړ) نو په افغانستان کې هم  اساسي قانون د چارواکو او زورواکو په لاسونو کې دی او د قانون حاکمیت وجود نلری،  نو له دې کبله د هیواد اقتصاد، صنعت، زراعت او نوري زیربینایئ پروژي مو وروسته پاتي دي او هیڅ رشد او پرمختګ مو ونکړه، په اوسنې دور کې چې مونږ د نړۍ پرمختللې هیوادونه ګورو چې په هره برخه کې لکه: اقتصاد، زراعت، صنعت، ټیکنالوجۍ  او ساینس کې یې ډیر زیات پرمختګ کړی او اواوج ته رسیدلئ دي  ځما په اند يواځنې علت یې په خپلو ځانونو باندې د هیواد اساسي قانون او ورته نافذه قوانین پلی کول دي او خپل اساسي قانون ته د احترام په سترګه کتل د قانون نه ماتول، او ناقضینو د قانون ته د مجازات ورکول دي ولی چې حاکمیت د قانون او ټول ورته غاړه بسته دي، هرکله چې مو په هیواد کې اساسي قانون او نور نافذه قوانین ټولو وګړو د ریس جمهور نه واخله تر یو پیده پورې او دیو لوی سرمایدار نه واخله تر یو ګدا پورې په مساوي ډول تطبیق نشي او قانون حاکم نشي هیڅکله به په هیواد کې پرمختګ، ترقي او سوکالي رانشی او   په هیواد کې سوکالي، ارامي او امنیت هم د اساسي قانون په حاکمیت پوری تړلی ده.
ومن الله التوفیق

-
بېرته شاته