(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کره ویۍ

[26.Dec.2020 - 21:20]

کره_او_نږه_ويي

لیک: غلام سرور زهیر

پټکه: خام پنير

نيمکه: نيمه افغانۍ

پټکه: هغه چرګه چي نوې په هګيو راغلې وي

پټکه: تېزه او توهين امېزه خبره

نيوکه: اعتراض

کونجکه: خرمهره

نېغله: نيمه بالغه نجلۍ

سبونکه: له وريجو او شفتلي پاخه شوي خواړه

باجوڼکه: بلبله

ټيټاکه: غرنۍ ونه ده

غوړکى: غوړګه، نوده

ويتک/ويتکى: شوخ

نغاړکۍ: زوړوکى

ټوپکۍ: د کارېز پوښلې برخه، کوټه خاوره

توسن: سبب

اوښۍ: زانګو

اوښاره: زانګو

لولکۍ: کوکۍ، پتنګ

لولکۍ: يو ډول فرني

نېغکى: کلټوريس

ستګ: سنجاق

پېرګى: د بلوط تخم

غرګى: ډبره

پرګى: د بلوط مېوه

پښۍ: رواش

ګنډۍ: کرتۍ

مخۍ: د بدل ښځه، بدل

مخۍ: معما، چيستان

منځۍ: مرکز

پاسلو: خاکسار

پېړغو: د شپون اجوره

ټوټى: د اوښ سينه

ټوټى: لرګينه کاسه

کټوټى: په کېږدۍ کي دننه د ماشوم ټالوزمه خوبځاى

اورګڼى: اورغالى

ونجړى: وړوکى مېز

اومړى: خام، نازک

مرڼۍ: چپنه

سندړ: غټ اوښ

شينګړ: طلاقي

کومبړ: زخم، سورۍ جامه

لومبړ: ګيدړ

شخړ: د مرغانو سېل

ګودړ: زوړ کالى

ګودړ: زوړ او ډنګر څاروى

شينګړ: هغه څوک چي ښځه ترې وتښتي

شينګړه: هغه جلۍ چي د پلار له کره په هلک پسې وتښتي

 

پښتو کره ويي

 

زېلانځ: رحم

برماڼو: ځنګلي او وحشي سړى، مست او شهوتي سړى

بروه: کړيکه، چيغه

بروڼه: سپېروونى، سپېره

برياړه: هغه غوا چي له ګورم سره نه څري

برياله: دريڅه، کړکۍ

پېڅ: صبر

خورمنځ: غوښتنه، مزاج

ډوغل: کډى، کنده، ژور ځاى

شپغالى: نايټ کلب (نويز)

غويلاڼه: سمنک

تراڼه: غوسه، قهر

واڼه: د ناڅپر شويو غنمو دلۍ، درمند

کونډى: واڼه، درمند

کرباڼه: تور رنګه آس

کوزياڼه: د ناوې کورنۍ ته د ښاوي د ور پېژندلو مراسم

هډواڼه/هډوانه: چارچوب

اډانه: چارچوب

چوڼياڼۍ: تشناب

پڼۍ: پايدان

مرخڼۍ: عناب

کرغه(په ساکن پيل) : وچه او بې وښو سيمه

کرغه (ک زور لري): څړځى

زړغه: شک

 وانده: د کوچيانو لنډمهالې مېنه

ښنده: مبالغه

وردګ/وردک: له آره ويهارادک چي د بتون، بتکدې په مانا دى (زيار). 

مزګت/مزدک: جومات

کندهار: له ګندهارا اخيستل شوى چي مانا يې لوى بت دى (زيار).

ګونده: غټ، لوى بت

تلنځ: مذهب

چورليځ (نويز) : مدار

لوبيځ (نويز): سټېج، د نمایش ځاى

ولنځ (نويز): د کالو وينځلو ځاى يا ماشين

اړتون (نويز): زندان، توقيف خانه

بولنتون (نويز): قومانداني، ګارنېزون

څارتون (نويز): نظارت خانه

څارنتون (نويز): بيطار خانه

زېرمتون (نويز): تحويلخانه

مرستون (نويز): دار المساکين

چړتون (نويز): څښتون

وسلتون (نويز): ډېپو

 

کره_او_نږه_ويي_پښتو کره ويي

 

متره: سېک، ځواک، توان، حوصله

بوږ: هیبت، ډار

بلېږد/بلېږده: را ټولو، رانغاړل لکه د ټغر یا جامې

ورټ: کرکه

کورټ: مطلق، بلکل، بېخي

کوراکور: له کوره تر کوره

مښکک: مشک (په شینواري ګړدود کي)

سرپ: نښتر (ونه ده)

مونګره: شګوفه

بوبه: پانګه

وروم: پند، نصیحت، ورم

سرام/سرامنې: خوناب، هغه وښکي چي ډېري ویني په کي وي.

سروب: هغه اوښکي چي ویني په کي وي.

نروب: عادي اوښکي

ویر: غم، ماتم. ویرنتلی: ویرژن، ویرځپلی

بېلورۍ: لور نه در لودنه، بخل

ځلبلاند: پرېشان

ویلوب: اشتفشان

ګلیون: په ګلو کي ګرځېدل

ګلوله: د ګلو ونه

نمت: نیت

نمات: لمانځل، نمانځه

پاتمړی: میراث

خمسور: منی، ملګري ته هم ویل کېږي.

کاز: حرص

دربله: توره، تیاره

غوړګه: نوده

جلبل: ځپل شوی، خوار و زار

ځلوب: سرآب

سکام: د کېږدۍ د منځ ستن

اګني: د اور خدای (هندي/اریايي)

وربوی: انګړ، د کور شا و خوا

بوزل: بورجل، له ډبرو جوړ کور، د خوسکیو ساتنځی

کوکۍ: کسی، سترګه، پتنګ، مشره ښځه

سمخ: سوړ، سړوالی لکه نن سوړ سمخ دی.

 

پښتو کره ويي

 

ټېکه/ټېک: حوصله، زغم، صبر

ټېک: قايم مقام کېدل

ګبڼۍ: لړزه، بې صبرۍ، دومره هيښندتوب چي پر چا لړزه راشي

بارى: جبل، اړم

پېزوانى: د يوغ لرګى، د غوا اوسار

ترسرى: توسېرى، اوسار

تونګى: وړوکي صندوخچه

کټاره: خنجر

کټاره: پنجره

کټوله: ډولۍ

کڼاوه: لرګين پاپوښ

منګاښه: ښاخۍ

تېکى: د توري پوښ، د سترګيو پوښ

چاپېرى: پرکار

څله: باور، يقين، چله

رنجاړه: تراړه، ريتاړه

مياڅه: ډبرين هاوند يا اوکلۍ

ميانده: مياڅه

غوله: د لرګي کنده

کته: ځل

ښتره: پارو

چښکى/چښکورى: شيردهن

څاښى: د څرخي محور، څوښه

څوباړى: دبى، دوباړى

درغنى: پايکوب

منګلوسه: روان تخت، ډولۍ

تنه: نتکۍ

نته: د اوښ د پزي لرګى

ډبالى: خاورين کندو

رپى: لړزه، اهتزاز، بيرغ

رمبى: د پوجي کولو اوسپنيز اوزار

ژغى: زنبېل

ژندرى: د زرګرۍ اوزار

پلنډه: پنډ، غوټه، بار

څپښه: زوړ پاپوښ

سپرغى: د کېږدۍ ګنډلو لرګينه ستن

غربى: د کمربند سګک

غوندى: جوال

کرښى: خط کش

تلاژه: تراډه

تېغنه: تبۍ

کادرى: د چرګ سنګدان

کنوښى: د آس زين

،کنى: کڼى ګر

کورى: ترنګړ

ټسکوره/تسکوره/سسکوره: تېشه

تښځ/تښځه: د ترکاڼي تېشه

کورى: نمکدانۍ

کورى: څورى، توښه

لمبى: لمپه، څراغ

تراډه: تراړه، فيته

ترازه: تراډه

وښى: بنګړى، د سپينو زرو ګړې

ګنډنى: ګنډ

ګوډى: د پوجي لور، وړوکى لور

 

کره پښتو ويي

 

کَرَښ: منډ، د پښو اواز، نښه

کرړه: د نسب سلسله، د پښت لړۍ، پښتلړ

ارګ: ګوټ، کلا، هغه ماڼۍ چي د کلا په منځ کي وي او ټولواک/هیوادمشر پکي اوسي.

