(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ږیره

[14.Jan.2021 - 15:02]

یوه دوست پوښتنه کړې چې آیا ږیره خرېیل حرام دي که نه دي

مسأله دا ده چې ملایانو نیم ژوند حرام کړی، خو چې تر وس یې ورته تېره شي نو ځان پرې شپېلۍ کړي

هو، د ږیرې خرېیل د جمهورو علماوو په نزد حرام دي خو که هغسې حلال او حرام ته راشو په اوسنۍ دنیا کې ژوند تقریبا محالېږي

 عکس ایستل حرام دي، په غرب کې بې ضرورته اوسېدل حرام دي، د بانکونو پیسې، ولو که ته سود نه اخلې یا ورکوې هم حرامې دي، په بانکونو کې کار کول حرام دي، بیمه حرامه ده، وی‌‌‌‌‌‌ډیو کول حرام دي، ښځو ته د نرو وی‌‌‌‌‌‌ډو کتل حرام دي، شعر چې شرعي پند نه و او غزليز و حرام دی، ټوکې حرامې دي، ناول لیکل دروغ دي او حرام دي، چکچکې حرامې دي، طنز لیکل او کامی‌‌‌‌‌‌ډي رول حرام دی، په غږ تغني یعنې سندرې حرامې دي، د آلاتو موسیقي حرامه ده، د سهار خوب حرام دی، پیپسي څښل د یهودو د شرکتونو غښتلي کول دي او حرام دي، له روس، امریکا، چین، هند، او نورو محاربو کفارو سره دوستانه اړیکې حرامې دي، د اردوګان ښځه د باندې راوتل او د قرضاوي د ښځې لوڅ مخ حرام دی، د عافیه صدیقي او ټواو مسلمانو نجونو د امریکایي او غربي پوهنتونونو لوستل حرام و دي، په غربي پوهنتونونو کې له بربن‌‌‌‌‌‌ډو نجونو سره درس ویل حرام دي،  خامو هلکانو ته په ځیر کتل حرام دي، څه خو دا چې په حجره کې یې درسره څملوئ. تلویزیون حرام دی، د کمپیوټر ګېم حرام دی، پتلون حرام دی، نیکټایي حرامه ده. د ښځو د باندې تګ حرام دی، رسامي حرامه ده، نقاشي د ژونديو موجوداتو حرامه ده، کامره درلودل حرام دي، وېښتان له مسنونې طریقې پرته په غربي فوجي سټابل جوړول حرام دي، د ښځو د وېښتانو کومي جوړول، یا وېښتان اوږدول، یا خالونه وهل، یا نوکان رنګول حرام دي، نور مې له وسه نه کېږي، کنه دا لیسټ تر سبا هم نه خلاصېږي. هدف مې دا دی چې که یې هغسې را واخلو د حلالو سوړه بېخي تنګه ده.

Majeed Qarar

-
بېرته شاته