(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

افسانه کې افسانه

[12.Jan.2021 - 15:46]

 آفسانه په آفسانه کښې

     ليک : بخت روان عمر خيل 

ځلا د يونيورسټۍ په خاصو طالبانو کښې شمير وه. هسې خو هغه د فلسفې طالب علمه وه. خو ذهني او قلمي تړون يې د ادب سره وو. د پوهنتون ادبي جرګې غړې هم وه. له دې کبله به يې په ادبي سرګرمو کښې پوره پوره خبره اخسته. شاعري يې هم خوښه وه خو شاعره نه وه. لوستو به يې نظم او ليکو به يې نثر. د ادب هر صنف به يې الهام ګڼو او د لفظونو تشريح، تفسير او شان نزول نه به يې د فلسفې او روحانياتو د منارو د انتها نه کتل. د جزب او قبوليت حس يې دومره زيات وو چې د هر هغه ليک بيان يا واقعې د اثر نه به په ورځو، ورځو نه نه وته. کوم چې به ددې د مزاج خلاف او موافق وو. ليکل به يې کم کول خو د کمال به يې کول په ډيرو ستغو ، کړکيچنو او سنجيده موضوعاتو به يې هم ډير ډاډه او آزاد قلم چلوؤ. کومه ژوره او غمژنه سنجيدګي به د هغې په ليکونو  کښې په نظر راتله، هم دغسې د هغې شخصيت وو. په ادبي حلقو کښې د ځلا په حقله عام تاثر دا وو چې " ډيره کبرژنه، بد دماغه او بد لحاظه ده" حالانکې داسې نه وه . هغه ډيره ملنساره، خوش ګفتاره، نرم خويه خو کم ګويه وه. ادبي حسد او رقابت يې ډير لرو. که يو خوا به يې د لويو، لويو اساتذه کرامو توجه ځان ته را ګرځوله او ډاډګيرنه ، ستائنه به يې حاصولوله، نو بل خوا به د ادبي بدخواهانو او حاسدانو زهرژن تنقيد ته هم په نخښه کيده. دغه رنګ په يو تنقيدي غونډه کښې ځلا د ايجنډې ترمخه خپله يو آفسانه تنقيد ته وړاندې کړه. د آفسانې عنوان وو " ګاهک ، کوټۍ او رنډۍ  " آفسانه څه داسې وه چې ! زيبو فيصله کړې وه ، خو چې قدم به يې د درشل نه بهر کيښودو نو د هغې دننه زيب النساء به ورته نيغه ودريده . هغې ته پته وه چې هغه څومره کمزورې ده؟ خو داځل د هغې کمزورئ د هغې په ارادو زورورې نه شوې. زيبو ته د واده په څوئمه ورځ احساس شوې وو. چې شايد د هغې سره ښه نه دي شوي، څه ډير لوے زياتے ورسره شوے دے. او څنګه، څنګه چې ورځې تيريږي د هغې، هغه ګمان رو، رو يقيني کيدو. هغې ته د هيڅ شي کمے  نه وو، هر څه ډير تير وو. خو د هغې روح چې څه غوښتلو هغه چرته وو؟

هغه ددغې کور په هيڅ جوړ ،جاړي نه پوهيده. ټوله ټوله ورځ به خنداګانې، بړقاګانې جوړې وے، اخلي، پخلي به کيده، څوک به تله څوک به راتله، يو بې ټقاوه غوندې ماحول وو. ګني ميلمه، ميزمه، چم ، ګاونډ، نوکر، فقير خو د لوے انغري ، نښې ، نښانې وي، دا هر څه دروغ او تصنع نه ډک ښکاريده.