اړا: سپین سترګی، بې حیا

اړاند: بوخت، لګیا

اري: هغه اوښ چي دوه کومیان لري

اوپره: نرم، پوست

اوپره: د موږک د غار خاوره

اوخۍ: بلا، ببو، بلا

اودوم: چاره، علاج، درملنه

اودوم: تعویذ

اوډر: پټ، پنا

ایسړ: زګېروی، آه

ایژه: اوږی

بلندره: اشر، بلنه، یوه چاره چي په ګډه تر سره کېږي.

بلم: وړه نېزه، شلګی

بلوټه: د بوټ یا څراغ د ایښوولو ځای، ډېوه ځی

بلوا: بغاوت، اړودوړ

بلۍ: د بام ژۍ، پیک

بوګړ: حلال شوی، ځورول شوی

بولله: قصیده

ګړیال: کړۍ، ساعت

ورم: پند، نصیحت. ورمپال/ورمیال: ناصح

پاتوړی: روستی کس

وراشه: ښې خبري، په زړه پوري وینا، د کاڼي کرښه

لارغه/لارغ: ځنډ، مکث، دمه

پنځ: طبیعت

بډل: لټ، ټنبل

بډ: ضد

ترینګۍ: نری اواز

 

پښتو کره ويي

 

څیری/څیره: رقعه

لوړ: ستوټی، لکڼه، لرګی

بغرۍ: هاونګ

مولی: د هاونګ لاستی

څوی: کمینځی، مورچه

څوروی: د ښکار خزه، د ښکار مورچه

کروښی: تر کمیس/غاړي لاندي تیکه

پوکڼۍ: پوقانه، ډمبک، حباب

وندۍ: نېکټايي، وندر، غړوندۍ

مرغاړی: رنجلومې, سلايي ځای

ګوړدم: غټ چارتراش

ولانګه: د مړ وینځلو دړه

پږوی: د تنستې د سر او پای لرګی

اَړکَی: د تنستې لنډۍ ډوله لرګی

کرۍ: د تنستې لرګی دی

کډۍ: د تنستې د لرګي یوه پله

کَورَۍ: د غوا لوشلو لوښی

لوغۍ: د غوا لوشلو لوښی

تېلو: سینه بند

اځۍ: قفس

تتۍ: لرګینه کاسه، د اوښ ټټر

ترۍ: ناوه، څڅۍ

تغندۍ: کاسه

کونډۍ: کاسه

کنډوسکی: د ګوړي وړه ټوټه

کېڅۍ: بوخڅه، خریطه

ګدۍ: واکځی، واکغالی

ګدۍ: هر ځاینه ښځه

ګنډۍ: چپنه

مرڼۍ: چپنه

ساګل: مسي دېګ

نتکۍ: په پوزه کېدونکي تزیني زر

ملاڅۍ: د بېل ټکک 

بیندۍ: ګوتمۍ

تېلۍ: بټوه

تېلۍ: د اورلګیت دانه

ترنګړ/ترنګڼ: کاکښه

جړۍ: زهر مهره

چوخلۍ: تېره څوکی لرګی چي د پوستولو لپاره کارېږي، د جوارو پوستول

ډینګرۍ: د کښتۍ پارو

ډینګری: لرګی، سوټی

ښوڅنۍ: تېڅۍ، برمه

کاندۍ: د درملو او سوپ قاشوغه

 

پښتو کره ويي

 

خوراړه: د جزام ناروغي، خورنده، پړانګ

خروړی: خوړونکی سپی/ځناوری

پېڅ: زغم، صبر، حوصله

لړه: ځمکنۍ وریځ

غوړه: نرمه وینا، پسته خبره، زمزمه

غوړه: ښایسته او ښکلې ښځه

ورغ: هوښ، حواس، ایمانداري

ګلیون: په ګلو کي ګرځېدل (نویز)

توږم: وږم

ورغړ: په اوبو کي ژور ځای/ورغړی: د اوبو تل

ورمندن: پند، نصیحت

وړن: تابوت، جنازه، سېلاب وړی

باړ: شلیک، فیر کول، باټ

باړه: اجوره، کرایه، ونډه، بوس، ښې وریجي

بالڼ: خځله

بالڼ: یو څیرونکی ځناور دی

کوبی: کوپی، د اوښ کومی، را ختلې ځمکه

کوبی: دستارخان، ستارخان

اوکوب: شان او شوکت

پسته وور: نرم اورښت

ناوکۍ: د ګل په منځ کي ولاړ تخم

ناوکۍ: ناوې، نانځکه

دورمه: کړک، نی

درګه: کړک، غوړګه، کړکځی

تندغری: تږی، جل وهلی

انډک: کوناټی، انډی

انډک: ناز و نخرې

سنډک: نینونی، چیڼونی

انډک سنډک: د وري د میاشتي سوړ باد

څړمنی: پسرلی

بولۍ: قومانده

ښکالو: د پښو غږ

سکالو: موضوع

ترخ: چاود، چاوده

مټي: یواځي، همدا اوس لکه په مټي مي اوس ولیکه.

تاکۍ: د خرما زړی، لپه

تاګۍ: د کېږدۍ یوه تا

وراغ: ګارګه، کاغ

ځنګر: بې هوښ، بې سد

وبله: ګډا

وبله: یو له بله، یو له بل سره وهل. وبلول: یو له بل سره وهل لکه د مستو/شلومبو.

وش: وده، غټېدل

یېبره: د مېوې/کښت حاصل، پایله

اړه تړه: اړیکی، رابطه

څوری: هغه تېره ډبره چي ښکاریان؛ ښکار پرې حلالوي.

څوری: توښه، د سفر توښه/خرڅ، د شپاڼه ډوډۍ

 

پښتو کره ویي

 

تېڅۍ: برمه

کنډۍ: کورتۍ، جمپر

مرچڼۍ: مرچداني

ایرنۍ: سیګرېټ دانۍ، خاکسترداني

تودنۍ: بخارۍ

خوږه نۍ: قنداني

غوږنۍ: په غوږ کي د اورېدلو اله

هګنۍ: هګۍ لوښی

خځلنۍ: زباله داني

سرۍ: زین پوښ، د چلم سرخانه

سترګۍ: عینکي

پترۍ: ماشین چاړه

غوږۍ: د فون سيټ، د فون سرګوشي

مندرۍ: غوږوالۍ

پترۍ: د ګني پاڼي

کرندۍ: څمڅۍ، ملاقه

موټۍ: د دروازې دستګير

شکرۍ: شکور

بنۍ: د پښ باد سمباله څکوړه

بنۍ: ناوې ته د زوم د کور له لوري ور وړل کېدونکې برخه

کرښکۍ: کمبله

کینډۍ: قالب

ښویندۍ: یخمالک، ښوېیدنګ

څڅۍ: ناوه

څنګرۍ: یوه غېږ واښه

مورلۍ: شپېلۍ

سلۍ: ګوتمۍ، ځانګړې ګوتمۍ چي د خطر د دفعي په خاطر په ګوته کېږي.

