(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتنه پېغله

[26.Dec.2020 - 21:09]

پښتنه پېغله!

لیک: احمدسعید

داد ۱۹۹۴ کال د اګست دمیاشتي ۱۲ دوولسمه نېټه وه  د سهیلي پښتنخواه په کویټه ښار کي مي له درېو نورو ملګرو سره دا تابعه ونیوه ترڅو تر ۱۴ اګست پوري لاهور ته ځان ورسوو او هلته وګورو چي غلام پنجابی اولس څنګه د تش په نامه اذادی ورځ لمانځي.

هلته په رسېدو سره مي هغه عجائیبي ولیدې چي قلم یې له لیکلو عاجز پاته سو،تر نورو قدم اړوم یواځي یوه هغه پېښه لیکم چي زما د نسب او قوم سره تړاو لري او هغه چي زه یې دومره وژړوم چي تراوسه مي اوښکي رواني دي،اوس مي اوښکو په نازک مخ کي لاري جوړي کړي دي.

سهار لس بجې وې چي له خوبه راپاڅېدو دچائ څښلو پر مهال مي دوه ملګري په آپس کي سره چپ او خپ ږغېده زه او دا بل څلورم ملګری نه پوهیدو چي دوی دوه څه وایي د غرمې دوولس بجې دروازه وټکېده دوې ځواني نجوني اطاق ته راغلې دملګرو مي وپوښته داڅوک دي او څه غواړي؟هغه دوو ملګرو په کړس کړس وخنده پوه سوم چي کار دوی کړی دی، نجوني پښتنې وې د لاس روغبړ یې وکړ د یوې څېره ډېره معصومه برېښېده پوښتنه مي ځني وکړه دکوم ځای یې؟وې ویل دهمدغه ځای.بیامي پوښتنه ځني وکړه دا لاهور دی دلته پښتانه له کومه وه دکوم ځای یې؟او داپوښتنه مي څوځله تقراري ترې وکړه، اصل جواب ته مي مجبوره کړه ویل یې د سوات یم.ځني ومي پوښته نو دلته کله او چا راوستې؟شونډي یې ولړزېدې لویه سړه ساه یې واخیسته تر نازکو تورو سترګو یې پرله پسې ملغلري راایله سوې، ډاډمن ږغ مي پرې وکړ ولي دومره مایوسه یې موږ الله لرو او پر هغه ذات توکل کوو، وبوڼېده څنګه توکل کوم صبر او کوم زغم چي ماوکړ فکرنه کوم بل بني ادم دي کړی وي خونه پوهیږم ولي الله زما د کور او زما د نازک بشر دښمنان نه تباه کوي؟ ورته ومي ویل کوم دښمنان ته دښمنان لرې؟ هو موږ دښمنان لرو. ورته مي وویل راسه دیوه پښتانه ورور په هیس ستاد رپېدلو شونډو ستاد درمن زړه او ستاد ژړانده او بهانده سترګو په خاطر ستاد دښمن په وړاندي اقدام وکړم.په روانه ژړاکي یې په بدخونده شکل ومسل نه سو کوای دا موږ نه سو کوای دا دي الله په خپل فضل دنړۍ په زبرځواکونو دړي وړي کړي دا دیوه کس یایوه نفر مسئله نه ده د دیوه ملک او دهغه ملک د فوج او استخباراتو مسئله ده، دلته پوه سوم لکه چي پاکستان او دهغه تورمخی دولت ښایي ماځني کومه پوښتنه کول خو هغه په خوله کي راولوېده زماخبره یې ونیوه

زمانوم ملاله ده زه څوارلس کلنه وم چي دتره زوی مي مرکه راته وکړه پلارمي ورسره ومنه اتمه میاشت وروسته زه د تره کره واده سوم دا اوازې مي اورېدې چي دلته سوات ته پنجابي فوجیان راځي او پښتنې پیغلي له ځان سره بیایي خو لیدلي مي نه وه د خاوند سره مي کال نه وو پره سوی یوه شپه د پنجابي فوجیانو چاپه راغله خاوند مي ور وواته په نرمه لهجه یې خبري ورسره کولې څه غواړی؟هغوی بېله دې چي څه ورسره ووایي خاوند یې راته وویشته سیده بلي خوني ته ولاړه هلته مي خسر د راوتو په حال کي وو هغه یې هم بېله دلائیلو شهید کړ زماخوني ته راغله په چیغو او نارو یې تر کور ویستم سترګي یې راته پټۍ کړې دوهمه ورځ یې په لاهور کي سترګي راته خلاصي کړې څه مي نه خوړلي وه اونه مي څښلي خورک یې راوړ ماښام ته یې یوه فوجي کرنیل مشرته وروستم هغه په جبر او ظلم ټوله شپه راباندي ووهل داسي یې څو ورځي دځان سره ساتم اخیر یې خپلو ګاټانو ته په لاس ورکړم څو ورځي هغوی خپل خواهشات راباندي پره کړه پسله ډیرو ورځو یې لاهور کي هیره مونډۍ ته وسپارم اوس مي دغه برخلیک سو چي کور مي هیره منډۍ ده کار مي همدغه دی هویت مي ورک دی

-
بېرته شاته