هغې به تر خپله وسه پوره کوشش کوؤ، په ځان به يې زوړ راوستو، چې په دې هر څه کښې ورسره ګډه شي. خو يا خو هغې له ددې هر څه چل نه ورتلو، او يا ورله د کور خلقو دا موقعه نه ورکوله - دغه وجه وه چې ټوله، ټوله ورځ به يې په کوټه دننه تيروله - په لږو ورځو کښې يې د مخ ګونه بدله شوې وه. هر وخت به د اغراق په کيفيت کښې وه. خيالونه ، فکرونه، سوچونه، هر څه يې منتشر شوي وو. دومره ورته هم څوک نه ښکاريدل چې خپله خبره ورسره شريکه کړي. چې زړه به يې ډير راډک شو نو پټ، پټ اوژړل، ښه ډير به يې اوژړل، د اوښکو په ډنډ کښې به ورته خپل کور، مور، پلار او خوېندې ، روڼه داسې خړ ، خړ په نظر راغله، لکه په يو ړنده آئينه کښې چې د يو لرے منظر عکس ښکاره شي .

خاوند به يې عموماً ناوخته راتلو. او چې رابه غلو نو د دوه، څلور رسمي خبرو نه پس به ليپ ټاپ ته کيناست بهانه به يې دا وه چې څه ضروري اي ميلز "E.Mails" دي خو داسې به نه وه. دا د هغه د احتجاج طريقه وه. زيبو به ورسره هم اومنله خو دا هم د هغې احتجاجي ردعمل وو. او دواړه د يو بل په مزاج او نفسياتو ډير ښه پوهيده.

د هغه دا خواهش وو چې زيبو دې ورسره "مينه خو ورته نشي ويلے کيدې" خو هر هغه څه وکړي څه چې دده طبعيت غواړي. اګر چې د زيبو په فرض زوجيت او سپردګئ کښې هيڅ مسله نه وه. ولے فطرت نسواني او پښتونولي د هغې د بدن نه کاڼې جوړ کړې وو. "هغه هر څه " کول خو پريږده چې دا سوچ قدرې يې هم نه شو کولے ، څه چې ده غوښته.

دې خاموشه غوښتنو او غندنو د دوي په مينځ کښې د ظاهري "قربت" نزديکت باجود ډيره لويه فاصله راپيدا کړې وه. زيبو د شرم او حيا ، نسواني عزت او غيرت او پښتو په داسې محفوظه قلا کښې ناسته وه چې د هغه د انا پرستئ او مردانه برترئ د ضدي، خودسره او مغروره د سومونو ګرد ورته هم نه شو رسيدلے.

 زيبو د زړه نه دا غوښتنه چې د هغوي ترمينځه دا تاؤ، تريخوالے نور زيات نه شي. او کور يې په کور پاتې شي. خو پته نه لګيده چې د هغې خاوند څه ته جوړه کړې وه؟

آفسانه په يو مخه روانه وه. ټول ورته غوږ، غوږ وو. خو څنګه، څنګه چې آفسانه کلائمکس " Climax "ته رسيده نو د ځلا په آواز کښې تغير راتلو . داسې ښکاريده لکه چې خداې خبر که د آفسانې آخري حصه بيان کړې شي. مرۍ يې ډډه شوې وه. آواز يې په قابو کښې نه وو. د لږې خاموشئ نه پس هغې خپل اعصاب په ځاې کړه. او باقي پاتې حصه يې بيا شروع کړه. وې " يو شپه زيبو د خاوند په ښپو کښې کيناسته ، لاس يې ورله په لاس يې ورله په لاسو کښې ونيوؤ ، وې" ګوره په دې کور کښې ستا نه بغير زما نور څوک دي؟ ماته که څه حيثيت ملاويږي ، خو ستا نه به ملاويږي. ته زما سره په سمه خوله خبرې خو پريږده چې د کار هم راته نه وې. که ته زما خپل نه شے نو نور خلق به زه څه خپل کړم؟ ته ګورې نه؟ د کور د ټولو لويو ، وړو په نطر کښې زما حيثيت څه دے؟ داسې مه کوه کنه! ښه؟ زه خو ستا بي بي يم . ستا عزت يم . ستا د کور شرم و حيا يم. ته زما په داسې خبرو ولے خفه کيږې کومې چې زما دپاره ناممکنه دي؟ د زيبو په سترګو کښې اوښکې او خله زارئ وے. خو چاته وے او چاته نه وے ؟ هغه نه ويوړه او نه راوړه . نرے غوندې مسکې شو، او يو دوه خبرې يې ورته اوکړې چې د هغې دپاره پوره وے. وې يې " ولے ته بل څه مخلوق يې څه؟ خو ښځه يې کنه؟ چې نورې يې کولې شي نو ته يې ولے نه شې کولے؟ . زيبو لکه د لټکې تاؤ راتاؤ شوه. د هغې په زړه کښې څه، څه تير راتير شو. يو خوا بل خوا يې لکه د ليونو اوکتل خو ځان يې قابو کړو. يو ساعت . د هغه مخې ته داسې ولاړه وه لکه بې روحه کالبوت. ټول اعصاب يې راښکلې شوې وو . باقي پاتې شپه يې په ولاړه تيره کړه. هغې چې خپل خاوند ته اوکاته. خپل ځان ته او خپلی کمرې ته، نو داسې ورته ښکاريده لکه يو ګاهک ، يوه کوټۍ او يو رنډۍ، تر څو چې د اولني آذان سره د کوره وتلې نه وه.