انډولۍ: کجاوه

لوغۍ: هغه لوښی چي غوا پکي اوسي

انڅۍ: څنۍ، یو ډول تار دی

ګټۍ: د مېښي بچۍ

ګټۍ: پکه ښځه

پُنځۍ: د چکې/قروتو کڅوړه

څونځۍ: قاشوقه

څونټۍ: چانټه

کونډۍ: لنډ لکه لنډه ږیره

کرۍ: د ووبدلو اوزار دی

پښتو کره ويي/نویزونه

 

جاج: مفهوم

هممهالی: اپډېټ

راسکينده: جبران 

پورپانګه: پور ويي، مستعار

ننداره: ډرامه، سېنما 

رښته: حق

ژمندويي: تضمین

نوموني: اصطلاحات 

لنډ اندی/ړوند اندی: تنګ نظره 

پوهلنډ: ناپوه، ناعالم 

اکربکره: بکروالی، نوی نزی 

لوبڅي: د لوبي سامان

سترتوب: ریاست، مشرتوب 

ټوپنۍ: نړۍ

مهالپېر: عصر

چورلټ: مطلق

کورټ: مطلق

ځانساتی: محافظه کار (ځانساتې: محافظه کارانه)

لوښه: خوی، خصلت

څانگوال: څانګپوه، متخصص 

ورانپوهاوی: ناسم پوهاوی، سؤتفاهم 

خورمنځ: سليقه

گروم: غوټه، عقده

لنډوگنډ: محدود 

مخبېلګه: پېشینه

تړښت: ترکیب

ايرنۍ: خوږنۍ، تودنۍ

نومپوهنه: ټرمینالوژي

ټولیزه: سرکاري، عامه، مجموعي

پېر: دوره، دوره

 

زیار

......

 

پښتو کره ويي

 

ځری: استازی

مخسور: بریالی، سرلوړی

تاندلبان: ځوانیمرګ، مایوس، بېوس

سخ: شاباس، افرین لکه سخ پر تا

اوېجه: ځمکه، سیمه، نړۍ

هواوېجه: اټومسفیر (نویز-حق)

بوم: بلد، اشنا

بوم: یو مرغه دی (کونګ)

دمخ: څرګند، ښکاره، د غره لمن

پښت: نسل

بلهار: ځار، نثار

نغرل: راښکل، جذبول

تورتپ: تاریکي، تورمخی

درنګه: مړزګه

نیاو: عدل، انصاف/نیاوتون: محکمه

ترم: پرې، قطع لکه ترمي ترمي سینه

لټار: ویجاړ، پایمال

سوی الوی: کباب شوی، وریت شوی

اوړون: اوښتون

مورګه: د غره څوکه، د ډوډۍ ژۍ

لمنځ: ونه (ستنپاڼې)

نمنځ: ستاینه، عزت، درناوی

اوکوب: دبدبه، شان و شوکت

بوجه: د ملاتیر

ګورم: خپګان، د وني په تنه کي غونډ

ګورنډه: وړه کوټه، غوجل، قبر

اورو: خورې ورې ورېځي

چاند: رښتینی، سپېڅلی

چړاو: سنګار شوی، پسوللی

بدورد: بدخوا، بدبین

لولنګری: سرګردان، لالهاند

ځاځ: قهر، غوسه

پرغز: قهر، غوسه، ځاځ

بوږن: وېرونکی

کروړ: غښتلی، کلک

کوبی: کوپی، ملا ختلی، د ځمکي را وتلې برخه

مکوټ: سوی، سوزېدلی، وریت شوی

خاچوڼی: چوڼی، بلبل

اشلوک: شعر، منظوم کلام

کلولک: سترغلی، د سترګو کاسه، دریڅه

وربویه: کلي/کلا ته څېرمه ځمکه

مارکونډۍ: یو ډول اغزی دی

ځېلۍ: یو ډول ناروغۍ ده

پسخاک: غم، خپګان

توسن: سپی، وږسترګی

توسن: پار، وجه

 

پښتو کره ویي

 

کښی: بزګر، کرندوی، کښندی

کښی: میراو

اړاند: ښکېل، ګرفتار

نغلاند: وږسترګی، ګُشنه

پیلات: فساد

لاربه: لارښود، رهنما

غوبه: د غواو څرونکی

اوښبه: څاروان

ګډبه: د پسونو شپون

لېربه: و وریو شپون

وزبه: د اوزو شپون

هراند: ډارن

ګرګر/ګګر: ظالم، ستر

ګګر: پښ

لولاند: لکچرر (نویز)

کوډلوبه: شعبده بازي (نویز)، کوډلوبی: شعبده باز

سهاند: حلیم

لچر: سرټمبه

ډاګی: بچه باز

ډاګی: پوسته رسونګی

لووی/لوی: شاهد

ستونځ: د غره لوړه څوکه

پرغز: غوسه، قهر، غشی، هغه غشی چي په پای کي یې بڼکي وي

زمول: مړاوی، پژمرده، د مور په خېټه کي مړ ماشوم

رڼوب: رڼې اوبه

خوربڼه: د جذام ناروغي، پړانګ

سېپۍ: صدف

انګۍ: غړهار، انګازه، په غره کي د غږه راغبرګېدنه

اونګۍ: سپوږمۍ

بټ: د نينو کړایی (بټۍ یې کوشینوم دی هرګره له مانيزه نه بلکي له جولیږ پلوه).

من: زړه، اراده

تروښ/تروښه: اختطاف

ښیوه: عشوه

کراسه/کراسته: لمڅی

پاز: مسوولیت، دنده

پال: وفا، پالنه، پرهېز

کړمه: مېړوښه

ترامه: نرۍ اوسپنه، اهم چادر

لېمه: لېوېمه؛ د وزېمه/غویمه په وزن (لِېمه: سترګه)

نایي: ډم. نایڼه:ډمه؛ د خورلڼه په وزن

کوړمه: کورنۍ، کورغړي، مېرمن

هېښمه: توري ورېځي او ناڅاپي باران

پرين: د سینې او نس تر منځ پرده، ډیافراګم

 

باسور: مست او بې ولکې اوښ

کنج: طنز، ناز. کنجن: نازکوونکی

پاړک: طبقه، پوړ

شوړه: نینونی

شوغه: نېغ او شډل وېښتان

پرخ: ناانصافي

پژن: مجسمه

کړ: مورفیم

وټه: اقتصاد

ورهڼه: صنعت، کسب، مسلک

وژ/وژی: اعصاب

سپېته: ښپېته: شکنجه

بېدود: مستثنا (دود: معمول)

شنده: هیښندتیا، هیجان، ملنډي، اسراف

شخه/شخه شولانګه: تاوتريخوالي، تشنج

زرغا: شینوالی

ښانده: معرفت، پېژند، شناخت

ښنده: افراط، مبالغه

ښندګر: افراطي

نوسه: نمجنه ځمکه

نوسه: کيلي

واره: فرصت، ګټه

سپرغه: د کارېز څا

پدول: غماز، چُغلیګر. پدولي: غمازي

خربن/خربه: خردوان (د محقق خوا ته دي دېوال وي)، خرڅرن، خرکار.

مړوښ/مړوښي/مړوښواله: کورواله، جماع

سپرګه: ناوړه او سپکه خبره، سغتي سپوري

سپرغۍ: سپکی، اور بڅرکی

شومه: جوس

اړی/اړ: محتاج

اړایي: کاختي، احتیاج

ترین، ترینګ، ترینګه: خړپړتیا، تاوتریخولی، شولانګه

شومه: د مړي د لومړۍ شپې خیرات

شومه: د قبر لومړۍ برخه

شومه: د یوه وخت ډوډۍ

سپره: هغه نجلۍ چي په بدو کي ورکول کېږې

 

ښندګر/افراطي: Extremist

ښندۍ/ښندګري/افراطیت: Extremism

بنسټپال/بنیادګرا: Fundamentalist

 

یادښت: ستخدریځي (سخت؛ ناپښتو او دریځ؛ پښتو = سختدریځي) ناسم دود شوی.

