(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اسفندېار او

[23.Jan.2021 - 15:46]

«اسفندیار او پي ټي ایم» لیک: وقاص ایسپزی

***

اسفندیار خان چې په کومه ورځ د مشال راډیو سره مرکه کړې ده او د پي ټي ایم په تړاو یې په دوه خبرې کړې دي. نو دهغه دوه خبرو په سوشل مېډیا د پي ټي ایم د اے این پي د غړو ترمینځه لویه غوغا جوړه کړې ده. وړومبی باید وګورو چې دا خبرې څۀ دي او دواړه خبرې څومره د څېړنې وړ دی ـ

(۱) د اسفندیار خان څخه مرکچي «خالد خان» پوښتنه کوي چې ته د پي ټي ایم په څۀ مخالف یې؟ 

په ځواب کې ورته اسفندیار خان "تشدد" یادوي!

(۲) د اسفندیار خان په ځواب کې خالد خان بیا سوال راپورته کې چې هغوي خو پخپله د تشدد ښکار دي' نو دا تاسو په کوم بنیاد وایئ؟

اسفندیار خان ورته زیاتوي' چې دوۍ د ادارو «پوځ» خلاف په وړومبي ځل داسې راووتې دي' چې داسې موږ نۀ یو راووتې!

****

د اسفندیار خان وړومبئ خبرې ته راځم! په کومه کې چې دۀ د تشدد یادونه کړې ده، خو د تشدد په اړه یې دا نۀ ده ښودلې چې پي ټي ایم کله, کوم ځای تشدد کړی دی او نه یې د خپل عدم تشدد حواله ورکړې ده' چې موږ په کوم ځای د عدم تشدد څخه کار اخیستی دی' نو دا خبره په منطق ولاړه نۀ برېښي! ځکه چې دلته د تشدد د ځای، بنیاد او د حوالې ذکر نشته! نو څنګه باید سړی سپیناوی وکړي؟

خو اسفندیار خان د تشدد دا پېمانه یادوي چې دوۍ د ادارو «پوځ» خلاف په وړومبي ځل داسې راووتې دي' چې داسې موږ نۀ یو راووتې!

د اسفندیار خان پر دې وروستئ خبرې به باید ووایم! چې په دې خبره کې داسې څۀ نشته! چې د پي ټي ایم کارکنان پر اے این پي او اسفندیار ښکنځي! البته دا د اسفندیار خان د هاغه زاړو خبرو پخپله رد دی' کوم چې نوموړي تیر کال د پي ټي ایم په تړاو کړې وې چې دوۍ ادارو «پوځ» راپورته کړې دي ـ زما په خیال اسفندیار خان ته د خپلو زاړو څرګندونو احساس اوشو چې د پي ټي ایم په تړاو ناسمې دي' نو دا ځل یې پر ډاګه وویل چې دوۍ د ادارو «پوځ» خلاف داسې راووتې دي' داسې موږ نۀ یو راووتې!

---

زما په خیال د اسفندیار خان دا دویمه خبره د پي ټي ایم لپاره لویه ګټه او لاسته راوړنه ده. ځکه چې د پي ټي ایم خلاف هاغه څرګندونې چې تیر کال چا کړې وې' نو هم هاغه سړې پخپله دا کال پخپلو خبرو کې رد کړې او منظور پښتین ته د سپیناوې اړتیا پېښه نۀ شوه. د پي ټي ایم کارکنان باید د اسفندیار خان خلاف کنځلو، سپکو سپورو پر ځای د عقل و دلیل نه کار واخلي' ځکه چې اسفندیار خان دومره پېچلې هم نۀ دي او پخپله دده په خبرو کې دده ځوابونه پراته دي او دا ځوابونه لټول دومره ګران کار هم نۀ دی، خو چې په سړه سینه او په کولاو ذهن وڅېړلی شي! 

په ګرمجوشۍ د یو بل سره انښتل او د هغۀ خبرو پر ځای د یو بل ماضي ته ننوتل د پښتون قامي تحرېک لپاره نقصانده دي 

30.Dec.2019

Waqas Esapzy

#PashtunLongMarch2Bannu

-
بېرته شاته