د څه وخت دپاره خو ماحول د خاموشئ يو ګور او عجيبه غوندې کيفيت نيولې وو. خو دا کيفيت هغه وخت ختم شو کله چې صدر محفل د ملګرو نه د تنقيدي رايې په حقله غوښتنه وکړه. هر چا خپله ، خپله اووې. د آفسانې په فکري ، نفسياتي او فني حواله سره ډيرې ګټورې خبرې اوشوې. دوه ، څلورو ليکوالو خپله رايې د آفسانه نګارې د ذهني او نفسياتي سطحې په حواله سره ورکړه. د يوې وينا نچوړ او لب، لباب دا رنګې وو چې." ځلا بنيادي طور فحش نګاره او فحش پسنده ليکواله ده. دا عموماً د خپل ذهن ګند قلم ته سپاري محض د خلقو د توجع حاصلولو دپاره . او ځان د ځانګړې ليکوالې په حيث د ثابتولو په خاطر. ګني نن چې مونږ په آفسانه کښې څه واوريده دا نمونه ليکونه د يو ميرمنې دپاره څه چې د نارنيوؤ دپاره هم ډير ګران کار دے . ددې آفسانې د حقيقت سره هيڅ تعلق نشته . دا آفسانه خالصتاً د يو ليکوالې د آزاد خيالئ،  فحش پسندي، بې راه روئ او نفسياتي مسلو آئينه داره ده". دغسې نورې ډيرې خبرې د ځلا په ليک او شخصيت اوشوې. بلکې په ليک کمې او په ذات زياتې اوشوې. خو په رد عمل کښې د ځلا د مخصوصې مسکا نه علاوه نور هيڅ قسمه تاثر هم ښکاره نه شو.

صدر محفل د خواست په حواله ځلا دومره قدرې اووې ." چې زه د خپلو ټولو صاحب الرايې ملګرو د خيال قدر کوم خو صرف ستاسو توجه دې طرف ته راګرځول غواړم. چې يو شاعر، اديب ته خيال له کومه ملاويږي؟ د خپل چاپيرچل نه د معاشرتي او فطري کردارونو نه او د سماجي رويو نه. اندرون، بيرون او بيرون، اندرون عکس او مظهر وي. دا آفسانه محض زما د سوچ او تخيل غلاظت نه دے. دا آفسانه هم نه ده . يو ريښتيني قيصه ده". خوا کښې يو ملګرې ورله په اوږه لاس کيښودو، خو ځلا خپله خبره بيا هم وکړه. وې " بس تاسو دومره قدرې وکړئ د زيبو نامه د آفسانې اوباسئ او ددې په ځاې زما نامه راوړئ"۔  د " ځلا نامه "

انتخاب:اقبال حسين افکار 

اسلام آباد 8, جنوري 2021

-
بېرته شاته