 

شپېني: د شپې، شپه ایز لکه شپېني عملیات

شپني: چوباني، شپونواله، د چوپاني لاسباړی/مزد

 

 

پښتو کره ویي

 

پال: پت، عزت

برماڼو: ځنګلي، وحشي

پاسو: خاکسار

اوبی: سقاو

ببری: ریحان

پېټ: لعنت لکه پېټو: لعنت ويونکي

څارو: جاسوس، څارګر

جګلاوو: ډانګو، جګ کس

ژاخو: بدڅېره

اړتاو: جبر

بډی: سیال، همتا

بړبړی: مست اوښ، نارې وهونکی اوښ، غړانګو

ساوو: خپلواک، نجیب، محصول، باج و خراج

ساهو: خپلواک

پخی: هغه کس چي بدن یې خارښت کوي

بوچی: نیمګړی، ناقص، هغه څاروی چي غوږ یې غوڅ وي

پتوڼی: روستی کس، روسته پاته کس

غوجو: د کان کنده

پرهاری: جراح

پلوری: سوداګر

ښونکی: ګوډ

ښوونکی: معلم

غوڼی: هغه کس چي په پزه کي خبري کوي

کړشوب: بې غاښو

پړاک: غوسه، قهر

زمنی: دندپېژاند

سوپری: رذیل، مفعول

ښوبی: بې وسلې 

ډیډی: ناروغ

زاړی: د ځواني تر مرحلې اوښتی

ډډی: د غوا لاسجوړی بچی

ټکسر: بدبختي، بې حسابي

خنډی: ټیټ کس، مندری، ګردی

اتوڼی: روستی کس

لېړو: ناړن

منداڼو: د شلومبو ځم

 

#کره_او_نږه_ویي۱۰

 

پښتو کره ویي

 

تک: بې جوړې، بې بېلګي، یواځي 

ناپړ: ناګرم

پل: بښل، بښلوړ، حلال، مشروع لکه حق را پل کړه.

ناپېښ: ناببر، ناڅاپ

سهند: هضمېدونکی، سهلوړ

ناړیک: هغه غویی چي له یویې سره بلد نه وي

نامړ: نامرد

نیسا: زړور

اټېرن: بدسهل، بد هضم

اړخن: اړخوال

بډ: ضد، منع/ بډن: ممنوع

پینګ: زغم، حوصله. پینګن: بې حوصلې

بېډن: کږ پلی، هغه کس چي پښې یې کږې وي

پښن: چټل، سپږن

تهن: ژور

ټکن: خالدار، ټکيوال

ځب: بې شعوري، بې ثقافتي. ځبن: بې شعور، بې تربیې

دروهه: دوکه، فرېب. دروهن: فرېبکار

دښه: دوښمني، مېرڅي. دښن: دوښمن

ډونګ: ډونګا، زونګا، نالښت، رینګا

زړن: زړور

ژبن: ژمن

سوړه: غار، درواغ، ډوزه، فراه

زړخن: بدبویه

رټ: داغ، سپمول

کډن: متاهل، کډه لرونکی

منځن: متوسط

موخن: هدفمن

لرغن: کم خولي، ناآرام

وړ: میکروب. وړنه: میکروبجن

پژی: جسم

ډوبنی: د اوبو ډب

نو: چیرک

ګاړ: ګاره، ډبرينه و سخته ځمکه

کاوین: کامین، نکاح، مهر

پلېڅه: وزغنه. پلېڅور: وزغن

 

#کره_او_نږه_ویي۹

 

پښتو کره ويي

 

اوډ: نظم، ترتیب

انګا: د ماشوم غږ، د ماشوم ژړا

پېڅ/پېڅه: حوصله، زغم

بومیا: مشر، لارښود

توغ: توان، ځواک

بېړا: ماتو، هغه کس چي ذهني ځواک یې پیاوړی نه وي

اشا: بلا

خورمنځ: سلیقه

الونیا: یواځي

ډب: ادب، وهل، ډبول

بجړا: سُست او ستړی

بېډوی: بې باک

بډا: حریف، مقابل لوری (په تکړښت کي)

ستونځ: د غره لوړه څوکه، ستونزه

بسیا: په پښو ولاړ، خودکفا

پسوا: پس شا، په غیاب کي

سول: عقل، منطق

جلیا: سوی الوی، کباب کباب، زړه بایلونکی

چاړا: ساده باده

ټک: اجازه

چڼیا: نخودي رنګ

بېوټه: خالص، بې ګټي

چوڼیا: اسماني رنګ

چړیا: بوخت، سرګرم

اېبره: ثمره، حاصل

ړوندا: ړوند

جوکه: توان، ځواک، توغ

غونجا: ټنبل، لټ

ربړه: تکلیف، ستونزه

کوڼا: کوڼ

مرجوڼا: بوخت، سرګرم

پرت: شرم، پت

کسیا: دوړي

لینډا: پک

 

#کره_او_نږه_ويي_۸

 

پښتو کره ویي

 

چړیا: سرګرم، بوخت

چوڼیا: خوږژبی، بلبل

چوڼیا: ورانېدل لکه د ژاولو

تسیا: بې هوښي، بې هوښه کېدل

کسیا: ټوټه ټوټه، میده

شها: معشوق، شهۍ

خرت: اندازه، کچ لکه بې خرته

کوک: خوښي، خوښ

ناباندې: هغه ناوې چي له مېړه سره نه څملي.

ناونۍ: خاوند ته وفاداره ښځه، هغه ښځه چي ډېر وخت د مساپر مېړه لپاره په سپېڅلتيا انتظار وکړي.

ګوړ: څېره، قواره لکه ناګوړ (بدڅېره)

هممهال: معاصر (نویز)

دودیال: مهذب، متمدن (نویز)

تړن: تُتله

درېمان: داور، منځګړی

بادونی: زکام، والګی

برګیر: د څارويو والګی

څوڅ/څڅ: حرص (څوڅلن: حریص)

کنج: ټوکه، طنز، دوړه

پاس: لوړ

پاس: تواضع، خاکستري (پاسو: خاکسار)

غړانګه: ناوړه لوړ غږ

چوچه/چړچه: عیاشي

شپاړ: ګډوډ، شاړ

لواړ: غټ غټ، تاکسيا، درشت

پوواړ: ټنبل او نامنظم

سوراړ: سوزنده بېديا

وېلاړ: تکل، عزم، اراده

ټوکر: زوړ

ټوکر: ټوټه، تکه

وندر: د پسونو د غاړي تړلو کړۍ

ایغر: پیاوړی

باټر: لافي وهونکی، باټک (تصغیر)

کوږبل: وینا

تاړی: بېکار، لنډغر، یله ګرد

لنډپار: فرصت طبلي، ابن الوقتي (لنډپاری: ابن الوقت)

اېندغړ: مینده/مست څاروی

نېغړی: کلیټوریس

ویرژلی: غمځپلی

زهرژلی: مسموم، مسموم کوونکی

شل: نېزه، سانګه (شلګری: سانګه باز، نېزه باز، نېزه ساز)

کر: غم، کرنه، کرل، کښت

کرغړ: غمجن

ربغړ: وږی تږی، بېوزله، ربغونی

مړتت: مړژواندي، مړڅپاڼی

ګډوی: شراب لوښی، جام، ګډوه

غاو: نیاو

غاوی: فریاد کوونکي، انصاف غوښتونکی

ساوی: هغه آس چي سا یې پخه وي

ښاوی: زوم

 

#کره_او_نږه_ویي_۷

 

د وزیري- مسیدي کړدود کره ویي

 

بوړ - د الوګانو قورمه

شکانه -پیاوه

شکنل- ترټل، د یوچا سپکول، دغه راز نصیحت کول 

جوېشه ( ځوېښ)—په وریژو کې د ګوړې تودې اوبه (ګوړوبی) اچول کیږي

ورغوستی- د جوارو له اوړو پخیږي، په منځ کې یې ځای پرېښودل کیږي، غوړ پکې اچول کیږي

ګونګړۍ- غنم او نور شیان سره یوځای پخیږي

یویا- هګۍ ( وردګ ورته آیې وايي)

نروب- ( په یوڅه کې د اوبو ډیریدل) لکه وریژې ناروبې دي. خټه ناروبه ده.

خړوبی- کوټې ته د خاورو رنګ ور کول، خړوبی یې بولي

پوړتهپورتهممکن پوړ هم له همدغه پوړته اخستل شوی وي

کوړته- ښکته- که پوړ له پوړته اخستل شوی وي، نو لاندې زیرزمیني ته کوړ هم ویل کیدای شي (پوړ- منزل او کوړ- تهکاوي یا زیرزمیني)

څپری- چې له وچو بوټو د کور په خوله کې د برنډې غوندې شی جوړ شي 

څپوڼی- ښځې چې اوبه یا لرګي راوړي، پر سر، چې د ظرف لپاره کوم ټوکرین شی ږدي

وځاکای- هغه لرګي، یا د لرګیو غټه ګیډۍ چې ښځې یې له غره راوړي

سکڼی- په غوږ کې اچول کېدونکې حلقه 

لښتۍغوږولۍ 

پړچ وهل- د اوبو تویول، اوبه شیندل

ګړدله -بړبوکۍ

شوینی - ښوونیپه جرګه مرکه کې هغه پیسې، چې له دواړو خواوو راټولیږي او د ضمانت په توګه له یوچا سره ایښودل کیږي. د سر قلفي، یا ایډوانس لپاره هم کاریدای شي

ګنګخړی- - هغه لرګي او نور شیان، چې نیز یا سیلاب یې راوړي

لګاډ- خوړ

لګاډۍ- لاسګاډی 

توی- سیند، خوړ

بژه- څیرې- خت یې بژه کړ( کمیس یې څیرې کړ

ختې مې یې واېستې- ابرو مې یې یووړه

ژغدن ( غږدن)- خبرې اترې- بحث، څوک، چې ډیرې خبرې کوي، هغو ته هم کاریږي

ډډوینی( ډډوونی)-  پوکاڼۍ

ډډبیکی( ډډبوکی)- حباب

ډیډۍیو رنګ غوږولۍ دي

سټی: کله، چې جوار په اور سیتي شي، موږ یې سیټی بولو

تشنکی- جوار تش لرګی- کله چې د جوارو دانې ترې وشپیلیږي، تش پاتې لرګیکي ته یې تشنکی وايي. ځینې ورته ټاټسی وايي

نینکه- دانه. د تشنکي کلمه هم ممکن له تش نینکې رغیدلې وي، چې جوار له نینکو یا دانو تش شي

شول- سخت شی، ځیږ، دیږ 

شلهسخته- ډیره شله(ځیږه-دیږه) پښتو وايي. ډیره سوچه پښتو وايي. یا ډیره شله تیږه ده. یا لاس دې سخت شول دی.

دیژ - د شول په معنا معمولا د تیږې لپاره کاریږي. لکه دیژه- ځیږه تیږه. ډېژه غونډۍ. دېژه- دېږه د پښې د خیري پاکولو تیږې ته هم ویل کېدای شي.

تومڼې- تودمړې- شیرګرمې اوبه

غُونډه- تڼۍدوه طرفه سره را غونډويتڼۍ (تړۍ)

مښکڼې- مرۍ

ریبځ ( جارو)

تمبه- ور، دروازه- په دې معنا کاریږي

لاوړ- لرګی- یوه اصطلاح ده، چې لاوړ یې سره اخستي دي- یانې لرګي یې سره اخستي دي، یانې دښمني کوي، یو بل نه پریږدي

جینجړ، چیپړنکله، چې میوه تاریخ تېره شي، جینجړ ورته ویل کیږيیا یو کس، چې طبعیت یې خراب وي، خیرن او ...ګرځي، چیپړن ورته وايي.

چیخړن ( چوخړن)—بدرنګه

چیخوړی- کوندری - دسترخوان

لو- قسملو مې کړې ده ( سوګند مې کړی دی). 

چوپړاسي- خدمتګار

شیرکبړستن- کمپله

څیړ- دننه، څیړیدل، ننوتل، ترې رغیدلی ویی څیړنه- تحقیق

ورغومی- سرلی

بوری- د غوا بچی 

ډاډی-کله، چې غوا بوره شي، نو د بوري په شکل شی ورته جوړیږي- موږ ورته(( د بیرې غو ډاډای)) وایو.

بورجل- د غوڅکیو ځای

غوجل- د غواوو ځای

سرلی- د وزې بچی- پسه، چې کله ځوان شي وز او وزګوړی ورته وايي.

سېرله یا سرلۍ- د وزې بچۍ

پیڅه- لمن 

توکري- کالي، چې له ټوکر اخستل شوی

ختکمیس

نروېګودام- یا په کوټه کې هغه ځای، چې اضافي شیان پکې ایښودل کیږي. د میز د روک معنا هم ور کولای شي

الک- سپک، بې وزنه --- دا تیژه ډیره الکه دو- یانې دا تیږه ډیره کم وزنه ده.

شنه خوا- شنه خوا- کله چې یو شی خوسا شي

رټ- خوسا کیدل ( شیدو ته کاریږي- دغه راز د قی لپاره هم، چې زړه مې رټیږي، یانې خوا مې ګرځي)

رټ- ډیر، زیات- رټ مې خوښیږي- ډیر مې خوښیږي

رټ: معتبر

نژه- نږه- د ډیر زرړو، سپین سترګي لپاره کاریږي. لکه نږه زړه دی. یانې په چا کې ری نه وهي، په هرڅه یې کار وي.

نیایه- ماما

نیندیار- د ماما ښځه

ترله- د تره لور

لاس لوینی- چلمچي

لمونځي- جاینماز

ناکړهد اوبو بمبه ( ددې رېښه معلومه نه ده)

ینډه: مستي

راګوډ شه- راوګرځه

کاڼوخ- په غوږ دروند

کوړچ -غالمغال ( د کړاڅي (ماشوم) کلمه له همدې کوړچ اخستل شوې)

اروږی- حریص، اروا وږی

روی- څوک چې له هرڅه څکه کوي، هغه ته روی وايي. ځیرک ته هم وايي

شیمات- غیبت ( شیماتګر- غیبت کوونکی)

لاسماغی- دستکش

واڼې- روحیه ( واڼې یې وتښتیدې- روحیه یې له لاسه ورکړه)

اړي- په چا کار لرل ( څه دې پرې اړي ده--- څه دې پرې کار دی)

تلپاک ( معصوم- ماشوم، ممکن د طفلک اوښتې بڼه وي)

بړبړی ( قهقه خندا- په زوره غږدن)

باکیړې-  ( ځان یا د بل چا په غم، په لانجه اړول: په باکیړې مې اړوې)

ژغ- -بې غږه کیدل-ستونی یا د ژبۍ کیناستل

لغ: غږ کیناستل

کپری(کپارای)- د سرکوپړۍ

څیړکه- د سر منځنۍ برخه، چې ویښتان له همغې دایرې پر سر ویشل کیږي.

ښمر ( شمر)- ارزښت

بې ښمره- بې ارزښته، بې ګټې

سړیچن- چې ساړه یې ډیر کیږي، سوړ

تودجن- تاو ترې خیژي، ګرم

ګړیب ( ګړوب)---  عمیق، ژور

واکاره- سامان الات

زوټه- په زوره 

ماکانډایمغزی

مخروڼیتشریفات- د ناوې پرمخ لومړی دستمال- مخپاک

بږوه- - یوډول ژوی- تمساح

اورلړونی--- په تناره کې وهل کیدونکی لرګی

پاله څیړ- سره ننوتی، پېچلی

چارۍ- بېل، بیلچه

شیمه-- د مړه په کور خوراک

ماغوال- بد حال، شور او غالمغال ( له مغول اخستل شوې)

څړمونیپسرلی

بچیاریکې— (په چا پورې پسخند او شونډې بوڅول)

پړینګی- نرۍ نه خوړل کیدونکې غوښه

بګه- عضله غوندې غوښه، ځینې پکې نه شي خوړل کیدای 

شخه شولانګه- ( جګړه)

شیګارې- ( شوکارې، د چا پوستکی خراشل- نوکارې لګول)

شولیکی- ( نری پوستکی)

ګورۍ، ګورګویتۍ یا ګوړګویتۍ ( تاوراتاو څڼې)

ماڼڅ ( هغه مېوه، چې پلرګنۍ یې ښځې ته ور کوي)

تول---- لګن

تولۍ- کاسه

ست ساتېیل--- ست کول، ناز او نخرې کول

نټ ناټېیل- ناز او نخرې کول- انکار، 

زوړی: مخکې

زوړینی: مخکینی 

ځنډن: پخوانی- لرغونی

مرڼه- جنجال 

سمندای- پوره، غټ، دروند، بشپړ

ګړده- چنده ټولول

سیچ- تل، هر وخت، همېشه --- لکه سیچه ژوړي ( تل ژاړي)

ساړې پېشې---سړې څپې

ببېژنه--- سړه تبه، چې سړی ورسره ریږدي

ګورمخپه، مشوش

لورینی - طرفداري- پلویتوب

ګرمه - ملامتي

 

له ښاغلي Nazeer Sahaar په خورا منني. تاسو هم د خپل ګړدود و سیمي کره ویي را استوئ.

 

#کره_او_نږه_ویي_۷

 

کره پښتو ویي

 

سراښ: حریص

واښ: پړی (واښکی: وړوکی پړی، اوښکی)

سخ: بخت

بوځل: د ډبرو دېوال

ګډلی: ګډ شوي خواړه

ایشله/شله: د ښځو ګډا، غړی (څو پېړیزه غوړه ډوډۍ)

پایله: پای زېب، نتیجه

ټوپال: ځاله

سرېله: سره خاوره

ټیکاله: ډوډۍ، کوکوپښ

ښونلی: د زیتون نيالګي

وبله: توښه

مخۍ: د ښځو په بدل ورکړه

ګاړبوزی: یوه لوېشت واټن

جمبړ: زړې او شکېدلې جامې

کودړ: جمبړ، زړه او ډنګره ښځه

سوخړ: د غوښي سره بوټۍ

دبړ: چاغ

مستړ: بې عقل، احمق

شپړ: شپږ ګوتی

شخړ: د الوتونکو ستر سېل

شوپړ: نا سُنته (وزیرستانی ترهګر)

ښونکړ: د پښې ویده کېدل/بږي کېدل

چخړ: چخړن

سوکړۍ: سوخړۍ، ډېره پڅه شوې

سټکوری: د تناره چکیده/څڅېدلي اوړه

څښکوری: د بدنۍ چُښکه/څُښکه

برڅوړی/خسوځی: د ډوډۍ ټوټې، اطعامونه

بوچړی: د مار لچی (دویمه مانا)

رګړی: له تي پرې شوی ماشوم

تینګړی: غاب

خیګړی: مشکوله

پوهړ: بې نظمه او بې نظافته

اوږدړی: اوږدې وني کس

کېکوړی: کُلچه

سوکړه: قحطي، وچکالي

موړه: پېچومی، د نس خوږ، اپینډیکس ناروغي/خوږ

کبوړی: وړوکی ماهی

کوبړ: نیم ژواندی، پژمرده

کوڼۍ: د ځنګانه سترګه، ټوټکۍ

کنځړ: زړه بوستن

کبړ: د آس تانک

لوښني: هغه اوبه چي لوښي پرې وینځل شوي وې

توخرې: شړومبې

لابوړه: چاپلوسي

خرانګه: غټ شاخ

سانګه: نېزه بازي

ولانګه: د مړه مينځلو تخته

چنګړ: بد معامله کس، بد خلقی

څوکړ: بې ږیري نر، کوڅه

زرکوړی: د زرکي بچي

ګانګوړه/ګونګوړی: په هیښنده حالت کي ژبه تُتله کېدونکی کس

بېشړ: د ټوټې ناګنډل شوی ځای، د جامې ګنډلو پاته شوې برخه

 

#کره_نږه_ویي_۶

 

کره پښتو ویي

 

ارتاوو: غورځونکي

تېرنه: عفوه، بښنه

پنډاوو: کولنګي (چرګ)

پېښه: تقلید، پېره

پېښه: حادثه

جرګاوو: جرګه مار

اړاند: ښکېل، لتاړ، ګرفتار

براینه/بریینه: غلبه، بریا، پېروزي

درغلنه: درغلي، جعلکاري

پلاوی: هیئت، ماموریت، ډله

ښاوی: ناوې او زوم

بړوه/بړواک: اوباش، لنډه غر، بېباک، کوڅه ډب

باړواک: غافل

نینونی: صافي

استازندوی: استازی، وکیل، کفیل

لوړندوی: قسم خور

تاړاک: چور، تاراج

ترغاک: سېلۍ، تېز باد و باران

تړاک: لیکه، قطار، صف

غلیلاک: یرغل، هجوم

کړاک: ګرد، ګرد شی لکه غلې و دانې 

سرغندوی: یو ډول بوټی دی، مخکښ

لنډاک: سوډر، لنډاندی

سموونی: مصلح، سمونګر

تېرونی: ملګری، ګران، غزیز

رڼاوی: روښانتیا، روښنایي، وضاحت

ساوی: هغه آس چي سا یې نه سوزي

خرڅاوو: بد لګښتی

اړام: ګستاخۍ

پاينه: پایښت

اړامنه: ګستاخي

ځنډنه: تعویق

غوړاوو: چاپلوسي

ويرنه: مرثیه

ګړچاوو: هغه کس چي د لومړي ځل لپاره زوم د خسر کره بيايي.

لړاوو: جنګره

مرکاوو: مرکه/مصاحبه کوونکی

پېشاوو: مقلید

 

#کره_نږه_ویي_۴

 

کره پښتو ویي

 

ربړه/ربړا: زیار، تکلیف، رياضت، عذاب

زرغا: ښېرازي، سرسبزي

سما: عدالت، سمی، برابري

سماو: عدل، انصاف

الغاوتلغاو: ګډوډي، هرچا و مرج

ارتون: پراخي

بېلون: هجر، جداي

پرېکون: مقاطعه

بوختون: بوختیا، مصروفیت، سرګرمي

لږون: کمښت

للون: خېشاوه

لرغون: لرغونی، پخوانی

نشتون: نېستي

لنډون: تخلیص، خلاصه، اختصار

کږون: انحنا

کږښت: انحراف

يوون: واحد، يونټ

خوټلون: ...

ښنده: مبالغه، افراط

کرښنده: نښه، علامه

مرانده: د زړه رګونه او پلې، د کېږدي تناوونه

مرنده: هغه ښځه چي د دوو تنو د شخړي په ترځ کي له واده راوګرځول شي.

وړنده: وړ، مناسب

رېونده/رېبنده: مخ په ځوړ

وشنده: د اتو او دوولسو کالو تر منځ نجلۍ

غرند: تنګ لاسی

غړند: مړپړ

پېښاو: ملنډي وهل

ټیکاو: آرام، سکون

چناو: په لښتي کي د راغلو اوبو سر

څاو: څار

څرخاو: ګرداب

څکاو: جلب و جذب

درناو: جناب

ستراو: سترتوب

زړاو: زړښت

اغېړ: بدهضمي

خاکلی: بدرنګه، زیږ

ارړاو: خوب (ارړاوو؛ د ماشومانو ژبه)

اړتاو: بیروبار، ازدحام

اړاو: تړاو، زیادښت

باو: وباء

برجاو: هوښیار، حاکم، ځیرک

بڼاو: ښکلی

پڼاو: داو، داوطلبي

 

#کره_نږه_ویي_۳

 

 

کره پښتو ویي

 

بهه: د سېل خلي، خځلي

بلوسه: برید، تېری

پرېژه: طلاق

پرېښه: اجازه

پرېکه: پرېکړه

تړه: قرارداد، تړون

زورله: ښکنځا

ښنده: په څه شي کي مبالغه او افراط

غانده (غند: رټ): ناخوښه، رټل شوې

کچ/کچه: اندازه، مقدار

کښه: کاکښه

کنځه: د شهادت ګوته

کهه: قی، خوا ګرځیدل

بهی: وباء

ځري: جاسوس، استازی

څری: نشر

خری: سرټمبه، شله

خوری: نس پړس

خونی/خوړی: ناوې ته د زوم د کور د واده ډالۍ

کوتونی: هغه خوراکي توکي چي د زوم کورنۍ یې د واده لپاره د ناوې کړه وړي.

رپی: بیرغ، توغ

رغی: اصلاح

څاری: جاسوس، پیش قراول

څڅۍ: ناوه

کېږه: وتره ځمکه

الوی: ورېته، ورېتل

الوی: حریص

اوی: ژمنه، قول، عهد

لمېسه: مسوده، دوسيه

لوَسته: قی، کهه، خوا ګرځېدل

روی: ګستاخ، چالاک

روې: بلا، زړه خوړونکې ښځه

ژوی: حیوان

ږوی: شاهد، ګواه

لِوی: شاهد، وړي

وَرَیْ: بار، د اوښ د بار یوه برخه

نیوي/نيونګ: نیونه، اسارت، ګرفتاري

کرښی: خط کش

لېښه: کوچ، مرګ، رحلت

مروړه: د ټوپک لته کش

منښت/منښته: اقرار، اعتراف

 

#کره_نږه_ویي_۲

 

 

پښتو کره ويي

 

څوکړه: څوکه، قله

چپړه: زړه پڼه

جرړه: ريښه

جړه: ريښه

تينګړى: قاب

ډينګرۍ: پوڅکۍ

ډينګرۍ: د جالې يا کښتۍ پارو

منګاچه: د پيشي کورنۍ پنجه، تنګاچه

ليکچه: کتابچه

ښوڅه: غار، سوړه، تنګنا

ښوڅه: د پوستکي دانه

غريڅى/غريڅ: کوهى

غاړب/غاړبه: قارچ، فنګس، چڼاسه، چڼاسکه

ارغنجک: الوچه

بشپړک: شوخ او بې پروا ماشوم، هغه هلک چي د مشرانو په مخ کي پخې خبري کوي

ټخنک: رغبت

توپړک: پوستين

جيجړک: هغه ډوډۍ چي د واده پر سبا يې د ناوې د پلار کور ناوې ته ور وړي

چجک: د توپک ليندۍ، د توپک ګوړ، ماشه

تندک: عصباني

بوجک: د خټکي يو ډول

بنګک: واښه دى

بمبوټک: غرنى واښه دى

اوربلک: بوټى دى

بنچک: بېخ و بنسټ

خيک: رسېدلى پنير

خمنډک: چاغ

چوړک: قفل، دروازه

چنغړک: د زنې لاندي را وتلى ځاى

ښوبه: چوښکه، شيردهن

ښوانه: زيتون، ښونه، ښوون

داړک: اوږد داړى

زندرک: د زنې او ژامې هډ

سټک: څټک

سنډک: نينونى

سنک: غټه لرګينه/خاورينه کاسه

شنګر/شنګرک: باز، شهباز

شولک: د بدن پوستکى

ښانک: غټ لرګين لوښى، خان، ښانکى

ښپ: کشړوپ، کنډاس

ښتره: پارو

ښومک: خرمرګى

کالک: غوزه

کراړک: تريو پنير

کرک: د سېلاب وچه شوې خړه

کرک: د يووې کرښه

مچک: چنګک

مرغک: د دروازې لخک

 

#کره_نږه_ويي_20

 

 

چړاو: Genocide، قتل عام (ټول وژنه ناسم دود شوې.)

تلغاک: بادوباران، شوروشر

پچړاک: د بډي/ګنډي سوری

بڼاو: ښکلی

ارتاو/ارتېیل: غورځول

ترانه: انداخت (پوځ)

تړاک: قطار، لیکه، صف، کرښه

چلاو: ګذاره

چُرلاو: کارځی، ماشین

څاو: څارنه، ترصد، تفتیش

ځاو: برید، مارش، حمله

بېلګاو: لګښت، خرڅ، متفرقه

څړاو: څړځی

دباو: تکبر

درناو: جناب

رغاو: د اړیکو پرېکول

زاو: زوی، نَِوْ

غاو: نارې او چیغاو، احتجاج

غرتاوو: بې ګټي، چټي

کَړاو: زیار، محنت

کْړاو: تمرین، مشق

کړاوو: زيارکښ

لګاو: لګښت، استهلاک، تمويل

لړاو: جګړه مار

تپاک: حرص، تلاش

ښهښت: هتف

کنښت: کنل، کینل، کیندل

لَېیښت: شاهدي ویل، هڅول

سکښت: سکښتل، بُرشول

ژغورندوی/ژغوراند: ناجي، ازادي بښوونکی

سپړندوی/سپړنګر/سپړیان/سپړاند: سپړونکی، کاوشګر

شنندوی: مفسر

شننه: تفسیر، تجزیه

بلندوی: دعوت کوونکی، راغوښتونکی

بولندوی: قوماندان

کښندی: بزګر، دهقان

چلاند: چلوونکی

درغلاند/درغلګر/دروهاند/دروهګر: جعلکار، تقلوبکار

سهاند: حلیم (سهن: سهلوونکی، هضمونکی، سهنه: هضم، تحمل)

لوراند: رحیم

پالاند: رب

بښاند: رحمن

ولاند: وینځونکی

لولاند: لوستونکی، مطالعه کوونکی، لیکچرر

اړاند: ګیر، مبتلا، نیول شوی

پېژاند: ماهر

نتل: ترټل، رټل

تراټ: رټه، ترټه

اوډ: نظم

اڼل: میده کول

اڅڼل: اوبدل، اوبدنګ (اوبدونکی، وبدونکی)

بوزن: تخمر

ناولي: وارخطا، ګډوډ

پاسلل: مننګر، مننه ویونکی

پېټل: لعنت

پېټلی: ملعون، لعنتي

رېږدګر: لړزونکی، وېریبرېټور

ګروه/ګروهنه: باور، عقیده

ځيرنه/ځيرل: تحلیل، تجزیه

پلټنه: تفتیش

پړنه: الزام، اتهام

شمېرنه: محاسبه

تهنه: تل، بېخ، ژورټکی

کتون: معاینه

لږون: کمښت، کمبود، فان

کړون: عمل، کردار، فعالیت

لښون: کډه، کوچېدنګ

خوځون: تحریک، حرکت

رغون: سمون، اطلاح

ښوون: هدایت

ازمون: ازموینه، تجربه

لولن/لولنګ: لوست ورکړه، تدریس

لوست/لوستن: درس، لوستل،مطالعه

پېڅ: زغم، صبر، تحمل، پېڅنه 

کتون: معاینه

لږون: کمښت، کمبود، فان

کړون: عمل، کردار، فعالیت

لښون: کډه، کوچېدنګ

خوځون: تحریک، حرکت

رغون: سمون، اطلاح

ښوون: هدایت

ازمون: ازموینه، تجربه

لولن/لولنګ: لوست ورکړه، تدریس

لوست/لوستن: درس، لوستل،مطالعه

 

#کره_نږه_ویي_۱

 

ورهڼه: Industry

ورهڼیز: Industrial

ورهڼپال: Industrialist

ورهڼپالنه: Industrialism

ورهڼیز اوښتون: Industrial Revolution

 

#نویزونه

 

جبار فراز

 

ازمونځ: Laboratory

 

#نویزونه

 

غونډالواک: Theory of Everything

 

#نویزونه

 

١- خوځور (خوځند انځور): Video

 

رغښت: د لاتين له videre (کتل) څخه re لري او له audio څخه io د vide په روستۍ برخه پوري وتړل شو او video ترې رغښت وموند.

يادښت: د io روستاړى له زړې يونانۍ څخه لاتين ته تللي او دوالپه مانا دى. لکه Kolumbo (“Columbus”) + -io Kolumbio (“Columbia”)

 

٢- انځور: Picture، Image

٣- ځانځور: Selfei

 

#نويزونه

 

موږمننه: Thanks“ اوخوښنه: Welcome/Your Welcome“ نه سره توپيروو. کابو ټول پښتانه دخوښنيپر ځاىمننهکاروي.

نښه: Sign

پيلام: Symbol

 

#نويزونه

 

څوبن: Amatuer

 

#نويزونه

لوستليکى: Textbook

 

#نويزونه_زيار

 

اوړون ټکی: Turning Point

 

#نویزونه

 

واګي: Politics

واګوال/واګیال: Politician 

واګپوهنه:Political Science 

واګوژله: Political Assassination 

واګیز: Political 

واګوټه:Political-economic

واګټیګاو: Political Stability

واګپوه

 

#نویزونه

 

پایلیک: Termination Letter

 

#نویزونه

 

یادونه: پوهاند زیار پایلیک د فوټنوټ لپاره کاروي.

 

خواخوږلیک: Sympathy Letter

 

#نویزونه

 

بلنلیک: Invitation Letter

 

#نویزونه

 

یادونه: پخوانی رغېدلی نویز دی.

 

ویرلیک: Grievance Letter

 

#نویزونه

 

نیوکلیک: Criticism Letter

 

#نویزونه

 

بسپنلیک: Charity/Donation Letter

 

#نویزونه

 

خواخوږلیک: Condolence Letter

 

#نویزونه

 

پلورلیک: Sales Letter

 

#نویزونه

 

پېژندلیک: Introduction Letter

 

#نویزونه

 

مخلیک: Cover Letter

 

#نویزونه

 

هوکړه لیک: Contract, Agreement

#نویزونه

 

روغلیک: Peace Pact, Agreement

 

#نویزونه

 

مرغلیک: Congratulation Letter

 

#نویزونه

 

وړاندیزلیک: Offer Letter

 

#نویزونه

 

ګړلیک: Agenda

 

#نویزونه

 

تګلیک، اوښتپاڼه: Passport

 

#نویزونه

 

پېژنپاڼه: تذکره، Identification Card

 

#نویزونه

 

لوړلیک: Oath Letter

 

#نویزونه

 

ژمنپاڼه: Commitment Letter

 

#نویزونه

 

منښتلیک، منلیک: Acknowledgment/Acceptance Letter

 

#نویزونه

 

پرېژلیک، بېلیک: Divorce Certificate

 

#نویزونه

 

کوژلیک/کوژدلیک/کاوینلیک/کامینلیک: Marriage Certificate

 

#نویزونه

 

بښنلیک: Apology Letter

 

#نویزونه

غوښتنلیک، عریضه: Application 

 

#نویزونه

 

اخځلیک، تړاولیک: Reference Letter

 

#نویزونه

 

ګواښلیک: Warning Letter

 

#نویزونه

 

پوښتنلیک: Inquiry Letter

پوښتنپاڼه: Questionnaire

 

#نویزونه

 

مینلیک: Love Letter

 

#نویزونه

 

لمانځلیک/نمانځلیک، ستاینلیک (ناکره): Appreciation Letter

 

#نویزونه

 

مننلیک: Thank You Letter

 

#نویزونه

 

ډاډلیک، ژمنلیک: Guaranty Letter

 

#نویزونه

 

ړومبڼه: مسوده، Draft

 

#نویزونه

 

آربڼه/آرلیک: اصلي لیکنه، اصلي نسخه

 

#نویزونه

 

پایبڼه: Final, Final Version

 

#نویزونه

 

څانګپوهنه: Specialization

څانګوړتیا: Expertise

 

#نویزونه

 

ګړلیک: Agenda

 

#نویز

 

Series: لوبلړ (په لوبو کي)، لړۍ

#نویز

 

ناسم: ښځینه/نارینه تشناب (تشناب هم نر هم ښځه کېدای شي یاني جنس لري.)

سم: ښځو/سړو تشناب.

 

#سموونه

 

اورپکي: Insurgent

ترهګر: Terrorist

 

#سموونه

 

په انګرېزي کي یې څه بولي؟

 

ـ ورږه (کنډاتي چي له شیدو سره پخې شي)، فله: ؟

 

ـ کنډاتي (د لنګون د وخت شیدې)، لبأ: Colostrum

 

هر تکړن/لوبغاړي ته 'اتل' نه ویل کېږي.

 

#سموونه

 

کلیزه: د کوم څیز/پېښي چي کال پوره شي، جنتري.

زېږدیزه: د زېږد ورځي نېټه.

 

الوت تمځی: ټرمینل

الوتغالی: اېرپورټ

الوتکرښه: رن وې، ځغلیکه

الوت: فلایټ، پرواز

الوتنه: فلایټ

الوتکه: طیاره

الوتغږ: فلایټ انونسمینټ

الوت لارښود: فلایټ اینسټرکټر

الوتلار: فلایټ وې

الوتلارښود غونډال: راډار/راډار سیسټم

الوتګر/الوتاند: پیلوټ

الوتمهال: فلایټ ټایم، پرواز وخت

الوتنېټ: فلایټ/پرواز تاریخ

الوتلیک: بورډینګ پاس

کور الوت تمځی: ډومیـــسټیک ټرمینل

نړېوال الوت تمځی: انټرناشنل ټرمینل

#نویز

 

ډېر بیا

 

برېښدړه: سولر تخته، لمرینه تخته، لمردړه.

#نویز

 

نوښت: Innovation

پنځښت: Creativity 

 

#ټکی

 

تعریفګوټی

 

اقتدار (Authority): چي سیاسي قدرت (Political Power) ټولنیز ملاتړ ولري.

قدرت (Power): پر نورو د یو کس/لوري د ارادې تپل او زغمل.

 

-
بېرته شاته